Jump to content

د اسراییل او فلسطین شخړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اسراییل او فلسطین تر منځ شخړه په نړۍ کې یو له هغو شخړو نه ده چې د شلمې پېړۍ په منځ کې پیل شوې. د پراخې عربي-اسراییل شخړې د حل لارې موندنې د هڅو ترڅنګ د اسراییل او د فلسطین د شخړو د حل په موخه هم ډېرې هڅې تر سره شوي. دغه راز په سیمه کې د لومړنیو کړکېچونو لامل په فلسطین کې د یهودي مېشته هېواد د رامنځته کولو اعلامیه په شمول په ۱۸۹۷ز کال کې د لومړي صهیونیسټ کانګرس رامنځته کول او په ۱۹۱۷ز کال کې د بالفور اعلامې خپرول و، چې د دواړو هېوادونو تر منځ دغه کړکېچ د یهودانو او عربو تر منځ په ښکاره فرقه اېزو شخړو بدل شو او د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د ۱۹۴۷ز کال د وېش پلان هېڅ کله پلي نه شو، چې د ۱۹۴۷ او ۱۹۴۹ز کلونو کې یې د فلسطین جګړې ته وده ورکړه. دغه راز د اسراییلو او فلسطین اوسنی وضعیت د ۱۹۶۷ز کال په شپږ ورځنۍ جګړه کې د اسراییلو له خوا د فلسطیني ځمکو تر اشغال وروسته پیل شو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷] 

په ۱۹۹۳-۱۹۹۵ز کلونو کې د اسلو تړون په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو حل کې ځینې پرمختګونو شوی و، خو د غزې تړانګې اشغال او محاصره له ۲۰۰۵ز کال راهیسې دوام لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ  وروستي لانجمنو موضوعاتو کې د بیت المقدس په اړه د اسراییل او فلسطین دریځونه، یهود مېشته ښارګوټي، د دواړه هېوادونو تر منځ د سرحدونه، امنیت، اوبو ته د لاسرسۍ حقونه او د فلسطینانانو د ازادۍ غورځنګ د حرکت ازادي شامل دی.  دغه راز د دواړو هېوادونو د سولې هڅو کې د دوه دولتونو د رامنځته کولو حل لاره ده، چې د یو خپلواک فلسطیني دولت جوړول تر څنګ د اسراییل هېواد رامنځته کول دي، خو د دوه دولتونو د رامنځته کولو حل لاره چې پخوا د اسراییلي یهودانو او فلسطینیانو له خوا یې ملاتړ کېده په وروستیو کلونو کې یې ملاتړ کم شوی.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶] 

یادې جګړې د اسراييلي او فلسطيني ټولنو دننه بېلابېل اندونه او ګومانونه رامنځته کړي وو، چې د دې جګړې له پیل راهیسې د جګړې تلفات یوازې جنګیالي نه دي بلکې دواړو خواوو کې په پراخه کچه ملکي وګړي هم وژل شوي دي. دغه راز د دې شخړو له منځه وړلو لپاره د اسراییلي وګړو تر منځ تر ټولو منلې حل لاره د دوو دولتونو د رامنځته کولو حل لاره ده، که څه هم په تېرو درېیو لسیزو کې یاده منلې حل لاره په پراخه کچه بدلون موندلی دی. همدارنګه اسراییلي یهودیان بیا په ایډیالوژیکي لیکو وېشل شوي، چې ډېری یې د موجوده وضعیت د ساتلو ملاتړ کوي. هاخوا بیا ډېری فلسطینیان له ۲۰۲۲ز کال راهیسې د دوه دولتونو او یو دولت رامنځته کولو حل لاره ردوي او زیاتره  په دې باور دي چې د دوه دولتونو رامنځته کولو حل نوره د پلي کېدو وړ نه ده. همدارنګه اکثره فلسطینیان بیا د اشغال د پای ته رسولو د یوې وسیلې په توګه په اسراییلو کې دننه د اسراییلو پر ضد د وسله والو بریدونو ملاتړ کوي. دغه راز د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخیزه بې اعتمادي او د بنسټیزو مسلو په اړه د پام وړ اختلافونه ژور دي، ځکه دواړه هېوادونه په دوه اړخیزه تړون کې د مسولیتونو ساتلو په برخه کې پر یو بل باندې شکونه لري. دغه راز له ۲۰۰۶ز کال راهیسې د  فلسطین سیاسي نظام کې ځیې کړکېچونه هغه مهال رامنځته شو کله چې د فلسطین واکمن ګوند د فتح ګوند او د هغه ټاکنیز سیال حماس ډلې چې یوه وسله واله اسلامپاله ډله ده او د غزې کنټرول یې ترلاسه کړې ترمنځ شخړې رامنځته شوې چې د دې ستونزې د حل لپاره ډېرې هڅې شوې او دوام لري. تر ۲۰۱۹ز کال پورې، اسراییلي لورۍ هم له سیاسي ناورین سره مخ شو، ځکه په دوو کلونو کې یې څلور بې پایلې مقننه ټاکنې ترسره کړې. د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې  خبرو اترو وروستی پړاو د ۲۰۱۳ز کال په جولای کې پیل شو خو په ۲۰۱۴ز کال کې وځنډول شو.  له ۲۰۰۶ز کال راهیسې د فلسطین حماس ډلې  او اسراییلو تر منځ څلور جګړې شوي، چې تر ټولو وروستی جګړه یې په ۲۰۲۱ز کال کې وه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

