مارکي دو ساد
دوناتا الفونس فرانسوا دو ساد، مشهور په مارکي دو ساد (په فرانسوي: [dɔnasjɛ̃ alfɔ̃z fʁɑ̃swa maʁki də sad]؛ ۲-جون-۱۷۴۰ تر ۲-ډسمبر-۱۸۱۴ز) یو فرانسوی اشرافي، انقلابي سیاستوال، فیلسوف او لیکوال ؤ، چې د جنسي ازادۍ په هکله یې د ادبي لیکنو او انځورګرۍ لهپلوه شهرت درلود. ګڼشمېر ناولونه، لنډې کیسې، نندارې، ډیالوګونه، سیاسي لیکنې او داسې نور آثار لري. کله چې ژوندی ؤ، ځیني اثرونه یې په خپل نوم خپاره شول، ځیني نور یې، چې ساد د هغو له لیکلو انکار کړی، په بېنومه توګه راووتل. ساد د اېروتیک (جنسي) آثارو لهاړخه نوم اېستلی دی؛ هغه به فلسفي خبرېاترې له پورنوګرافي سره ترکیبولې او پر جنسي تاوتریخوالي، ځور، مقعدي جنسي مقاربت (چې هغه ورته لواطت ویل)، جنایت او د مسیحیت مقدساتو سپکاوي باندې په ټینګار سره به یې جنسي تخیلات (فانتزۍ) انځورولې. هغه د مطلقې ازادۍ پلوي کوله، چې له اخلاقي، دیني یا قانوني اړخه هېڅ ډول تحدید شوې نهوي. د سادیزم او سادیست ګړنې د هغه داستاني اثارو ته اشاره لري چې ګڼشمېر جنسي تاوتریخوالي کړنې انځوروي. په داسې حال کې چې، له ذهني پلوه، ساد د جنسي انحرافاتو یوه اوږده لړۍ تر څېړنې او ارزونې لاندې نیولې وه، د هغه پېژندل شوي چلند کې «یوازې د یوې کور خدمتګارې او له څوګونو فاحشهګانو سره د یوه عیاش وهل ټکول — هغه چلند چې تر ډېره د سادیزم له غیرعاطفي تعریف څخه لېرې کېږي» شامل دي. ساد د وړیا عمومي فاحشهخانو پلوي ؤ، چې لګښت یې د دولت لهخوا تامین شي: په یوې داسې ټولنه کې چې خوب او خوراک یې شهوت دی، له جنایتونو څخه د مخنیوي او د وګړو د وهلو ټکولو د کچې راټیټولو په موخه، ساد د عمومي فاحشهخانو رامنځته کول غوره ګڼل، چې هلته وګړي خپلې جنسي غریزې پوره کړای شي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳] سره لهدې چې د ساد پر وړاندې هېڅ کوم قانوني تور شتون نهدرلود، هغه د خپل ژوند کابو ۳۲ کلونه (یا وروسته له ۱۷۷۷ز څخه، یوازې د بېلابېلو د پاچا «lettre de cachet» لیکونو یا غیرارادي ژمنې لهامله) په بېلابېلو بنديخانو او یوه مرستون کې تېر کړي دي: اووه کلونه په شاتو دو وینسېن کې، پنځه کلونه په باستیل کې، یوه میاشت په کنسرجېري کې، دوه کلونه په یوې نظامي کلا کې، یو کال په مدېلونېتس صومعه کې، درې کلونه په بیسېتر مرستون کې، یو کال په سېنت پیلاجي بندیخانه کې او دولس کاله په شارنتون مرستون کې. د فرانسې اوښتون پر مهال، هغه د ملي کنوانسیون ټاکل شوی استازی ؤ. ډېري آثار یې په بندیخانه کې لیکل شوي دي. په عامه هڅوب او د ادیبانو په منځ کې، د ساد مینهوال لا هم شته. ګڼشمېر فرانسوي متفکرانو، لکه رولان بارت، ژاک دېریدا او میشل فوکو د هغه په هکله مطالعات خپاره کړي دي. له بلې خوا، فرانسوی هېدونیست فیلسوف «میشل اونفري» له ساد سره دغه لېوالتیا تر نیوکې لاندې راوړې او لیکي چې، «عجیبه ده چې له فکري پلوه له ساد څخه اتل جوړ کړو». همدا راز، ګڼشمېر سینمایي فلمونه د ساد له آثارو څخه اقتباس شوي دي، تر ټولو پېژندل شوي یې د پازولیني سالو (د ساد «په سودوم کې ۱۲۰ ورځې» له لانجمن کتاب څخه اقتباس) او همدا راز د سپانیایي هدایتکار خېسوس فرانکو ګڼشمېر فلمونه دي. [۲۴][۲۵][۲۶] ژوند[سمول]د ژوند لومړني کلونه او زدهکړه[سمول]ساد د پاریس په دو کوند هوټل (Hôtel de Condé) کې د ۱۷۴۰ز کال د جون میاشتې پر ۲یمه نېټه، د ژان باپتیست فرانسوا جوزېف، کونت دو ساد او مایل دو کارمان (د کوند ملکې وینځه او ناسکه تره لور) په کورنۍ کې زېږېدلی دی. هغه د کورنۍ یوازېنی پاتې ماشوم ؤ، د خپل تره (لوی راهب دو ساد) لهخوا روزل کېږي. ساد ځوان ؤ چې پلار یې کورنۍ پرېږدي؛ مور یې یوې صومعې ته ځي. ساد غلامانو لوی کړ؛ هغو به د ساد «هر ناز پورته کاوه» او همدا وه چې هغه «یو یاغي، سرکښه او نازولی ماشوم شو او ورځ په ورځ یې خوی بدلېده».[۲۷][۲۸] موده وروسته، ساد د څلور کلونو لپاره د لوی لویس لېسه کې، چې د پاریس یو یسوعي ښوونځی دی، شامل شو. په ښوونځي کې د کاهن «ابې ژاک-فرانسوا» تر څارنې لاندې وروزل شو. کلونه وروسته ابې د ساد په یوې محاکمه کې شهادت ورکړ او ویې ویل چې، «ساد احساساتي خوی درلود چې هغه یې د عیش او عشرت ته هڅوه، خو په زړه کې ډېر ‹پاک› ؤ». د لوی لویس په لیسه کې هغه «ډېر سخت جسمي مجازات» ولېدل او ان «په سوټیو باندې وټکول شو»؛ نو «کله چې لوی شو، نو ژوند یې په تاوتریخوالي او روحي رنځونو کې تېر شو».[۲۹] ساد په څوارلس کلنۍ کې یوې لویې نظامي اکاډمۍ کې شامل شو. وروسته له شلو میاشتو روزنې، د ۱۷۵۵ز د ډسمبر پر ۱۴مه، په پنځلس کلنۍ کې سرتېری شو او د لومړي بریدمن په توګه یې دنده پیل کړه. دیارلس میاشتې په لومړۍ بریدمنۍ کې پاتې شو او وروسته له هغې د «کونت دو پروونس کارابین» لوا په «دو س. اندره» په غونډ کې د دوهیم بریدمن په رتبه کې وګومارل شو. په پای کې «Dragon» لوا ته ولاړ او تر ډګروالۍ رتبې پورې یې ترفېع وکړه او په اووه کلنې جګړې کې یې ګډون وکړ. په ۱۷۶۳ز کې له جګړې راستون شو او له یوه شتمن قاضي څخه یې لور وغوښته، د انجلۍ پلار د کشرۍ په ځای د مشرې لور «رنه پلاجي دو مونترویل» په واده ورسره هوکړه وکړه. وروسته له واده د دوو زامنو او یوې لور خاوند شو. په ۱۷۶۶ز کې یې یو خصوصي تیاتر درلود چې په پروونس کې یې په خپله کلا «Château de Lacoste» کې جوړ کړی ؤ. د ۱۷۶۷ز کال په جنوري کې یې پلار مړ شو.[۳۰] کورني نومونه او وارثان[سمول]د ساد کورنۍ نارینهوو په بدلېدونکې توګه «مارکي» او «کونت» نومونه غوره کول. د لومړي ځل لپاره یې نیکه «ګاسپارد فرانسوا دو ساد» یې پر ځان «مارکي» نوم کېښود؛ کله ناکله هغه «مارکي دو ساد» ؤ، خو په اسنادو کې یې نوم «مارکي دو مازان» راغلی دی. د ساد کورنۍ د تورې سړي وو او په هغه وخت کې یې ادعا کوله چې د فرانکي اصالت او اشرافیت تر ټولو پخوانۍ کورنۍ دی، نو د شاه له مرستې پرته د «اشرافي» لقب، تر ډېره «مودبانه» پېژندل کېده. له بدلېدونکو لقبونو او نومونه کارونه ښي چې د لقب د مراتبو سلسله (د فرانسې اشرافیانو توپیر) خیالي وه؛ په نظري توګه، د «مارکي» لقب هغو اشرافیانو ته ورکول کېده چې څوګوني «کونتتوب» یې درلود، خو د شکمنو ټبرونو د اشخاصو لهخوا د «مارکي» په کارونې سره، د دغه لقب نوم بد شو. په دربار کې، لومړیتوب د مشروالي او سلطنتي مهربانۍ لهمخې ؤ، نه د لقب لهپلوه. د پلار او زوی ترمنځ ځینې مکاتبې شته چې په هغوی پلار خپل زوی ته «مارکي» ویلي.[۳۱] د ساد اولاده تر کلنو، کلنو د هغه ژوند او کار د داسې یوه ننګ په سترګه کتل چې باید وځپل شي. د شلمې پېړۍ تر نیمایي پورې همدا حالت روان ؤ، تر هغو چې «کونت خاویر دو ساد» ځان «مارکي» ونوموه او هغه لقب یې غوره کړ چې لسیزې، لسیزې چا نهکاروه؛ هغه د خپل نیکه لیکنو ته خورا لېوالتیا وښودله. هغه مهال، د افسانې «الهي مارکي» په کورنۍ هومره د ذکر وړ نهؤ چې خاویر دو ساد په ۱۹۴۰ز لسیزه کې یوه خبریال ته د مراجعې په پایله کې د هغه په هکله څه ناڅه باندې پوهېږي. وروسته، په «کوندې ان بري» کې د ساد د لیکنو یوه ټولګه پیدا کوي او څو لسیزې یې له پوهانو او ادیبانو سره کار وکړ ترڅو د هغو د خپرېدو زمینه برابره کړي. تر ټولو کشر زوی یې «مارکي تیبو دو ساد» ورسره ډېره مرسته کوله. همدا راز، کورنۍ یې ادعا وکړه چې په دغه نوم یو سوداګریز نښان هم دی. کورنۍ یې په ۱۹۸۳ز کې «Château de Condé» کلا وپلورله. د لاسلیکنو پر سربېره، ځینې چاپي نسخې یې په پوهنتونونو او کتابتونونو کې ساتل کېږي؛ خو ګڼشمېر لیکنې یې په اتلسمې او نولسمې پېړۍ کې ورکې شوې. ډېري یې د ساد له مړینې وروسته، د هغه د زوی «دوناتا کلود ارماند» لهخوا وسوځول شوې. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵] سرچينې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118604759 — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11923243t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w65x37g0 — subject named as: Marquis de Sade — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa399471/marques-de-sade — subject named as: Marquês de Sade — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Itaú Cultural — خپرونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/17315316 — subject named as: Marquis De Sade — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?109031 — subject named as: Marquis de Sade — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Marquis de Sade — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/784ef41b1ca64f5fa31f43a26954de0b — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-3451-BD-.html — subject named as: Marquis de Sade — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/755410 — subject named as: Marquis De Sade (2) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/sade-donatien-alphonse-francois — subject named as: Donatien Alphonse François Sade — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0057657.xml — subject named as: Donatien Alphonse François Sade — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=sade — subject named as: Marquis De Sade
