تيموري رنسانس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تيموري رنسانس په اسيا او اسلامي تاريخ کې هغه تاریخي پيردی چې د څوارلسمې پېړۍ وروستي، پنځلسمه پېړۍ او د شپاړسمې پېړۍ لومړي کلونه په ځان کې رانغاړي. د اسلامي زرين پير په تدريجي ښکته کېدو سره، تيموري سترواکي چې مرکز يې په مرکزي اسيا کې و او د تيموري واکمنې کورنۍ له خوا اداره کېده، په اسلامي نړۍ کې د هنر او علومو د نويتابه شاهده وه. دا خوځښت په ټوله اسلامي نړۍ کې خپور شو او د منځنيو پېړيو په وروستۍ او د نوې عصر په لومړۍ اسيا يې ژورې اغېزې پرېښودې. فرانسوي لغت( Renaissance) معنا ده «بيا زېږېدنه» او د کلتوري نويتابه د يوه پړاو ښودنه کوي. د پوهانو په منځ کې ځينې يې د دې پړاو لپاره د ياد ټکي د کارولو په اړه دوه زړي دي، ځينې پوهان دې پړاو ته د رنسانس نوم ورکول د تيموري کلتور د وروستۍ ښکلا په سترګه ګوري.  [۱][۲]

تيموري رنسانس په اروپا کې د رنسان خوځښت نه ډېر لږ وخت مخکې و. ځينې يې په برم کې د ايټاليې له( Quattrocento )سره برابر بولي. تيموري رنسانس د مغولو د يرغلونو او نيواک پړاو له پای ته رسېدو وروسته په پنځلسمه پېړۍ کې خپل اوج ته ورسېد.[۳][۴]

د اسلامي نصب العين پر بنسټ، په تيموري رنسانس کې د تيمور له خوا د ثمرقند بيا جوړول او تيموري شطرنج، په هرات کې د شاه رخ او د هغه د مېرمنې ګوهر شاد واکمني (هغه ښار چې د کلتوري بيازېږد د مرکز په توګه د ايټالوي رنسانس سيال و)، ستورپېژندونکی او رياضي پوه الغ بيګ (د نورو اسلامي پوهانو او ټولپوهانو سره خوا په خوا) او د هنر پلوي سلطان حسين بايقرا په لاس د زده کړې مرکزونو جوړول شامل دي. تيموري واکمنۍ د ايران کلاسيک هنر سره بيا لېوالتيا تجربه کړه او د شمالي افريقا له څېړونکي ابن خلدون سره يې زياته لېوالتيا درلودله. د ابادۍ پراخه پروژې، د مزارونو جوړول، مدرسې او د کتابونو د جوړولو (د منځنيو پېړيو اسلامي کتابونو جوړولو کار ځایونه) جوړول شول. رياضياتي او د ستورپېژندنې څېړنې بيا پياوړې شوې او د شپاړسمې پېړۍ په لومړيو کې د باروتو په وسلو کې پوهه تر لاسه شوه. [۵][۶][۷][۸]

د تيمورد ژوند پر مهال د هغه ستر ماموريتونه دا دي: په شهرسبز کې د دوبي ماڼۍ، د بي بي خان مسجد او د ريګستان جوړول. په دې پير کې د هرات ښار د اسلامي نړۍ يو مهم فکري او هنري مرکز وګرځېد. ثمرقند؛ په کوم ښار کې چې د علمي زده کړو مرکز و او د مغولو له خوا د خوارزمي د نېواک پر مهال ويجاړ شوی و، په دې پير کې د بيا ابادۍ له امله د رنسانس او په ټوله کې د اسلامي تمدن مرکز وګرځېد.[۹][۱۰]

تيموري رنسانس د کلتوري او هنري پرمختګ له پلوه د آل بويه له واکمنۍ نه توپير درلود، ځکه چې تيموری رنسانس د کلاسيکو نمونو مستقيم نويتوب نه و، بلکې په پارسي ژبه کې يې د عاميانه بڼو په شاملولو سره خپل کلتوري راښکنه (جذابيت) زيات کړه. هندي مغول د تيموري رنسانس ځای ناستی شول او د اسلامي پياوړو سترواکيو د پړاو په نورو هېوادونو يې د پام وړ اغېز درلود (ترکي عثماني او ايراني صفوي).[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

تاريخچه[سمول]

