اېريل شارون
| اېريل شارون | |
|---|---|
| [[language|]]: אריאל (אריק) שרון | |
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: אריאל שיינרמן |
| پيدايښت | ۲۶ فېبروري ۱۹۲۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸] او ۲۷ فېبروري ۱۹۲۸[۹] |
| مړینه | 11 جنوري 2014 (86 کاله)[۱][۳][۵][۱۰][۶][۷][۱۱][۸] رمت ګن |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | تل اويو پوهنتون |
| کار/مسلک | سياستوال |
| مورنۍ ژبه | عبراني ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲]، عبراني ژبه [۳] |
| پوځي خدمت | |
| وفاداري | اسراييل |
| جګړه/جګړې | په ۱۹۴۸ زکال کې د عربو او اسرائیلو جګړه ، سوېز کړکېچ ، شپږ ورځنۍ جګړه ، يوم کيپور جګړه ، د لبنان کورنۍ جګړه ، د لبنان د کال ۱۹۸۲ جګړه |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
اېريل شارون (په عبري ژبه: אֲרִיאֵל שָׁרוֹן؛ نړيوال فونوتيکې الفبا یې: [aʁiˈ(ʔ)el ʃaˈʁon]
(اورېدل )؛ Ariʼēl Sharōn؛ همدارنګه د مصغر/خپل کوچني نوم له مخې د ارېک אָרִיק په نوم پېژندل کېده، د ۱۹۲۸ کال د فبرورۍ په ۲۶مه د اېرل شانیرمن په سیمه کې زېږېدلی او د ۲۰۱۴ کال د جنوري په ۱۱مه مړ شوی، یو اسرایلي جنرال او سیاستوال چې د ۲۰۰۱ کال له مارچ څخه يې د ۲۰۰۶ کال تر اپرېل مياشتې پورې د اسرائیلو د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. [۱۲]
شارون په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیلو د پوځ له رامنځته کېدو سره د اسرائیلو د پوځ قومندان و. هغه له فلسطین سره د ۱۹۴۸ کال په جګړه کې د یو سرتېري او وروسته د یو افسر په توګه په مخکښ ډول ګډون وکړ، په الکساندروني پوځي غونډ کې ډلګۍ مشر/تورن شو او د بنون الف عملیاتو په ګډون يې په ډېری جګړو کې ګډون وکړ. هغه د ۱۰۱ کنډک په رامنځته کولو او د غليمانه عملیاتونو په تر سره کولو او همدارنګه د ۱۹۵۶ کال د سوئز کړکېچ، د ۱۹۶۷ کال ۶ ورځینۍ جګړې، ستومانوونکې جګړې او په ۱۹۷۳ کال کې د یوم-کېمپر په جګړه کې مخکښه څېره و. اسحاق رابین شارون د خپل تاريخ د جګړې د ډګر تر ټولو ستر قومندان یادوي. [۱۳]
شارون له پوځ څخه تر تقاعد کېدو وروسته سیاست ته دننه شو، له لیکود ګوند سره یوځای شو او د ليکود تر مشرۍ لاندې دولتونو کي يې له ۱۹۷۷-۱۹۹۲ او له ۱۹۹۶-۱۹۹۹ کلونو پورې په یو شمېر وزارتي بستونو کې خدمت وکړ. د دفاع وزیر په توګه يې په ۱۹۸۲ کال د لبنان جګړه هدایت کړه. یوې رسمي څېړنې وښوده چې په صبرا او شتیلا کې د ټول وژنې مسؤلیت شخصاً د هغه پرغاړه و او په دې توګه له دفاع وزارت څخه ګوښه شو. په ټولوژنه کې د هغه رول د دې لامل شو چې د عربانو تر منځ د «بیروت په قصاب» مشهور شي. [۱۴][۱۵]
شارون له ۱۹۷۰ لسیزې تر ۱۹۹۰ لسیزې پورې په لویديځه غاړه او د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي مېشت ځایونو د جوړولو اتل شو. هغه په ۲۰۰۰م کال کې د ليکود ګوند مشر شو او د ۲۰۰۱ کال د لومړۍ وزیرتوب په ټاکنو کې د ايحاد بارک تر ماتې وروسته د اسرائیلو د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. له ۲۰۰۱ کال تر ۲۰۰۶ کال پورې د انتفاضه الاقصی په دوران کې د اسرائیلو وزیر و. شارون د لومړي وزیر په توګه په ۲۰۰۴-۲۰۰۵ کلونو کې له غزې تړاکې څخه د اسرائیلو د یو اړخيز بېلوالي همغږي وکړه. چې دا سیاست يې په لیکود کې له شدید مخالفت سره مخ شو او د ۲۰۰۵ کال په نوامبر کې يې لیکود پرېښود او د کاديما په نوم يې نوی ګوند جوړ کړ. هغه تمه لرله چې هغه به په راتلونکو ټاکنو کې بریالی شي او د لویديځې غاړې له ډېرې برخې څخه د اسرائیلو د پاکولو له پراخ پلان سره په یو لړ یو اړخيزو شاتګونو کې تشرېح شو. شارلون د ۲۰۰۶ کال د جنوري په ۶مه تر مغزي سکتې وروسته د خپلې مړينې تر مهال (د ۲۰۱۴م کال جنوري) پورې غیر فعال پاتې شو. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
شارون د منځني ختيځ په تاريخ کې ډېر زیات قطبي شخصیت پاتې شو. اسرایئلیان شارون ته د جګړې د ډګر د اتل او نامتو سیاستوال په توګه چې د هېواد د پولو په تعينولو کې يې د پاموړ رول لوبولی درناوی لري. فلسطینیان شارون د یو جنګي جنایتکار په توګه غندي چې د یو خپلواک هېواد د لرلو لپاره يې د هغوی هيلې وژلې دي. [۲۲][۲۳][۲۴]
د ژوند لومړي کلونه او زدهکړې
[سمول]شارون د ۱۹۲۸ کال د فبرورۍ په ۲۶مه د ملال په کفار کې د مشاو په کرونده کې زېږېدلی، وروسته يې په مېنډېټوري فلسطین (د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ټولنې له شرایطو سره سم یو جيوپولوتيکي بنسټ، ژباړن)، د برست- لیووسک په شاميول شېنرمن (۱۸۵۶-۱۸۹۶) او د موګلیف سیمې په وېرا (عام نوم یې شنیروو) په شنیرمن (۱۹۸۸-۱۹۰۰) کې ژوند وکړ. د هغه مور او پلار د تفلیس (اوسني، تفلیس د جورجیا جمهوريت) په پوهنتون کې سره وپېژندل، چې پلار يې د کرنې/زراعت په پوهنځۍ او مور يې د طب په څانګه کې زدهکړې کولې. هغوی په ۱۹۲۲ کال کې په سیمه کې د یهودو خلاف د روسیې دولت د زیاتېدونکې ځورونې له امله مېنډټوري فلسطین ته کډه شول د فلسطین په وېرا شاینرمن کې د دوورا په نوم وپېژندل شول. [۲۵][۲۶]
کورنۍ يې درېيمې عاليه (له اروپا څخه فلسطین ته د مدرنو یهودیانو د کډوالۍ درېمه څپه، ژباړن) ته ورسېده او په کفار ملال کې په یوه سوسیالیسته او سیکولار ټولنه کې مېشت شول. (اېریل شارون خپله د ټول ژوند په بهیر د سیکولار نوم له ویاړ سره پاتې شو.) که څه هم د هغه مور او پلار د مپای (اسرائیلي سوسیالیست- صهیونیستي ګوند، ژباړن) له ملاتړو څخه وو، خو هغوی تل ټوليزه اجماع نه منله: «د شاینرمنیانو وروستۍ شړنه... په ۱۹۳۳ کال کې، کله چې دوورا او شموئل د کاريګري غورځنګ د بیاکتنې-خلاف تور له تايئد او په بلوشويکي سبک له سپکاوي سره مل عامه راغونډېدلو کې له ګډون څخه ډهډه وکړه چې هغه مهال د ورځې امر و د ارلوزروف تر وژنې وروسته پېښه شوه.» د غچ اخیستلو وخت ډېر زر راورسېد. دوی د روغتيايي- بسپنې له کلينیک او د يهودانو له عبادتځای څخه وايستل شول. د کوپراتیف لارۍ به نه د دوی فورمونه اخیستل او نه به يې هم د دوی محصولات راټولول. [۲۷][۲۸][۲۹]
شارون په دواړو عبري او روسي ژبو خبرې کولې[۳۰]
کفار ملال ته د دوی تر رارسېدلو څلور کاله وروسته شینرمانیان د یهوډېت (ډېت) په نوم د يوې لور خاوندان شول. اېریل دوه کاله وروسته نړۍ ته راغی. په لس کلنۍ کې د هانوار هااوېډ ويهالومېډ (د ځوانو زدهکوونکو او کاريګرانو فېدراسیون چې د ځوانانو د کار او زدهکړو په معنا هم ژباړل کېږي، ژباړن) د ځوانانو له غورځنګ سره یوځای شو. د يو نوي ځوان په توګه يې په موشاو کې د شپې په وسلهوالو ګزمو کې برخه اخیستل پيل کړل. شارون په ۱۹۴۲ کال کې په ۱۴ کلنۍ کې د ګادنا په نوم د ځوانانو د يو فرعي پوځي کنډک سره یوځای شو او وروسته د هاګنا په نوم د فرعي ځمکني پوځ او د اسرائیلو له دفاعي پوځ (IDF) سره چې د يهودیانو مخکښ پوځ و یوځای شو. [۳۱]
پوځي دنده
[سمول]د ۱۹۴۸ کال جګړه او د بیت المقدس لپاره جګړه
[سمول]د هاګنا پوځي کنډک د بیت المقدس لپاره د ۱۹۴۷ کال له مني څخه په يوه پرلپسې روانه جګړه کې ښکېل شو. پرته له دې چې انساني ځواک د سړکونو امنیت ټینګ کړي، د هغه پوځ یرغل پیل کړ او کفار ملال ته څېرمه يې پر عرب پوځیانو بريد وکړ. په ۳۰ کسیز کنډک کې هغوی په عرب کلیو، پوځي غونډونو او اډو کې په پرلپسې ډول بریدونه کول، او همدارنګه یې د عرب کليو او اډو تر منځ پر ترافیکو هم غلچکي بریدونه کول.
شارون په خپل ژوند ليک کې ولیکل: «موږ په ترټولو تيارو شپو کې د لارې په موندلو کې ماهر شوي وو او د دغې ډول عملیاتونو لپاره مو لازم استقامت په ورو ورو تر لاسه کړ. د جګړې تر فشار لاندې تل یو بل ته نږدې کېدو تر څو عمليات پیل کړو نه د يو پوځي کنډک په توګه بلکې تر ډېره د يوې کورنۍ په توګه، موږ نږدې هره وروځ په نښته کې وو کمينونه او جګړې په پرلپسې ډول راتلل تر هغه چې دا ټول داسې برېښېدل چې په يو ځلي يې رامنډه کړي وي.» [۳۲]
شارون په دبير ادس کې پر عراقي سرتېرو په يو شپني عملیات کې د خپل رول له امله په الکساندروني برېج (د اسرائیلو د دفاعي ځواک تشکيل، ژباړن) کې د بریدمن/ډلګي مشرۍ ته منصوب شو. د اسرائیلو د خپلواکۍ د اعلاميې او د خپلواکۍ د جګړې د پيل په دوام د هغه جبهه له عراق څخه لرې او له مخکې په کلکيا کې ورته ځای وشو. شارون د یو سختسري او شخړه کوونکي سرتېري په توګه پېژندل کېده او په جګړه کې په چټکۍ لوړو صفوفو ته تله. هغه د اوردن په عرب پوځي غونډ کې د لوتران په لومړۍ جګړه کې په بیت المقدس کې د یهودیانو د محاصره شوې ټولنې د راڅرګندولو په نابریالۍ هڅه کې د معدې او پښې په برخه کې په مرمۍ ولګېد. شارون د وحشتناکې جګړې د مرګژوبلې په اړه ولیکل چې د هغه له کنډک څخه ۱۳۹ کسان ووژل شول. [۳۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 121428184 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ חה"כ אריאל שרון — خپروونکی: The Knesset
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12171233t — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ http://www.bbc.co.uk/news/world-middle-east-11746593
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Ariel-Sharon — سکالو پېژند: Ariel Sharon — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/123124947 — سکالو پېژند: Ariel Sharon — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/scharon-ariel — سکالو پېژند: Ariel Scharon — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000013812 — سکالو پېژند: Ariel Sharon — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: https://id.loc.gov/authorities/n85022373 — خپرېدونېټه: ۱۶ نومبر ۲۰۱۹ — خپروونکی: کانګرس کتابتون
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w61v6b3h — سکالو پېژند: Ariel Sharon — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0062450.xml — سکالو پېژند: Ariel Sharon — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ Lis, Jonathan (11 January 2014). "Ariel Sharon, former Israeli prime minister, dies at 85". Haaretz. National Israel News. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 January 2014. بياځلي په 11 January 2014.
- ↑ "Israel's Man of War", Michael Kramer, New York, pages 19–24, 9 August 1982: "the "greatest field commander in our history," says Yitzak Rabin"
- ↑ Saleh, Heba (6 February 2001). "Sharon victory: An Arab nightmare". BBC News. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 October 2012.
- ↑ MacFarquhar, Neil (6 January 2006). "To Arabs in the Street, Sharon's a Butcher; Some Others Show a Kind of Respect". The New York Times. بياځلي په 13 June 2018.
- ↑ Rees, Matt (22 October 2011). "Ariel Sharon's fascinating appetite". Salon. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 November 2012.
- ↑ Elhanan Miller (19 February 2013). "Sharon was about to leave two-thirds of the West Bank". The Times of Israel. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 February 2013.
- ↑ Derek S. Reveron, Jeffrey Stevenson Murer (2013). Flashpoints in the War on Terrorism. Routledge. p. 9.
- ↑ "Scientists say comatose former Israeli leader Ariel Sharon shows 'robust' brain activity". Fox News. Fox News. 28 January 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 January 2013. بياځلي په 12 January 2014.
- ↑ Soffer, Ari (11 January 2014). "Ariel Sharon Passes Away, Aged 85". Arutz Sheva. خوندي شوی له the original on 11 January 2014. بياځلي په 11 January 2014.
- ↑ Yolande Knell (11 January 2014). "Israel's ex-PM Ariel Sharon dies, aged 85". BBC News. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 January 2014. بياځلي په 11 January 2014.
- ↑ "Israel: Ariel Sharon's Troubling Legacy". Human Rights Watch (in انګليسي). 2014-01-11. بياځلي په 2022-07-22.
- ↑ "Ariel Sharon's Legacy is Deeply Disturbing". Human Rights Watch (in انګليسي). 2014-01-13. بياځلي په 2022-07-22.
- ↑ "Sharon cannot be tried in Belgium, says court". the Guardian (in انګليسي). 2002-02-15. بياځلي په 2022-07-22.
- ↑ Ethan Bronner (11 January 2014). "Ariel Sharon, Israeli Hawk Who Sought Peace on His Terms, Dies at 85". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 January 2014. بياځلي په 11 January 2014.
- ↑ Crompton, S.W.; Worth, R. (2007). Ariel Sharon. Facts on File, Incorporated. p. 20. ISBN 9781438104645. بياځلي په 6 January 2017.
- ↑ Lis, Jonathan (11 January 2014). "Ariel Sharon, former Israeli prime minister, dies at 85". Haaretz. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 January 2014. بياځلي په 13 January 2014.
- ↑ Thousands say farewell to Israel's Ariel Sharon by Michele Chabin, Special for USA Today, 12 January 2014
- ↑ Honig, Sarah (15 February 2001). "Another tack: Yoni & the Scheinermans". The Jerusalem Post. خوندي شوی له the original on 20 January 2013.
- ↑ ШАРОН ВЕРНУЛСЯ В БЕЛАРУСЬ Archived 2018-11-07 at the Wayback Machine. 17 September 2014
- ↑ Lis, Jonathan (11 January 2014). "Ariel Sharon, former Israeli prime minister, dies at 85". Haaretz. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 January 2014. بياځلي په 13 January 2014.
- ↑ Ariel Sharon, with David Chanoff; Warrior: The Autobiography of Ariel Sharon, Simon & Schuster, 2001, pp 41, 44.
- ↑ Lis, Jonathan (11 January 2014). "Ariel Sharon, former Israeli prime minister, dies at 85". Haaretz. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 January 2014. بياځلي په 13 January 2014.
- ليکنې چې ويوکي په عبراني
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 2014ز مړينې
- 11 جنوري مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P945
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه

