Jump to content

جوډيت بټلر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جوډيت بټلر
جوډيت بټلر
جوډيت بټلر

د شخص مالومات
پيدايښت
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   ويکيډاټا کې (P512) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه د نارينه او ښځو د سياسي او ټولنيزې برابرۍ پلوې نظريه ،  ادبي تیوري (نظریه) ،  جنسیتي مطالعات ،  ټولنپوهنه [۲]،  ساپوهنه [۲]،  فلسفه [۳]،  فیمینزم ،  سياسي فلسفه ،  اخلاق   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر میشل فوکو   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
خوځښت تر ساختمانيزم وروسته   ويکيډاټا کې (P135) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

جوډيټ پاميلا بټلر (د ۱۹۵۶ ز کال د فبرورۍ په ۲۴ مه زېږېدلې) یوه امريکايۍ فيلسوفه او د جنسيت نظرياتي پوهانده ده، د چا آثارو په سياسي فلسفې، اخلاقياتو او د ښځمنپالنې د درېیمې څپې، «کوير» اند (کوير نظريه د هغو باورونو ټولګه ده چې وايي هويتونه ثابت نه دي او د يو انسان ځانګړتياوې نه شي ټاکلې) او ادبي اند يې اغېز پرېښي. په ۱۹۹۳ز کال کې، بټلر د کلیفورنيا پوهنتون، «برکلي» کې په استادۍ پيل وکړ، چېرې چې هغې له ۱۹۹۸ز کال راهيسې د «ماکسين اليوت» د پروفيسر په توګه د پرتليزو ادبياتو په څانګه او انتقادي نظريې په پروګرام کې خدمت وکړ. هغه د اروپايي بشپړيزو زده کړو په ښوونځي کې د «هانا انډريت» مشري هم کوي.[۴][۵][۶][۷]

بټلر د خپلو کتابونو له امله هم شهرت لري چې هغه دا دي: د جنسيت ستونزه: ښځمنپالنه او د پېژندګلوي تخريب (ز کال) او مهم بدلونونه: د جنس د منطقي حدودو په اړه (۱۹۹۳ز کال)، په کوم کې چې هغې د جنس دوديز مفاهيم ګواښلي دي او د جنسيت د فعاليت په اړه يې خپل اند جوړ کړی دی. دې اند په ښځمنپالو او نااشنا پوهې ستر اغېز غورځولی. د هغې د کار په اړوند زیاتره د فلمي زده کړو په بحثونو کې مطالعه او تر بحث لاندې نيول کېږي، په کوم کې چې د جنسيت په مطالعو او په خبرو اترو کې د فعاليت په اړوند ټينګار کېږي.[۸]

بټلر د ښځينه او نارينه همجنسبازانو د حقوقو د خوځښتونو ملاتړ کړی او هغه د اسرائيلي سياستونو په ګډون، د ګڼو اوسنيو سياسي موضوعاتوپه اړوند غږېدلې ده.[۹][۱۰]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه

[سمول]

جوډت بټلر د ۱۹۵۶ز کال د فبرورۍ په ۲۴ مه نېټه د اوهايو په «کليورلينډ» کې زېږېدلې، کورنۍ يې د هنګري يهودي او روسي يهودي نسل څخه ده. د هغې د مورنۍ انا د کورنۍ ډېره برخه غړي په هالوکاسټ کې له منځه تللي. د بټلر مور او پلار پر اصلاحي يهوديت عمل کاوه. مور يې ارتودوکس مذهبه راستره شوې وه، خو بيا محافظه کاره او په پای کې سمونپاله شوه، په داسې حال کې چې پلار يې له لومړي سره سمونپال يهودي و. په ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ کې بټلر هم عبري ښوونځي ته ولاړه او هم د يهودي اخلاقو ځانګړو ښوونځيو ته، په همدې ځای کې يې د فلسفې لومړۍ روزنې تر لاسه کړې. بټلر په ۲۰۱۰ز کال کې له «هاريټز» سره په مرکه کې وويل چې: په څوالس کلنۍ کې يې د اخلاقياتو ټولګيو ته تګ پيل کړ او دا ښوونځي د بټلر د عبري ښوونځي د حاخام له خوا د سزا په توګه جوړ شوي وو، ځکه چې هغې په ټولګي کې ډېرې زياتې خبرې کولې. بټلر همدا راز روښانه کړې چې هغه په دې درسونو خوشحاله وه او کله چې له هغې پوښتنه وشوه، چې څه يې غوښتل په دې ځانګړو ناستو کې يې زده کړي، هغې په درې پوښتنو ځواب ورکړ چې، هغه وخت يې هغه مصروفه کړې وه: سپينوزا له عبادځای څخه ولې و ايستل شو؟ شونې ده چې الماني اندپالنه د نازيزم لپاره محاسبه کېدای شي؟ او يو څوک څه ډول په وجودي الاهياتو (اللاهوت الوجودي) پوهېدای شي، د مارتين ببر د کار په ګډون؟[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

