ولټېر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
ولټېر
(فرانسیسی: Voltaire د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ولټېر

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: François-Marie Arouet د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۱ نومبر ۱۶۹۴[۱][۲][۳]
پاريس[۴][۵]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 30 مې 1778 (84 کاله)[۴][۶][۷][۸][۹][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس[۴][۵]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه[۱۰]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فیلسوف[۱۱][۲]
شاعر[۲]
ليکوال[۱۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر بلیز پاسکال
ابن طفيل
كنفيوشيوس
وېليم شېکسپيير
اپلاتون
جان لاک
آيزاک نيوټن  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک ازاداندي
د روشنګرۍ دوره
ډئيزم  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ولټېر

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۱۳]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فرانسوا-ماري ارویه (فرانسوي: [fʁɑ̃swa maʁi aʁwɛ]؛ ۱۶۹۴ نومبر ۲۱مه – ۱۷۷۸ مې ۳۰مه)، چې تخلص یې ولټېر دی (/vɒlˈtɛər, voʊl-/؛ فرانسوي: [vɔltɛːʁ])، د فرانسوي روشنګرۍ لیکوال، تاریخپوه، او فیلسوف و چې د خپلې پوهې، پر عیسویت یې د نیوکې –په ځانګړې توګه پر رومي کاتولیکه کلیسا– او همدا راز د بیان ازادۍ، مذهبي ازادۍ، او د کلیسا او دولت له جلا کولو د ملاتړ له کبله مشهور دی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

ولټېر یو هر اړخیز او تکړه لیکوال و، او د ډرامو، شعرونو، ناولونو، مقالو، تاریخونو، او علمي روایتونو په ګډون یې نژدې په هره ادبي بڼه اثار لیکلي دي. له شل زره زیات لیکونه او له دوه زره زیات کتابونه او رسالې یې لیکلي دي. نوموړی یو له لومړنیو لیکوالانو څخه و چې په نړیواله کچه مشهور او له سوداګریز اړخه بریالی شو. هغه د مدني آزادیو یو صریح او زغرد مدافع و او د فرانسې د کاتولیکې پاچاهۍ د سختو سانسوري قوانینو له کبله تل له ګواښونو سره مخ و. هغه په خپلو اثارو او بحثونو کې پر نه زغم، مذهبي تعصب‌پالو باورونو، او د وخت پر فرانسوي بنسټونو ځپونکي طنزي نقدونه کړي دي. [۱۹]

لیکنې[سمول]

تاریخ[سمول]

ولټېر تېرو وختونو ته د کتنې په برخه کې د نوو او تازه لارو د ښودلو له لارې د تاریخ پېژندنې په پراختیا کې خورا لوی نفوذ درلود. ګییوم دو سیون د نوموړي په اړه وایي:

ولټېر له حقیقتي او تحلیلي دواړو اړخونو د تاریخپوهنې (historiography) بیالیکنه وکړه. هغه نه یوازې دا چې دودیز ژوندلیکونه او روایتونه، چې د ماوراء الطبیعه ځواکونو د کار ادعاوې پکې مطرح دي، رد نه کړل، بلکې تر دې حده وړاندې ولاړ چې ویې ویل پخوانۍ تاریخي لیکنې له جعلي شواهدو ډکې دي او د سرچینو په اړه یې نوو څېړنو ته اړتیا ده. دا ډول لیدلوری په هغه علمي روحیه کې ځانګړی نه و، چې د اتلسمې پېړۍ پوهانو ځانونه ورسره تړلي ګڼل. منطقي تګلاره د تاریخ په بیالیکنه کې کلیدي او مهمه وه.[۲۰]

