محمود سوما

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

پوهاند محمود سوما (۱۳۱۰ لمريز کال، خوست-۱۳۹۴ ل کال د تلې ۲۴ اتريش) پر ۱۳۵۷ - ۱۳۵۸ لمريزو کلونو د افغانستان د لوړو زده کړو وزير، سیاستوال او ليکوال وو .

مخينه[سمول]

پوهاند محمود سوما د علم گل زوی پر ۱۳۱۰ لمريز کال د پکتيا ولايت د خوست په متون کې په یوه بزگره کورنۍ کې زېږېدلی وو. لومړنۍ زده کړې یې د خوست په غرغښت ښوونځي کې وکړې . لوړې زده کړې یې د بکلوريا تر درجې د کابل په دارالمعلیمن کې پر مخ بوتلې . پر ۱۳۳۳ او ۱۳۳۹ ل کلونو يې د بيروت په امریکايي پوهنتون کې زده کړې وکړې. پر ۱۳۴۱-۱۳۴۳ لمريزو کلونو يې د امريکا متحدو ایالتونو په کولمبيا پوهنتون کې د کیميا او ساينس په څانگه کې لوړې زده کړې وکړي او ماستري يې واخيسته .

دندې[سمول]

کله چې محمود سوما له امريکا څخه افغانستان ته راستون شو، نو د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې په موسسه کې يې د تدريسي غړي په توگه په دنده پيل وکړ . له ۱۳۴۴ څخه تر ۱۳۵۷ لمريز کاله يې د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د ساينس استاد په توگه دنده ترسره کړه . د ۱۳۵۷ لمريز کال د غويي د ۷ نېټې تر پاڅون وروسته، کله چې د افغانستان د خلق دموکراتیک گوند واک و ځواک ته ورسېد، سوما د لوړو زده کړو د وزیر په توگه وټاکل شو. د ۱۳۵۸ لمريز کال د مرغومي د مياشتې تر شپږمې نېټې د لوړو زده کړو وزیر وو، خو پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد تر يرغل وروسته زندان ته واچول شو او هلته ۱۲ کاله بندي وو. نوموړی د هېوادمشر ډاکتر نجیب الله په واکمنۍ کې له څرخي پله زندانه راخوشي شو. تر دې وروسته سوما ته د حکومتي دندې وړاندیز وشو خو ده ونه مانه او په کابل پوهنتون کې بیا استاد شو. پوهاند محمود سوما د افغانستان د ښوونځیو لپاره له ۷ نه تر ۱۲ ټولگي پورې د کيمیا کتابونه ليکلي دي . د ۱۳۵۷ ل کال په ځینو مهالنيو او ورځپاڼو کې يې بېلابېلې علمي او ساینسي مقالې چاپ شوې دي. پر ۱۳۵۳ لمريز کال د «پوهنه» په نامه مډال باندې هم وياړل شوی دی .

د ۱۳۷۱ ل (۱۹۹۲ ز کال) د غويي تر ۸ نېټې وروسته یانې د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال هم په کابل پوهنتون کې په دنده بوخت وو، خو د شرایطو د خرابېدو او کورنۍ جگړې د سختېدو لامله پاکستان ته کډوال شو او درې کاله له خپلې کورنۍ سره یو ځای په پېښور کې اوسېده. وروسته روسیې ته کډه شو او بیا درې میاشتې وروسته هالېنډ ته کډوال شو. د هالېنډ حکومت سیاسي پناه ورکړه او د ژوند تر وروستیو شپو همالته وو. پوهاند سوما ۱۷ کاله له افغانستانه لرې په جلا وطنۍ کې تېر کړل.

محمود سوما د خلک د موکراتیک گوند د مرکزي کومېټې د سیاسي بېرو غړی وو او له هېوادمشر حفيظ الله امين سره نېږدې پاتې شوی دی. ده په هالېنډ کې په جلاوطنۍ کې هم د خلک دموکراتیک گوند له غړيو غوښتل چې سره یو شي او یو غښتلی او گډ ځواک ترې جوړ شي. محمود سوما شاوخوا ۱۰ سیاسي کتابونه لیکلی دي. نوموړي د خلک دموکراتیک گوند غړو ته د فلسفې لوست هم ورکاوه.

مړینه[سمول]

پوهاند محمود سوما د ۱۳۹۴ لمريز کال د تلې پر ۲۴ د جمعې پر ورځ (د ۲۰۱۵ ز کال اکټور پر ۱۶) په اتریش کې د ۸۴ کالو په عمر له دې نړۍ سترگې پټې کړې. نوموړي د زړه ناروغي لرله او په وروستیو کې سینه و بغل تکليف هم ورته پیدا شو چې په پای کې د پښتورگو له ناروغۍ هم کړېده. له محمود سوما یوه لوېشت ځمکه هم نه ده پاتې او یو کور هم نه لري. له وطنه لرې په جلاوطنۍ کې په حق ورسېد او له یوه کفن سره هغې نړۍ ته ځي. د محمود سوما جنازه د ۱۳۹۴ لمريز کال د تلې پر ۲۸ (د ۲۰۱۵ ز کال د اکټوبر پر ۲۰) کابل ته ولېږدول شوه او د همدغه کال د تلې د مياشتې پر ۲۹ د خوست په متون کې د دوی په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه . د محمود سوما د جنازې په مراسمو کې د خوست د لوړو زده کړو د موسسو او شیخ زاید پوهنتون استادانو، د سیاسي گوندونو او ټولنیزو سازمانونو غړيو او د سوما سلگونو نږدې خپلوانو او دوستانو برخه درلوده . د جنازې په مراسمو کې پخواني والي فضل جان جهش د سوما لنډ ژوندلیک واوراوه. په ژوندلیک کې راغلي ول، چې محمود سوما د افغانستان یو پيژندل شوی علمي شخصیت، استاد او سیاستوال وو. د سیاسي چارو کارپوه یوسف انتظار وايي، سوما نه یوازې علمي کس وو، بلکې مطرح سیاسي شخصیت هم وو او د هېواد د ابادۍ او د خپلو هېوادوالو د هوساینې لپاره يې مبارزه کوله.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

  1. د ثور وسله وال پاڅون او د افغانستان مسئله، د ۱۳۷۸ لمريز (۲۰۰۸ ز) کال پښتونخوا چاپ .

سرچينې[سمول]

  1. http://www.larawbar.net/42875.html
  2. http://kitabtoon.com/kitabona/tarikh/author/224-پوهاند-محمود-سوما
  3. د افغانستان کالنۍ، د ۱۳۵۸ لمريز کال د غويي مياشتې د اوومې نېټې چاپ، ۴۴ گڼه .
  4. http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/10/151020_hq_former_forign_minister_mahmood_soma_dies
  5. http://pa.azadiradio.org/content/article/27319881.html