«يال» پوهنتون ته له تګ مخکې بټلر «بيننګټن کالج» کې درسونه وويل، په يال پوهنتون کې يې فلسفه وويله او په ۱۹۷۸ز کال کې يې په هنر کې د لېسانس سند تر لاسه کړ، په ۱۹۸۴ز کال کې يې په فلسفه کې د دوکتورا سند تر لاس کړ. يو کال يې په «هيډلبرګ» پوهنتون کې د فولبرايټ استادې په توګه تېر کړ. بټلر په «ويسلاين پوهنتون، جورج واشنټګن پوهنتون او جان هوپکين پوهنتون» کې استادي وکړه، په ۱۹۹۳ز کال کې د برکلي، کلیفورنيا له پوهنتون سره يو ځای شوه. په ۲۰۰۲ز کال کې يې په امسټرډام پوهنتون کې د «سپينوزا» فلسفې مشري واخسته. سربېره پر دې يې د کولمبيا پوهنتون د انګليسي او پرتليزو ادبياتو په څانګه کې د ۲۰۱۲، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ز کلونو کې د بشري علومو د « Wun Tsun Tam Mellon » مېلمه پروفيسر په توګه کار وکړ، د دې تر څنګ يې په دې ځای کې د بشپړ وخت پوهنځي د استادې اختيار هم درلود.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

بټلر د ګڼو اکاډميکو جریدو د لیکنو يا سلاکارۍ په پلاوو کې دندې تر سره کړې، د «جانس انباونډ: د تنقيدي مطالعاتو مجله، جی.ای.سي: د ريټوريک، کلتور او سياست مجله او ساينس: په کلتور او ټولنه کې د ښځو مجله.[۲۳][۲۴][۲۵]

د سترو کارونو ټولګتنه

[سمول]

اجرائيوي قوانين او د جنسيت اساسي قانون (۱۹۸۸ز کال)

[سمول]

د « اجرائيوي قوانين او د جنسيت اساسي قانون: د ښکارنده پېژندنې او ښځمنپالنې اړوند يوه مقاله» په سرليک کې په یوه لیکنه کې جوډت بټلر وړانديز وکړ چې: جنسيت اجرائيوي دی. له دې امله چې، د جنيست پېژندنه د چلند له لارې منځ ته راغلې، د دې شونتيا شته چې د جلا جلا چلندونو په مټ جلا جلا جنسیتونه جوړ شي.[۲۶]

جنسيتي ستونزه (۱۹۹۰ز کلونه)

[سمول]

جنسيتي ستونزه: ښځمنپالنه او د پېژندګلوي تخريب، په لومړي ځل په ۱۹۹۰ز کال کې خپور شو، په نړیواله کچه، په ګڼو ژبو يې له ۱۰۰۰۰۰ څخه زياتې نسخې وپلورل شوې. د « Sigmund Freud, Simone de Beauvoir, Julia Kristeva, Jacques Lacan, Luce Irigaray, Monique Wittig, Jacques Derrida» او « Michel Foucault» په اثارو کې د جنسیتي سونزې څېړنې.[۲۷][۲۸]

بټلر د «جنسيت» او «جنس» د اصطلاحاتو پر هغه کارونه د نیوکې وړانديز کړی، کوم ډول يې چې ښځمنپالنې کاروي. بټلر وايي چې: ښځمنپالنې تېروتنه کړې چې «ښځې» يې د شریکو ځانګړتياوو سره سره يوه جلا کمه تاريخي ډله ګرځولې. بټلر ليکي چې دا اند د جنسيتي اړيکو دوه اړخيز نقطه نظر پياوړی کوي. بټلر باور لري چې ښځمنپالان بايد «ښځې» تعريف نه کړي، هغه همدا راز باور لري چې ښځمنپالان بايد «په دې خبره توجه وکړي چې ځواک څه ډول کار کوي او د ښځې په اړه زموږ پوهې ته نه يواځې په ټولنه کې بڼه ورکوي، بلکې د ښځمنپالو خوځښتونو په داخل کې هم». په پايله کې د بټلر موخه دا ده چې د جنس او جنسيت تر منځ منل شوې اړيکه وشکوي، تر څو جنس او هيله د «انعطافي، ازاده ګرځېدونکې او د نورو ثابتو لاملونو زېږنده نه وي». پېژندګلو د آزادې او انعطافي په توګه او جنسيت د عمل په توګه اند، نه د يو جوهر په توګه، کوم چې د کوير اند يو له بنسټونو څخه دی. [۲۹][۳۰]

