جلالکوټ
| جلال آباد جلالكوټ |
|
|---|---|
| هېواد | |
| ولایت | د ننګرهار ولايت |
| د اوسېدونکي شمیر | ۲۰۵,۴۲۳ |
| د بحر له سطحې لوړوالي | ۵۵۳ متره |
| دین | اسلام |
جلالکوټ یا جلال آباد د کنړ او کابل سیند په نښلونې ځای کې پروت دی. جلالکوټ د ننګرهار ولایت منځۍ (مرکز) دی. دا ښار د یوې۹۰ کیلومتري لوی لاری په وسیله له کابل ښار سره نښلي. او د په همدې واټن سره په ختیځه برخه کې د ګاونډي هېواد له پېښورښار سره نښلي.
دا رنګه جلالکوټ د ختیځو سیمو ستر سوداګریز او ټولنیز منځۍ هم دی.
نيوليک |
پېښلیک
د چین نامتو بودایی راهب سوان زانګ(Xuan Zang-玄奘) په لرغوني پیر کې کال ۶۳۰ز د هډې ښار ته راغلې ؤ، او داسې یې وانګېرله چې هند ته راغلې دی. د جلالکوټ ښار د بنسټ ډبره درېیم مغول واکمن جلال الدین محمد اکبر په شپاړسمه زېږدي پېړۍ کې ایښې ده.
دا ښار د انګرېزانو د تاړاک پر مهال د هغوی لاس ته ورغې، مګر د په دواړو یرغلونو کې له ماتې سره مخ شول. د افغانستان خپلواکۍ ګټلو څخه وروسته لومړنۍ لویه جرګه په ۱۳۰۱ل، چې له ۱۹۲۰ز کال سره سمون خوري، په همدې ښار کې جوړه شوه.
سراج العمارت د امیر حبیب الله خان او امیر امان الله خان د اوسېدا ځای په ۱۹۲۹ز کال رنګ او وسوزول شو. بل د یادولو وړ بڼ چې ددې امیرانو کورنۍ پورې اړه لري د امیر شهید بڼ دی. دا بڼ د نوموړو امیرانو پلرنۍ هدیره هم ګڼلې شو، ځکه چې پدې بڼ کې د امیر امان الله خان،امیر حبیب الله خان، سردار نصر الله خان، د امان الله خان ماندینه، خور یې نجیبه سراج هم پدې هدیره کې په ابدي خوب ویده دی.
د یادولو وړه د، چې د افغان جهاد قومندان او پښتون مین مشر حاجي عبد القدیر هم په دې هدیره کې خاورو ته سپارل شوې دی.
دلته دې بې بڼې متن ځای پر ځای شي
- دننګرهار ولایت څو ولسوالۍ لري دمهمند دری ولسالۍ ولالپوری ولسوالی دګوشتی ولسالۍ دکامی ولسوالی دغنی خیلو ولسوالی داچین ولسوالی بټی کوټ ولسوالی دروداتو ولسوالی دچپرهار ولسوالی دپچیر او اګام ولسوالی دوزیرو ولسوالی دشسرزادو ولسوالی دسره رود ولسوالی دخوګیاڼو ولسوالی دښیوی ولسوالی ددره نور ولسوالی حصارک ولسوالی دبهسودو ولسوالی