نثر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

نــــثر

    دنثر په اړه مختلف نظرونه دي او هم دپيد ايښت په اړه څوک وايي نظم مخکې له نثر نه منځ ته راغلى او څوک وايي چې نثر مخکې له نظم نه راغلى خو زما په نظر نثر دنظم نه مخکې او قديم دى ځکه چې انسان لومړى په نثر (ګويا)شويدى هغه څه چې په نظم ليکل کيږي هغه په ټولنه کې مروج وي او عام وګړي يې سره وايي ((ساده نثر )) .
      زمونږ په پښتو ادب کې لومړنى نثر دهاشم سرواڼي (سالووږمه )او دسليمان ماکو (تذکرةالاوليا )چې په (٦١٢ه) شاوخواليکل شويدي او مخکې له دې کوم اسناد په لاس نلرو .
    دنثر په اړه مختلف تعريفونه شويدي چې زه يې يودلته راخلم .

نثر : دعربو په لعت کې پاشلو،تيتيدلو،ښندلواو خورولوته وايي په اصطﻻح کې هغه ويناده چې دوزن او قافيي له قېد څخه خالي اواذاد وي .


دنثر ډولونه دنثردډولونوپه اړه مختلف نظريات موجوددي چې زه يې دڅونظرونو په راخيستوسره بسنه کوم .

   ١_دپوهاند صديق الله رشتين په راخيستنې سره نثر دمعنا په لخاظ په درې (٣) قسمه دى 
   الف_هغه خبرې اترې چې مونږيې ديوبل دپوهولوراپوهولولپاره کوو 

ب_هغه حطابه(وينا)وه چې پوهان اومشران يې دمهم مقصد اوداوريد ونکو دقانع کولو لپاره په مجلسونو او ټولنوکې کوي اوهم ډېر اقسام لري ..

ج_تحرير يا هغه نثر دى چې دعلمونو،مطلبونواو کتابونودليکلو لپاره استعماليږي تحريري نثر بياډېر قسمونه لري .

لکه :تاريخي،قصصي،مذهبي اوداسې نور...

     دلفظ په لحاظ نثر په دووه(٢)ډوله دى .

١_اذادنثر ياساده نثر ٢_مسجع نثر يامتکلف نثر

     په دويم پړاو کې استادګل پاچاالفت دنثر ډولونه داسې ښايي .

١_ ساده نثر ٢_ مسجع نثر ٣_ ادبي(هنري)نثر

  بيا ادبي (هنري) نثرخپل ډولونه لري لکه: ( رومان ،داستان،ناول کيسه، ډرامه،ادبي ټوټه،ادبي راپورتاژ،ادبي ليکونه،طنز،خاکه،         

اوتوبيوګرافي،بيوګرافي،سفرنامه،ژباړه(ترجمه)اوداسې نور...

      په دريم پړاوکې ژوروڅيړنو څرګنده کړې چې نثرونه په پشتوادب کې زيات ډولونه لري . لکه :
                 ١- شفاهي نثرونه             
                 ٢_ليکنيز نثرونه 
                 ٣_ مسجع نثرونه 
                 ٤_غوره نثرونه 
                 ٥_ ازاد نثرونه 
                 ٦_ تاريخي نثرونه 
                 ٧_کسبي نثرونه 
                 ٨_ مذهبي نثرونه 
                ٩_ ادبي نثرونه 
               ١٠_علمي نثرونه 
               ١١_فلسفي نثرونه 
               ١٢_ سياسي نثرونه 
              ١٣_اخلاقي نثرونه 
              ١٤_ توصيفي نثرونه 
              ١٥_حطابي نثرونه 
              ١٦_ تبليغاتي نثرونه 
              ١٧_انتقادي نثرونه 
              ١٨_ انتباهي نثرونه 
               ١٩_تصوفي نثرونه 
              ٢٠_ عشقي نثرونه 
              ٢١_تربيوي نثرونه 
              ٢٢_انقلابي نثرونه 
              ٢٣_ ټولنيز نثرونه 
              ٢٤_ ريالستي نثرونه 
              ٢٥_ غيرريالستي نثرونه 
              ٢٦_  غيرحقيقي نثرونه 
              ٢٧_ طبقاتي نثرونه 
              ٢٨_روان نثرونه 
              ٢٩_ملي نثرونه 
              ٣٠_تخقيقي نثرونه 
              ٣١_ روايتي نثرونه 
              ٣٢_ اخباري نثرونه  
              ٣٣_درسالونثرونه 
              ٣٤_دمجلو،کتابونو نثرونه 
              ٣٥_رزمي نثرونه                                  
              ٣٦_ بزمي نثرونه 
              ٣٧_دکوچنيانو نثرونه 
              ٣٨_ دلويانو نثرونه 
              ٣٩_ پاخه نثرونه 
               ٤٠_خام نثرونه 
                ٤١_دډرامو نثرونه 
                ٤٢_دداستانو نثرونه 
               ٤٣_دډيالوکونو نثرونه 
               ٤٤_دناولونو نثرونه 
                ٤٥_دخبرواترو نثرونه . 
   

رومان

     رومان يوه فرانسو ي کلمه ده اوپه ادبي اصطلاح کې هغه کيسې ته ويل کيږي چې له ناول څخه اوږده وي دژوندډېرې اوبېلابېلې خواوې پکې منعکس شوي اودپېښوديوې سترې لړۍ تصويرپه ادبي چوکاټ کې ځايوي .
        په لرغونو پيړېوکې به رومان هغه اوږدوکيسوته ويل کيده چې معمولاًبه دزلمي اوپيغلې دمينې کيسې وې داسې چې دمينې په لاره کې زياتې ستونزې موجودې وې دزياتو کړاونووروسته به دوواړه بريالي، خوښي اوخوشالي به يې په برخه کيده .
        رومان چې دادبي ژانريوډول دى او هم دحماسي ژانرونوپه لړ کې رومان خاص ځاى لري چې په نولسمه(١٩)پيړۍ کې لوړې پوړۍ ته ورسيده دابايدهم ووايم چې البته رياليستيک رومان .
       درومان دتعريف په اړه داسې هم ويل کيږي چې وايي : (رومان يوه فرانسوي کلمه ده اودبديعي ادب هغه حماسي نوعې ته ويل کيږي دکوم په چوکاټ کې چې دژوندمختلفې خواوې منعکس اودپيښود يوې لويې لړۍ تصويرپه ادبي قالب کې ځاى کوي .
        ستر ليکوال ګورګي درومان په باب خاص نظرلري اوليکي :

رومان هم البته ميلان لري چې دامکان تر حده قناعت بخښونکي اودداخلي ښکلالرونکى وي خودرومان لپاره مناسب فکر،ګرامري سمې جملې چې يوله بله سره منطقي ارتباط ولري .

      رومان له داستان،لنډوکيسواوناول سره کاملاً توپيرلري په رومان کې غالباًعامل اشخاص (پرسوناژ)ډېروي رومان کې دوګړو اندازه ډېره وي کړه وړه پکې ډېر تمثيليږي .
      انساني ژوندپه څو پاړکوکې ښودل کيږي يعنې دانساني ژوندتابلو په رومان کې ډېره مفصله وړاندې کيږي اماداستان ،ناول اولنډه کيسه داحصوصېت نلري .
         د رومان معنا په ځينو فرهنګونو کې خيالي داستانونه  او کيسې ښودل شويدي اروپايانو هغه منثورې کيسې ته رومان ويلو چې په دولسمه (١٢) اوديارلسمه (١٣)پيړۍ کې په روماني ژبه(فرانسوي، ايټالوي،پرتګالي)به ليکل شوي وو. 
          خو د وخت په تېريدو او د حالاتو په بدليدو سره د دغې کلمې ايتمولو ژيکه معنا له فکره ووته او د سترو هنري داستاني اثارو نوم شو .
       بيلنسکي وائې : د رومان وده او پرمختګ د بشريت د ودې له عصر څخه سر چينه اخلي په کوم کې چې ټول ملکي ، اجتماعي ،کورني او عموماً بشري روابط بې پايه پيچلي او ډراماتيک شول ، ژوند په عرض او طول کې د عناصرو بې پايه کثرت ته وروزغاستل او له دې امله د رومان چاپير يال د حماسي قصيدې د چاپيريال نه بې له مقايسې پراخه دى . رومان کله کله پيړۍ تصوير وي چې د ادب د

تيورۍ په اصطلاح دې ډول رومان ته رومان پپيا يا پپې Roman-eppia)) (( ويل کيږي . رومان د موضوع په لحاظ په بيلو بيلو ډولونو ويشل کيږي .

لکه : تاريخي رومان ، فلسفي رومان ، د کورنۍ ژوند په باب او داسې نور ..

        د رومان لوۍ خصوصيات دا دى په عين حال کې چې هغه د حماسي ايجاد ډېر لوۍ فورم دى کولاى شي د فرد او ټولنې د روابطو هره خوا او هر اړخ راوسپړي .
          رومان د طبقاتي تمايلاتو د تبليغ ډېره قوي او په اوچته پايه کې قناعت بخونکي ذريعه ده .
           په رومان کې هم د ناول په څير د جوړښت اساسي توکې شته 

لکه : پلاټ ، کرکټرونه يا پرسوناژونه ، سسپنس ( تجسس او تلوسه ) منظر کشي ، مکالمې ، پيلامه او پايله ده .

          يوازينۍ ځانګړتيا چې رومان يې لري هغه د کيسې لويوالى ، د پېښو او پر سوناژ ډېروالى دى .او هم د ناول ليکنې په نسبت رومان ليکنه ستونزه وره او لوۍ کړاو غواړي . 

داستان داستان د هنري ( ادبي ) نثر يو اهم ډول دى چې کيسه هم ورته ويل کيږي . داستان د کيسو تر ټولو لرغونى او پخوانى شکل دى .

