مينانه جنسي تېری
مينانه جنسي تېری د پېژندلو او د ملګرتیا څخه د ناوړه ګټې اخیستنې یو ډول جنسي تېری ده. دواړه اصطلاحات اکثرا د یو بل سره د تبادلې وړ کارول کیږي، خو دواړه بايد يو شان ونه ګڼل شي، ځکه په پېژندګلو جنسي تېري کي مينه نه وي موجوده او د هر چا په وړاندې ترسره کېدای شي، خو په مينه ناک جنسي تېري کې په مالومه نېټه د هغه چا په وړاندې جنسي تېری ترسره کيږي له چا سره چې يو شخص د مينې اړيکې لري. [۱] [۲] [۳] [۴] [۵] [۶] د 1980 لسیزې راهیسې، په ځینو هېوادونو کې د جنسي تېري ډېری برخه د مينه ناکه جنسي تېري پېښو نيولې ده. دا ډول جنسي تېري په ځانګړې توګه د پوهنتونونو او روزنتونونو په چاپېريال کې ډېر عام دي او ډېری وختونه د الکولو یا نورو مخدره توکو کارول سره مل وي. [۷] مينانه جنسي تېري ډېری قربانيان هغه نوي ځوانان دي چې له شلو کلونو څخه کم او له څوارلسو کلونو زيات عمر لري. [۸] سرچينې[سمول]
|