تقليد او جنسيتي سرغړونه (۱۹۹۱ز کلونه)

[سمول]

دا له «انسايډ/اوټ» سره د بټلر همکاري ده: د ښځينه همجنسبازانو اندونه، د نارينه همجنسبازانو اندونه، د ښځینه او نارینه همجنسبازانو د مفکرينو د ليکنو يوه ټولګه. بټلر وايي چې:«ښځینه يا نارينه همجنسباز» اصطلاحاتو څخه کومه رڼه موندنه شونې نه ده، بلکې د دې کار د تر سره کولو لپاره سياسي اړتیا شته. بټلر «د جنسيت او جنس د منځ ته راوړلو د تشرېح کولو لپاره لوبه،عمل کول، کش کول او د تقليد تصورات کاروي، ځکه چې په پرله پسې ډول منځ ته راغلی ذاتيت د تل لپاره د نه کار کولو له امله د منځه تګ له ګواښ سره مخامخ وي.[۳۱][۳۲]

مهم جسمونه (۱۹۹۳ ز کلونه)

[سمول]

مهم جسمونه: د جنس د منطقي حدودو په اړه، هڅه کوي چې لوستنې او د اداء اټکل شوې تېروتنې روښانه کړي، کوم چې جنسي عمل ته د ورځني غوراوي په سترګه ګوري. د «ډيريډا» د تکرار د نظريې په کارولو سره، کومه چې د حواله ورکولو يوه بڼه ده، بټلر په عمل کولو کې د تکرار پر ونډه ټينګار کوي.[۳۳]

اداء د تکرار له پروسې څخه دباندې د پېژندنې وړ نه ده، کوم چې د معيارونو منظم او محدود تکرار دی او دا تکرار د فاعل په مټ نه شي تر سره کېدای؛ دا تکرار هغه څه دي چې يو فاعل ته وړتیا ورکوي او فاعل (د یو عمل تر سره کوونکي) لپاره لنډمهالی حالت منځ ته راوړي. دا تکرار د دې ښودنه کوي چې عمل کول فردي کار، يا پېښه نه ده، بلکې یو رسمي تولید دی، يو دود دی چې د ممنوعیت لاندې او د ممنوعيت او ممنوعیت د ځواک له مخې او د هغې په مټ، د شړلو د ګواښ او ان د مړينې د مديريت تر څنګ او تر څنګ يې د توليد د بڼې په مجبورولو سره، خو نه، زه به ټينګار وکړم، او له مخکې څخه به يې په بشبړ ډول وټاکم.[۳۴]

ولوله انګېزه وينا (۱۹۹۷ ز کلونه)

[سمول]

په ولوله انګېزه وينا کې: د عملي کوونکي سياستونه، بټلر د کرکې د وینا او سانسور کولو د ستونزو په اړه سروی کړې. هغه وايي چې د سانسور کولو ارزونه ستونزمنه ده او دا چې په ځينو حالاتو کې کېدای شي ګټوره او ان اړينه وي، په داسې حال کې چې په ځينو حالاتو کې کېدای شي، له زخم څخه هم بده وي[۳۵]

سرچينې

[سمول]
  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6x18mcz — subject named as: Judith Butler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola2009507994 — د نشر نېټه: ۱۴ اپرېل ۲۰۲۴
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola2009507994 — د نشر نېټه: ۱۵ اپرېل ۲۰۲۴
  4. Duignan, Brian (2018). "Judith Butler". Encyclopædia Britannica.  
  5. Halberstam, Jack (2014-05-16). "An audio overview of queer theory in English and Turkish by Jack Halberstam". نه اخيستل شوی 29 May 2014.
  6. Kearns, Gerry (2013). "The Butler affair and the geopolitics of identity" (PDF). Environment and Planning D: Society and Space. 31 (2): 191–207. doi:10.1068/d1713. S2CID 144967142.
  7. "Judith Butler, European Graduate School". نه اخيستل شوی 14 July 2015.
  8. Thulin, Lesley (19 April 2012). "Feminist theorist Judith Butler rethinks kinship". Columbia Spectator. Archived from the original on September 25, 2015. نه اخيستل شوی 9 October 2013.
  9. Gans, Chaim (December 13, 2013). "Review of Judith Butler's "Parting Ways: Jewishness and the Critique of Zionism"". Notre Dame Philosophical Reviews. Archived from the original on September 20, 2015. نه اخيستل شوی September 23, 2013.
  10. "Judith Butler". McGill Reporter. McGill. Archived from the original on September 25, 2015. نه اخيستل شوی 9 October 2013.
  11. Duignan, Brian (2018). "Judith Butler". Encyclopædia Britannica.  
  12. Regina Michalik (مې 2001). "Interview with Judith Butler". Lola Press. Archived from the original on ډيسمبر 19, 2006. نه اخيستل شوی March 1, 2010.
  13. Udi, Aloni (24 February 2010). "Judith Butler: As a Jew, I was taught it was ethically imperative to speak up". Haaretz. نه اخيستل شوی 9 October 2013.
  14. "Judith Butler and Michael Roth: A Conversation at Wesleyan University's Center for Humanities". Wesleyan University.
  15. "Tanner Lecture on Human Values: 2004–2005 Lecture Series". UC Berkeley. March 2005. Archived from the original on 2004-12-11. نه اخيستل شوی March 1, 2010.
  16. von Redecker, Eva (2011). Zur Aktualität von Judith Butler. doi:10.1007/978-3-531-93350-4. ISBN 978-3-531-16433-5.
  17. "Judith Butler to Join Columbia U. as a Visiting Professor". Chronicle of Higher Education. November 20, 2010. Archived from the original on 2010-11-17. نه اخيستل شوی February 1, 2011.
  18. Woolfe, Zachary (October 10, 2010). "Professor trouble! Post-structuralist star Judith Butler headed to Columbia". New York, New York: Capital New York. Archived from the original on January 13, 2011. نه اخيستل شوی February 1, 2011.
  19. "Archived copy". Archived from the original on سپټمبر 20, 2014. نه اخيستل شوی سپټمبر 20, 2014.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link)
  20. "Judith Butler – Center for the Study of Social Difference". December 21, 2012. Archived from the original on December 21, 2012.
  21. Maclay, Kathleen (March 19, 2009). "Judith Butler wins Mellon Award". UC Berkeley News. Media Relations. نه اخيستل شوی March 1, 2010.
  22. Amsterdam, Universiteit van. "The Spinoza Chair – Philosophy – University of Amsterdam". Uva.nl. Archived from the original on 2014-11-28. نه اخيستل شوی December 4, 2017.
  23. "Editorial Board | Editorial Staff". Jaconlinejournal.com. Archived from the original on 2019-07-03. نه اخيستل شوی 2017-08-31. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)
  24. "Masthead". Signs: Journal of Women in Culture and Society (په انګليسي). 2012-08-22. نه اخيستل شوی 2017-08-31.
  25. "Judith Butler".{{cite web}}: ساتل CS1: url-status (link)
  26. Jones, Josh (7 February 2018). "Theorist Judith Butler Explains How Behavior Creates Gender: A Short Introduction to "Gender Performativity"". Open Culture. نه اخيستل شوی 8 July 2021.{{cite web}}: ساتل CS1: url-status (link)
  27. Loizidou, Elena (2007-04-11). Judith Butler: Ethics, Law, Politics. p. 1. doi:10.4324/9780203945186. ISBN 978-0-203-94518-6.
  28. Direk, Zeynep (15 June 2020). "4. Different Ontologies in Queer Theory". Ontologies of Sex: Philosophy in Sexual Politics. Reframing the boundaries. Rowman & Littlefield. p. 112. ISBN 978-1-78660-664-8. OCLC 1122448218.
  29. Judith Butler. Oxford reference Online Premium. January 2010. doi:10.1093/acref/9780199532919.001.0001. ISBN 978-0-19-953291-9.
  30. Feminist Perspectives on Sex and Gender. Stanford Encyclopedia of Philosophy. 2017.
  31. "Imitation and Gender Insubordination" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2022-04-01. نه اخيستل شوی 2022-04-02. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)
  32. Ellis, Jason W. (2014-04-14). "Recovered Writing, PhD in English, Queer Studies, Presentation on Judith Butler's "Imitation and Gender Insubordination" and Introduction to Bodies That Matter Feb. 6, 2008". Dynamic Subspace (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-11-29.
  33. For example, Jeffreys, Sheila (September–October 1994). "The queer disappearance of lesbians: Sexuality in the academy". Women's Studies International Forum. 17 (5): 459–472. doi:10.1016/0277-5395(94)00051-4.
  34. Butler, Judith (1993). Bodies That Matter: On the Discursive Limits of "Sex". New York: Routledge. p. 95. ISBN 978-0-415-90365-3.
  35. Jagger, Gill (2008). Judith Butler: Sexual politics, social change and the power of the performative. New York: Routledge. pp. 115–8. ISBN 978-0-415-21975-4. LCCN 2007032458. OL 10187608M.