مېړوښې زنا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
 

مېړوښې زنا يا مُخصِنه زنا د زنا هغه ډول دی چې د زنا دواړه لوري يا يو يې واده کړی وي؛ البته، د "مُخصِنه" کلمه د واده شوې ښځې په مانا ده (یانې ښځه مېړوښه ده او واده يې کړی دی). [۱]

محصن زاني[سمول]

محصن د احصان نه اخستل شوی دی چې منع ته وایي او یا دا چې په یو حسن او ماءمون ځای کې داخلیدو ته وايي، ددې څخه علاوه په قرانکریم کې محصن د حریت په معنی راغلی دی لکه چې الله ج فرمایي : (فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى الْمُحْصَنَاتِ مِنَ الْعَذَابِ )

همدا راز محصنات د عفیف په معنی هم راغلی لکه چې الله ج فرمایي (وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ)، محصنات د متاهل په معنی هم راغلی لکه چې الله ج په قرانکریم کې فرمایي : (وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاء)، محصنات د وطې په معنی هم راغلی لکه الله ج په قرانکریم کې فرمایي (مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ) .

د محصن اصطلاحي تعریف[سمول]

محصن په اصطلاح کې عبارت دی د ازاد، هوښیار، مسلمان مېړه یا ښځې نه، یا په بل عبارت : محصن عبارت دی د ازاد، عفیف او متاهل څخه، یا په بل عبارت هر څوک چې په خپل ژوند کې یو ځل نکاح وکړي په دې شرط چې نکاح یې صحیح نکاح وي او د خپلې ښځې سره خلوت صحیحه وکړي محصن ګڼل کیږي، ددغه څخه وروسته که ښځه یا مېړه مړ شي او یا دا چې ښځه طلاقه کړي .

د سنګسار اسلامي سزا[سمول]

د سنګسار سزا په شاوخوا ۹۰ معتبرو روایتونو کې ذکر شوې ده. [۲]

د محصن زاني حد : که چیرته یو محصن سړی او یا ښځه زنا وکړي، نو جزا یې په تیږو ویشتل ( رجم ) دی تر څو مړه شي، په دې اړه په نبوي احادیثو کې دا ډول څرګندونې وجود لري : د حضرت سلېمان بن بورید‌ة چې د خپل پلار نه روایت کوي فرمايي، نبي کریم ص ته یوه ښځه د غامد بن الازد د قبیلې نه راغله، نو ویې ویل چې ای د الله ج پیغمبره ما پاکه کړه، پیغمبرص ورته د عتاب په لهجه وفرمایل چې واپس شه د پروردګار متعال نه عفوه وغواړه، الله ج ته توبه اوباسه، نو هغې ښځې رسول الله ص ته وویل ایا غواړې چې ما هم په هغه شان واپس کړې لکه څرنګه ماعز بن مالک دې واپس کړی وه ؟ نو پیغمبر ع ورته وفرمایل څه وکړم ؟ هغې ښځې ورته وویل زه له زنا نه حامله یم، نو پیغمبرص د زیات تحقیق په خاطر وفرمایل چې ته ؟هغې ورته وویل هو ! نو پیغمبر ع وفرمایل : چې حد پر تا تر هغه نه جاري کیږي چې ته خپل اولاد وزیږوې، یو انصاري ددې ښځې سرپرستي په غاړه واخسته تر څو چې اولاد وزیږوي، هغه انصاري نبي کریم ص ته راغی چې غامدیې اولاد وزیږوه، نو پیغمبر ع وفرمایل اوس خو په دې حالت کې هغه نه رجموو چې ورکوټی اولاد یې پاتې شي، نو څوک به تی ورکوي، نو یو بل انصاري د ده  د زوی د تي د ورکولو او روزلو انتظام په غاړه واخسته، ددې نه وروسته نبي کریم ص په هغې ښځې حکم صادر کړ تر څو سنګساره شوه . همدا راز نبي کریم ص په ماعز بن مالک د څلور کرته اقرار په زنا څخه وروسته د رجم حکم صادر کړ او سنګسارشو .

د پورتنیو دلایلو څخه د رجم حکم په قطعي ډول ثابت شو، نو زاني به په دې شرط چې محصن وي رجم کیږي .

د هغو روايتونو له مخې چې د شيعه اسلام له مشرانو څخه راغلي دي، د زنا شرعي حد په لاندې ډول دی:

  • که چېرې هغه سړی او ښځه چې زنا کوي ځوان وي (په دوی کې د شهوت ځواک لاهم قوي وي) ، دوی به یوازې سنګسار شي.
  • كه د زنا كوونكى سړى او ښځه زاړه وي (او زنا يې وكړه حال دا چې شهوت يې كمزورى شوى وي) نو سل دُرې به وركوي او سنګسار به شي [۳]
  • البته، که له جوړې څخه یوه یې په سفر وي او یوه یې زنا وکړي، سنګسار نه کېږي. ځکه چې د شيعه فقهې له نظره د زناکار د سنګسار يو شرط دا دی چې د هغه ښځه ورسره موجوده وي او د مباشرت امکان موجود وي. [۴]

واده کول منع دي[سمول]

د شيعه ګانو له نظره، هغه سړى چې (په خبر يا ناپوهۍ) له واده شوې ښځې (دايمي يا موقتي مېړه) سره زنا وکړي، هغه سړى د تل لپاره له هغې ښځې سره واده نه شي کولاى. حتی که وروسته هغه ښځه خپل مېړه ته طلاق ورکړي (یا مېړه دې ښځې سره مباشرت صحيحه کړی وي يانه) [۵]

د زنا د حد د اجرا شرایط[سمول]

فقهاوو د زنا دحد د اجرا د تطبیق لپاره ځیني شرایط وضع کړي دي او دا شرایط په دې معنی دي چې دغه شرایط تکمیل شي حد تطبیق کیږي او که ددغه شرایطو څخه څه تکمیل شي او څه تکمیل نشي نو په دې صورت کې حد نه تطبیق کیږي چې دا شرایط په لاندې ډول دي :

اول ــــ بلوغ : هر څوک چې زنا وکړي نو باید دا بالغ وي او که چیرې بالغ نه وي حد پرې نشته او که چیرې یو صغیر د بالغې ښځې سره زنا وکړي بیا هم په دواړو باندې حد نه تطبیق کیږي او دا ځکه چې کوم لذت چې بالغه ښځه یې د بالغ سړي څخه اخلي هغه د ددغه صغیر ماشو م څخه نشي اخستی .

دویم ــــ عقل : که چیرې لیونی له لیوني سره جماع وکړي په دواړو باندې حد نشته، ددغه پورته دواړو شرایطو لپاره دا لاندې حدیث شریف دلیل نیسو .

د دریو کسانو څخه قلم پورته شوی، ویده تر څو چې ویښ شوی نه وي، ماشوم تر څو چې بالغ شوی نه وي او لیونی تر څو چې جوړ شوی نه وي .

اوس که چیرته لیونی د سلیم العقل سره جماع وکړي په دې کې اختلاف دی، امام مالک فرمایي : په روغ باندې حد شته دی او په لیوني باندې حد نشته دی، نور علماء وايي چې په دواړو باندې حد نشته ځکه چې د یو طرف څخه حد ساقط شو په هغه بل طرف باندې هم حد ساقط کیږي او دا ځکه دلته شبهه منځته راځي او د شبهې په اساس حد ساقط کیږي

درېم ــــ  اسلام : د حد د تطبیق لپاره اسلام شرط دی او دا په دې معنی که چیرې یو کافر دبل کافر سره جماع وکړي، نو په دواړو باندې حد نشته دی او که چیرې کافر د مسلمانې سره جماع وکړي په دې کې بیا د فقهاوو تر منځ اختلاف دی، امام مالک رح فرمايي : که کافر د مسلمانې سره جماع وکړي دا به ددوه حالاتو څخه خالي نه وي یا داچې دا جماع به يې په زور کړي وي، په دې حالت کې کافر وژل کیږي او مسلمان دې خوشې کړي، که چیرته یې پخپله خوښه او رضا باندې دا کار کړی وه نو په ښځه باندې باید دا حد تطبیق شي او کافر دې په تعزیري ډول مجازات شي .

احناف وایي: ددواړو درضایت په صورت کې په ښځه باندې حد تطبیق کیږي او کافر دې تعزیراً په درو ووهي او دا ځکه چې د حد د تطبیق لپاره اسلام شرط دی .