دغه راز د دواړو هېوادونو تر منځ په مستقیمو خبرو اترو کې ښکیل دواړې اړخونه د اسراییلو حکومت او د فلسطین د ازادۍ سازمان (PLO) دي او د دواړو هېوادونو تر منځ رسمي خبرې اترې د منځني ختیځ په اړه د څلور اړخیزه ډلې په منځګړیتوب ترسره کیږي، چې یاد ډله کې د ملګرو ملتونو ټولنه، متحده ایالات، روسیه او اروپايي ټولنه  ګډون لري. همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرو اترو کې یو بل مهم لوبغاړۍ عربي ټولنه ده، چې د سولې بدیل پلان یې وړاندیز کړی. دغه راز مصر چې د یادې عربي ټولنې بنسټ اېښودونکی غړی دی په تاریخي ډول د عربو او اسرائیلو شخړو او اړوندو خبرو اترو کې او د مصر-اسرائیل د سولې تړون د لاسلیک کېدو راهیسې کلیدي ګډون کونکی ده. دغه راز د مصر په شان یو بل کلیدي ګډون کونکی اردن دی چې په ۱۹۵۰ز کال کې یې لوېدیځه غاړه ضمیمه کړه او تر ۱۹۶۷ز کاله پورې یې تر خپلې ولکې لاندې ونیوله، خو په ۱۹۸۸ز کال کې یې د خپلې خاورې د یوې برخې په توګه دا ادعا رد کړه. د اردن شاهي هاشمیان په بیت المقدس کې د اسلامي سپیڅلو ځایونو د ساتنې مسولیت لري.

تاریخ[سمول]

د ۱۹۴۸ز کال د مې په ۱۴مه د اسراییلو د دولت د تاسیس له اعلان وروسته، عربي ټولنې پریکړه وکړه چې د فلسطیني عربانو په استازیتوب مداخله وکړي او خپل ځواکونه پخواني برتانوي فلسطین ته واستوي او په دې توګه د ۱۹۴۸ز کال د عرب – اسرائیلو د جګړې لومړۍ پړاو پیل شو چې د یادې جګړې  په پایله کې شاوخوا ۱۵،۰۰۰ کسان ووژل شول، خو په ۱۹۴۹ز کال کې اوربند تړون لاسلیک شو. اسراییل د پخوانۍ واکمنۍ ډېری برخه په خپل لاس کې واخیسته، اردن لوېدیځه غاړه اشغال کړه او وروسته یې خپل هېواد سره ضمیمه کړه همدارنګه مصر د غزې تړانګه تر خپل نیواک لاندې ونیوله، چېرې چې عربي ټولنې د ۱۹۴۸ز کال د سپټمبر په ۲۲ مه د فلسطیني دولت د رامنځته کېدو اعلان وکړ.[۲۴][۲۵]

۱۹۵۰ لسیزې کې اردن او مصر له پولې پورې غاړې پر اسراییل باندې د فلسطیني فدایي اورپکو له بریدونو نه ملاتړ وکړ، هاخوا بیا اسراییل په کوربه هېوادونو کې غچ اخیستونکي عملیات ترسره کړل. دغه راز په ۱۹۵۶ز کال کې د سوئز کړکېچ د دې لامل شو چې په لنډمهاله توګه اسراییل د غزې تړانګه اشغال او فلسطیني دولت  جلاوطنه کړي، چې وروسته د اسراییلو په وتلو سره بیا ورغول شو. د فلسطین اداره په ۱۹۵۹ز کال کې د مصر له خوا په بشپړه توګه پریښودل شوه او په رسمي توګه له عربي ټولنې سره یوځای شوه، چې دا کار د فلسطین ملي غورځنګ په تاوان و. د غزې تړانګه بیا د مصر د نظامي ادارې تر واک لاندې راغله، خو په ۱۹۶۴ز کال کې د یاسر په مشرۍ د فلسطین د ازادۍ سازمان (PLO) په نوم یو نوی سازمان جوړ شو. دې سازمان سمدستي د عربي ټولنې د ډېری حکومتونو ملاتړ ترلاسه کړ او په عربي ټولنې کې یې څوکۍ وګټله.[۲۶]

د ۱۹۶۷ز کال شپږ ورځنۍ جګړې د فلسطین پر ملتپالنې باندې ډېره اغېزه وکړه، ځکه چې اسراییل له اردن نه لوېدیځه غاړه او له مصر نه یې د غزې تړانګه پوځي کنټرول ترلاسه کړ، چې د فلسطین د ازادۍ سازمان (PLO) ونه توانید چې په سیمه باندې کنټرول رامنځته کړي او په اردن کې یې خپل مرکز چې د سلګونو زرو فلسطینیانو کور و رامنځته کړ او د اردن له پوځ نه یې د اشغال په جګړه کې چې د کرامت جګړه هم په کې شامله وه ملاتړ وکړ، خو په اردن کې د فلسطینانو یاد کور په ۱۹۷۰ز کال کې د اردن او فلسطین کورنۍ جګړې سره له منځه لاړ او د اردن له خوا د PLO ماتې د دې لامل شوه چې ډېری فلسطیني جنګیالي د لبنان سویل ته لاړ شي، چیرته چې دوی د فاتحلینډ "Fatahland" په نامه لویې سیمې ونیولې.[۲۷]

د څو کلونو ناکامو خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۰۰ کال سپټمبر کې یو ځل بیا شخړه پیل شوه او په دې توګه د فلسطین ملي امنیتي ځواکونو او د اسراییلو د دفاعي ځواکونو تر منځ تاوتریخوالی په ښکاره نښتو بدل شو چې تر ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ز کال پورې یې دوام وکړ او په پایله کې یې نږدې ۱۳۰ کسانه ووژل شول. دغه راز په ۲۰۰۵ز کال کې د اسراییلو لومړي وزیر شارون له غزې نه د اسراییلي اوسیدونکي او سرتیرو د وتلو امر وکړ او په دې ډول اسراییل او د هغې سترې محکمې په رسمي توګه د اشغال پای اعلان کړ او ویې ویل چې «نور په غزې باندې هېڅ کنټرول نلري» خو ملګري ملتونه، د بشري حقونو د څار سازمان او یو شمېر نور نړیوال بنسټونه او نادولتي سازمانونه اوس هم اسراییل د غزې تړانګې د اشغالګر ځواک په توګه ګڼي، ځکه چې اسراییل د غزې هوايي حریم، ځمکنۍ اوبه او د هوا یا سمندر له لارې غزې ته د خلکو یا توکو تګ راتګ کنټرولوي.[۲۸][۲۹][۳۰]

په ۲۰۰۶ز کال کې د حماس ډلې د فلسطین په پارلماني ټاکنو کې ۴۴ سلنه اکثریت وګاټه. هاخوا بیا د فلسطین په پارلماني ټاکنو کې د حماس ډلې بریا په غبرګون کې اسراییلو وویل که چیرې حماس د اسراییلو او  فلسطین پخوانیو تړونونو ته غاړه کې نږدې نو اقتصادي بندیزونه به پیل کړي او له زورزیاتي نه به کار واخلي ترڅو د اسراییلو د شتون حق په رسمیت وپیژني، خو د حماس ډلې د اسراییلو له خوا یادې غوښتنې رد کړی دی. دغه راز په ۲۰۰۷ز کال کې وروسته له هغه چې د فتح او حماس تر منځ د فلسطین داخلي سیاسي مبارزه د غزې د جګړې لامل شوه، حماس د سیمې بشپړ کنټرول په لاس کې واخیست.[۳۱][۳۲]

د ۲۰۰۸ز کال تر وروستیو پورې د اسراییلو او حماس ترمنځ تاوتریخوالی هغه مهال زیات شو کله چې اسراییل په غزه کې د (Cast Lead) په نامه عملیات پیل کړل، چې په پایله کې یې په زرګونو ملکي تلفات او د ملیاردونو ډالرو زیان سره مخ شو، خو د ۲۰۰۹ز کال د فبروري کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په نړیواله کچه منځګړیتوب د اوربند تړون لاسلیک شو، که څه هم د تاوتریخوالی کوچنۍ او ناڅاپي پیښو دوام درلود. ناکام حالت. دغه راز په غزه باندې چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، اوس هم پر اسرایلو د راکټي بریدونو او د اسرایلو هوايي بریدونه ترسره کیږي. [۳۳]

سرچينې[سمول]

کينډۍ:اسراييلو او فلسطين سولې بهير

  1. "A History of Conflict: Introduction". A History of Conflict. BBC News. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Eran, Oded. "Arab-Israel Peacemaking." The Continuum Political Encyclopedia of the Middle East. Ed. Avraham Sela. New York: Continuum, 2002, p. 121.
  3. Chris Rice Archived 6 February 2016 at the Wayback Machine., quoted in Munayer Salim J, Loden Lisa, Through My Enemy's Eyes: Envisioning Reconciliation in Israel-Palestine, quote: "The Palestinian-Israeli divide may be the most intractable conflict of our time."
  4. Virginia Page Fortna Archived 31 January 2016 at the Wayback Machine., Peace Time: Cease-fire Agreements and the Durability of Peace, page 67, "Britain's contradictory promises to Arabs and Jews during World War I sowed the seeds of what would become the international community's most intractable conflict later in the century."
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. "The Roots of the Israeli-Palestinian Conflict: 1882–1914". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. The Editors of Encyclopaedia Britannica (26 October 2020). "Balfour Declaration | History & Impact | Britannica". Encyclopædia Britannica. Chicago: Encyclopædia Britannica, Inc.. 
  8. "Canadian Policy on Key Issues in the Israeli-Palestinian Conflict". Government of Canada. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ فبروري ۲۰۱۸ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Movement and Access Restrictions in the West Bank: Uncertainty and Inefficiency in the Palestinian Economy" (PDF). World Bank. 9 May 2007. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۰ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۰. Currently, freedom of movement and access for Palestinians within the West Bank is the exception rather than the norm contrary to the commitments undertaken in a number of Agreements between GOI and the PA. In particular, both the Oslo Accords and the Road Map were based on the principle that normal Palestinian economic and social life would be unimpeded by restrictions منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. Dershowitz, Alan. The Case for Peace: How the Arab–Israeli Conflict Can Be Resolved. Hoboken: John Wiley & Sons, Inc., 2005
  13. Kurtzer, Daniel; Lasensky, Scott; Organization (2008). Negotiating Arab-Israeli Peace: American Leadership in the Middle East. United States Institute of Peace Press. مخونه 79. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1601270306. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Dr. William Cubbison (2018). "Two States for Two People? A Long Decline in Support". The Israel Democracy Institute. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Dr. William Cubbison (2018). "Two States for Two People? A Long Decline in Support". The Israel Democracy Institute. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Prof. Tamar Hermann, Prof. Ephraim Yaar (2018). "Is the Two-State Solution Still Relevant?". The Israel Democracy Institute. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Yaar & Hermann 2007: "The source of the Jewish public's skepticism – and even pessimism – is apparently the widespread belief that a peace agreement based on the 'two states for two peoples' formula would not lead the Palestinians to end their conflict with Israel."
  21. . Young Palestinians in Gaza cannot find work and cannot leave.
  22. . What does the Middle East offer America?.
  23. (په 20 June 2022 باندې). Bennett announces coalition's demise, new elections: 'We did our utmost to continue'. The Times of Israel.
  24. Baum, Noa. "Historical Time Line for Israel/Palestine." Archived 19 December 2013 at the Wayback Machine. UMass Amherst. 5 April 2005. 14 March 2013.
  25. "History of the Israeli-Palestinian Conflict" (PDF). PBS. December 2001. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Baum, Noa. "Historical Time Line for Israel/Palestine." Archived 19 December 2013 at the Wayback Machine. UMass Amherst. 5 April 2005. 14 March 2013.
  27. Sela 2002, "Arab-Israel Conflict"
  28. (په 6 January 2009 باندې). Is Gaza 'occupied' territory?. CNN
  29. "Israel/Occupied Palestinian Territories: The conflict in Gaza: A briefing on applicable law, investigations and accountability". Amnesty International. 2009-01-19. لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  31. Oren, Michael B. (2007). Power, Faith, and Fantasy: America in the Middle East, 1776 to the Present. W.W. Norton & Company. مخونه 607. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0393058260. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. (په 2006-02-18 باندې). Hamas Leader Faults Israeli Sanction Plan. The New York Times.
  33. "Operation Cast Lead – Gaza Facts". Israel Ministry of Foreign Affairs. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)