محمود درویش په فلسطین کي له ملي شاعرانو څخه ګڼل کېدی او دخپل مرګ تر وخته یې نژدې دېرش کتابونه او اثار په ویراث په پرېښودل چي اکثرو یې حماسي بڼه درلوده . دنوموړي کتابونه دعربي ترڅنګ نورو ژبو ته هم ژباړل سوي اوشعري اثار یې اوس هم په عربي اوغیر عربي نړۍ کي ژوندي پاته دي .
محمود درویش له سیاسي پلوه ددې هیله من وو چي په فلسطین کي دیهودانو ترڅنګ یو قوي عربي دولت هم شتون ولري خوداهیله یې ځکه نسوه پوره چي اسراییل په سیمه کي له قوي عربي دولت سره مخالف وه اوددې ترڅنګ په عربانو کي هم دنظر پراخ اختلاف شتون درلود .
محمود دروېش دخپل ژوند لویه برخه دسیاسي فعالیتونو له کبله په نورو هیوادونو لکه مصر، تونس، بیروت او پاریس کي تېر کړ اوپه اخر کي د2008 کال داګسټ پرنهمه دمتحده ایالاتو په یوه روغتون کي دزړه له ناروغي له کبله وفات سو .
تروفات وروسته یې جنازه فلسطین ته راوړل سوه اود رام الله په ښار کي خاورو ته وسپارل سو[۴]