اوسلو تړونونه
د اوسلو تړونونه د اسراییلي حکومت او د فلسطین د ازادۍ سازمان ( PLO ) ترمنځ ترسره شوي دوه تړونونه دي، چې د اسراييلو او فلسطين د سولې د بهير او د فلسطیني ادارې د تاسیس لامل شو.
د اسرائيلو او فلسطين سولې بهير |
---|
لنډ تاريخ |
حللارې |
د اوسلو لومړی تړون په ۱۹۹۳ کال کې او د اوسلو دوهم تړون په ۱۹۹۵ مېلادي کال کې د یاسر عرفات او اېساک رابین له خوا لاسليک شول او د امریکا ولسمشر بيل کلنټن په دواړو تړونونو کې د منځګړي او شاهد په توګه شتون درلود. د دې پروسې موخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د 242 او 338 پرېکړه لیکونو پر بنسټ د سولې تړون ته رسېدل او د فلسطین د خلکو د "خپلواکۍ حق" درک کول وو. د اوسلو د سولې بهیر د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د PLO او اسراییلو د استازو ترمنځ د خبرو اترو په پایله کې پیل شو او په پایله کې د PLO لخوا اسراییل د یو مشروع دولت په توګه په رسمیت وپېژندل شو او د اسراییل له خوا PLO د فلسطین د استازي په توګه په رسميت و پېژندل شو.