بهسود ولسوالۍ (ننگرهار)

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ننگرهار ولاېت ولسوالۍ
د بهسود ولسوالۍ (ننگرهار) انځور
د بهسود ولسوالۍ (ننگرهار) انځور
د بهسود ولسوالۍ (ننگرهار) انځور

بهسود ولسوالۍ (ننگرهار)
بهسود ولسوالۍ (ننگرهار)

هيواد افغانستان[۱]  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۴°۲۶′۳۴″شمال ۷۰°۳۰′۳۲″ختیځ / 34.442777777778°شمال 70.508888888889°ختيځ / 34.442777777778; 70.508888888889[۱]  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه د ننګرهار ولايت[۱]  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 547 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
جیو کوډ 7053264  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د بهسود ولسوالۍ ٢٢٠،٥ کيلو متره مربع مساحت لري او د (٢٩٧٧٥١) نفوس در لودونکې ولسوالۍ ده ، چې ٩٣ لوي او ١٢٨ واړه کلي لري .

د دغې ولسوالۍ شمال لوري ته کوز کونړ او د لغمان قرغې ولسوالۍ ، جنوب ته د چپرهار او روداتو ولسوالۍ ، ختيځ ته يې بټي کوټ او رودات او لويديځ ته يې د جلال اباد ښار او د سره رود ولسوالۍ موقيعت لري.

ياده ولسوالۍ ١٧١٧٢ زراعتي ابي ځمکه او ٤٠٠ هکتاره للمي ځمکه لري ، چې پکې ٤٩٦٢٥ کورنۍ پکې ژوند کوي.

دبهسودو ولسوال نعمت الله نورزى وايي په بهسود ولسوالۍ کې ٤٨ ښوونځي ، لېسې او مدرسې موجودي دي ، چې پکې ٣١٧٧٨ زره هلکان او ١٥٠٧١ نجونې په تعليم بوخت دي او د ٩٤٠ ښوونکو له لوري ورته تدريس ورکول کيږي.

ياده ولسوالۍ ٧١ بابه جامع او ١١١ بابه فرعي مسجدونه لري ، چې دولايت مقام په لارښوونه دارشاد حج او اوقافو ر ياست لخوا ورته امکانات برابريږي .

نوموړې ولسوالۍ ٨ کلينيکونه لري ،چې د ١٢ ډاکترانو او ١٢ نرسانو له لوري خلکو ته صحي خدمات وړاندې کوي ، تاريخي اثار يې د هډې په اخندزاده او بهر اباد کليو کې شتون لري.

په ياده ولسوالۍ کې عرب ، تاجک ، پښتانه او پشه يي قومونه ژوند کوي ، د خلکو دستونزو دحل لپاره انکشافي شورا لري ، چې ٢٠ تنه نارينه او ١٠ تنه زنانه غړي لري، په بهسود ولسوالۍ کې ٥٢ پروژې بشپړې شوي ، چې پکې سرکونه استينادي ديوالونه ، حرفوي کورسونه ، سربندونه ، د پلو لارو رغونه ، ښوونځي ، د ښوونځيو احاطه ، د اوبو برېښنا ، د ويالو پاکول او پلچکونه جوړ شوي دي.

بهسودو ولسوالۍ کې ١٠٠ د ملي پيوستون شورا گانې ايجاد شوي او ټولې پروژې يې پلي شوي دي او ١٨ کلي ، چې د ملي پيوستون د پوښښ نه پاتې وه اوس د شوراگانو په ايجادولو سره د UNHABITAT لخوا قرارداد شويدى .

دولسوال نورزي په وينا په ياده ولسوالۍ کې د مخدره توکو کرل صفر شوي ، ډاياگ پروگرام تطبيق شوى دي .

ولسوال وايي په بهسود ولسوالۍ کې يو شمېر کسانو پانگونه کړې ، چې له امله يې دغه ولسوالۍ ښه عوايد لري ، چې دهغې له جملې څخه په ياده ولسوالۍ کې ٨٨ د موټرو بارگينونه ، ٣٨ د تيلو پمپ استيشنونه ، ١٣٧ قراردادي ماليې ، ١٦ د معمالاتو د لارښوونې دفترونه ، ٧ مخابراتي انتنونه ، د اره کشۍ ماشينونه ، کرش ماشينونه ، ډيزلي ماشينونو ژرنده ، روغتونونه ، درملتونونه ، ليبارټرۍ ، شخصي جنراتورونه او د بلوکونو جوړولو دستگاوې شتون لري ، چې دهرې مياشتې په اخر کې ترې ماليات اخستل کيږي او دولتي بوديجې ته لېږل کيږي.

ولسوال وايي دوى دخپلې امنيې قوماندانۍ له لارې چې دقوماندان سمونوال روح الامين په مشرۍ چارې مخ ته وړي دسلگونه پېښو مخنيوى کړى ، درې تنه تښتونکي ، لس دغلا قضيې ، اته قاتلين ، څلور وسله وال مخالفين ، څلور دوسايطو تښتونکي او په ډېرې اندازې سره مختلف ډوله مهمات نيولي او شاوخوا زر جريبه ځمکه يې له غصب څخه راگرځولې ده .

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ GNS Unique Feature ID: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+10537182 — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