      داستان په لغت کې ويل او بيانول دي په اصطلاح کې داستان بيا هغه کيسه ده چې بنسټ ئې په تخيل ، رومان ، او مافوق الطبيعت  عناصرو باندې ولاړ وي .
        داستان دژوند د اړخونو او د پيښو د شمول په لحاظ د رومان او لنډې کيسې تر منځه مقام نيسي .
        داستان کيداى شي د تصوير شويو پيښو د اهميت په لحاظ د رومان په نسبت زيات اهميت ولري خو د حجم او د پيښو د شمول په لحاظ د رومان سارى نشي کيدائ . 
       داستان هم د رومان غوندې په (١٩)نولسمه پيړۍ کې ډېر پر مخ ولاړ چې اوس له جهاني افتخاراتو څخه ګڼل کيږي .
       داستان د لنډې کيسې څخه پدې جلا کيږي چې په داستان کې د ژوند اړخونه د لنډې کيسې په نسبت زيات مفصل ښودل کيږي د پرسوناژ شمير يې هم زيات وي .
        د پښتو په ملي داستانونو کې ډېر مشهور دي دا دي :
         ادم خان او درخانۍ ، دلى او شهۍ ، فتح خان او بړيڅى او رابيا،

موسى خان او ګلمکۍ ، مومن خان او شير بانو او داسې نور ...

          د پښتو ملي منظومو داستانونو په جمله کې تر ټولو لومړى داستان د ادم خان او درخانۍ کيسه ده چې صدر خان خټک په 

( ١١١٨ هـ ) کال کې په خپل قلم نظم کړې .

      خو بل ځاى بيا وائې چې د پښتو د لاس ته راغليو لومړيو منظومو بشپړو او اختطاطي داستانو په جمله کې تر ټولو د مخه د ليلى او مجنون  کيسه ده چې سکندر خټک په ( ١٠٩٠هـ ) کال کې نظمول پاى ته رسيدلي .
     څرنګه چې په پښتو ليکلي ادب کې د نظم ژبه ډېره لرغوني ده همدغه شان په پښتو کې د منظوم داستان عمر هم د منثور څخه ډېر لرغونى دى .
          په پښتو ادب کې منظوم داستان په دووه ډوله دى . 

١ _ هغه داستانونه چې د پيښو د پيدايښت ټاټوبى يې خپله د پښتو چاپير يال دى ٢_ هغه کيسې چې له نورو ژبو څخه پښتو ته را ترجمه شويدي .

     يو معياري ( منل شوى ) داستان په عمومي توګه سره د دغو برخو لرونکى وي .
١_ پلاټ :  د هر داستان بنسټ او اساس په پلاټ باندې ولاړ وي د هغه څخه پرته دداستان تصور بې معنا وي . 
      پلاټونه که څه هم يوه بل ته ورته وي ولې ددې سره سره هغه د داستان غوره او مهم جز ګڼل کيږي .

٢_ تخېل : هر داستان لوستونکى په اوريدونکي باندې د اوريدو په حالت کې د تخېل نه ډکې نړۍ ليدنه کوي چې د اوريدونکي لپاره ډېره نا اشنا او بيخي پردۍ وي .

٣_  په داستان کې ځاى په ځاى پيرى ، ديو ،ښاپيرۍ ،سحر ،جادو غيبي ملاتړ او تائيد د پير ،فقير او داسې نورو سره ليدنه وي چې پدې سره په داستان کې دلچسپي او زړه راښکون موندل کيږي .

٤_ قهر ماني : داستان د غوره قهرمانيو يوه ټولګه ده .

         په داستان کې تر ټولو د خلقت يو حيرانوونکى انسان وي هغه د خير مجسمه او د بديو سخت دښمن او سپر وي . 

٥_ خطابت او ښکلى بيان : داستان لوستونکى په خطيبانه لهجه سره خبرې کوي د هغه په ژبه کې ډېره ښکلا او زړه راښکون وي .

داستان لوستونکى پخپلو الفاظو سره سره اوريدونکى متاثر وي .

٦_ حيرانتيا : د داستان پېښې او بيانونه دومره حيرانوونکي وي چې حتى اوريدونکى يې بيخ ځکه چې په پېښو کې له سحر او جادو ، ديو ، ښاپيرۍ او ټول هغه څه چې انسان ته ناشوني ښکاري د پېښې په حل کولو کې ترې په کافي اندازه کار اخستل کيږي ي په چوپه خوله اوري . . نا ول

   ناول يوه ايټالوي کلمه ده . د ناول لغوي معنا عجيبه ، نوې او تازه ده خو په اصطلاح کې بياناول هغه کيسه ده چې موصوع يې انساني ژوند وي يا په بل عبارت ناول په ادبي اصطلاح کې هغه نثري کېسې يا داستان ته وائې چې لنډې کېسې څخه لوى او له رومان څخه لنډ وي . 
   ښاعلى عطائې وائې :
      ناول يوه هنري پديده ده چې د ټولنيزې وضعې د تشريح لپاره د يوې وسيلې په توګه استعماليږي . ناول ليکونکى د ژوند د بېلا بيلو بشپړه او ژورو ليدنونه  وروسته په يوه خاصه سليقه او تر تيب سره خپلې تجربې او ليدنې د يوې کيسې په شکل سره وړاندې کوي په ناول کې حقيقت او رښتيا ليکنه بنيادي شى دى د خيالي او فرضي خبرو اترو نه پکې پوره ډ ډه کيږي .
     ناول په اصل کې د داستان يو پرمختللى شکل دى .

ناول ليکنه په (١٨ ) اتلسمه عيسوي پيړۍ کې په اروپائې انګريزي ادب کې دود شوه اوپه (١٩) نولسمه او (٢٠) شلمه پيړۍ کې دغه فن خپل اوج ته ورسيد .

           د نورو معاصرو ادبي ژانرونو په څېر ناول هم د پښتو ژبې ته د شلمې پېړۍ په پيل کې له اردو ژبې او ادب نه راغلى دى .
        لومړنى حکايت چې د ناول په فورم وکښل شو د يوه الماني ليکوال ؤ چې جين پول ريچژ نوميده .  
        مشهور شاعر هاينه دي ادبي فورم ته په کال ( ١٧٦٣ _١٨٥٦ ) کې زياته وده ورکړه . يو بل فرانسوي ليکوال بالزاک په کال ( ١٧٩٩ _١٨٥٠ )  کې ناول نور هم لوړو پوړيو ته وخيژاوه .
           لومړنى پښتو ناول چې د اردو ژبي نه ميا حسيب ګل کاکاخيل په( ١٢٩٣ ) هـ ق کال راژباړلى د ډپټي نظير احمد (( نقش نګين ))په نامه ناول ؤو .
         او هم په پښتو ادب کې سيد راحت زاخيلي ته د لنډې کيسې او ادبي ټوټې په شان د لومړي ناول ليکونکي وياړ هم ورپه برخه دى . نوموړى د شلمې پيړۍ په لومړيو شلو کلونو کې د (( نتيجه عشق )) يا د ما روخې په نوم ناول ليکلى دى .
        اما په بره پښتو نخواکې لومړنى ناول (( دوه سره مين ورونه  ))

محمد رفيق قانع ليکلى چې د پښتنې ټولنې د کورني ژوند د بدو ورځو د دووخويندو کونډتون او بدمرعۍ ډېر ښه انځور وي .

      دغه راز لومړنى پښتو ژباړلى ناول د وېکتور هوګر (( بېچاره ګان )) دى چې ارواښاد علامه عبدالحى  حبيبي ئې ژباړه کړې او د بېوزلان په نوم ئې نومولى د کندهار په طلوع افغان کې د ( ١٣١٠ ) هـ وروسته خپور شويدى .

د نا ول ډولونه ناول د موضوعاتو او کردارونو له مخې په لاندې ډولونو ويشل کيږي . ١ _ عملي او کرداري ناول : په دې ډول ناول کې کيسه د يوه مرکزي کردار په توګه او نور ټول خام مواد او نور ټول خام مواد د ځانګړي فرد په شاوخوا راټوليږي او هم عملي جنبه لري . ٢ _ ډرامه يې ناول : په ډرامه يې ناول کې پيښي او واقعات ډېر په بيړه سره بدليږي دغه بدلون او او ښتنې په دومره بيړه سره څرګنديږي چې لوستونکى په هغو کې ډراماتست محسوسوي . ٣ _مهماتي ناول : په دغه ډول ناول کې هره شېبه يو نوى او غوره څيز را د مخه کيږي په دې ډول ناول کې پوره ازادي شته دا ډول ناول ډېر په زړه پورې وي .

 ٤  _ نظرياتي ناول : په دې ډول ناول کې ناول ليکونکى ځانګړې نظر وړاندې کوي په نظرياتي ناول کې د نظر يې او فن تر منځ بايد پوره خيال وساتل شي .

٥ _ تاريخي ناول : په تاريخي ناولونو کې يوه خاصه زمانه او کله کله تاريخي ناول ليکنه ستونزمنه ده . ٦ _ جاسوسي ناول : د جاسوسي ناول بنياد او بنسټ په تجسس او اضطراب باندې ولاړ وي په دې ډول ناول کې خيرانوونکې خبرې وړاندې کيږي کله کله په جاسوسي ناول باندې د داستان ګو مان هم کيږي ٧ _ اصلاحي ناول : اصلاحي ناول د ټولنې د اصلاح او سمون لپاره ليکل کيږي او اصلاحي ناول او نظرياتي ناول سره دومره توپير نلري اما په نني عصر کې اصلاحي ناول ليکوالان ډېر او اصلاحي ناول ليکل يواځي او يواځي فني ليکوالان کولاى شي . د ناول اساسي توکي ١_د ناول لپاره کيسه يو اصل او بنسټيز اعتبار لري . د کيسې څخه پرته ناول ته ناول نشي ويل کيداى . د کيسې په منطقي ترتيب او د هغې په تدريجي رنګ کې د ناول غوره شکل پټ دى او هم کيسه د ناول لپاره د ملا حيثېت لري د هر ناول لپاره يوه زړه راښکونکې کيسه وي چې پيل ، منځ او پايله لري . ٢ _ پلاټ : پلاټ د انګليسي ژبې کلمه ده د پلاټ څخه مطلب هغه ذهني خاکه ده چې ناول ليکونکى په هغه کې د کيسې پيل د مختلفو پيښو ترتيب او همدارنګه د کيسې تکميل او پاى داخلوي د ناول غوره او اصلي تومنه تر زياته حده پورې په همدې پلاټ پورې تړلې ده .

      د پلاټ څخه دا اندازه راجوتيږي چې ليکوال ناول د کومې نقطې څخه نړيوالو ته وړاندې کړى او په څه اندازه يې غوره شننه کړيده . 

٣ _ مکالمې او منظر کشي ( پېښې ) : د کيسې د پېښو د لړيو د مخکې بيولو او د فطري او طبعي ښودنې لپاره په ناول کې ځاى پر ځاى د کردارونو مکالمو او د پېښې د چاپير يال ښودنې ته لږه ډېره اړتيا پېښيږي .

        هيڅ يوه کيسه د پېښې او کړو وړو څخه پرته نشي رامنځ ته کيداى ناول دټولنې غوره عکاسي کوي د همدې کبله د ناول په کيسه کې هر ډول پيښې ، کړه وړه او د اعمالو شته والى حتمى او ضروري دى دغو پيښو او کړووړو څخه ناول جوړيږي منظر کشي هم د کيسې په وړاندې بيولو کې بنسټيز حيثيت لري کردارونو ته ښلا وربخښي او د پېښو طبعي والى ښائې .د ناول ليکوال منظره کشي په درې ډوله کوي.

١_ قدرتي مناظر لکه : ځنګلونه ، غرونه ، سيندونه ، لمر او سپوږمۍ ٢_ د ټولنيز ژوند او چاپير يال مناظر لکه : کلى ،کور ، کوڅه ، سرک ، بازار ....... ٣_ د انساني جذباتو ،احساساتو ، رواني او روحي حالاتو منظر کشي .د کيسې هره پيښه بايد په خپل چاپير يال کې وښودل شي څنګه يې چې د فطري او طبعي تقاضا او غوښتنه يې . ٤_ پيغام او مقصد (( طرز تفکر )) : هره ليکنه د يو مقصد لپاره کيږي همدا شان په هر ناول کې هم يو اصلي پيغام او عرض نغښتى وي يو ليکوال دا پيغام او مقصد د احساس او جذبې په بڼه د پند يا کرکې په هيله لوستونکي يا اوريدونکي ته وړاندې کول غواړي او دا د ليکوال د برياليتوب لپاره تر ټولو مهمه ځانګړنه ده .

       په هر ناول کې د ليکوال طرز تفکر ډېر زيات ارزښت لري د ليکوال د ذهني ميلان څخه د ناول سمت په ښه توګه سره ټاکل کيداى شي هيڅ ناول د کوم هدف او غرض څخه پرته نشي ليکل کيداى .

٥_ ژبه او بيان : د ناول د جوړښت لپاره د ناول ليکونکي ژبه د ليکلو طرز او اسلوب ډېر غوره او په زړه پورې عناصر دي ناول ليکونکى بايد د قهرمان د خيثيت سره سمه ژبه وکاروي ځينې وختونه ناول ليکونکى د مختلفو قهرمانانو کړه وړه ،افکار ، خيالات پخپله ژبه وړاندې کوي او پدغه صورت کې د ناول په زړه پورې توب کې کموالى راځي په ژبه او بيان کې ددې خبرې ډېر زيات اهميت او ارزښت دى . لنډه کيسه له کوم وخت نه چې د انسان او بشر ژوند پيل شوى له همغې ورځې سره جوخت کېسې هم پيل شويدي .

          چې د انسان د پيدايښت نه نيولې تر ننه پورې د ټولو انسانانو د ژوند د مثبتو او منفي خواو کيسې له يوه نسل نه بل نسل ته سېنه په سېنه او په راوروسته کې د قلم په سپيڅلي څوکه د کاغذ پر مخ را نقل کړي او تر موږه يې رارسولي .
         يوازې  او يوازې  کېسې همدې کمزوري او ضعيفه انسان کښلي چې د انساني ژوند ټول کړه وړه پکې په ساده ،خوږو ، هنري او لنډو الفاظو بيان شويدي .انسان چې د لومړي ځل لپاره د کېسو په راټولولو او ليکلو لاس پورې کړ فولکلوري ( ولسي ) کېسې وي دغه فولکلوري کيسې د بشر ډېرې زړې او لومړنۍ کيسې وې او ننۍ لنډې کيسې هم د پخوانيو فولکلوري کيسو زېږنده ده . 
        دغه لنډه کېسه لومړي ځل په لويديځ کې دود شوه .

او همدغه لويديځ کې ئې ادبي او هنري شکل او ځانګړې فني بڼه غوره کړه دغه راز د اروپائې يا لويديځې ټولنې څخه وروسته په پښتو کې هم د لسمې پيړۍ نه را پديخوا پع ليکنۍ بڼه نثري کېسې ليدل شوي چې له نن څخه تقريباً درې نيم ،څلور سوه کاله پخوا ليکل شوي د زړو کيسو يا لرغونو کيسو ښه بېلګه ( ورک زوى څنګه پيدا شو )کيسه ده چې د پښتو ژبې د لرغونو کيسو د نشتوالي پخلى کولاى شي د لومړي ځل لپاره په ( ١٨٤٢ )ع کال کې ( اډګرالن پو ) ددې لپاره ځېنې کره کتنيز او اصلي اصول وليکل چې تر دې اصولو وروسته د لنډو او اوږدو کېسو تر منځ توپير خلکو وپيژاند.

   تر ده وروسته ( براندرماتيوز)  لومړنى ليکوال ؤ چې په ( ١٨٨٥ ) م کال کې په انګليسي ژبه (short Story )   اصطلاح د لنډې کېسې لپاره وړانديز کړه او لنډه کيسه يې له هغې کيسې څخه چې اوږده وي جلا کړه . هغه  ليکوال چې د لومړي ځل لپاره ئې په نوې بڼې سره په ښکته پښتو نخوا کو لنډه کيسه وليکله هغه ارواښاد سيد راحت الله راحت زاخيلي ؤ .
             د زاخيلي صېب لومړنۍ لنډه کېسه ( شليدلي پڼه ) نوميږي . او دويمه کيسه ئې ( کونډه نجلۍ ) ده .
       په دغه کيسه کې نوموړي د وخت ناوړه او غلط دودونه رابرسيره کړي دي او د پښتني ښځينه نسل هغه ستونزې او ربړې ئې پکې را نغاړلي . دې کيسې په ډېر لږ وخت کې دومره شهرت پيدا کړ .چې د نړۍ په ډېرو ژبو وژباړل شوه او که څه هم ليکوال ئې يوه پيژندل شوي څيره وه خو بيا ئې هم دومره وځلاوه چې هر څوک ورته ګوته په غاښ شول .
  په افغانستان کې د دغه فورم لومړنى وياړ علامه پوهاند عبدالحى حبيبي ته په برخه شو

د لنډې کېسې پيژندنه

    لنډه کيسه د داستان او نکل هغه شکل دى کوم چې په انګريزي کې شارټ سټوري ورته وائې . 
    لنډه کيسه د داستان او ناول يو پرمختللى شکل دى . په فني لحاظ د يوې لنډې کيسې لپاره داضروري ده چې هغه دې د يوه واحد تاثير لرونکې وي . د لنډې کيسې جامع تعريف څه اسان کار نه دى دا ځکه چې د هغې بې شميره تعريفونه شويدي .

١_ اډګرالن پو د لومړي ځل لپاره داسې تعريف کړه : (( لنډه کيسه د نثر هغه داستان وي چې لوستلو ئې د نيم ساعت نه لږ وخت لګيږي او کله دا وخت دوه ګړيو ته هم رسيداى شي ))

          خو بل ليکوال ئې داسې پيژني : (( لنډه کيسه هغه ده چې لنډه وي )) 
      يو بل ليکوال داسې وائې : لنډه کيسه د هنري نثر ښه ليکنه ده چې هدف ئې د مضمون اغيز ناک کيدل دي .
     خو يو شمير ليکوال بيا داسې کوي :
 لنډه کيسه د رومان څخه لنډ روايت دى او زيات محدود،په موقعېتونو شخصيتونو او معمولاً يو د بل پورې اړوند چې يو واحد تاثير لري . جګ لندن وائې 

(( کيسه بايد په کانکريت موضوع باندې د ژوند ، مرګ او خوځيدو سره خوندوره او په زړه پورې وي ))

   اليزابت وائې:  (( لنډې کيسې کې لومړنى ضرورت دادى چې کيسه بايد د يوې داسې اغيزې يا فکر نه سرچينه واخلي چې په کافي اندازه اغيزناک واوسي چې ليکوال ليکلو ته اړ کړي )) 
   هيډيسن وائې   :       (( د لنډې کيسې لپاره لنډوالى يوازينى شرط ندى بلکې د دې تر څنګ ځينې نورې ځانګړتياوې هم لري او هغه دا چې د کيسې موضوع د خپلو حدودو په چوکاټ کې رانغښتل کيداى شي ، بې ځايه او بې ضرورته خبرې پکې نه ځائيږي ، د تاثير او اغيز يووالى پکې يوازينى شرط دى ))

د لنډې کيسې اساسي توکي

د هر څه د مخه په لنډه کيسه کې ليکوال بايد دغه درې شيانو ته ډېره پاملرنه وکړي . ١_ نمايش ٢_ وده ٣_ شرحه اساسي توکي :

    ١_ پيلامه  : يو ليکوال بايد له داسې نقطي څخه شروع وکړي چې موضوع ئې ښکلې او رنګينه وي تر څو لوستونکى وهڅوي چې تر پايه ئې ولولي .

٢_ پلاټ ( طرحه ) : طرحه په کيسه کې هغې برخې ته وائې چې کيسه پرې را څرخي .

          يو ليکوال چې فوسټر نوميږي وائې : طرحه د کيسې د شمزۍ 

( ملا تير ) حيثيت لري . څومره چې طرحه يا پلاټ ساده او هنري وي هماغومره کيسه په زړه پورې او خوندوره وي . ٣_ څېره يا څېرې ( کرکټر ) :داهغه څوک دى چې په کېسه کې رول لوبوي او لکه پلاټ د کيسې توکى بلل کيږي چې د لنډې کيسې روح هم ورته وائې .

            په کيسه کې مرکزي څېره يا څېرې ته اتل او اتله وائې .

