منځپانگې ته ورتلل

ملا حسن رحماني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ملا حسن رحماني
ملا محمد حسن رحماني
ملا
د کندهار ولایت والي
د واکمنۍ دوران
۱۹۹۶ – ۲۰۰۱
امیرالمؤمنین ملا محمد عمر
گل آغا شېرزی
گل آغا شېرزی
د جنوبي زون پخوانی تنظیمه رئیس
د واکمنۍ دوران
۱۹۹۶ – ۲۰۰۱
نامعلوم
جنرال عبدالرازق
د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی
د واکمنۍ دوران
۲۰۰۱ – ۸ فبروري ۲۰۱۶
امیرالمؤمنین ملا محمد عمر
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۶۱
چارچینو ولسوالۍ، اروزګان ولایت
مړینه ۹ فبروري، ۲۰۱۶
کراچۍ   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
هديره کوټه   ويکيډاټا کې (P119) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د افغانستان اسلامي امارت   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند طالبان
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکې ژبه(ي) پښتو   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
وفاداري طالبان   ويکيډاټا کې (P945) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې په افغانستان کې شوروي جګړه ،  په افغانستان کې جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ

ملا محمد حسن رحماني يا ملا حسن رحماني د اسلامي امارت یو لوړپوړی چارواکی، د سوېلي زون تنظیمه‌رئیس او د کندهار ولایت والي وو.

وسله‌والو طالبانو د خپل یوه مشر ملا حسن رحماني مړینه تایید کړه، ویې ویل چې نوموړی د سرطان په ناروغۍ اخته و. ملا حسن رحماني د طالبانو د کوټې شورا یا د طالبانو د رهبري شورا غړی و او د ملا اختر محمد منصور له مشرتابه سره یې مخالفت کړی و. ده د تېر کال د جولای په میاشت کې د ملا عمر د مړینې د خبر له تاییدېدو او پر ځای یې د ملا اختر محمد منصور له ټاکل کېدو وروسته د ملا محمد رسول اخوند ملاتړ وکړ او ملا منصور یې د ملا عمر د مړینې په پټولو تورن کړ. ملا حسن رحماني د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کندهار والي او د جنوبي زون تنظیمه ريیس و او د طالبانو د تحریک مشر ملا محمد عمر اخوند ته نژدې کس بلل کېده. رحماني د ۲۰۰۱ په پای کې د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته د طالبانو د يو شمېر نورو مشرانو په شان کوټې ته پناه یووړه او تر پایه همالته واوسېد.

کراچۍ کې مرموزه مړینه

[سمول]

طالبان وايي چې ملا محمد حسن رحماني تېره شپه د سرطان ناروغۍ له کبله سا ورکړه، مگر بل ځای د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي ویلي چې ملا حسن رحماني د کراچۍ په یوه روغتون کې بستري و. ځینې استخباراتي رپوټونه بیا وایي چې د پاکستان استخباراتي اداری (آی ایس آی) د تېر په څېر خپل پراکسي وار لپاره گومارلي جگړه مار په همداسې مرموزه توگه وژني لکه څنگه چې یې د مجاهدینو قومندانان په مرموزه توگه وژل. د حسن رحماني وژنه په روغتون کې د هماغو پخوانیو لړیو یوه کړۍ گڼل کېدای شي.

دا هم ووینئ

[سمول]

تړلې لیکنې

[سمول]

سرچینې

[سمول]