څلورم ــــ اختیار : د زناد حد د تطبیق لپاره اختیار شرط دی .

پنځم ــــ جماع به د انسان سره وي که چیرې یو سړی د حیوان سره جماع وکړي په دې رابطه هم د فقهاوو تر منځ اختلاف دی .

امام ابو یوسف رح وايي چې انسان او حیوان دې دواړه ووژل شي او دحیوان غوښه دې وخوړل شي، شیعه ګان وایي چې په انسان دې حد تطبیق شي او حیوان دې ووژل شي او غوښه دې وغورځول شي، خو ځینې نور علماء وايي چې په سړي باندې حد نشته خو د جزا په رابطه یې اختلاف دی، حضرت عمر رض فرمایي : څاروی دې ووژل شي او تاوان دې د جاني څخه واخستل شي، امام ابوحنیفه رح فرمایي : حیوان دې ووژل شي او غوښه یې هم د خوراک ده .

شپږم ــــ فاعل کې باید شبهه نه وي : دا په دې معنی چې یو سړي د یوې ښځې سره نکاح کړېده ولې شاهدان یې نشته، نو دلته شبهه په فاعل کې ده،که چیرته څوک د داسې ښځې سره جماع وکړي حد ترې ساقط دی ځکه چې دلته شبهه ده او د شبهې په اساس حد ساقط کیږي .

اوم ــــ په تحریم او عدم تحریم باندې علم لرل : په دې رابطه هم د علماوو ترمنځ اختلاف دی، یوه ډله علماء وايي چې حد پرې نشته او بله ډله علماء وايي چې حد پرې شته دی، هغه ډله علما‌ء چې وايي چې حد پرې شته دی، دوی داسې استدلال کوي، که چیرته د یو کس څخه په دې خبره باندې چې علم یې پرې نه درلوده حد ساقط شي نو بیا به هر سړی دا دعوه کوي چې ما پرې علم نه درلوده، یوازې لاندې دوه کسان دا دعوه کولای شي، یو لیونی دی چې جوړ شي او بل حربي دی چې مسلمان شي او دستي جماع وکړي، که دغه دوه کسان دا دعوه وکړي چې علم یې په حرمت باندې نه درلوده، ددوی دعوه صحیح ده او حد ترې ساقط کیږي دا ځکه چې دوی عذر لري او عذر یې جهالت یا په حرمت باندې د علم نه درلودل دي، او هغه ډله چې وايي حد پرې نشته دا لاندې حدیث شریف دلیل نیسي .

یوه ورځ حضرت عمررض ته یوه وینځه راوستل شوه او ورته وویل شو چې وینځې زنا کړېده، حضرت عمر رض هغه ښځه په قراره په دره ووهله او ورته یې وویل چې ای وروسته پاتې ښځې زنا دې کړېده، ښځې ورته وویل چې د غوش په نامه سړي سره مې په دوه درهمه باندې زنا کړېده، حضرت عمر رض وویل چې ستاسې رایه څه ده په دې باره کې، په دې ځای کې حضرت عثمان رض، حضرت علي رض او حضرت عبدالرحمن بن عوف رض ناست وو، حضرت علي رض وویل چې زما په عقیده دا ښځه دې رجم شي، حضرت عبدالرحمن بن عوف رض وویل چې زه مې د ورور رایه تائیدوم یعنې زماد ورور رایه درسته ده، حضرت عثمان رض وفرمایل چې رجم دې نشي او یوه وړه جزا دې ورته وړکړل شي ځکه چې په دې کې څه عیب نشته دی ولې چې دا ناپوهه ده او حد باید په سړي باندې تطبیق شي دا ځکه چې د الله ج حکم یې نه دی قبول کړی او سره د علم د لرلو یې زنا کړېده، حضرت عمر فاروق رض وفرمایل چې رښتیا دې وویل چې بیا یې همداسې وکړل، د همدې وجې نه علماء وايي هر هغه څوک چې د یو عمل په تحریم او عدم تحریم باندې علم ونلري په هغه باندې حد نه تطبیق کیږي .

