بیل کلینټن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بیل کلینټن
(انګلیسي: Bill Clinton د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بیل کلینټن
بیل کلینټن

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: William Jefferson Blythe III د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۹ اگسټ ۱۹۴۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه هيلري کلنټن (۱۱ اکتوبر ۱۹۷۵–)[۱۳]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 1   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال
ډیپلوماټ
ليکوال
ښوونکی[۱۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۵][۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی ملگري ملتونه  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
د آزادۍ جایزه (۲۰۰۵)
گرمي جایزه
 فلاډلفیا لبرټی میډل
اکاډمي اف ارچيومينټ د سرو زرو پلاټ جایزه  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
بیل کلینټن
بیل کلینټن

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ویلیام جفرسون کلینټن (زوکړه : د اګست ۱۹ مه ـ ۱۹۴۶ ز) امریکايي سیاستوال او څارنوال و چې له ۱۹۹۳ ز کال څخه یې تر ۲۰۰۱ ز کال پورې د امریکا د دوه څلوېښتم ولسمشر په توګه خدمت وکړ. له هغه وړاندې یې له ۱۹۷۹ ز څخه تر ۱۹۸۱ ز کال پورې او بیاځلي له ۱۹۸۳ ز څخه تر ۱۹۹۲ ز کال پورې د ارکنزاس د والي په توګه او له ۱۹۷۷ ز څخه تر ۱۹۷۹ ز کال پورې د ارکنزاس ایالت د لوی څارنوال په توګه خدمت کړی. د دیموکرات ګوند غړی، کلینټن د نوي دیموکرات په توګه هغه مهال وپېژندل شو چې د ده ډېری سیاستونه د معتدله سیاستونو "درېیمې لارې" (Third Way) منعکس کوونکي و. هغه د هیلري کلینټن مېړه دی، چې له ۲۰۰۹ ز څخه یې تر ۲۰۱۳ ز کال پورې د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه دنده ترسره کړې او په ۲۰۱۶ ز کال کې له دیموکرات ګوند څخه ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده وه.

کلینټن په ارکنزاس کې وزېږېد او همالته لوی شو، جورج ټاون پوهنتون ته یې لار ومونده. ،هغه رودز تحصیلي بورس (Rhodes Scholarship) ترلاسه کړ، څو د اکسفورډ پوهنتون په کالج کې زده کړې وکړي، وروسته هغه د یل د قانون له ښوونځي (Yale Law School) نه فارغ شو. هغه له هیلری روډهم سره په یل کې ولیدل؛ دوی په ۱۹۷۵ ز کال کې واده وکړ. د قانون له ښوونځي څخه په فراغت هغه ارکنزاس ته بېرته ستون شو او د لویې څارنوالۍ د څوکۍ لپاره یې ټاکنې وګټلې، ورپسې یې د دوه غیر پرله پسې دورو لپاره د ارکنزاس ایالت د والي په توګه دنده ترسره کړه. د والي په توګه هغه ایالتي روزنیز سیسټم سم او د والیانو د ملي اتحادیې مشري یې وکړه. کلېنټون د ۱۹۹۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د وخت ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو نوماند جورج بوش او خپلواک نوماند سوداګر راس پرو (Ross Perot) ته په ماتې ورکولوسره ولسمشرۍ څوکۍ ته لار ومونده. د ۴۶ کلنو عمر لرونکی کلینټن، د امریکا د متحده ایالاتو درېیم ځوان ولسمشر شو.

کلینټن د امریکا د تاریخ په اوږدو کې د سولې پر مهال د اقتصادي ودې د اوږده پړاو مشري پر غاړه لرله. هغه د قانون په بڼه د شمالي امریکا د آزادې سوداګرۍ هوکړه ((NAFTA، له تاوتریخوالي ډکو جرمونو د کنټرول او د قانون پلي کولو قانون لاسلیک کړ، خو د ملي روغتیا پالنې د اصلاحاتو د طرحې په تصویب کې پاتې راغی. له ۴۰ کلونو وروسته د ۱۹۹۴ ز کال په ټاکنو کې د لومړي ځل لپاره دیموکرات ګوند په یو موټي ډول د کانګرس کنټرول ترلاسه کړ. په ۱۹۹۶ ز کال په پریکنده ډول بیاځلي وټاکل شو، دا هغه مهال و چې کلینټن خپل ایدیالوژیک تکامل پیل کړ، ځکه هغه په خپل کورني سیاست کې لا هم محافظه کار وګرځېد او د هوساینې په موخه له اصلاحاتو، د ماشومانو د روغتیا د بیمې له پروګرام او همدارنګه یې په مالي برخو کې د مقرراتو له راکمولو ملاتړ وکړ. نوموړي روث بادر ګینزبرګ (Ruth Bader Ginsburg) او سټیفن بریر (Stephen Breyer) یې د سترې محکمې د غړو په توګه وټاکل. د کلینټن د ولسمشرۍ په درېو وروستیو کلونو کې د کانګرس د بودیجې دفتر له ۱۹۶۹ ز کال څخه وروسته د لومړي ځل لپاره د بودیجې د زیاتوالي خبر ورکړ. د بهرني سیاست په برخه کې یې د بوسنیا او کوسوو په جګړو کې د امریکايي ځواکونو د مستقیمې لاسوهنې امر ورکړ، د ډایټون د سولې هوکړه (Dayton Peace agreement) یې لاسلیک کړه، له صدام حسین سره په مخالفت یې د عراق د آزادۍ قانون (Iraq Liberation Act) لاسلیک کړ، د اوسلو په لومړۍ او د کمپ ډېوېډ په ناستو کې چې د اسرائیلو او فلسطین د سولې په بهیر کې د پرمختګ په موخه جوړې شوې وې، برخه واخیسته، همدارنګه یې د شمالي ایرلنډ د سولې له بهیر سره مرسته وکړه.

د کلینټن د ولسمشرۍ دویمه دوره چې په ۱۹۹۶ ز کال کې پیل شوه، د مونیکا لېونسکي (Monica Lewinsky ) د جنسي ځورونې د رسوايي تر اغېز لاندې وه، هغه مهال چې کلینټن د سپینې ماڼۍ له ۲۲ کلنې کار زده کوونکې مونیکا لېونسکي سره جنسي اړیکې ټینګې کړې. د ۱۹۹۸ ز کال په جنوري کې د هغه د جنسي اړیکو موضوع د رسنیو په سرلیک واوښته. دغې رسوايي د کال په اوږدو کې تر ټولو زیات هغه مهال زور واخیست، کله چې د ډسمبر په ۱۹ مه کلینټن په دې اړه د کانګرس له خوا استیضاح شو، له اندرو جانسن وروسته دویم امریکايي ولسمشر و چې کانګرس استیضاح کړ. دوه هغه استیضاحي موارد چې کانګرس تصویب کړل، په دې بنسټ و چې کلینټن د څېړنو څخه د مخنیوي په برخه کې د ولسمشرۍ له واکونو ګټنه کوله او کلنټن به له قسم کولو وروسته دروغ ویل. راتلونکی کال په سنا کې استیضاحي محاکمه پیل شوه، خو کلینټن له دواړو تورونو څخه ځان پاک ویوست، ځکه سنا ونه شو کولای، د ده د محکومیت په موخه ۶۷ رایې ټولې کړي.

له فرانکلن روزولت وروسته کلینټن په ډېر ګرانښت لرلوسره د ولسمشرۍ د دورې په پوره کېدو سره د ولسمشرۍ دفتر پرېښود. د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشرانو په تاریخي درجه بندي کې د ده ولسمشري په لوړې پوړۍ کې ځای لري، خو له دې سره د هغه شخصي چلن او په ده د جنسي تاوتریخوالي تورونو نوموړی له کلکو څېړنو سره مخامخ کړ. د ولسمشرۍ د دفتر له پرېښودو وروسته، هغه په ګڼ شمېر عامه ویناوو او بشردوستانه چارو کې ونډه لرلې. هغه د نړیوالو ستونزو، لکه:  ایډز او نړیوال ګرمښت څخه د مخنیوي په موخه د کلینټن فونډېشن په نوم بنسټ جوړ کړی. په ۲۰۰۹ ز کال کې هغه د هایتي لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو. په ۲۰۱۰ ز کال کې د هایتي د ځمک ښویدنې او زلزلې له پېښې وروسته کلینټن او جورج ډبلیو بوش په ګډه سره د کلینټن بوش هایټي صندوق (Clinton Bush Haiti Fund) په نوم بنسټ جوړ کړ. هغه د دیموکرات ګوند په سیاستونو کې تر اوسه فعال دی، د ۲۰۰۸ ز کال او ۲۰۱۶ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې، هغه د خپلې مېرمنې لپاره ټاکنیز کمپاین وکړ. هغه د ۲۰۱۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې له بارک اوباما ملاتړ وکړ.

د کلینټن ولسمشري (۱۹۹۳-۲۰۰۱ ز)[سمول]

د معتدله لیبرالیزم یا "درېیمې لارې" پلوي کلینټن، هېواد له مالي پلوه پیاوړی او د نړیوال کېدو په شرایطو کې چې امریکايي ضد ترهګرې ډلې له هېواده بهر پیاوړې کېدلې، په خپلو پښو ودراوه.[۱۷]

کلینټن د خپلې ولسمشرۍ پر مهال له بېلابېلو قوانینو او پروګرامونو ملاتړ وکړ، چې ډېری د هغو د قانون او یا هم اجرائیه قوې له خوا پلي کېدل. د هغه سیاستونه، په ځانګړي توګه د شمالي امریکا د آزادې سوداګرۍ او د سوکالۍ په برخه کې اړوند اصلاحات د حکومتولۍ د معتدلې درېیمې لارې فلسفې ته اړوندېږي. د بودیجې په برخه کې د هغه مالي سیاستونو د بودیجې د کسر په کموالي کې مرسته وکړه. کلینټن د امریکا د تاریخ په اوږدو کې د سولې پر مهال د اقتصادي ودې د اوږده پړاو مشري پر غاړه لرله. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۹۹۸ ز کال کې د کانګرس د بودیجې دفتر، په بودیجه کې د ۶۹ بیلیونه ډالرو د زیاتوالي، په ۱۹۹۹ ز کال کې د ۱۲۶ بیلیونه ډالرو او په ۲۰۰۰ ز کال کې د ۲۳۶ بیلیونه ډالرو د زیاتوالي خبر ورکړ، د کلینټن د ولسمشرۍ په درېو وروستیو کلونو کې په بودیجه کې د ثبت شوي زیاتوالي له مخې، هر کال د ملي پورونو د ورکړې ناخالصه ملي کچه زیاته شوه. د مالي کال په وروستیو کې (سپتمبر ۳۰ مه) د هرو درېو کلونو لپاره د بودیجې زیاتوالی ثبت شوی، د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د راپورونو له مخې په ۱۹۹۷ ز کال کې د ناخالصه ملي پورونو د ورکړې کچه ۵.۴۱۳ تریلیونه ډالر، په ۱۹۹۸ ز کال کې ۵.۵۲۶ تریلیونه ډالر، په ۱۹۹۹ ز کال کې ۵.۶۵۶ تریلیونه ډالر او په ۲۰۰۰ زکال کې ۵.۶۷۴ تریلیونه ډالر ښوول شوې. په داسې حال کې چې د بودیجې د مدیریت دفتر د هر کال په پای کې (د دسمبر ۳۰ مه) کې د ناخالصه پورونو کچه، په ۱۹۹۷ ز کال کې ۵.۳۶۹ تریلیونه ډالر، په ۱۹۹۸ ز کال کې ۵.۴۷۸ تریلیونه ډالر، په ۱۹۹۹ ز کال کې ۵.۶۰۶ تریلیونه ډالر او په ۲۰۰۰ ز کال کې ۵.۶۲۹ تریلیونه ډالر اټکل کړې وه. د ولسمشرۍ د دورې له پای ته رسېدو وروسته، هغه د نیویارک د چاپاکوا (Chappaqua, New York) 15 Old House Lane سیمې ته وکوچېد، څو خپلې مېرمنې ته له نیویارک څخه د امریکا د متحده ایالاتو سنا ته د لارموندنې په موخه د استوګنې شرایط برابر کړي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

شخصي ژوند[سمول]

په لس کلنۍ کې هغه د ارکنزاس په هاټ سپرېنګ (Hot Springs, Arkansas) کې په پارک پلېس باپتېست (Park Place Baptist ) کلیسا کې د تعمید غسل (د عیسویانو اړوند غسل دی) وکړ او د باپتیست کلیسا د غړي په توګه پاتې شو.[۳۰][۳۱]

د ۱۹۷۵ ز کال د اکتوبر په ۱۱ مه، د ارکنزاس په فایتوېل (Fayetteville, Arkansas) کې یې له هیلری روډهم (Hillary Rodham) سره، چې په یل پوهنتون کې د زده کړو پر مهال یې له هغې سره لیدلي و، واده وکړ. دوی د چیلسیا کلینټن (Chelsea Clinton) په نوم یوه لور لري، چې د ۱۹۸۰ ز کال د فبروري په ۲۷ مه زېږېدلې. هغه د چلیسیا د درېو بچیانو نیکه دی.[۳۲][۳۳]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. پیوستون : 119063395  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Bill-Clinton — subject named as: Bill Clinton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6251gqr — subject named as: Bill Clinton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/201368 — subject named as: Bill Clinton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32149.htm#i321486 — subject named as: William Jefferson Clinton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/bill-clinton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. subject named as: Bill Clinton — abART person ID: https://cs.isabart.org/person/78778
  8. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Bill_Clinton — subject named as: Bill Clinton — سرليک: Store norske leksikon
  9. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=clintonw — subject named as: Bill Clinton
  10. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=william+jefferson;n=clinton — subject named as: Bill Clinton
  11. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/15612 — subject named as: Bill Clinton — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  12. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000020262 — subject named as: Bill Clinton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32149.htm#i321486 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
  14. http://www.huffingtonpost.com/2013/03/18/armed-teacher-bill_n_2896268.html
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12375168h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/29650787
  17. David Palmer, "'What Might Have Been'--Bill Clinton and American Political Power." Australasian Journal of American Studies (2005): 38-58.
  18. (په December 6, 1993 باندې). Essay; Looking Beyond Peace. The New York Times.
  19. (په November 29, 1993 باندې). Secrets Of Success. Time.
  20. (په September 15, 2007 باندې). Greenspan Is Critical Of Bush in Memoir.
  21. Steve Schifferes (په January 15, 2001 باندې). Bill Clinton's economic legacy. BBC News.
  22. (په February 3, 2008 باندې). Bill Clinton's Legacy. The Washington Post.
  23. "Bill Clinton". History.com. د لاسرسي‌نېټه February 22, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په February 8, 2000 باندې). The Battle of the Decades; Reaganomics vs. Clintonomics Is a Central Issue in 2000.
  25. "Revenues, Outlays, Deficits, Surpluses, and Debt Held by the Public, 1968 to 2007, in Billions of Dollars". Congressional Budget Office. September 2008. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر February 8, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 13, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "The Budget and Deficit Under Clinton". FactCheck.org. February 3, 2008. مؤرشف من الأصل في July 28, 2011. د لاسرسي‌نېټه August 17, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Historical Debt Outstanding—Annual 1950–1999". TreasuryDirect. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Historical Debt Outstanding—Annual 2000–2015". TreasuryDirect. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Fiscal Year 2013 Historical Tables" (PDF). United States Government Publishing Office. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Philip Yancey, The Riddle of Bill Clinton’s Faith, christianitytoday.com, USA, April 25, 1994
  31. Alan Cooperman, Carter, Clinton Seek To Bring Together Moderate Baptists Exiles From Conservative Group Targeted, washingtonpost.com, USA, January 21, 2007
  32. Encyclopædia Britannica, Bill Clinton, britannica.com, USA, retrieved April 30, 2021
  33. "Happy Anniversary, Hillary and Bill Clinton! Looking Back at Their 1975 Wedding in Photos". Brides (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)