ميلوش زېمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پېژنليک
بشپړ نومZeman
مشهور پهMiloš Zeman
د زېږېدو نېټه۱۹۴۴
د زېږېدنې ځایکولین, د چېک جمهوريت
سياسي مالومات
لومړی مرستيال‌Bohuslav Sobotka

ميلوش زېمان (په چېکي:Miloš Zeman) چېکی ولسمشر، [۱] سیاستمدار، اقتصاد پوه او د اسلام لوی نقاد دی. نوموړي د ۱۹۹۸ کال څخه تر ۲۰۰۲ پورې د چېک د جمهوریت وزیر اعظم وو.[۲]

ژوند

میلوش زېمان په ۱۹۴۴ کال کی په کولین ښار کی زېږېدلی. نوموړي په پراگ کی د ۱۹۶۵ څخه تر ۱۹۶۹ پورې د اقتصاد په پوهنتون کی د وټې ساينسونو په څانگه کې خپلې زده کړې وکړې او په ۱۹۶۹ کال کی دیپلوم يې ترلاسه کړ. په ۱۹۶۹ کال کی د کمونستی گوند غړی شو. خو هغه په ۱۹۷۰ کی مجبور شو د خپلو نظرونو په سبب کمونستی گوند خوشی وکړي. میلوش زېمان تر انقلاب وروسته په ۱۹۸۹ کال کی د چکوسلواکیا پارلمان غړی شو . نوموړي په ۱۹۹۳ کال کی د دمکرات اجتماعی د گوند مشر شو او په ۱۹۹۸ کال کی د چېک د جمهوریت وزیر اعظم وټاکل شو.[۲]

د ۲۰۱۳ کال د ولسمشرۍ ټاکنې

میلوش زېمان د ۲۰۱۳ کال څخه د چېک د جمهوریت دریم ولسمشر دی چی په هېواد کی وروسته د پراخې ټولټاکنې د ولسمشر په توگه وټاکل شو. په ټولو انتخاباتي ساحو کې د شمېرل شويو رايو پر اساس زيمان ۵۴ اعشاريه ۸ فيصده رايې گټلې دي. بل کانديد د بهرنيو چارو پخواني محافظه کاره وزير "کارل شوارزنبرگ" ۴۵ اعشاريه ۲ فيصده رايې خپلې کړي. میلوش زېمان د جمهوري رياست د انتخاباتو تر گټلو وروسته خپلو پلويانو ته څرگندونې وکړې: زه غواړم د لسو مليونو خلکو ولسمشر واوسم. په دوی کې د ميلوس زيمان او کارل شوارزنبرگ رايه ورکوونکي شامل دي.زه نه غواړم د مافيا ولسمشر واوسم چې په ټولنه کې د پرازيت غوندې عمل کوي.' [۳]

نور مالومات

میلوش زېمان د چېک په جهموریت کی د اسلام تر ټولو لوی نقاد او د اسرا‌ئيلی سیاست پلوي گڼل کېږي نوموړي اسلام او محمد ﴿صلی اللہ علیہ و آلہ و سلم ﴾ ته په بده سترگه گوری.[۴] نوموړي هم وایی چی هر اسلامی هېواد د ترهگرو ډلو څخه ملاتړ کوی، هر مسلمان افراطی دی او مسلمان هم غواړي مغربی تهذیب ویچاړ وکړي. میلوش زېمان په افغانستان او پاکستان کی د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو څخه هم ملاټر کوی. [۵]

  • په ۲۰۰۲ کال کی کله چی میلوش زېمان د چېک د جمهوریت وزیر اعظم وو نو په اسرائيل کی په مرکې کی یی اسرائيلی ورځپانه لیکوونکی ته وویل چی ياسر عرفات خطرناک ترهگر دی او نوموړي د اډولف هټلر سره مشابهت لری.[۶]
  • په ۲۰۱۲ کال کی په پراگ کی میلوش زېمان وویل چی مسلمنان خطرناک تمدن دی چی د شمالی آفريقا څخه تر اندونيزيا پورې ژوند کوي. نوموړي قرآن کريم هم بي رحمتي وکړ.[۷]
  • په ۲۰۱۳ کال کی په یوه مرکې کی یی د یدیعوت اخرونوت ورځپانه لیکوونکی ته وویل زه غواړم نوی چکی لومړی مرستيال ته وړاندیز کړم چی د چک حکومت سفارت خانه په اسراییل کی د تل آویو څخه اورشلیم ته کډه وکړی. نوموړی په دی مرکې کی هم وویل چی فلسطینی خلگ باید اسراییل خوشی وکړی او سعودی عربستان ته ولاړ سی.[۸]

سرچينې

  1. http://www.denik.cz/z_domova/on-line-druhe-kolo-voleb-je-tu-kdo-bude-prezidentem-20130125.html
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. http://www.blesk.cz/clanek/zpravy-volba-prezidenta/189731/milos-zeman-na-podium-misto-manzelky-privedl-bohdalovou-a-dceru-katerinu.html
  4. http://www.parlamentnilisty.cz/zpravy/Islam-je-nepritel-rekl-Zeman-Sverazny-penzista-usmal-se-knize-201376
  5. http://www.parlamentnilisty.cz/zpravy/Zeman-Proc-povazuji-islam-za-anticivilizaci-202064
  6. http://www.radio.cz/cz/rubrika/udalosti/rozhovor-milose-zemana-pro-izraelsky-denik-vyvolal-skandal
  7. http://www.ceskatelevize.cz/program/porady/1126672097/text/209411030500308_5.txt
  8. http://eretz.cz/2013/10/rozhovor-prezidenta-milose-zemana-pro-denik-jediot-achronot/