اتم ــــ ښځه باید ژوندې وي : که چیرته یو سړی د مړې ښځې سره جماع وکړي په دې رابطه د علماوو اختلاف دی، یوه ډله علماء وايي چې حد پرې شته دی او دا ځکه چې دې سړي دوه جنایته کړيدي یوه یې زنا کړېده او بل یې د مړي توهین کړی دی. ځینې نور علماء وايي : چې حد پرې نشته ځکه چې د مړي څخه هغه تمتع چې د ژوندي څخه کیږي د مړي څخه نه کیږي .

د زناکار توبه[سمول]

  که زنا کوونکي د زنا تر ثابتېدو مخکې توبه وباسي؛ له هغه څخه شرعي حد لرې شو او پر هغه نه پلي کېږي. مګر شرایط په شرایطو کې دي. خو که د زنا له ثابتېدو وروسته د مشر په حضور کې توبه وباسي، نو مشر واک لري چې هغه ته بښنه وکړي او یا پرې حد وضع کړي.

په جزايي نظام کې توبه د سختو او جدي جرمونو لکه زنا، زنا، او د مرګ سزا او داسې نور شامل دي، او دا په ټولو جدي او کوچني جرمونو کې اغیزمن کیدی شي. دا د قاضي په واک کې ده چې معلومه کړي چې کوم مجرم او کوم جرم د توبې لپاره کارول کیدی شي؛ په بل عبارت، کله چې مجرم خپل ځان د داسې شخص په توګه معرفي کړي چې توبه یې کړې وي، دا د قاضي په نظر پورې اړه لري چې دا ومني او د پورته ذکر شوي تخفیف څخه کار واخلي. همدارنګه د ایران د اسلامی جزا د قانون ۱۱۴ ماده وایی: د حدد د رامنځته کیدو په جرمونو کې، له قدزف او محرابه پرته، که تورن د جرم له ثابتیدو مخکې توبه وباسی او د هغه توبه او اصلاح قاضی ته ثابته شی، حد به وی. له هغه لرې کړل. همدارنګه که چېرې پورتني جرمونه له کفر پرته نور جرمونه په اقرار سره ثابت شي، په هغه صورت کې چې مجرم د جرم له ثابتېدو وروسته هم توبه وباسي، محکمه کولای شي د عدلیې د رئیس په واسطه د مجرم د بخښنې غوښتنه وکړي. يادونه ١- د جنګيالي له نيولو او يا تر نيولو مخکې توبه کول د حداد د زوال لامل کېږي. يادونه ٢- په زنا او زنا کې کله چې جرم د تاوتريخوالي، لېوالتيا او غفلت له امله ترسره شي، مرتکب د توبې په صورت کې په شپږم درجې حبس او يا په دورو محکومېږي او که په دې ماده کې څرګنده شوې، سزا ورکول کېږي.

د سنګسار په اړه د ځینو فقهاوو فتوا[سمول]

اړوندې پوښتنې[سمول]

  • ډبره
  • په اسلام کې سنګسار کول
  • په ایران کې سنګسار

پايليکونه[سمول]

  1. کينډۍ:یادکرد-معین
  2. کينډۍ:یادکرد وب
  3. موسوی خمینی، سید روح اللَّه، تحریر الوسیلة، ج‏ 2، ص 463، مسألة دوم، ناشر: مؤسسه دار العلم‏، چاپ اول‏، قم- ایران؛ طوسی، الإستبصار، ج 4، ص 202، دار الکتب الإسلامیه تهران، 1390 هجری قمری، عَنْ أَبِی جَعْفَرٍ (ع) قَالَ قَضَی أَمِیرُ الْمُؤْمِنِینَ (ع) فِی الشَّیْخِ وَ الشَّیْخَةِ أَنْ یُجْلَدَا مِائَةً وَ قَضَی فِی الْمُحْصَنِ الرَّجْم‏...
  4. کينډۍ:یادکرد وب
  5. موسوی‏، شریف مرتضی، علی بن حسین، رسائل الشریف المرتضی، سید مهدی رجائی‏، ج‏1، ص 130، ناشر: دار القرآن الکریم‏، قم- ایران‏، چاپ اول، 1405 هـ ق؛ تحریر الوسیلة، ج‏2، ص: 281، مسألة 22