ولادیمیر نابوکوف
| ولادیمیر نابوکوف | |
|---|---|
| [[language|]]: Владимир Владимирович Набоков | |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۰ اپريل ۱۸۹۹[۱] سینټ پیټرزبورګ [۲][۳] |
| مړینه | 2 جولای 1977 (78 کاله)[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۱] |
| د مړینې لامل | ناروغي |
| استوګنځای | سینټ پیټرزبورګ (۲۲ اپريل ۱۸۹۹–۳۱ اکتوبر ۱۹۱۷) منهټن (۳۱ می ۱۹۴۰–۱۹۴۱) |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | د کېمبرېج پوهنتون [۲۱] |
| کار/مسلک | شاعر ، ليکوال [۲۲][۳]، ژباړن/ه ، سکرين ليکوال ، خبريال |
| مورنۍ ژبه | روسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | فرانسوي ژبه [۲۳][۲۴]، انګليسي ژبه [۲۵][۲۳][۲۴][۲۶]، روسي ژبه [۲۵][۲۳][۲۴][۲۶] |
| د کړنې څانګه | ادبيات [۲۷][۲۸]، شعر [۲۷][۲۸]، خزدکپوهنه [۲۷][۲۸] |
| کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون [۲۱] |
| لوبه | سترنج |
| د لوبې هېواد | |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
ولادمیر ولادیمیرویچ نابوکوف (زوکړه: د ۱۸۹۹ زکال د اپرېل ۲۲ مه – مړینه: د ۱۹۷۷ زکال د جولای دویمه) چې د ولادیمیر سیرین په مستعار نوم هم پېژندل کېږي؛ روسي الاصله امریکايي ناول لیکونکی، شاعر، ژباړن او حشرات پېژندونکی و. نوموړی په روسیه کې زېږېدلی او په برلین کې یې د ژوند کولو پر مهال له ۱۹۲۶ زکال څخه تر ۱۹۳۸ زکال پورې په روسي ژبه خپل لومړني ۹ ناولونه لیکلي او همدلته یې له خپلې راتلونکې مېرمنې سره هم ولیدل. نوموړي متحده ایالاتو ته له کډوالۍ وروسته په انګلیسي ژبه لیکنو ته مخه کړه او په دې سره یې نړیوال شهرت وموند. نابوکوف په ۱۹۴۵ زکال کې د متحده ایالاتو تابعیت ترلاسه کړ او وړاندې له دې چې په ۱۹۶۱ زکال کې اروپا ته راوګرځي او د سوئیس په مونترو کې استوګن شي ډېر وخت یې د متحده ایالاتو په ختیځ ساحل کې ژوند وکړ.
د لولیتا (Lolita) په نوم د هغه ناول چې په ۱۹۵۵ زکال کې خپور شوی په ۲۰۰۷ زکال کې د معاصر کتابتون د ۱۰۰ غوره ناولونو په کتار کې څلورم ځایګی خپل کړ. کمزورې شعله لرونکی اور (Pale Fire) (۱۹۶۲ زکال) په همدغه نوملړ کې ۵۳ ځایګی درلود. د حافظې د خبرو (Speak, Memory) په نامه د نوموړي د خاطراتو کتاب د شلمې پېړۍ یو له مخکښو غیرداستاني اثارو څخه ګڼل کېږي چې د رانډوم هوس خپروندیې ټولنې د کتابونو په کتار کې اتم ځایګی لري. نابوکوف اووه ځله د داستان په برخه کې د ملي کتاب جایزه ګټلې. [۲۹][۳۰][۳۱]
ژوند
[سمول]روسیه
[سمول]نابوکوف د ۱۸۹۹ زکال د اپرېل په ۲۲ مه (د پخواني سټایل له مخې د اپرېل په ۱۰مه) په سن پترزبورګ کې په یوه بډایه روسي اشرافي کورنۍ کې وزېږېد. د هغه کورنۍ رېښه د څوارلسمې پېړۍ تاتار شهزاده، نابوک مورزا ته رسېده چې د تزاریانو سره یې دنده لرله او د دوی کورنی نوم هم د هغه له نومه اخیستل شوی. د هغه پلار ولادیمیر دمیتریویچ نابوکوف (۱۸۷۰- ۱۹۲۰ زکال) وکیل، سیاستوال او لیبرال ورځپاڼه لیکونکی و؛ مور یې یلنا ایوانونا چې کورنی نوم یې کاویشنیکوا و، د سرو زرو د کان د څښتن میلونر لمسۍ وه. پلار یې له انقلاب څخه وړاندې د لیبرال مشروطه غوښتونکي دیموکرات ګوند له مشرانو څخه و چې د جزا د حقوقو او سیاست اړوند یې ګڼ شمېر مقالې لیکلې. د تره په زامنو کې یې نیکولاس نابوکوف مشهور موسیقار و. د دوی نیکه دیمیتري نابوکوف (۱۸۲۷-۱۹۰۴ زکال) د دویم الکساندر د واکمنۍ پر مهال د روسیې د عدلیې وزیر و. پلرنۍ انۍ یې د بالتیک جرمني بارونس ماریان فون کورف (۱۸۴۲- ۱۹۲۶ زکال) وه. د خپل پلار د جرمنۍ رېښې پر بنسټ نوموړي له کمپوز جوړونکي کارل هاینریش ګراون (۱۷۰۴- ۱۷۵۹ زکال) سره خپلوي لرله. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
ولادمیر د خپلې کورنۍ لومړی او د ټولو د خوښې وړ ماشوم و چې له ځان څخه یې کوچني څلور وروڼه او خویندې لرلې: سرګئی (۱۹۰۰- ۱۹۴۵ زکال)، اولګا (۱۹۰۳-۱۹۷۸ زکال)، ایلنا (۱۹۰۶ – ۲۰۰۰ زکال) او کریل (۱۹۱۲- ۱۹۶۴ زکال). سرګئی وروسته له هغه چې په ښکاره توګه یې د هټلر رژیم وغانده په ۱۹۴۵ زکال کې د نازیانو د اجباري کار په یوه کمپ کې ومړ. لیکوالې آین رنډ، اولګا (په ستیونینا ښوونځي کې د هغه نږدې ملګرې) د مشروطیت ملاتړه بللې او څرګنده کړې یې ده چې د لومړي ځل لپاره هغې له سیاست سره د دې لېوالتیا راپارولې. ایلنا چې وروسته د ټولو ترمنځ په ولادیمیر ډېره ګرانه وه، له هغه سره یې خپل لیکونه په ۱۹۸۵ زکال کې خپاره کړل چې د نابوکوف د ژوند لیک لیکونکو لپاره په غوره سرچینو واوښتل.[۳۷][۳۸]
نابوکوف خپل ماشومتوب او نوې ځواني په سن پترزبورګ او د ښار په سویل لوري کې سیورسکایا ته څېرمه د ویرا په نامه کلیوالي املاکو کې تېره کړه. هغه خپل ماشومتوب «بشپړ» او «ټولې نړۍ ته اړوند» بللی ځکه له څو اړخونو څخه پام وړ و. د هغه کورنۍ په کور کې په روسي، انګلیسي او فرانسوي ژبو خبرې کولې او له همدې امله نابوکوف له ډېر کم عمر څخه په دریو ژبو خبرې کولای شوې. هغه څرګنده کړې چې لومړنی انګلیسي کتاب چې مور یې ورته لوستلی د سو تفاهم (Misunderstood) په نامه و چې فلورانس مونتګومری په ۱۸۶۹ زکال کې لیکلی و. نابوکوف د خپل وطن پرسته پلار په ناهلیتوب؛ وړاندې له دې چې په روسي څه ولوستلی شي، کولای یې شو په انګلیسي خط ولیکي او وه یې لولي. نابوکوف د خپلو خاطراتو «Speak, Memory» په کتاب کې د خپل ماشومتوب اړوند ډېر جزیات وړاندې کړي. په داسې حال کې چې د نوموړي کورنۍ تش په نامه ارتدوکس وه او ډېره لږ مذهبي لېوالتیا یې لرله. وروسته له هغه چې ولادمیر له مذهبي چارو سره لېوالتیا له لاسه ورکړه؛ هغه اړ نه و چې کلیسا ته ولاړ شي. [۳۹]
کډوالي
[سمول]د ۱۹۱۷ زکال د فبروري میاشتې له انقلاب وروسته، د نابوکوف پلار په سن پترزبورګ کې د لنډ مهالي دولت منشي شو. د اکتوبر له انقلاب وروسته د دوی کورنۍ اړ شوه څو له دغه ښار څخه کریمه ته وتښتي، په پیل کې دوی هوډ نه درلود چې دوی به د اوږد مهال لپاره له خپلې سیمې لرې وي. هغوی د خپلو خپلوانو په یوه کور کې اوسېدل او د ۱۹۱۸ زکال په سپټمبر کې یې لیوادیا ته کډه وکړه چې هغه مهال د اوکراین د جمهوریت برخه وه. د نابوکوف پلار د کریمه د سیمه ئیز حکومت د عدلیې وزیر شو.
د ۱۹۱۸ زکال په نومبر میاشت کې د جرمني د پوځونو له شاته تګ او د ۱۹۱۹ زکال په لومړیو کې د سپین پوځ له ماتې وروسته د نابوکوف کورنۍ د ګڼ شمېر نورو روسي کډوالو سره لویدیځې اروپا ته تبعید شول. هغوی د لنډ مهال لپاره په انګلستان کې پاتې شول چېرې چې ولادیمیر ژوي پېژندنه او وروسته یې سلاوي او رومي ژبې د کمبرېج په ټرینیټي کالج کې ولوستې. د هغه د ټریپوس ازموینې لومړۍ ازموینه د زده کړو د دویم کال په پای کې واخیستل شوه چې ستوري لرونکې لومړۍ درجه یې ترلاسه کړه. هغه د زده کړو په څلورم کال کې د خپل پلار له مړینې لږ وروسته د دغې ازموینې په دویم پړاو کې ونډه واخیسته. نابوکوف وېرېده چې کېدای شي په ازموینه کې پاتې راشي خو د وروستۍ ازموینې په پایلو کې هغه دویم ځایګی خپل کړ او په ۱۹۲۲ زکال کې یې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. نابوکوف په کمبرېج کې له خپلو تجربیاتو څخه د څو اثرونو په لیکنه کې ګټنه وکړه چې د Glory او The Real Life of Sebastian Knight ناولونه په کې شاملېږي.
په ۱۹۲۰ زکال کې د نابوکوف کورنۍ جرمني ته کډه وکړه چېرې چې د هغه پلار د ایمګرې رول («د کډوالو د هدایت وسیلې») په نامه ورځپاڼه تاسیس کړه. نابوکوف هم دوه کاله وروسته په کمبرېج کې د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته له هغوی سره یوځای شو.
چارې
[سمول]نابوکوف د شلمې پېړۍ یو له مخکښو سبک لرونکو څخه شمېرل کېږي؛ د هغه لومړۍ لیکنې په روسي ژبه وې، خو د هغو ناولونو له امله چې په انګلیسي ژبه یې ولیکل ډېر شهرت یې وموند. د درې ژبې لرونکي په توګه (په فرانسوي ژبه هم لیکنې لري، Mademoiselle O ته مراجعه وکړۍ) نوموړی له جوزف کانراد سره پرتله کېږي. په داسې حال کې چې د نابوکوف له دغې پرتلې او هم د کانراد له چارو څخه ښه نه راتلل. [۴۰][۴۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ د ټولټال کار کتنه په: https://lavkapisateley.spb.ru/enciklopediya/ — سمونګر: Olga Bogdanova — سرليک: Литераторы Санкт-Петербурга. XX век
- ↑ پیوستون : 118586114 — خپرېدونېټه: ۱۰ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118586114 — خپرېدونېټه: ۳ مارچ ۲۰۲۵
- ↑ پیوستون : 118586114 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11917330h — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Vladimir-Nabokov — سکالو پېژند: Vladimir Nabokov — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bp1vgt — سکالو پېژند: Vladimir Nabokov — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/8979 — سکالو پېژند: Vladimir Nabokov — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?15974 — سکالو پېژند: Vladimir Nabokov — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7914140 — سکالو پېژند: Vladimir Nabokov — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p43161.htm#i431606 — سکالو پېژند: Vladimir Vladimirovich Nabokov — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?NumAuteur=-52078 — سکالو پېژند: Vladimir NABOKOV — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Great Norwegian Encyclopedia ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Vladimir_Nabokov — سکالو پېژند: Vladimir Nabokov — سرليک: Store norske leksikon
- ↑ سکالو پېژند: Vladimir Nabokov — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF13844
- ↑ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0045206.xml — سکالو پېژند: Vladimir Nabokov — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=vladimir;n=nabokov;oc=2 — سکالو پېژند: Vladimir Nabokov
- ↑ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/3046 — سکالو پېژند: Vladimir Nabokov
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000009124 — سکالو پېژند: Vladimir Nabokov — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ https://cs.isabart.org/person/33174 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- ↑ https://cs.isabart.org/person/33174 — سمونګر: Nikolay Skatov — سرليک: Русская литература XX века. Прозаики, поэты, драматурги — ISBN 5-94848-262-6
- ↑ ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Guggenheim fellows ID: https://www.gf.org/fellows/all-fellows/vladimir-nabokov/
- ↑ https://cs.isabart.org/person/33174 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola2016900624 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19992010056 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11917330h — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7069795
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola2016900624 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19992010056 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ "The 50th Anniversary of Nabokov's Lolita". rmc.library.cornell.edu. بياځلي په 2022-09-19.
- ↑ "100 Best Nonfiction". randomhouse.com. Modern Library. 2007. بياځلي په 12 February 2009.
- ↑ "100 Best Novels". randomhouse.com. Modern Library. 2007. بياځلي په 12 February 2009.
- ↑ Nabokov, Vladimir Vladimirovich (1951). Speak, Memory: A Memoir. Gollancz. p. 37.
- ↑ Boyd, Brian (1990). Vladimir Nabokov: The Russian Years. Princeton University Press. ISBN 978-0-7011-3700-7.
- ↑ Wyllie, Barbara (2010). Vladimir Nabokov. Reaktion Books. p. 7. ISBN 9781861896605.
- ↑ "Vladimir Nabokov | American author". Encyclopædia Britannica.
- ↑ Giroud, Vincent (2015). Nicolas Nabokov: A Life in Freedom and Music. Oxford University Press. p. 2.
- ↑ Sciabarra, Chris Matthew (2013), Ayn Rand: The Russian Radical, Penn State Press, pp. 66, 367–68.
- ↑ Gladstein, Mimi Reisel (2009), Ayn Rand, Major Conservative and Libertarian Thinkers, New York: Continuum, p. 2, ISBN 978-0-8264-4513-1.
- ↑ Karlinsky, Simon (2008-06-25). "Nabokov and Some Poets of Russian Modernism". Cycnos. NABOKOV : At the Crossroads of Modernism and Postmodernism -. خوندي شوی له the original on 2015-12-08. بياځلي په 5 December 2015.
- ↑ Nabokov, Vladimir (2001). Karlinsky, Simon (ed.). Dear Bunny, Dear Volodya: The Nabokov-Wilson Letters, 1940–1971 (Revised ed.). Berkeley: University of California Press.
- ↑ Updike, John. Hugging the Shore. p. 221.
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1977ز مړينې
- 2 جولای مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P108
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P641
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1532
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په بوکمول
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- CS1: long volume value
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره

