Jump to content

امیلي دو شاتله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګابریل امیلي لو تونیلیر دو براتوي، مارکویس دو شاتله (زوکړه: د ۱۷۰۶ زکال د ډسمبر ۱۷مه – مړینه: د ۱۷۴۹ زکال د سپټمبر ۱۰مه) د ۱۷۳۰مې لسیزې راوروسته په ۱۷۴۹ زکال کې د ماشوم د زیږون له امله د مړینې تر مهاله د طبیعي فلسفې په برخه کې مخکښه فرانسوۍ فیلسوفه او ریاضي پوهه وه.

د هغې تر ټولو مشهوره لاسته راوړنه په ۱۶۸۷ زکال کې د ایزاک نیوټن د ریاضیکي اصولو د طبیعي فلسفې (Philosophiæ Naturalis Principia Mathematica) په نامه د اثر ژباړه او توضېح ده چې د فیزیک د قوانینو اساسات یې په کې بیان کړي. دغه ژباړه چې د نوموړې له مړینې وروسته په ۱۷۵۶ زکال کې خپره شوه، اوس هم د دغه اثر د معیاري فرانسوي ژباړې په توګه په پام کې نیول کېږي.

د هغې له خوا ورکړل شوې شرحې له نیوټني میخانیک سره مرسته وکړه – د ټولیزې انرژۍ لپاره د بقا اصل چې د حرکت جنبشي انرژي یې یو له عناصرو څخه ده. دغه چاره په داسې ډول د انرژۍ د مفهوم د رامنځته کېدو لامل وګرځېده چې د یو جسم له کتلې او چټکتیا سره ډېرې لږ اړیکې لري.

د فیزیک د بنسټونو (Institutions de Physique؛ د لومړۍ ګڼې چاپ: ۱۷۴۰ زکال) په نامه د هغې لوی فلسفي اثر چې په پراخه کچه خپور شو، پام وړ بحثونه یې رامنځته کړل او د هغو د لومړنۍ نسخې له چاپ څخه وروسته دوه کلونو کې بیاځلي خپور او همدارنګه په څو نورو ژبو وژباړل شو.

هغې په غوره بڼه د بدن د قوې د اندازه کولو او همدارنګه د بقا د اصولو په برخه کې د غوره فکر کولو اړوند د ژوندۍ قوې (vis viva) په نامه بحث کې ونډه لرله. له مړینې وروسته یې نظریې د فرانسې د روڼ اندۍ د دورې په تر ټولو مشهور اثر، د ډني ډیډرو او ژان لو رون ډالامبر په پوهنغونډ (Encyclopédie of Denis Diderot and Jean le Rond d'Alembert) کې خپرې شوې چې د دو شاتله له مړینې لږ وروسته خپور شو.

د هغې له مړینې څخه وروسته راتلونکو دوو پېړیو کې د نوموړې اړوند ګڼ شمېر ژوند لیکونه، کتابونه او نمایشنامې ولیکل شوې. د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې د هغې ژوند او نظریاتو بیاځلي د خلکو علاقه ځانته جلب کړه.

امیلي دو شاتله د څو کلونو لپاره له لیکوال او فیلسوف ولټیر سره اړیکه لرله.

د فلسفې په برخه کې ونډه

[سمول]

دو شاتله د برنارډ مانډویل او ایزاک نیوټن په څېر د مخکښو لیکوالانو د اثارو له ژباړې سربېره د فلسفې په برخه کې یو شمېر مهمې مقالې او کتابونه ولیکل چې په خپل مهال کې په غوره توګه پېژندل شوي و.

د ځوانۍ په ډېری مهال کې له ولټیر سره د هغې د څرګندې همکارۍ او عاشقانه اړیکو له امله نوموړې د نسلونو لپاره د خپل روڼ اندي ملګري د معشوقې او همکارې په توګه پېژندل کېده. د هغې لاسته راوړنې او هڅې تر ډېره پورې د ولټیر د چارو په اډانه کې بیان شوې دي او له امله یې آن نن ورځ د فرانسې د روڼ آندۍ د دورې پر مهال د ولټیر د ژوندانه او کار په اډانه کې یادېږي. سربېره پر دې د هغې اثارو او نظریاتو هم د فردي پیاوړتیا پر ځای د ټولنیز قرارداد موضوعاتو ته پراختیا ومونده.