٤ _ تلوسه ( سسپنس ) : تلوسه هغه اساسي توکى دى . چې غير لدې مونږ نشو کولاى يوې لنډې کيسې ته کيسه ووايو . يا تلوسه هغه مهارت دى چې لوستونکي ته د لوست په وخت کې يو ډول وېره ، شک او وسوسه مخ کوي .

           دې ته اړ کيږي تر څو ځان لدې وسوسې خلاص او کيسه تر پايه لولي . 

٥ _ صحنه (ځايزمان ) : د هغه ځاى ، مهال ، پيښې ، تصادف او نور ځانګړنو څخه عبارت ده چې کيسه پکې پيښيږي .

    صحنه په کيسه کې ډېر مهم او ارزښتناک رول لري . 

ځکه صحنه ده چې د اتل په ژوند کې ژور بدلون راولي . ٦_ مکالمه ( خبرې اترې ) او منظر کشي : مکالمه د کيسې هغه په زړه پورې برخه چې کيسې ته يو ځانګړى خوند ور بخښي او کيسه د اوج ټکې ته ر سوي . مکالمه د اتل او اتلې لخوا تر سره کيږي . (( منظر کشي )) کيسه پر مخ وړي او ښکلي کوي ئې چې ډېر ځله د څېرو او اتلانو سره سرو کار لري ددې تر څنګ ټولې هغه پوښتنې چې په کيسه کې راځي په طبعي بڼه ئې څرګنده وي . ٧ _ ليد لورى : ليد لورى د کيسې هغه برخه ده چې اوريدونکى يا لوستونکى کيسه د ټولو اړخونو سره لکه : پېښې ، تلوسه او داسې نور ....ګوري . ليد لورى په دووه ډوله دى : ١_ داخلي ليدلورى :(دليکوال پورې اړه لري ) . ٢_خارجي ليدلورى :(په خارجي ليدلوري کې ليکوال دټولنې څخه وي) . ٨_تخيل : په لنډه کيسه کې هم لکه دنورو ادبي اوهنري ليکنو په څېر تخيل ضروردى (داځکه چې تخيل دهنري ليکنو اصلي توکى دى . ٩-دکيسې پايله :يو ليکوال چي يواثرياليکنه کوي دځانګړې موخې لپاره يې کوي اودغه موخه دليکنې په پاى کې واضح کوي .

       همدارنګه دلنډې کيسې ليکونکى هغه کشمکش او ربړې چې په کيسه کې وي اواروي اوخپل هدف لوستونکو ته رسوي .

ډرامه

  ډرامه په لرغوني يونان کې منځ ته راغلې دډرامې پيدايښت په اړه مختلف نظريات موجوددي او ټاکلې سنه يې نه ده معلومه چې تکيه پرې وکړو .
        دځينو څرګندونو څخه معلوميږي چې دميلاد څخه سوونه سوونه کاله دمخه داتڼ په ښار کې ډرامه وه چې ديوه پرمختللې ډرامې او تياتر شته والى ښايي اما دمصر داثارو نه ثابته ده چې په هغه ملک کې تقريباً دووه(٢)زره يا کيداى شي درې(٣)زره کاله قبل مسيح موجود ؤ .
          ځينې پوهان او لرغوني پيژندونکي له دې نه هم وړاندې ګورې او په دې نظر دي چې ښايي دډرامې تاريخ اونيټه له دې نه هم وړاندې وي اودومره وړاندې چې کله انسان اجتماعي او ټولنيز ژوند پېل کړ په هغه وخت کې دوۍ خپلمنځي لوبې او مستي کولې چې دغه لوبو کله کله ډراما تيکه بڼه غوره کوله .
         دزياتو څر ګندونوسره ډرامه يونان کې په اوومه(٧)قبلالملاد پيړۍ کې منځته راغله او باالاخره په پينځمه (٥)قبلالملاد پيړۍ کې اوج ته ورسېده له دې وروسته ډرامه له يونان څخه نورې نړۍ ته لار پيداکوي او جهاني شهرت ،اغيزه اوتاثير په نورو هيوادونو کوي .
       لومړنۍ ډرامه( اسکائې لس )ليکلې ده چې دډرامې نوم دى           

((سپلي اينټ)) ځيني وايي :داډرامه ((دى سليټ)) نوميږي چې داتڼ په ښارکې سټېج شوې وه .

  يوه ډله پوهان بيا په دې ټينګار کوي چې پينځه سوه پينځه ديرش 

(٥٣٥) قبلا لملاد کې ((تس پيس ))په نوم يو تن فنکار په يونان کې يوه ډرامه اجراکړه چې دغه تن دجهان اونړۍ لومړنى اکټور ګڼل کيږي .

        خوزمونږ پښتو ژبې ته دناول په شان درامه هم داردو ژبې څخه راغلې داردو ژبې لومړنۍ ډرامه( اندرسبها ) نوميږي .
        دواجد شاه په وېنا امانت لکهنوي په (١٨٥٣ع)کال کې ليکلي دکله نه چې پښتو ډرامه ليکنه شروع شوه نو دلومړي ځل لپاره عبدا لاکبر خان اکبر ((درې يتيمان )) په نامه ډرامه وليکله چې داتمانزو په ښونځي (سکول)کې زده کوونکو (سکوليانو )ته وښودل شوه .
      دا ډرامه اکبر په (١٩٢٧ع) کال کې ليکلې وه په دغه ډرامه کې ليکوال په پوره زړورتيا سره په اصلا حي رنګ معاشرې (ټولنې ) دزوروروخلکو زورزياتى په ګوته کړي . 
     بل ځاى بيا ښاغلى شهسوار سنګروال نيازى پخپل کتاب کې ليکي : ((د ډراماتيکو کليوالي لوبو په څنګ کې يو څه په پرمختللې بڼه ليکل شوې ډرامه چې ډراماتيک اصول پکې په پام کې نيول شوي وو يو په زړه پورې ډرامه وه )) 
       چې په کال ١٣٠١ هـ ش ١٩٢٢ ع کې لومړى د جلال اباد د کوکب په باغ او بيا د لغمان په کلا سراج بڼ کې و ښودل شوه . 
           د ښاعلي حبيب الله رفيع په وينا (( يوه ورځ غير حاضري )) وړومبنۍ يا لومړۍ ډرامګۍ ده چې په ١٩٢١ ع کال کې د کا بل حبيبي  ليسې شاګردانو دهم هغه ليسې په سټيج لوبولې او د وخت پاچا ( اعليحضرت ) امان الله خان هم ورته ناست ؤ . دا ډرامګۍ ښاغلي مولوي صالح محمد هوتک ليکلي وه چې په همدې اساس د حبيبي ليسې په پښتو درسي کتاب کې ځاى او چاپ کړې وه .
         هغه پښتو ډرامه چې په پښتو ډرامو کې ئې يوه معياري بڼه غوره کړې د ( وينو جام ) په نامه ډرامه ده چې محمد اسلم خان خټک لخوا په ١٩٣٥ ع کال کې ليکل شويده .

دډرامې پيژندنه يا تعريف

  د ډرامې د تعريف په اړه مختلف نظريات موجود دي .

چې زه يې دلته يو څو تعريفونه راخلم . ١_ ډرامه ډيالوګ او منالوګ ته وائې . ٢_ د محقق سيد محى الدين هاشمي په وينا: ډرامه د يوناني کلمې (( ډراو )) نه مشتق شوي چې د عمل او کولو معنا لري په ادبې اصطلاح هغه اثر دى چې د خبرو اترو په فورم ليکل شوى وي يا په بله وينا : ډرامه د يوې ژوندۍ کيسې نوم دى چې ټول احساسات او جذ بات پکې د حرکت او خوځيدو پواسطه څرګنديږي او هره پيښه عملاً د سترګو په وړاندې ښکاري .



٣_ کالرج وائې : ډرامه د حقيقت نقل او د فطرت پيښې دي . ٤_ ډرامه يوه ائينه ده ، چې فطرت پکې منعکس کيږي (( هيوګروائې)) ٥_ برسيوال وايلډ داسې نظر لري : ډرامه دژوند يو داسې په ترتيب جوړه شوې نقشه ده چې د تماشګير جذبات رالړزوي . ٦_ شکسپير بيا داسې وائې : دنيا ټوله په مثال د يو سټيج ده ټول سړي او ښځې لوبغاړي دي دوى په دې سټيج ځي راځي او يو کس په خپل وخت عمل اجرا کوي . ٧_ عبدالخالق خليق ئې داسې پيژني :

د يو مقصد د اظهار د پاره ډرامه ډېره مؤثره طريقه ده .

٨_ رفيع الدين هاشمي د ډرامې په اړه داسې وائې : لنډه داچې ډرامه هغه کيسه ده چې مختلف کردارونه په خپلو خبرو او د خپل عمل په ذريعه د سټيج پر مخ وړاندې کوي . ٩_ د پښتو ډرامو ستر ليکوال حزه بابا وائې :

چې مونږ د يو قام د تمدن تهذيب او ذهن ارتقا اندازه د هغه ملک  د ډرامو نه کولى شو . 
          داچې پدې پوه شو چې ډرامه يعنى څه او د ډرامې مفهوم مو يو څه روښانه کړ .
            د لنډې کيسې ، داستان او ناول سره د ډرامې توپير پدې کې دى چې په ډرامه کې کيسه ،بيان او د ډرامې کردار پخپله د عمل او خبرو په ذريعه صورت نيسې اما په لومړيو دريو ژانرونو کې کيسه يا بيان د مصنف په ژبه کيږي .
        په ډرامه کې سټيج بنيادي او بنسټيز حيثيت لري .
      همدارنګه دپلاټ څخه پرته د کومې ډرامې تصورهم نشي کيداى ښه ډرامه ليکونکى تل زيارباسي چې دعامې مننې په خاطردليدونکو اوننداره کوونکو مينه په نظرکې ونيسي. 
      دهراديب او هر هنرمنددنده ده چې اجتماعي او ټو لنيزې پېښې په هنري او ادبي ښورنګينو کلماتو سره اولس ته وړاندې کړي.