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=http://roglo.eu/roglo?&id=p=donatien;n=de+sade — subject named as: Donatien de Sade
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/97880 — subject named as: Marquis de Sade
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ https://cs.isabart.org/person/14515 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ subject named as: Donatien Alphonse F. Sade — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=21383
- ↑ پیوستون : 118604759 — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
- ↑ https://libris.kb.se/katalogisering/ljx00jw416mgjdb — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۱ مارچ ۲۰۱۸
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11923243t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ کينډۍ:Britannica
- ↑ Marshall, Peter H., 1946- (2010). Demanding the impossible : a history of anarchism. Oakland, CA: PM Press. د کتاب پاڼې 144. OCLC 319501361. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60486-064-1. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link) - ↑ Gorer, Geoffrey, 1905-1985. (2011). The life and ideas of the Marquis de Sade. [Breinigsville, Pa.]: [CreateSpace]. د کتاب پاڼې 32. OCLC 793131351. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4455-2563-1. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link) - ↑ Marshall, Peter H., 1946- (2010). Demanding the impossible : a history of anarchism. Oakland, CA: PM Press. د کتاب پاڼي 147–148. OCLC 319501361. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60486-064-1. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link) - ↑ Phillips, John, 2005, The Marquis De Sade: A Very Short Introduction, Oxford University Press, کينډۍ:ISBN.
- ↑ (په 14 November 2014 باندې). Marquis de Sade: rebel, pervert, rapist...hero?. The Independent. Independent Print Ltd.
- ↑ Stephen Thrower, Murderous Passions: The Delirious Cinema of Jesús Franco (2015).
- ↑ . The Eponymous Sadist.
- ↑ "Marquis de Sade". biography.com. د لاسرسينېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Hayman, Ronald (2003). Marquis de Sade: The Genius of Passion. New York City: Tauris Parke Paperbacks. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1860648946. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Love, Brenda (2002). The Encyclopedia of Unusual Sex Practices. London: Abacus. د کتاب پاڼې 145. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-349-11535-1. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lêly, Gilbert (1961). Vie du Marquis de Sade (په الفرنسية ژبه کي) (الطبعة 1982). Paris: J.-J. Pauvert aux Editions Garnier frères. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2705004552. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) - ↑ de Lucovich, Jean-Pierre (30 July 2001). "Quand le marquis de Sade entre dans l'ère du marketing". marianne.net (په الفرنسية ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) - ↑ Schaeffer, Neil (1999). The Marquis de Sade: a Life. New York City: Knopf Doubleday. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0674003927. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Condé Castle – History". www.chateaudeconde.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اگسټ ۲۰۰۷ باندې. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ du Plessix Gray, Francine (1998). At Home with the Marquis de Sade: A Life. New York City: Simon and Schuster. د کتاب پاڼي 418–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0140286779. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P19
- 1814م وفاتونه
- 2 ډيسمبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P1399
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د كتالونیه ژبې توري موجود دي
- صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون
- صيانة CS1: لغة غير مدعومة
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره