Jump to content

ګوډ تيمور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګوډ تېمور
اړوند
زېږونځای
Shahrisabz (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زېږون نېټه
۹ اپرېل ۱۳۳۶[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۹ فبروري ۱۴۰۵[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
Otrar (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښخولو ځای
Gur-e Amir (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
ځایناستی
کچه او لوړوالی
لوړوالی
۱٫۷۲ متر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

تیمور ( په چغتای ژبه کې : تیمور د "اوسپنې" معنی لري؛ (13 رجب 737 هـ/ 9 اپریل 1336) - (27 شعبان 807 هـ ق / 17 فبروري 1405) چي په تاریخونو کي د تیمور ګورکاني په نامه هم یادیږي [۵] د مغول توکم یو مشهوره خونړي څېره، فاتح او جنګیالئ واکمن وو چي په افغانستان، اوسني ایران، منځنۍ اسیا او شاوخوا سیمو کي یې د تیموریانو امپراتورۍ رامنځ ته کړه. [۶] تیمور د خپلي خونړي څېرې سربېره د هنر او معمارۍ لوی سرپرست هم ګڼل کیدی، ځکه نوموړي د ابن خلدون او حافظ ابرو په څیر پوهانو سره اړیکي درلودې او د واکمنۍ په اوږدو کي یې د تیموریانو رینسانس پیل سو. [۷] [۸]

تیمور د ۱۳۳۶ کال د اپرېل په ۹ مه د ماوراء النهر (اوسني ازبکستان) د بارلاس توکم اړوند سیمه کي وزېږېدی او په ۱۳۷۰ کال کي یې د لوېدیځ چغتای واک تر لاسه کړ. د یادي سیمي ترلاسه کولو وروسته یې د خپلي واکمنۍ پراختیا ته مټي راونغښتې او د څو کلونو په جریان کي یې مرکزي اسیا، افغانستان، پارس، عراق، شام، ترکیه، هندوستان او تر روس پوري سیمي لاندي کړې او د نړۍ په تاریخ کي یوله مشهوره واکمنانو څخه وګرځېدی.

د تاریخونو له مخي تیمور د ترکانو او منګولیایانو له نسل څخه وو، خو ځیني وایي چي پلار یې له توکمیز پلوه د چنګیز خان سره اړه درلوده. [۹] [۱۰] تیمور ځان د مغول واکمن چنګیزخان میراث خور ګاڼه او د همدې لپاره یې د خپلي واکمنۍ پراخولو لپاره لوی شمېر ښارونه لاندي او انسانان یې ووژل.

نوموړي د خپلي واکمنۍ د پراختیا لپاره د اسلامي شعایرو ترڅنګ توکمیز شعارونه هم استعمالول او ځان یې د مملوک سلطنت، عثماني ټولواکمنۍ او ټولو مسلمانانو مشر ونوماوه.

د تیمور لښکر په بشپړه توګه څو توکمیز وو او په ټوله آسیا، افریقا او اروپا کي یې وېره خپره کړې وه. تاریخ پوهان اټکل کوي چي د هغه نظامي جګړو 17 میلیونه خلک چي هغه وخت د نړۍ نږدې 5٪ نفوس کېدی وژلي دي.

  1. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118622803. Retrieved: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6418r4b. Subject named as: Timur. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ذکر کېدنه: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 4440. Subject named as: Tamerlane. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. "LIBRIS". ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۲. نه اخيستل شوی 24 اگسټ 2018.
  5. Johanson, Lars (1998). The Turkic Languages. Routledge. p. 27. ISBN 0-415-08200-5. Archived from the original on 10 مارس 2022. {{cite book}}: Check date values in: |archive-date= (help)
  6. ʻInāyat Khān, Muḥammad Ṭāhir Āšnā ʿInāyat Ḫān (1990). The Shah Jahan Nama of 'Inayat Khan: An Abridged History of the Mughal Emperor Shah Jahan, Compiled by His Royal Librarian: the Nineteenth-century Manuscript Translation of A.R. Fuller (British Library, Add. 30,777. Oxford University Press. pp. 11–17.{{cite book}}: نگهداری یادکرد:استفاده از پارامتر نویسندگان (link)
  7. Marozzi, Justin (2004). Tamerlane: Sword of Islam, conqueror of the world. HarperCollins.
  8. Josef W. Meri (2005). Medieval Islamic Civilization. Routledge. p. 812. ISBN 9780415966900. Archived from the original on 14 ديسمبر 2021. {{cite book}}: Check date values in: |archive-date= (help)
  9. Donald M. Seekins, Richard F. Nyrop (1986). Afghanistan A Country Study · Volume 550, Issues 65-986 (په انګليسي). The Studies. p. 11. ISBN 9780160239298 – via University of California. Timur was of both Turkish and Mongol descent and claimed Genghis Khan as an ancestor{{cite book}}: نگهداری یادکرد:استفاده از پارامتر نویسندگان (link)
  10. International Association for Mongol Studies; Secretariat, Kokusai Kōryū Kikin; يونسكو (2002). Eighth International Congress of Mongolists being convened under the patronage of N. Bagabandi, president of Mongolia (په انګليسي). OUMSKh-ny Nariĭn bichgiĭn darga naryn gazar. p. 377 – via Indiana University. First of all, Timur's genealogy gives him a common ancestor with Chinggis Khan in Tumbinai – sechen or Tumanay Khan{{cite book}}: نگهداری یادکرد:استفاده از پارامتر نویسندگان (link)