له دې سره په وروستیو کې مسلکي فیلسوفانو او تاریخ لیکونکو د دو شاتله شهرت ته بدلون ورکړی. تاریخي شواهد ښيي چې د نوموړې اثارو د ۱۷۳۰مې او ۱۷۴۰مې لسیزې په فلسفي او علمي بحثونو پام وړ اغېز لرلی – په واقعیت کې هغې د خپل مهال د مخکښو متفکرینو ترمنځ شهرت درلود او د درناوي وړ مېرمن وه. [۱][۲]

دو شاتله د دویم برنولي یوهان او لئونارد اویلر په څېر د محاسبې (ډیفرانشیل او انټیګرال حساب) له مشهورو ریاضي پوهانو سره مکاتبه لرله. هغې ته د برنولي مخکښو شاګردانو، پیر لوئیس موریو دو ماپرتویس او الکسېس کلود کلراوت درس ورکړی و. د پروس لوی فریدریک چې په برلین کې یې د علومو اکاډمي تاسیس کړه، د هغې پام وړ ستایونکی و او په مرتب ډول یې له ولټیر او دوشاتله سره لیکونه تبادله کول. هغه دو شاتله ته د کریسټیان وولف د اثارو په لېږلو سره نوموړې د لیبنیز له فلسفې سره بلده کړه او دو شاتله هم ورته د فیزیک د بنسټونو (Institutions) په نامه خپل اثر ولېږه.

د هغې اثار په پاریس، لندن او امستردام کې خپاره شول او څو ځله بېرته چاپ شول؛ ورته مهال دغه اثار په جرمني او ایټالوي ژبو وژباړل شول چې په ګن شمېر علمي ژورنالونو (Memoires des Trévoux، Journal des Sçavans، Göttingische Zeitungen von gelehrten Sachen) کې هم ورباندې بحث وشو. له دې څخه پام وړ یې دا ده چې د هغې ګڼ شمېر نظریات د ډیډرو او ډالامبر په پوهنغونډ کې وړاندې شول؛ آن د دغه پوهنغونډ یو شمېر مقالې په بشپړه توګه د هغې د لیکنو کاپي ده.

بیوګرافي

[سمول]

لومړنی ژوند

[سمول]

امیلي دو شاتله د ۱۷۰۶ زکال د ډسمبر په ۱۷مه په پاریس کې وزیږېده او د خپلې کورنۍ د شپږو ماشومانو په کتار کې یوازنۍ نجلۍ وه. د هغې دریو وروڼو تر لویوالي ژوند وکړ: رني الکساندر (زوکړه: ۱۹۶۸ زکال)، چارلس اګوست (زوکړه: ۱۷۰۱ زکال) او الیزابت ټیوډور (زوکړه: ۱۷۱۰ زکال). د هغې مشر ورور رني الکساندر په ۱۷۲۰ زکال کې او له هغې وروسته بل ورور چارلس اګست په ۱۷۳۱ زکال کې ومړ. ورته مهال د هغې کوچنی ورور الیزابت ټیوډور ډېر عمر وکړ او آن تر دې چې کشیش او بیا سقف هم شو. دوه نور وروڼه یې هم په ځوانۍ کې مړه شول. دو شاتله د میشل په نامه یو میرنی ورور درلود چې د هغې د پلار او آن بلینزاني څخه و، بلنیزاني یوه ځیرکه او له ستور پوهنې سره لیوالتیا لرونکې مېرمن وه چې وروسته یې د پاریس له یو مخکښ چارواکي سره واده وکړ. [۳][۴]

د هغې پلار لوئیس نیکولا لو تونیلیر دو براتوي د ټیټې پوړۍ اشرافي و. د دو شاتله د زیږون پر مهال پلار یې د پاچا څوارلسم لویي اداري منشي او هغه ته د سفیرانو معرفي کوونکی و. دوی به د پنجشنبې په ورځ میله کوله او په خپله میله کې به یې پام وړ لیکوالان او پوهان رابلل. مور یې ګابریل ان دو فرولي نومېده چې د برتویل بارونه وه. [۵]

واده

[سمول]

دو شاتله د ۱۷۲۵ زکال د جون په ۱۲مه نېټه له مارکي فلوران-کلوډ دو شاتله-لومونټ سره واده وکړ. د نورو جوړو په څېر هغې هم د مارکویس دو شاتله نوم د هغه له نوم څخه واخیست. د واده د ډالۍ په توګه یې پلار، د دې مېړه په بورګوني کې د سمور – آن – اوګزوا ګورنر وټاکه؛ دوی دواړه د ۱۷۲۵ زکال په سپټمبر میاشت کې دغه ځای ته کډه شول. دو شاتله دغه مهال ۱۸ کاله عمر درلود او مېړه یې ۳۴ کلن و. [۶]

ماشومان

[سمول]

امیلي دو شاتله او مارکي فلوران کلوډ دو شاتله لومونټ درې ماشومان لرل: فرانسوا ګابریل-پاولین (زوکړه: د ۱۷۲۶ زکال د جون ۳۰مه – مړینه: ۱۷۵۴ زکال؛ په ۱۷۴۳ زکال کې یې له الفونسو کارافا، دوکا ډي مونتنرو سره واده وکړ)، لویي ماري فلورنت (زوکړه: د ۱۷۲۰ زکال د نومبر میاشت) او ویکټور سپرېټ (زوکړه: د ۱۷۳۳ زکال د اپرېل ۱۱مه). ویکټور سپرېټ د ۱۷۳۴ زکال په اوړي کې په ډېر احتمال سره د اګست میاشتې په وروستۍ یکشنبې باندې ومړ؛ چې د مړینې پر مهال لا ماشوم و. امیلي دو شاتله د ۱۷۴۹ زکال د سپټمبر میاشتې په څلورمه نېټه د ژان فرانسوا دو سن لامبر لور وزیږوله. هغه د ۱۷۵۱ زکال د مۍ په ۶ مه د ماشومتوب پر مهال په لونویل کې مړه شوه. [۷][۸][۹]

وروستی ځل امیدواري او مړینه

[سمول]

دو شاتله د ۱۷۴۸ زکال په مۍ میاشت کې له فرانسوي شاعر ژان فرانسوا دو سن لامبر سره اړیکه ټینګه کړه او له هغه امېدواره شوه. هغې خپلې یوې ملګرې ته په لیک کې وېره څرګنده کړې وه چې له دغې امیدوارۍ څخه ژوندۍ نه پاتې کېږي؛ د هغې لور سټانیسلاس اډلایډ د ۱۷۴۹ زکال د سپټمبر میاشتې د څلورمې نېټې پر شپه وزیږېده. ورپسې دو شاتله د ۱۷۴۹ زکال د سپټمبر په ۱۰مه د لونه ویل په چاتیو سیمه کې د سږو له امبولي ناروغۍ مړه شوه. هغه ۴۲ کلنه وه او لور یې هم له مړینې څخه ۲۰ میاشتې وروسته مړه شوه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ژوندلیک

[سمول]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

اېمیلي دو شاتله د ۱۷۰۶ کال د ډسمبر پر ۱۷مه په پاریس کې زېږېدلې وه، او د خپلې کورنۍ په شپږو ماشومانو کې یوازېنۍ انجلۍ وه. درې وروڼه یې تر ځوانۍ پورې ژوندي پاتې شول: رِنِه الکساندر (پیدایښت: ۱۶۹۸ز)، چارلس اګوسټ (پیدایښت: ۱۷۰۱ز) او الیزابېت تیودور (پیدایښت: ۱۷۱۰ز). مشر ورور یې «رِنِه الکساندر» په ۱۷۲۰ز کال کې او بل ورور یې «چارلس اګوسټ» په ۱۷۳۱ز کال کې مړ شو. سره له‌دې، کشري ورور یې «الیزابېت تیودور» تر زړښته ژوند وکړ، راهب او وروسته اسقف شو. دوه نور وروڼه یې په ډېر لږ عمر کې مړ شول. دو شاتلې د «میشل» په نامه له پلاره یوه میرنۍ خور هم درلوده، چې مور یې انې بلینزاني نومېدله؛ بلینزاني یوه ځیرکه مېرمنه وه او له ستورپوهنې سره خورا مینه درلوده او د پاریس له یوه لوړپوړي چارواکي سره یې واده کړی ؤ.[۱۴][۱۵]

پلار یې، لویس نیکولاس لو تونیلیر دو براتوي، د یوې ټیټې ډلې اشرافیانو له جملې څخه ؤ. د دو شاتلې د پیدایښت پر مهال، پلار یې د پاچا څوارلسم لویس اداري منشي ؤ او د سفیرانو د معرفي کولو دنده یې هم درلوده. په پنجشنبو کې به یې اوونیزه ادبي غونډه نیوله او قدرمنو لیکوالان او ساینس‌پوهانو ته به یې بلنه ورکوله. مور یې ګبریل انې دو فرولي، بارون دو براتوي وه. [۱۶]

لومړنۍ زده‌کړۍ

[سمول]

د دو شاتلې زده‌کړې له ډېرو اټکلونو او ګومانونو سره مل دي، خو هېڅ څه په څرګنده توګه معلوم نه‌دي.[۱۷]

د فرانسې د علومو اکاډمۍ دایمي مرستیال «فونتَنېل» د هغو له اشنایانو څخه ؤ. د دو شاتلې پلار «لویس نیکولاس» ته د هغې ځیرکتیا په لومړی کې معلومه شوه او هغې ته یې زمینه برابره کړه ترڅو په ۱۰ کلنۍ کې له فونتَنېل سره وویني او ورسره د ستورپوهنې (استرونومي) په هکله وغږېږي. د دو شاتلې مور «ګبریل انې دو فرولي په یوې صومعه کې لویه شوې وه، چې هغه مهال د فرانسوي انجونو او مېرمنو لپاره د زده‌کړو غوره موسسه وه. د ځینو سرچینو په باور، مور یې د خپلې لور ځیرکتیا نه‌تاییدوله او یا پلار یې اېمیلي فکري پلټنو په برخه کې نه‌هڅوله؛ خو د ځینو نورو سرچینو له‌مخې، مور یې نه‌یوازې د دو شاتلې لومړنۍ زده‌کړې تاییدوي، بلکې هغه هڅوي ترڅو بیان شوي واقعیتونه په کلکه تر پوښتنې لاندې راولي.[۱۸][۱۹]

په هر حال، دغسې هڅونه د هغه مهال وضعیت ته په کتو سره، د مور او پلار لپاره غیرعادي برېښي. په کوچنیوالي کې پلار یې د تورې‌وهنې او آس‌سپرېدنې په څېر د فزیکي فعالیتونو زمینه ورته برابره کړه او کله چې لږ څه لویه شوه، د هغې لپاره یې کورني ښوونکي راوستل. په پایله کې، دو شاتله په دولس کلنۍ کې په لاتین، ایټالیایي، یوناني او آلماني ژبو په روانه غږېدلای شوه؛ وروسته یې ځینې تمثیلي ټوټې له لاتین او یوناني ژبو څخه فرانسوي ته وژباړلې او خپرې کړې. هغې په ریاضیاتو، ادبیاتو او ساینس کې زده‌کړې وکړې.[۲۰]

همدا راز، دو شاتلې له نڅا سره مینه درلوده، هارپسیکورډ یې غږولای شو، اوپېراوې یې ویلې او یوه آماتوره هنرمنده وه. په پېغلتوب کې یې د کتابونو رانیولو لپاره پیسې نه‌درلودې، نو په قمار کې یې د خپلو ریاضیکي مهارتونو په کارونې سره ښې پیسې ګتلې.

سرچينې

[سمول]
  1. Grosholz, Emily (2013). Arianrhod, Robyn (ed.). "Review of Candles in the Dark: Émilie du Châtelet and Mary Somerville". The Hudson Review. 65 (4): 669–676. ISSN 0018-702X. JSTOR 43489293.
  2. La vie privée du roi de Prusse von Voltaire, p. 3
  3. Zinsser, pp. 19, 21, 22.
  4. Zinsser, pp. 16–17; for a quite different account, see Bodanis, pp. 131–134.
  5. Detlefsen, Karen (1 January 2014). Zalta, Edward N. (ed.). Émilie du Châtelet (Summer 2014 ed.).
  6. Hamel (1910: 5).
  7. Zinsser, pp. 39 and 58.
  8. Smith, D. W. "Nouveaux regards sur la brève rencontre entre Mme Du Châtelet et Saint-Lambert." In The Enterprise of Enlightenment. A Tribute to David Williams from his friends. Terry Pratt and David McCallam (eds.). Oxford, Berne, etc.: Peter Lang, 2004, pp. 329-343. See also Anne Soprani, ed., Mme Du Châtelet, Lettres d'amour au marquis de Saint-Lambert, Paris, 1997.
  9. Zinsser, pp. 40 and 93.
  10. Zinsser (2006: 278).
  11. Zinsser (2006: 278).
  12. Johnstone, Gary (2005). Einstein's Big Idea. WGBH Boston. ISBN 1593753179. OCLC 61843630.
  13. Zinsser, Judith P. (2007). Emilie Du Chatelet: Daring Genius of the Enlightenment (in انګليسي). Penguin. p. 1. ISBN 978-0-670-03800-8.
  14. Zinsser, pp. 19, 21, 22.
  15. Zinsser, pp. 16–17; for a quite different account, see Bodanis, pp. 131–134.
  16. Detlefsen, Karen (1 January 2014). Zalta, Edward N. (ed.). Émilie du Châtelet (Summer 2014 ed.).
  17. Zinsser.
  18. Bodanis.
  19. Zinsser (2006: 26–29)
  20. Bodanis.