ډله ييز جنسي تېری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د 1830 کال اړوند جاپاني هنري کار. په دې کار کې ډله ییز جنسي تېري انځور شوی دی.

ډله يیز جنسي تېری هغه وخت پېښیږي کله چې یو ډله خلک د یو کس په وړاندې په جنسي تېري لاس پورې کړي. د ډله يیز جنسي تېري یوه بېلګه د څلورو کسانو له خوا په ریټي پارسن جنسي تېري پېښه ده. دا پېښه د ۲۰۱۱ کال په نومبر میاشت کې رامنځ ته شوه او جنسي تېري کوونکو د جنسي تېري د پېښې انځورونه واخیستل او په ښوونځي او ښار کې یې خپاره کړل. له هغې وروسته، ریتي په ښوونځي کې د هغې د ټولګیوالو لخوا په لفظي توګه ځورول شوې او ځینو خلکو هغې ته پیغامونه لېږلي او په انټرنیټ کې یې له هغې نه د جنسي اړيکو غوښتنه کړې وه. راټي بالاخره د ۲۰۱۳ کال د اپرېل په اوومه د ځان ځړولو سره ځان وژنه وکړه. [۱]

سرچينېې[سمول]