دډرامې ډولونه

   سيدمحى الدين ((هاشمي)) دفورم او محتوا له مخې دډرامې ډولونه داسې ښايي  :

١_سټيج ډرامه . ٢_ راډيو ډرامه . ٣_ تلويزوني ډرامې ( فلمونه او نمايشنا مې ) .

       نور ادبپوهان ډرامه د محتوا له مخې په دوه (٢) ډوله ښايي :

١_ تراژيدي ډوله ډرامه . ٢_ کوميډي ډوله ډرامه .

          رفيع الدين هاشمي د ډرامې غوره او مهم ډولونه داسې بيلوي .

١_تراژيدي ډرامه . ٢_ کوميډي ډرامه . ٣_ ميلو ډرامه . ٤_ ډرام . ٥_ ګډه ډرامه . ٦_ يو اکټيزه ډرامه ٧_ راډيوي ډرامه . ٨_ انتر کټ ډرامه .

      د ډرامې په صنف باندې د ټولو نه زوړ کتاب د ارستو د فويتيکا په نامه چې تراژيدۍ او کوميډۍ باندې ژوندى بحث پکې شويدى . 
    د ارستو په خيال ډرامه درې (٣ ) بنيادي او بنسټيز عناصر لري .

١_ موزونيت ، نغمه او نظم . ٢_ د انساني کارونو نقل دې وي ښه وي که بد خو چې همغه شان وښودل شي . ٣_ د بيانې په مقابله کې د کردارونو په ذريغه خبرې او عمل وښودلاى شي .

      ډرامه هم د ناول او لنډې کيسې په شان اساسي او بنسټيز ګڼ توکي لري لکه : پلاټ چې په ډرامه کې اساسي او بنسټيز توکي دي .کيسه ،پرسوناژ ، مکالمه پيلامه ،اوج ، پاى او داسې نور ........
        ددې هر يو د تشريح کولو نه د موضوع د اوږد والي پخاطر ډډه او په همدې يادونې سره کفايت کووم  .
  
       داچې ډرامه زيات ډولونه لري  دغه دووه ډوله يې ډېر غوره او مهم دي .

١_ تراژيدي : د ارسطو په نظر تراژيدي د انسانانو تقليد نه دى بلکې د عمل ، ژوند ،نيکمرغۍ او بد مرغۍ تقليد دى .

     تراژيدي له دوو (٢ ) کلمو څخه جوړه ده چې تراژ ( غم ) يديا (( يدي )) اواز يا سندره نو ويلاى شو چې تراژيدي (( د غم سندره )) يا هغه سندرې چې په هغو کې به يونانيانو د انګورو د ربالنوع ( ديونيس ) کړاونه ،سرګرداني ، تکليفونه او د هغه مړينه ستاينه لنډه داچې د تراژيدي ډرامې پاى غمګينه وي او اوريدونکي يا ليدونکي ته زياته همدردي او ويره په زړه کوي خپل جذبات را ولاړوي .
        په لرغوني يونان کې د تراژيدۍ پلار د د انګلس په وينا ايسخيل ښودل شويدى .

٢_ کوميډي : دا هم يوه لرغوني يوناني کلمه ده چې د تراژيدۍ ((کلمې )) ډرامې څخه کلونه ، کلونه وروسته دود شوه .



د ارسطو په وينا : چې کوميډي د ځينې مذهبي ترانو نه را پديخوا وده او پرمختګ وکړ . 
  کوميډي هم له دوو (٢ ) کلمو څخه جوړه ده چې کوم (( خندا يا خوشخالي )) يدي (( يديا )) سندره يا اواز پس ويلا ى شو چې ((خوشخالۍ سندره )) يا هغه سندره چې په هغو کې د  ديونيس بيا ژوندي کيدل په مرګ غلبه په کړاوونو او تکليفونو برى پکې ستايل کيده .
           نو داسې هم ويلاى شو  چې د کوميډي ډرامې پاى خوشخاله او خندوره وي د اوريدونکو او ليدونکو اخساسات را ولاړوي نو مطب مو دا نه دى چې اوريدونکي يا ليدونکي دې تراژيدۍ ته وژاړې او کوميډۍ ته دې وخاندې او هره ډرامه خپل مفهوم لري .
     په لرغوني يونان کې د کوميډۍ د پلار لقب راستوفان ته ورکړ شويدى .




ادبي ټوټه

           دهنري ( ادبي نثر ) ادبياتو يو ډول ادبي ټوټه ده .   

ادبي ټوټه معمولاً حکايوي بڼه لري چې مونږ ته د يو حقيقت او واقعيت په هکله په زړه پورې تشريح او تو ضيح کوي خو دا توضيح پداسې رنګنيو الفاظو کې نغښتې وي چې په بشري احساس او عواطفو ژوره اغيزه کوي .

     ادبي ټوټه کله کله دومره خوږه وي چې د يو ښه شعر په څېر خوند او کيفيت لري او له ډېر لوړ ادبي تخيل نه پکې کار اخيستل شوى وي .
        ادبي ټوټه د شلمې پيوۍ په لومړيو کو پښتو ژبې ته راغلې چې په ډېر کم وخت کې يعنى د همدې پېړۍ په نيمايې کې ډېره زياته وده وکړه او يو دم د ځوانۍ مرحلې ته ورسيده چې دا دليکوالو او ادب مينه والو په زيار او زخمت سره د نړۍ له نورو ادبي ټوټو سره سياله کړه .
      داچې ادبي ټوټه د لومړي ځل لپاره په يونان کې او بيا په شلمه پېړۍ کې پښتو ژبې ته راغله . ادبي ټوټه د لومړي ځل لپاره په پښتنو کې ارواښاد سيد راحت الله راحت زاخيلي صېب ليکلې او بيا روسته په افغانستان کې علامه پوهاند عبدالحى حبيبي وليکله له ده وروسته نور ليکوالان هم ورسره اشنا شول او په ډېر کم وخت کې اوج ته ورسوله چې ښه بېلګه د ليکوالانو دا ده :
     استاد ګل پاچا الفت ، صديق الله رښتين ، استاد عبدالروف بېنوا،  استاد قيام الدين خادم او داسې نور ...
      خو بيا هم په واقعيت کې د ادبي ( هنري ) نثر ډولونو کې دغه ډول ته ډېر کار ندى شوى .

ادبي ټوټې پېژندنه

     ادبپوهان پښتو ادبي ټوټه دمنثور شعر اونازک ادب په نامه هم يادوي .

ادبي ټوټه په ژبه کې هغه خوږنثري کلام دى چې په ډېرو باريکو ، خوندورو او لنډو الفاظو کې ټول مطالب څرګندوي يعنې دوينا طرز يې خورا ښکلې هنري بڼه او ترکېب ولري .

      ادبي ټوټه يا هنري نثر دلنډې  کېسې يا نورو ادبي هنري ليکنو په څېر دومره اوږده نه وي ليکوال ډېر کو ښښ کوي چې دانساني ژوند هر ډول پېښې او موضوع ګانې پکې راوړنغاړي .
     په ادبي ټوټه کې لکه : داستان ،رومان ،ناول اوږدې پر پړې او پېښې نه وي هماغه پېښې په  ډېرو لنډو خو الفاظو کې رانغاړل کيږي .
     په ادبي ټوتو کې دنورو ټولو هنري فورمونو څخه زياتې تشبې ګانې او استعارې راځي چې دهمدې ځانګړنو په وسېله ليکنې ته يو ځانګړى خونداو رنګ ورکوي ځکه پوهان يې منثور شعر بولي  .
     ادبي ټوټو کې يوازې داچې اوږودوالى او پيچلتيا نه وي بلکې دهغه مړنو ، تورزنو او نورو ټولنيزو څيزونو يا مسايلو په اړه چې جر او بحث کيږي هم په لنډو ،ساده او نېغ په نېغه الفاظو بيانيږي .
        په ادبي ټوټو کې تل لکه لنډې کېسې واقعيت او رښتيا تر خيال اوچت وي او موضوع يې په واقعيتو نو څرخي .
       يو شمېر پوهان په دې فکر دي چې په ادبي توټو کې عشقي ،حماسي ،ملي ،بزمي ،طنزي او فلسفي مطالب داسې خوندوراوپه زړه پورې ليکل کيږي چې ډېر ژر دلوستونکي په ذهن کې ځاى نيسي او په ډېر خوند اومېنې سره يې لولي ښه بيلګه يې دالفت صاحب نثرونه دي .
       ادبي ټوتې هغه لنډې نثري مرغلرې دي چې په جادوي تار پېل کيږي او ټولنه باندې اغيز پريباسي  .
       ادبي ټوټه هغه فلسفي ،منطقي ،عقيدوي ،تاريخي ،سياسي ټولنيزې او ارزښتمنې خبرې دي ليکو ال سربيره په صنا يعو خپل احساسات او عواطف ورسره يو ځاى کوي دلوستونکي په زړه او ذهن ژوره اغيزه غورځوي .

اد بي را پورتاژ

    راپورتاژ دفرانسوي ژبې کلمه ده په انګريزي کې ورته (                                   ) وايي داچې زمونږ موضوع ادبي راپورتاژ ده نو ادبي راپورتاژ له سفرنامې سره څه ناڅه نږدېوالى لري خو دوواړه يوشى نه دي ځکه چې په سفرنامه کې دسفر ټول حالات ليکل کيږي او په ادبي راپورتاژ کې بيا دسفر له ليدنو کتنو څخه مرتب شوى احساس او برداشت ليکل کيږي .
      په ادبي راپورتاژ کې دپېښې تعبير ،تفسير او تحليل په ادبي او هنري ژبه کيږي اودتخيل په ملتيا يې په خوږه او هنري ژبه خلکو ته وړاندې کوي .
         دراپور تاژ ياادبي راپورتاژ سرچينه هم دنوروادبي اوهنري ليکنو په څېر ديونان نه ده اما په پښتو ادب کې دادبي راپورتاژ ليکنه دروانې عيسوي پېړۍ له درېمې (٣) لسيزې څخه پيل کيږي او دادبي راپورتاژ ونو څو بېلګې دمرحوم عبدالهادي (داوى) په اثر ((ګلخانه)) کې خوندي دي .
      اوپه راوروسته کلو نو کې ادبي راپورتاژ ليکنه عامه شوې او ډېرادبي راپورتاژونه دکتاب په بڼه چاپ شويدي چې دبېلګې په تو ګه دنوازطاير((ناليد ليدلىسوات)) دهميش خليل ((قيداوبند)) اوداسې نور...                              .                  دمشتاق مجروح (يوسفزي ) په ليکنه چې ليکي : د ادب استاذان داخبره کوي چې دخارجېت او داخليت دامتراج نه ادب پيداکيږي .
        په راپور تاژ کې دخارج بيان په داسې انداز کې کولى شي چې د ليکونکي داخليت په کې شامل وي او له دغې وجې عالمانو راپورتاژ ادبي صنف ګڼلى دى . ادبي راپورتاژ لږ لږ ډرامې ته هم نږدې دى ځکه په ادبي راپورتاژ کې لکه دډرامې زمان ،مکان او تاثر هم ساتل کيږي .                                                                     دادبي راپورتاژ توپير له عادي اوژورنالستيکي راپورتاژ سره دادى چې په 
ژورنالستيکي راپورتاژ کې پېښه په عادي توګه انځوريږي اوصرف واقعات بيانوي اما په ادبي راپورتاژ کې ښه تفسير ، تعبير او تحليل په هنري ژبه کيږي اومعنويت په کې زيات وي .


اد بي ليکونه

          ادبي ليکونه چې دهنري نثر د ځانګړي فورم په ډول پېژندل شويدي . ادبي ليکونه هغه ليکونه دي چې په ځانګړې توګه هنري او ادبي بڼه ليکل کيږي 
        په ادبي ليکونو کې يو لړ مهم انتقادي ، سياسي، فلسفي او ادبي مسايل ليکل کيږي خو ژبه يې هنري ادبي او د تخيل رنګ پرې غالب وي له استعارو ، کنايو ، تشبهاتو او نورو ادبي صنعتونو څخه پکې کار اخيستل شوي وي ژبه يې خوږه او د ليکنې طرز يې دومره ښکلى وي چې لوستونکى يې پر لوستنه نه مړيږي 
     په ادبي ليکونو کې مهم اجتماعي ، سياسي ، تاريخي ، اخلاقي ، انتقادي  انتبا هي مسايل په ادبي ژبه انځوريږي .
       ادبي ليکونه هغه ليکونه دي چې د ليکوال لخوا يو چاته يا بل ليکوال ته په داسې الفاظو سره ليکل کيږي چې ډېر خواږه او په زړه پورې وي او د ليکوالۍ پوره مراعت پکې شوى وي .



   اد بي ليکونه اد بپوهانو په د ووه  ډ لګيو و يشلي دي.

١_هغه ليکونه دي چې دفر ضي مخاطب په نوم ليکل کيږي په پښتو کې ددې ډول ليکونو غوره بېلګې دعبدالروف بېنواد(( زړه خواله )) دروغ ليوني ((بي بي نوره)) اوداجمل خټک په (( کچکول )) نومې اثر کې خوندي دي . ٢_هغه ليکونه دي چې په عامه تو ګه داديبانو ،شاغرانو او ليکوالانو تر منځ تبادله کيږي په پښتو کې يې ډېرې ښې بېلګې دامير حمزه شينواري او جغفر اڅکزي تر منځ تبادله شوي ليکونه دي چې د ((انسان او خداى (ج) )) اودمولانه عبدالقادر خطونه چې په کتا بي بڼو خپاره شويدي . او داستادصديق الله رښتين هغه ليکونه چې د ته د مختلفو ځايونو څخه راغلي او ده ترې د ادبي ليکونه په نامه کتاب جوړ کړى .


طنز

  طنز هم د ادبي نثر يو ځانګړى ډول دى چې په ورځنۍ ليکنو کې زيات استعال لري 
        طنز کې د وينا لحن او انداز ډېر زړه پورې او د ټوکو ټکالو په شکل وي او زياتره وخت پکې مسايل سرچينه مطرح کيږي .
       لومړي سر کې خو داسې بريښي چې طنز يوازي د خندا او شوخۍ لپاره دى .مګر وروسته له لوستلو څر ګنديږي چې طنز نه يواځې دا چې ټوکې ټکالې دي بلکې خپل پند او نصيحت پدغه کالب کې ځاى کوي .
     طنز د خپلې اصلي معنا تر څنګ يوه بله نعښتې معنا هم لري .

په طنز کې د ټولنې ،اشخاصو او چاپېر يال د ناوړه سلوک ،غلطو رواجو او منفي کړنلارو يادونه او انتقادي بڼه موجوده وي . د طنز منځپانګه د ژوند واقعتونه دي .

      په زياتو لهجو او ځايونو کې په عامه توګه سره طنز او ټوکه يو له بله سره د (مرکب ) په شکل يا ګډ استعماليږي .
          ولې په حقيقت کې د دواړه کلمې سره فرق لري او بيلې بيلې معنا وې لري . د ټوکو لغوي معنا خندا ده يعنى يوازي د مجلس د خو شۍ او تفريح لپاره ويل کيږي . خو طنز په لاتيني ژبه کې (sature )   د ګډوالي په معنا دى په لرغوني وخت کې به چې کوم اثر انتقادي بڼه درلوده يا به پکې يو چا ته نغوته ( اشاره ) شوې وه .
          دغه ډول اثر ته به (Satura ) يا (Sature ) ويل کيده.
         او هم په انګليسي ژبه کې طنز ته (Satire) ويل کيږي چې د تمسخر ، سکونډلو ، پيغور او په کنايه يوه نيمګړ تيا جوتول يې معنا ده . د ټوکو خلاف په طنز کې د خپريدو اړخ غالب وي .
        پدې برسيره په طنز کې د تمسخر په خلاف د نفرت د جذباتو څرګندونه وي 

د طنز پيژندنه

  د طنز په اړه مختلف نظريات يا تعريفونه شويدي مثلاً لکه :  
   د عبدالرحيم مسلم دوست په ليکنه : 
        طنز په ټولنه کې په يو شخص ،کار ،اړخ ،طرزالعمل ، هئيت او حالت په ټوکو ټوکو کې تنقيد کولو ته ويل کيږي طنز په داسې ټوکو تصوير کشي کوي چې ښکاره د خندا او حقيقت کې د افسوس وړ وي . 
    د بشير دوديال په ليکنه : 
      طنز په لغت کې د مسخره کولو ،پيغور ورکولو ، رنلو او پېښېمانه کولو په معنا دى همدارنګه په نهايت کې په ځانګړي رموز ديوې خبرې پوهولو ته د طنز اصطلاح کارول کيږي په غير مستقيم ډول يوې نيمګړتيا ته ګونې نېولو لپاره هم همدا  نومونه راځي . طنز دبشپړ تيا او تکامل په لوري رغنده ګام ايښودل دي .
د محقق سيد محى الدين هاشمي په نظر :

طنز د عربي کلمه ده چې لغوي معنا يې فرهنګونو ناز او کرشمه ،پيغور ، مسخره کول او سرزنش ښودلې ده او په ادبي اصطلاح د هنري ادب له ژانرونو څخه يو ژانر او د ليکنې ځانګړې لار ده چې اصلي مقصد او هدف پکې ګوتنېونه ( انتقاد ) وي .

ځيني ادبپوهان بيا داسې نظر لري :
١_ طنز په واقعيت کې هغه تر خه خندا ده چې د ټولنې د خلکو په ناوړه اعمالو ،عاداتو ، اخلاقو او افکارو باندې کيږي .
٢_ د طنز يو تعريف چې د ارواپوهنې له پلوه په زړه پورې دى .

وايې : په ورځني ژوند کې په مبالغه اميزه ډول سره د ځينو واقعيتونو بيانول په داسې بڼه چې منطقي حالت يو څه د غير منطقي حالت خواته بوتلل شي لکه : (( له ډېره کبره په هوا ګرځي ))

       چې دا هيڅ منطق نه منې چې څوک دې بي له کومې الې څخه په هوا وګرځي .
نور پوهان بيا داسې وايې :
      په ټولنيز نادودو ،بي لاريو او نور ناوړه چا رچلن او سلوک باندې د ټوکو په جامه کې څه ليکلو او ملنډو وهلو ته طنز ويل کيږي . داچې پدې يو څه يوه شو چې طنز څه ته وايې او د څه لپاره ليکل کيږي . اوس په ادبي طنز کې د ليکنې طريقه له ژورناليستي طنز سره توپېر لري . په ژورنالستيکي طنز کې صرف د يوې ټاکلې دورې پېښې منعکس کيږي نو ځکه يې عمر لنډ وي .
    خو ادبي طنز معين وخت پورې مربوط نه وي او مخاطب يې غام وي او دژوند ټو لو مفاهيمو سره کارلري نو ځکه دتل لپاره په هررازمطبوعاتو کې دخپر ېدوچانس لري  .
      طنز ليکنه هم دنورو ادبي ژانرونو په څېر دشلمې (٢٠)عيسوي پېړۍ په لومړيو کې دودشوې او په افغانستان کې يې پېل کوونکى يا لومړنى ليکوال پوهاند عبدالحى (حبيبي ) ګڼل شويدى چې دلومړي ځل لپاره يې د((طلوع افغان)) په جريده کې چاپ او خپره کړه 

په غربي ادب کې طنز په دووه ډوله دى : ١_ مستقيم : په مستقيم طنز کې خبرې کوونکى لومړنى شخص دى چې ممکن په مستقيمه توګه له لوستونکي سره خبرې وکړي او يا د بل چا په وسيله په اثر کې مطرح او اصطلاحاً يې حريف بولي .

 ٢_ غير مستقيم طنز : غير مستقيم طنز هغه دى چې دا ثر قهرمان يا قهرمانان خپل ځان خپلې کړنې او اعمال ريشخند وي تمسخر پرې کوي . 

خاکه په انګريزي کې ورته سکيج (Sketch ) په پښتو او اردو کې ورته خاکه وايې .