د ګڼو الخاني ځای ناستو هېوادونو تر نېولو وروسته ګوډ تيمور په ۱۲۷۰ز کال کې د تيموري سترواکۍ بنسټ کېښود. کله به چې تيموريانو يو ښار ونيو، عموماً به يې ځايي صنعتکاران بښل او هغوی به يې تيموري پلازمېنې ثمرقند ته استول. کله چې د پنځلسمې پېړۍ په لومړيو کې تيموريانو فارس ونيو، د اسلامي هنرونو ډېری ځانګړتياوې د مغولو له هنر سره وتړل شوې. د تيمور له خوا د عمر په وروستيو کې د اسلامي شرعي قانون له رامنځ ته کولو وروسته، ثمرقند د اسلامي هنر په يو مرکز بدل شو او د ابن خلدون د مينې موخه وګرځېد. د پنځلسمې پېړۍ په منځ کې دې سترواکۍ خپله پلازمېنه هرات ته ولېږدوله، چې دا ښار د تيموري هنر لپاره مرکزي نقطه شوه. د ګڼو توکميزو مخینه لرونکو صنعتکارانو او پوهانو د ثمرقند په څېر له هرات نه هم د مرکز او کلتور مرکز جوړ کړ. ډېر ژر ګڼ تيموري کلتوري پراختياوې له نورو دودونو سره ګډې شوې او دې کلتور د هغوی په سر کې هم ځای درلود.[۱۵][۱۶]

تيموري هنر، ايراني دوديز فهم «د کتاب هنرونه» جذب کړل او وده يې ورکړه. هغه نوي هنري آثار چې په تيموري پړاو کې يې بدلون موندلی و، (د پوستکي پر ځای) پر کاغذ ليکلي انځوريزې نسخې وې چې د همدې سترواکۍ صنعتکارانو جوړې کړې وې. دا انځورونه د خپلو ښو رنګونو او له مهارت ډکو طرحو او جوړښتونو له امله د پام وړ وو. په دې نسخو کې د شته انځورګريو او ميناتورينو د کيفيت له امله، د ميتروپوليټن هنري موزيم لرغون پېژندونکی او د هنر تاريخ ليکونکی سوزان يالمان ويلي دي:«د هرات مکتب تر ډېره بريده د ايراني انځورګرۍ او نقاشۍ اوج بلل کېدای شي. په سپینو زرو ښکلې شوې تيموري فولاد تر ډېره بريده د لوړ کيفيت بلل کېږي. انځورګري يوازې تر لیکلو نسخو پورې محدوده نه وه، ځکه چې ډېرو تيموري هنرمندانو پېچلې دېوالي انځورګرۍ هم جوړې کړې دي. ډېری دا دېوالي انځورګرۍ داسې منظرې وړاندې کړي چې له ايراني او چينايي هنري دودونو نه اخستل شوې دي. په داسې حال کې چې د دې انځورګريو اصلي موضوع له نورو کلتورونو نه پورشوې وه، تيموري دېوالي انځورګري په پای کې په خپل بې ساري ډول کې جوړه شوې وه. مغولي هنري انځورګري په بشپړ ډول له منځه نه وه وړل شوې، ځکه چې په پنځلسمه پېړۍ کې په تيموري هنر کې د انساني شخصيتونو لوړه انځورګري له همدې کلتور نه اخستل شوې ده. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د سلطان حسين بايقرا د واکمنۍ پر مهال هنر نوره وده هم وکړه. هغه په خپله پاچهۍ کې د زده کړې د ملاتړ او ښه نيتي په توګه پېژندل کېده. سلطان حسين ګڼې ودانۍ جوړې کړې، له دې نه يوه مشهوره مدرسه وه، نوموړی «په ماوراء النهر کې د تيموري وروستي پړاو بېلګه ييز واکمن» په توګه پېژندل شوی، د هغه پرمختللی دربار او له هنر نه په خلاص لاس ملاتړ کول، د ستاينې او تعجب ځای و، په ځانګړي ډول د هغه د تربور هندي مغول بابر له خوا يې ستاينه شوې ده. [۲۳]

د تيموريانو معماري (د ودانۍ فن)[سمول]

د تيموريانو د ودانۍ فن د سلجوقي پر ودانيزو هنري اړخونو تکيه کوي. فيروزه يي او اسماني رنګي کاشي ګانې چې پېچلې کرښيزې هندسي بڼې جوړوي، د ودانيو بهرنۍ بڼې يې ښکلې کړې دي. ځينې وخت به يې دننه بڼه هم په ورته توګه په انځورونو او ګچي نقاشيو ښايسته کړې وه، چې اغېز به يې لا پسې پياوړی کاوه. د تيموريانو د معمارۍ فن په مرکزي اسيا کې د اسلامي هنر اوج دی. په زړه پورې او پرتمينې ماڼۍ چې ګوډ تيموراو د هغه ځای ناستو په ثمرقند او هرات کې جوړې کړې دي، په هندوستان کې د ايلخاني اغېزناک هنري مکتب، له خپراوي سره مرسته کړې، په همدې بنسټ د مغولو د ودانۍ مشهور مکتب ته يې وده ورکړه. تيموري ودانۍ په اوسني قزاقستان کې د احمد مساوي په عبادت ځای کې پيل شوې او په ثمرقند کې د تيمور مزار چې د ګور امير په نوم يادېږي، پای ته رسېدلی دی. د تيمور ګور امير چې د څوارلسمې پېړۍ د دې فاتح مزار دی، په ايراني فيروزه يي کاشيو پوښلی دی. دې نژدې، د لرغوني ښار په مرکز کې، د الغ بيګ د پارسي سبک يوه مدرسه (ديني ښوونځی) او د «پارسي سبک يو جومات» ليدل کېږي. د تيموريانو د شهزادګانو مزارونه چې فيروزه يي او اسماني رنګه کاشۍ پرې لګېدلي، د ايراني ودانۍ تر ټولو ښکلي او زړه راښکونکي پاتې شوني دي. محوري و رته والی د ټولو سترو تيموري ودانيو نښه ده، په ځانګړي ډول په ثمرقند کې شاه زنده، په هرات کې د مصلی ټولګه او په مشهد کې د ګوهرشاد جومات. په بېلا بېلو ډولونو غبرګې ګومبدې او بهرنی مظهر يې په روښانه رنګونو ډک شوي دي. په دې سيمه د تيمور واکمني په هندي نيمه لويه وچه کې د هغه د پلازمېنې او فارس معمارۍ اغېز پرېښود.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچینې[سمول]

  1. Subtelny, Maria Eva (November 1988). "Socioeconomic Bases of Cultural Patronage under the Later Timurids". International Journal of Middle East Studies. 20 (4): 479–505. doi:10.1017/S0020743800053861. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ruggiero, Guido (15 April 2008). A Companion to the Worlds of the Renaissance, Guido Ruggiero. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780470751619. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. The Connoisseur - Volume 219 - Page 128
  4. Europe in the second millenium: a hegemony achieved? - Page 58
  5. World History as the History of Foundations, 3000 BCE to 1500 CE By Michael Borgolte, page 293
  6. Periods of World History: A Latin American Perspective - Page 129
  7. The Empire of the Steppes: A History of Central Asia - Page 465
  8. "Timurids". The Columbia Encyclopedia (Sixth). New York City: Columbia University. Retrieved on 2006-11-08. 
  9. "The Art of the Timurid Period (ca. 1370–1507)". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Timurids". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Strange Parallels: Volume 2, Mainland Mirrors: Europe, Japan, China, South Asia, and the Islands: Southeast Asia in Global Context, C.800-1830 by Victor Lieberman Page 712
  12. Imperial Identity in the Mughal Empire by Lisa Page 4
  13. Sufism and Society: Arrangements of the Mystical in the Muslim World, 1200–1800 edited by John Curry, Erik Ohlander, Page 141
  14. The Silk Road: A Very Short Introduction by James A. Millward.
  15. Marozzi, Justin (2004). Tamerlane: Sword of Islam, conqueror of the world. HarperCollins. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. B.F. Manz; W.M. Thackston; D.J. Roxburgh; L. Golombek; L. Komaroff; R.E. Darley-Doran (2007). "Timurids". Encyclopedia of Islam, online edition. "During the Timurid period, three languages, Persian, Turkish, and Arabic were in use. The major language of the period was Persian, the native language of the Tajik (Persian) component of society and the language of learning acquired by all literate and/or urban Turks. Persian served as the language of administration, history, belles lettres, and poetry."
  17. "Iransaga - Persian Art, The Timurids". www.artarena.force9.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Komaroff, Authors: Suzan Yalman, Linda. "The Art of the Timurid Period (ca. 1370–1507) | Essay | Heilbrunn Timeline of Art History | The Metropolitan Museum of Art". The Met’s Heilbrunn Timeline of Art History. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. electricpulp.com. "METALWORK – Encyclopaedia Iranica". www.iranicaonline.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Timurids" The Columbia Encyclopedia (Sixth ed.). New York City: Columbia University. Retrieved 2006-11-08.
  21. Lentz, W. Thomas. Dynastic Imagery in Early Timurid Wall Paintings. Los Angeles Museum of Art.URL:https://archnet.org/system/publications/contents/4320/original/DPC0599.pdf?1384784647 Archived 2017-11-16 at the Wayback Machine.
  22. Blair, Sheila, and Bloom, Jonathan M., The Art and Architecture of Islam, 1250–1800, Chapter 5, 1995, Yale University Press. Pelican History of Art, کينډۍ:ISBN.
  23. Roemer, Hans R. (March 23, 2012). "ḤOSAYN BĀYQARĀ". Encyclopaedia Iranica. Encyclopaedia Iranica Foundation. د لاسرسي‌نېټه April 9, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Encyclopædia Britannica, "Timurid Dynasty", Online Academic Edition, 2007. "Turkic dynasty descended from the conqueror Timur (Tamerlane), renowned for its brilliant revival of artistic and intellectual life in Iran and Central Asia. ... Trading and artistic communities were brought into the capital city of Herat, where a library was founded, and the capital became the centre of a renewed and artistically brilliant Persian culture."
  25. John Julius Norwich, Great Architecture of the World, Da Capo Press, 2001. p. 278.
  26. John Julius Norwich, Great Architecture of the World, Da Capo Press, 2001. p. 278.
  27. Banister Fletcher, Dan Cruickshan, Sir Banister Fletcher's a History of Architecture, Architectural Press, 1996. pg 606
  28. Hugh Kennedy, The Great Arab Conquests: How the Spread of Islam Changed the World We Live In, Da Capo Press, 2007. p. 237