د ولټېر ترټولو مشهور تاریخونه "د دولسم شارل تاریخ" (۱۷۳۱)، "د څوارلسم لویي دوره" (۱۷۵۱)، او "د ملتونو د دودونو او روحیې په اړه رساله" (۱۷۵۶) دي. نوموړي د دیپلوماتیکو او نظامي پېښو د روایت او بیانولو دود مات کړ او پر دودونو، ټولنیز تاریخ او د هنر او علومو پر لاسته راوړنو یې تمرکز وکړ. د دودونو په اړه رساله اثر یې په نړیوالو شرایطو کې د نړیوال تمدن پرمختګ راسپړلی، او دواړه ملتپالنه او د حوالې دودیز عیسوي چوکاټ ردوي. د بوبسویه "د نړیوال تاریخ په اړه بحث" اثر (۱۶۸۲) څخه په اغېز، نوموړی هغه لومړنی عالم و چې د نړۍ د تاریخ د څېړنې جدي هڅه یې وکړه، او دیني چوکاټونه یې پکې له منځه یوړل، او پر اقتصاد، کلتور او سیاسي تاریخ یې تمرکز وکړ. نوموړي اروپا ته د ملتونو د مجموعې پر ځای د یوه ملت په سترګه کتل. هغه لومړی کس و چې د منځنیو پېړیو اروپا په کلتور کې یې د منځني ختیځ د تمدن پر ونډه ټینګار وکړ، مګر په بل اړخ کې د منځنیو پېړیو د تضعیف په معنا وه. که څه هم نوموړي په تکراري توګه د تاریخ لیکوالو له لوري د سیاسي تعصب او پلوۍ پرضد غږ پورته کړی و، خو هغه خپله بیا د منځنیو پېړیو په اوږدو کې د کلیسا د مذهبي زغم نشتون او درغلیو افشا کولو ګڼ فرصتونه ضایع کړل. ولټېر پوهانو ته مشوره وركوله چې هر هغه څه چې د طبیعت له نورمال مسیر سره په تضاد کې وي، باید باور پرې ونه کړي. که څه هم هغه د ​​​​تاریخ په پاڼو کې شر او بدي موندلې ده، خو هغه په ​​​​مشتاقانه توګه باور درلود چې پر عقل تکیه او د سواد پراخول د پرمختګ لامل کېږي.

شاعري[سمول]

ولټېر له ماشومتوبه د شعر لیکلو وړتیا لرله، او د هغه لومړی خپور شوی اثر هم شعري ټولګه وه. هغه دوه د کتاب په کچه اوږده حماسي شعرونه ولیکل. په دغو شعرونو کې یو یې د لومړي ځل لپاره په فرانسوي کې لیکل شوی "هینریډ" اثر دی او بل یې هم "د اورلینز میډ" نومی اثر دی، خو ترڅنګ یې ګڼ نور لنډ شعرونه هم لیکلي دي.

هینریډ اثر یې د ویرجیل نومي لرغوني شاعر په تقلید کې لیکل شوی و، د الکساندرین مثنوي یا دوه بیتونه په یوه قافیه له کارولو سره لیکل شوی، چې د عصري لوستونکو لپاره اصلاح شوی او د یوه بیت په بڼه وړاندې شوی، مګر دا په ۱۸مه پېړۍ او د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې یو لوی بریالیتوب و، چې ۶۵ ورژنونه او څو ژبو ته ژباړې یې خپرې شوې دي. دغه حماسي شعر د فرانسې پاچا هنري څلورم له خپل نانت فرمان سره د زغم رامنځته کولو د هڅو له کبله پر ملي اتل بدل کړ. له بلې خوا لا پیوسیل بیا د ژان آرک په افسانه کې یوه خنداوره ټوټه ده.

د توکمپالنې او غلامۍ په اړه یې نظرونه[سمول]

ولټېر په انجیل کې راغلې د آدم او حوا (علیهما السلام) کیسه رد کړه او یو هغه پولیجینیسټ (polygenist) و، چې اټکل یې کاوه هر نژاد په بشپړ ډول جلا جلا اصل او ریښه لري. د ویلیم کوهېن په وینا، ولټېر هم د ډېری نورو پولیجینیسټانو په څېر پر دې باور و، چې تورپوستان د دوی د متفاوتې ریښې او اصل له کبله د سپین پوستانو په طبیعي انسانیت کې سهیم نه دي. د ډیویډ الن هاروي په وینا، ولټېر ډېری وختونه نژادي توپیرونه د مذهبي ارتودوکسي او د خلقت په اړه د انجیل پر روایت د برید لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د غلامۍ په اړه د هغه ترټولو مشهوره تبصره په کاندید نومي اثر کې موندل شوې، چې پکې اتل په فرانسوي ګویانا کې له یوه غلام سره له برخورد وروسته، چې د تېښتې له کبله مثله شوی یا خسي شوی و، پر دې له پوهېدو سره چې "په اروپا کې په کومه بیه موږ بوره خورو" حیرانېږي، او دا نظر وړاندې کوي چې که ټول انسانان ګډه ريښه لري، لکه څنګه چې انجیل وایي، نو دا بیا دوی تر خپل منځ د تره زامن جوړوي، او په دې توګه دې پایلې ته رسېدلي چې "هېڅوک نشي کولی له خپلو خپلوانو سره ناوړه چلند وکړي". په بل ځای کې بیا نوموړی د طعنې په بڼه د "هغو سپین پوستانو او عیسویانو په اړه لیکلي [چا چې] په ارزانه بیه تور پوستان پېرودل ترڅو یې په امریکا کې په ګرانه بیه وپلوري." ولټېر د هغه لیک له مخې چې هغه ته منسوب شوی د غلامانو د سوداګرۍ پر ملاتړ تورن شوی، که څه هم ویل کېږي چې دا لیک جعلي دی "ځکه هېڅ کومه د قناعت وړ سرچینه د لیک شتون نه تاییدوي."[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

ولټېر په خپل فلسفي قاموس کې د غلامانو د سوداګرۍ په اړه د مونټېسکیو نیوکه تاییدوي: "مونټېسکیو تقریبا تل له زده کړي پاړکي سره په تېروتنه کې و، ځکه هغه زده کړی نه و، مګر نوموړی بیا تقریبا تل د متعصبینو او د غلامۍ د هڅوونکو پر وړاندې په حقه و."

سرچينې[سمول]

  1. Voltaire
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ https://cs.isabart.org/person/35933 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ François Marie dit VOLTAIRE Arouet
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Краткая литературная энциклопедия — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Вольтер — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  6. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6xs5t6n — subject named as: Voltaire — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa360244/voltaire — subject named as: Voltaire — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Itaú Cultural — خپرونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  8. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/voltaire — subject named as: Voltaire — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  9. Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0071565.xml — subject named as: Voltaire — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  10. https://libris.kb.se/katalogisering/rp3520m91f4fp46 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۸ جون ۲۰۱۷
  11. BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1427/ — د نشر نېټه: ۱۵ فبروري ۲۰۲۱
  12. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  13. پیوستون : https://www.imdb.com/name/nm0901806/ — د نشر نېټه: ۱۹ اگسټ ۲۰۱۹
  14. "Voltaire". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  15. "Voltaire". Collins English Dictionary. HarperCollins. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
  17. کينډۍ:Cite American Heritage Dictionary
  18. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  19. "Voltaire – Biography". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Guillaume de Syon, "Voltaire" in Kelly Boyd. ed. (1999). Encyclopedia of Historians and Historical Writing, vol 2. Taylor & Francis. د کتاب پاڼي 1270–72. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-884964-33-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  21. Sala-Molins, Louis (2006) Dark side of the light: slavery and the French Enlightenment. Univ Of Minnesota Press. کينډۍ:ISBN. p. 102
  22. de Viguerie, Jean (July 1993). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Les 'Lumieres' et les peuples"]. Revue Historique 290 (1): 161–89. 
  23. William B. Cohen (2003). The French encounter with Africans: White response to Blacks, 1530–1880. Indiana University Press. د کتاب پاڼې 86. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. David Allen Harvey (2012). The French Enlightenment and its Others:The Mandarin, the Savage, and the Invention of the Human Sciences. Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼي 135–46. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Davis, David Brion, The problem of slavery in Western culture (New York: Oxford University Press 1988) کينډۍ:ISBN p. 392
  26. Stark, Rodney, For the Glory of God: How Monotheism Led to Reformations, Science, Witch-Hunts, and the End of Slavery (2003), p. 359
  27. Miller, Christopher L., The French Atlantic triangle: literature and culture of the slave trade (2008) pp. x, 7, 73, 77
  28. Catherine A. Reinhardt (2006). Claims to Memory: Beyond Slavery and Emancipation in the French Caribbean. Berghahn Books. د کتاب پاڼې 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84545-079-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)