       د خاکې لغوي معنا لومړنۍ نقشه ده .ولې دلته د خاکې څخه زمونږ مطلب په الفاظو کې د يوه تصوير ادا کولو دي .
       په ادبي اصطلاح کې خاکه هغه ليکنه يا مضمون دى چې د يوه شخصيت کامل تاثير وړاندې کړي پدې توګه سره هغې ته د يوه شخص قلمي تصوير او انځور هم ويلاى شو . 
     په خاکه کې د شخصيت تفصيلي حالات ،پېښې ، د هغه کارنامې ،فتوحات او داسې نورو يادونه نه کيږي بلکه د يوې پېښې د لنډې يادونې څخه د شخصيت کوم خاص اړخ نړيوالو ته وړاندې کيږي په خاکه کې د يو شخص د ښيګڼو سره سره د هغه شخص نيمګړتيا وو څخه هم يادونه يا خبرې کيږي . ولې خاکه يو څه غير رسمي وي .
           خاکه ليکونکي له پکار دي چې ځان بي طرفه وښايې که چيرته خاکه ليکونکى بي طرفه نه وي نو هغه به پخپله خاکه  کې هغه شخصيت هغسې ونه ښايې لکه څنګه چې شخص دى .
          که يواځي په خاکه کې د شخص ښه والى بيان شي نو دا به خاکه نه بلکه مدحيه مضمون او که يواځې دشخص نيمګړتيايا بدي بيان نو دا هجو يا تحقير وبلل شي په خاکه کې دټولو نه ګران او مشکل کار هم دادى نو خاکه يو داسې مضمون ته وئيلى شو چې په هغې کې ديو شخص دشخصېت اهم اړخونه په لنډ ډول سره په ډېره ادبي ژبه کې بيانولى شي . 

په غوره خاکه کې ديو شخص بنيادي او اساسي ټکېو له مزاج ،دهغه طبع ،دفکر او عمل اندازه او دشخصېت دمختلفو اړخونو پيژندنه کيږي لنډيز او جامعېت دخاکې لېکنې په زړه پورې او اساسي ټکى دى .

        خاکه ليکنه دشخصېت مختلف اړخونه په پوره سليقي سره راخلي دبريالۍ يا کاميابې خاکې ليکنې لپاره دبيان په پوره قووت برسېره دانساني 

نفسياتو ژوره کتنه او دژوند دډول ډول اړخو نو پراخه مطالعه ډيره ضروري ده له همدې کبله خاکه ليکنه دهغه پل صراط څخه چې تر وزرو نرى او تر تورې تيره دى تيريدنه ده .

       خاکه ليکنه دبيوګرافي ليکنې يو شکل دى ولې دبيوګرافي ليکنې څخه دفن له مخې ډېره سخته ،نازکه او توپير لرونکې ده .
       دبيوګرافي ليکنې اوصول ټاکلي دي ددغو اوصولو او قوانينو په رڼا کې د بيوګرافي ليکنې مواد په يو خاص ترتيب سره وړاندې کيږي .
       خاکه ليکونکي ته دبيو ګرافي ليکونکي په خلاف دشخصيت دولادت څخه بيا تر مړينې پورې دژوند تولو حالاتو پر له پسې بيانولو ضرورت نشته .                    دبيوګرافي ليکنې مزاج کره او علمي وي ولې په خاکه کې دتازه والي يوه لړۍ روانه وي .


اوتوبيوګرافي ((اتوبيوګرافي ))

    اوتوبيو ګرافي د خپل ژوند د احوال او واقعاتو بيان ته ويل کيږي .                 په فرهنګ عميد کې راغلي : (( شرح حالي که خود شخص بنوسيد )) (( د خپل ځان په اړه شرحه ورکول يا د خپل ځان په اړه معلومات ليکل)) او اوتو بيو ګرافي يوازې د ژوند احوال او د واقعاتو يوه هسې چټې مجموعه نه ده بلکې د ليکونکي د پېښو داخلي کيفيتونه ، د زړه احساس ،شخصي او عملي تجربې ، دژوند احساساتي اړخونه او په مجموعې ډول د ژوند په برخه کې د هغه د نظر ترجماني کوي .
          مصنف ځينې وختونه د هغو سياسي ، اقتصادي او ټولنيز عواملو يادونه چې کله نا کله يې په ده باندې اثر اچوي هغه اثرات چې دنوموړي د ژوند د يوي  خاص لوري په ټاکلو کې يې مهم رول لري لوبولى وي په اوتو بيوګرافۍ کې له قلمه نه غورځي او يادونه يې کيږي . 
         ليکوال د خپلې خوښې ، طبعي او تفکر د ډول سره سم په اوتو بيوګرافي کې ځينې اړخونه څرګندوي . او تو بيوګرفي د مختلفو اهدافو او مقاصدو لپاره ليکل کيږي . د اکثره ليکوالو اهداف او مقاصد اصلاحي او اخلاقي وي . او هم غواړي چې نړيوالو ته خپلې تجربې او مشاهدې وړاندې کړي .
           ځينې اوتوبيوګرافۍ يوازې د يوه يادګار او دلچسپۍ په خاطر ليکل کيږي . اوتو بيوګرافي دڅو خواو نه ډېره غوره او په زړه پورې ده کله کله اوتو بيوګرافي د داستان ، ناول او لنډې کيسې څخه هم خوږه او په زړه پورې وي .
         خو دځېنو ليکوالوپه عقيده يوه غوره اوتو بيوګرافي ليکنه هغه ده چې دکومې سترې دعواڅخه پرته دژوند په ساده حالاتو ليکل شوې وي .
        په همدې لحاظ اوتوبيوګرافي ليکنه مختلف ډولونه لري .داوتو بيوګرافي ليکنې او بيوګرافي ليکنې توپير دادى چې بيو ګرافيکه ليکنه ديو شخص يا شخصېت دژوند مفصل او بشپړ انځوروي دتنقيد او تبصرې څخه هم کار اخلي. بيوګرافي ليکونکى يو بې طرفه مبصر هم کيداى شي خو اوتوبيوګرافي ليکونکي ته بيا زياتې ستونزې په مخ کې يرتې دي .اوتوبيوګرافي ليکونکي ته ضرور نه دي چې دشخصېت پوره احاطه د ې وکړي اوتوبيوګرافي ليکونکى شائيددژوند يو اړخ او يا څو محدود اړخونه وړانې کړي .
        د اوتوبيوګرافې ليکنې په ذريعه يو خاص ، ماحول او چاپير يال په زياته ښه توګه پېژندل کيږي ديو بيوګرافي ليکونکي لپاره تر ټولو ارزښتاکه او د مستندوموادو خيثيت لري . د ادبي نقطې له نظره د يوې غوره اوتوبيوګرافۍ د لوستلوڅخه مونږ د خوند اخستلو په څنګ کې  په تاريخ ، سياست ، اخلاقو ،روحياتو ،کلتور او راشه درشه باندې هم حاکميت پيدا کوو .
       

بيوګرافي ليکنه

       دا هم د ادبي يا هنري نثر يو ډول دى . چې په اصل کې د مقالې ليکنې يو شکل دى . بيوګرافي ليکنه د ادب هغه برخه ده چې په هغې کې د يو تن د زيږيدو څخه بيا تر مړينې پورې ټولې پېښې د ذهني او عقلي ودې مختلف مراحل او همدارنګه دده د ځانګړې کارنامې او داسې نورې پېښې په تفصيل سره بيانيږي .
         په بيوګرافۍ کې دا ضروري نه ده چې شخص دې حتماً د جګړې قهرمان ،قوي حکمران ، مشهور اديب ، غوره سياست پوه او يا داسې نور وي .
      اما داسې شخص هم کيداى شي چې غير له دغه کارنامو او نوم ورکى  شخص وي د بيوګرافۍ ليکنې موضوع وګرځي ځکه سمه بيوګرافي ليکنه د يو شخص يا معمولي شخص غوره عکاسي او د سفرونو ثبتوونه د يوه لوى شخص ،عالم پوه دلچسۍ باعث کيداى شي په بيوګرافۍ ليکنه کې د تاريخي شخصيتونه راتلاى شي له همدې کبله بيوګرافي ليکنه هم په حقيقت کې يو ډول تاريخ هم دى .


دتاريخ بنسټ په پېښو سره ولاړ وي .

        غوره بيوګرافي ليکنه يو فني او تخليقي کار او عمل دى .داډول بيوګرافي ليکنه څه اسان کار نه دى بيوګرافي ليکونکى د ډېرو مشکلاتو ،ستونزو او ازمايښتونو سره مخامخ کيږي بيوګرافي ليکوونکي ته په کار دي چې د بې ځايه ګوتو نيولو او عيبونو په پلټلو لاس پورې نه کړي  په بيوګرافۍ کې نيمګړتياوي پيدا کيږي او بيوګرافۍ ته تاوان رسيږي بيوګرافۍ ليکونکى بايد صادق او بې طرفه وي په ليکنه کې د عدالت څخه کار واخلي د يو هيرو يا شخص ښې او بدې خواوي دې په منصفانه توګه سره بيان کړي  څومره چې د ښېګڼې په بيانولو سره مبالغې پرهيز او لرې والى ضرزري دى په همدغه اندازه په نيمګړتيا وو باندې پرده اچول هم مناسب ندي . په بيوګرافۍ ليکنه کې غوره دا ده چې ليکوال د بي ځايه اوږدوالي څخه ځان وژغوري . غوره بيوګرافي ليکونکى تل نويو او وتليو اصولو څخه کار اخلي بيوګرافي ليکونکي ته نه ښايې چې د ځانه مبلغ او واعظ جوړ کړي دا ځکه چې دا ډول ليکنه  د ده اصلي دنده نده .


سفر نامه

     سفرنامه هم يو ادبي صنف دى چې زياتره د مشاهدې سره تعلق لري او د تخليق عنصر پکې ډېر کم وي  .
      په سفر نامه کې ټول هغه واقعات او حالات بيانول کيږي  چې د ليکوال ( سفر کوونکي ) لخوا ليدل شوي وي د سفر نامې د ليکلو لپاره لومړنى شرط سفر کول دي هغه سفر چې سفر کوونکى ( سيلانى ) يې خالص د سيل او تفريح لپاره کوي دغه سفر کوونکى سفر نامه نه شي ليکلى  ځکه چې عامه سفر کوونکي د يو اهم هدف او مقصد لپاره ځي چې دا له هغه نا اشنا ځايونو او منظرو څخه هيڅ خوند نشي اخيستى . 
       دغه ځايونه د يو سيلاني لپاره او دغه خلق نا اشنا او عجيب وي  ددغې نا اشنا ځايونو او د خلقو ليدل دسيلاني تجسس ورسره راغواړي دغه هر څه چې دايې وينې او خوند تري اخلي همغسې نورو ته بيانوي چې سفر نامه په بيانونکيو صنفونو کې شمېرلى شو .
            د سفرنامې په اړه کشاف نتقيدي صېب وايې :   
  يو سيلاني چې د خپل جغرافيايې چاپېر يال نه ووځي او بل ځاى ته ورسي هلته څه څيزونه د ده د مانوس چاپېريال نه د اختلاف په وجه او د اختلاف معاشرت په وجه د ده دلچسپي او حيرانتيا باعث شي او د هغه خبرې چې په دواړو چاپېريالونوکې يو شان والى لري هغه هم د اشتراک په وجه د ده لپاره خوندورې وي هغه سيلاني دا خبرې د نورو خپلو وطنوالو لپاره ليکي دغه ليک ته په ادب کې سفرنامه وايې .
             په سفرنامه کې د ليدل شوو ځايونو د جغرافيوي موقعيت نه علاوه د هغه ځاى د خلکو د ژوند ژواک ، دطور طريقو ، د هغوۍ د عاداتونو او خصلتونو ،د هغه ځاى د اب و هوا ، د هغه ځاى د قدرتي منظرو ،د هغه وطن د ميوو او بوټو په هکله معلومات ورکولى شي . 
      د هغه وطن تاريخي اهميت او د لارې متعلق معلومات يو سفرنامه ليکونکى لوستونکو ته ورکوي .
دسفر نامې خصوصيت : 
  د يو وطن جغرافيوي موقعيت يا اړخ سفر کوونکى زيات ځان ته راکاږي  او هغه د جماداتو ،نباتاتو او حيواناتو په مختلفو قسمونو معلومولو او ليدلو کې يوه خوشالي محسوس کوي او بيا د دغې اظهار په ادبي انداز کې نورو ته وړاندې کوي .
           کشاف تنقيدي صېب وايې چې ښه سفر نامه هغه ده چې په هغې کې د مشاهدې ژوروالى ، د ثقافتي مطالعې چل د اختلاف باوجود د انسانيت د بنيادي يوالي شعور ، دغير او اجنبي ملکونو او ښاريو د ژوند داسې صحيح پېژندګلو شامله وي چې پکې صداقت وي او د لوستونکو لپاره دلچسپه ،خيال انګيزه او بصيرت افروزه وي . لنډه داچې سفر نامه تش د ليدلو کتلو ځايونو ذکر ته نشي ويل کيداى تر کومې چې پکې د ليکوال تخيل شامل شوى نه وي مطلب  داچې په سفر نامه کې د ليدلو کتلو څيزونو د هغې وطن د آب و هوا د هغې وطن د جغرافيايې ذکر په ادبي الفاظو کې رانغښتل د خپلو داخلي کيفياتو ،احساساتو او قلبي وارداتو سره بيانولو ته سفرنامه وئيلى شو .

ژباړه ( ترجمه )

    ژباړه په خپل ذات کې يو هنر دى چې نن ورځ يې ډېر پرمختګ کړيدى . ژباړه نه د يوې ژبې پرمختګ او علمي ذخيرو زياتولو او غني کولو په برخه کې پوره اهميت لري ژباړه د ترجمې مفغن شکل دى .

(( ترجمه )) چې عربي کلمه ده لغوي معنا يې اړول او نقلول دي او په ادبي اصطلاح له يوې ژبي څخه بلې ژبې ته د مفاهمو ، معناو او مطالبو اړولو او ليږدولو ته ترجمه يا د ترجمې فن وايې .

           د نړۍ پر مخ ولسونه او ملتو نه د ذهني او مادي ودې له مخې په بېلا بېلو پوړونو کې واقع دي ځينې ډېر پرمختللي ،ځينې د پرمختګ په حال کې او ځينې د بېلا بېلو عواملو له مخې له دغه کاروانه ډېروروسته پاتي دي د يادونې وړ پرمختګ او وده يې نده کړې . 

په ژباړې سره د هيوادونو ،ولسونو او ملتونو تر منځ اشنايې پيداکيږي همدارنګه په دغه ذريعه فکرونه يو او بل ته انتقاليږي .

      او دولسونو تر منځ معنوي ارتباط او پېژندګلوي ټينګيږي . هغه هيوادونه چې په ذهني او فکري لحاظ ورويته پاتي دي او غواړي چې په عقيدوي ، فکري او علمي لحاظ د هغو هيوادونو پيروي وکړي چې په دغو ساحو کې پر مخ تللي دي  نو لازمه ده چې لومړى د هغو هيوادونو ژبه زده کړي  او د هغوى په هر اړخيزه برخه ځان پوه کړي .
      که چيرې ژباړونکى په دوواړو ( ٢ )  ژبو کې پوره مهارت ، لياقت او پوهه ونلري او د دوواړو ( ٢ ) ژبو د بيان په طريقو ،لفظي او معنوي ښيګڼو ، اصطلاحاتو ،تشبيهاتو او تر ترجمې لاندې نثري يا شعري اثر په اصله موضوع باندې پوره خبر نه وي . نو پدې صورت کې يې په ژباړه کې برياليتوب نشي تر لاسه کولاى . بريالى ژباړونکى هغه څوک دى چې د يوه اثر په اصل روح باندې ځان پوه کړي او د هغه غوره مفهوم خپلې ژبي ته راواړوي . 
   د محى الدين (( هاشمي )) په ليکنه ژباړه په عمومي توګه په دووه (٢) ډوله ده 

١_ ازاده ژباړه ٢_ ميخانيکي يا ټکي پر ټکي ژباړه . د ښې ژباړې حصوصيت ١_ تر ټولو مهمه ځانګړنه دا ده چې د ژبي له محاورې سره برابره وي . ٢_ د ښې ژباړنې يوه علمي ځانګړنه دا ده چې د معنا او محتوا له مخې له اصل سره سمه وي . ٣_ د ژباړې ژبه بايد ساده ،اسانه او روانه وي .داسې چې لوستونکى ترې پوره مطلب په اسانۍ سره واخيستلى شي . ٤_ په ژباړه کې بايد اصلي مطلب ټول راشي او لوستونکى پرې د ژباړې ګومان ونکړي بلکې د خپلې ژبي مضمون ورته ښکاره شي .


نتيجه ((پايله )) دا چې دلسانس بشپړيدو په خاطر هر يو محصل دفراعت سره سم يوه ليکنه چې مونوګراف بلل کيږي ليکي ادارې او يا دپوهنځي مديريت ته يې سپاري .

       نو ماهم په خپل وار سره دغه لومړنۍ ليکنه وکړه چې ددې ليکنې موضوع وه ادبي ژانرونه (ادبي((هنري )) نثرډولونه ) تر خپلې وسې مې پکې څيړنه وکړه تاسو قدرمنو ته يې وړاندې کووم .
         له ټولو هغه ملګرو څخه منندوۍ او د زړه له تله راضي يم چې ماته يې د مطالعې لپاره کتابونه را کړي ما ترې مطالعه او هم د ماخذ په توګه استفاده کړې.  يو ځل بيا يادونه کوم چې دا  زما لومړنۍ ليکنه وه که هر څومره نيمګړتيا لري نو ډېره زياته بخښنه غواړم .
   په پاى کې  الله تعالى دې مونږ او تاسې ته توان او قدرت راکړي چې همدا شان دوامداره او په زړه پورې ليکنې وکړو . 

والسلام ومن الله التوفيق . په درنښت . محمدطوفان ( بهار ) . ماخذونه ليکوال . کتاب . کال ١_ هاشمي سيد محى الدين ادب پوهنه ( ١٣٨١هـ) ٢_ حبيبي عبدالحى پښتو ادبياتو تاريخ ( لومړى او دويم ټوک ) ( ١٣٨٤ هـ) ٣_رضا افضل ډرامه دريم چاپ ( ١٩٩٥ ع ) ٤_ رښتين صديق الله ادب تاريخ ( ١٣٢٥ هـ ) ٥_ کارګر سيد محمود د هيواد ادبيات ( ) ٦_ ځدران عبدالرحيم ادبي ژانرونه ( ژباړه ) ( ١٣٨٥ هـ ) ٧ _ نيازى سنګر وال شهسوار د ډرامې تاريخ او فن په لره او بره پښتونخواکې (١٣٧١) ٨_ هاشمي سيد محى الدين ليکوالۍ فن دويم چاپ ( ١٣٨٣ هـ) ٩_ شينوارى دوست د ادب تيورۍ اساسونه ( ١٣٦٥ هـ ) ١٠_ زړن جانس د يونان لرغوني ادب لومړۍ دوره (١٣٨٢هـ) ١١_ زيور زيورالدين د پښتو ادبياتو تاريخ اوسنۍ دوره ( ١٣٨٥هـ) ١٢_ سپرلى اجمل لنډې کيسې به څنګه ليکو ( ) ١٣_ عميد حسن فرهنګ عميد (١٣٥٨ هـ ) ١٤_ مسلم دوست عبدالرحيم خوږه ژبه ( ١٣٨٦هـ) ١٥ _ يوسفزى مجروح مشتاق زرکاڼى دويم ټوک ( ١٩٩٨ ع ) ١٦ _دوديال بشير دخريدارۍ هيئت د طنزونو مجموعه ( ١٣٨٥هـ) ١٧_اعظم محمد اعظم پښتو افسانه تحقيق او تنقيد ( ١٩٦٧ ع ) ١٨_ خټک فضل مير فضليات ( د پښتو ادبي اصطلاحات ( ١٩٩٩ع ) ١٩_ سيدي سيد نظيم لنډه کيسه او ادبي ټوټه ( ١٣٨٦هـ ) مراعات په کې نه کېږي. لوی لوی مضمونونه او مطلبونه په کې ځائیـــږ ي.