لئونید برژنف
برژنف د روسیې سترواکۍ ته اړوند د یکاترینوسلاو ایالت د کامیانسکوی ښار ګوټي (اوس مهال د اوکراین کامیانسکه سیمه ده) په یوه کارګري کورنۍ کې وزېږېد. د اکتوبر د انقلاب د پایلو وروسته چې له امله یې شوروي اتحاد رامنځته شو؛ برژنف په ۱۹۲۳ زکال کې د کمونیست ګوند د ځوانانو له څانګې سره یوځای شو او په ۱۹۲۹ زکال کې یې د ګوند رسمي غړیتوب ترلاسه کړ. هغه مهال چې نازي جرمني د ۱۹۴۱ زکال په جون میاشت کې په شوروي اتحاد برید وکړ، نوموړی د کمیسار په توګه له سره پوځ سره مل او د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې په ډېرې چټکۍ سره تر تورن جنرالۍ رتبې ورسېد. د جګړې له پای ته رسېدو وروسته یې په ۱۹۵۲ زکال کې د ګوند مرکزي کمېټې ته لار ومونده او تر ۱۹۵۷ زکال پورې یې د سیاسي دفتر بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ. په ۱۹۶۴ زکال کې هغه بشپړه وړتیا ومونده څو د شوروي اتحاد په کمونیست ګوند کې د لومړي منشي په توګه د نیکتیا خروشچف ځای چې په هېواد کې تر ټولو پیاوړی ځایګی و، ونیسي. هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال له محافظه کارانه او عملګرا چلن څخه په کار اخیستو په نړیوال ډګر کې د شوروي اتحاد ځایګی لوړ کړ او ورته مهال یې په کور دننه هم د حاکم ګوند ځایګی تثبیت کړ. په داسې حال کې چې خروشچف تر ډېره پوره د سیاسي دفتر له غړو سره له مشورې پرته سیاستونه ټاکل، خو برژنف بیا د اجماع له لارې د پرېکړو په کولو سره هڅه کوله د ګوند په رهبرۍ کې د نظر اختلافات تر ټولو ټیټې کچې ته ورسوي. په داسې حال کې چې نوموړي د سړې جګړې د دوه پیاوړ هېوادونو ترمنځ د اندېښنو په راکمولو فشار راوړ، خو له متحده ایالاتو سره یې د برابرۍ په موخه اټومي وسلو ته لاسرسی وموند او په مرکزي او ختیځه اروپا باندې یې د شوروي اتحاد برلاسۍ ته کار وکړ. ورته مهال د برژنف تر رهبرۍ لاندې په پریمانه کچه وسلې جوړې شوې او همدارنګه یې په پام وړ توګه له هېواده بهر د شوروي اتحاد نفوذ (په ځانګړې توګه په منځني ختیځ او افریقا کې) ته پراختیا ورکړه؛ خو دغه هڅې لګښتنمې وې او په راتلونکو کلونو کې یې د شوروي اتحاد پر اقتصاد فشار راوړ. برعکس، سیاسي اصلاحاتو ته د برژنف نه پام د ټولنیز زوال د دورې پیل و چې د برژنف د رکود دوره ورته ویل کېږي. د پراخ فساد او اقتصادي ودې له راکمښت سربېره دغه دوره د شوري اتحاد او متحده ایالاتو ترمنځ د مخ پر ودې ټکنالوژیکي درز په رامنځته کېدو سره ځانګړې کېږي. میخایل ګورباچوف په ۱۹۸۵ زکال کې واک ته له رسېدو وروسته د برژنف دولت د هغو د نه موثریت او د لیبرال کېدو په موخه په سیاستونو کې د انعطاف د نه منلو له امله وغانده. له ۱۹۷۵ زکال وروسته د برژنف روغتیا په چټکۍ سره خرابه شوه او په مخ پر زیاتېدونکي ډول له نړیوالو چارو څخه پر شا شو؛ په داسې حال کې چې ځان یې په واک کې وساته. نوموړی د ۱۹۸۲ زکال د نومبر په ۱۰ مه ومړ او یوري اندروپوف یې پر ځای د ګوند عمومي منشي شو. بهرني او دفاعي سیاستونه[سمول]د شوروي اتحاد د رهبر په توګه د برژنف د واکمنۍ د اتلس کلنې دورې پر مهال د بهرني سیاست په برخه کې د نوموړي پام وړ نوښت د ترینګلیتاو راکمول و. د برژنف بهرنيو سیاستونو په داسې حال چې د خروشچف له خوا د فشار کمولو له دورې سره ورته والی درلود خو له هغو سره یې له دوه اړخونو توپیر درلود. لومړی دا چې موخې یې جامعې او پراخې و چې د وسلو د کنټرول، له ناورین څخه د مخینوي، د لویدیځ او ختیځ د سوداګرۍ، د اروپا د امنیت او بشري حقونو اړوند هوکړې په کې شاملې وې. دویم دا چې دغه سیاستونه له نظامي پلوه د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو د مساوي کېدو په موخه و. د برژنف د واکمنۍ پر مهال له ۱۹۶۵ زکال څخه تر ۱۹۷۰ زکال پورې د شوروي اتحاد دفاعي لګښتونو ۴۰ سلنه زیاتوالی وموند او له هغه وروسته یې په کلني ډول هم وده لرله. په ۱۹۸۲ زکال کې د برژنف د مړینې پر مهال د شوروي اتحاد د ناخالصو ملي تولیداتو ۱۲ سلنه په پوځ لګول کېده. [۱۵] د مسکو ناستې په پایله کې چې په ۱۹۷۲ زکال کې وشوه برژنف او د متحده ایالاتو ولسمشر ریچارډ نکسون د سالټ لومړۍ هوکړه لاسلیک کړه. د دغې هوکړې لومړۍ برخې په دواړو خواوو باندې د اټومي توغندیو په تولید کې یو لړ محدودیتونه ولګول. دویمې برخې یې، یا د بالیستیک ضد توغندیو هوکړې دواړه لوري د داسې سیسټمونو له طراحۍ منع کړل چې توغندي تعقیب او شنډ کړي څو نه متحده ایالات او نه هم شوروي اتحاد دا جرائت وکړي له اټومي برید څخه له ویرې پرته په یو بل ګذار وکړي. [۱۶][۱۷][۱۸] د ۱۹۷۰ مې لسیزې په نیمايي کې څرګنده شوه چې د شوروي اتحاد پر وړاندې د هنري کیسینجر د اندېښنو له منځه وړونکي سیاستونه له ماتې سره په مخ کېدو دي. دغه سیاستونه په دې فرضیه ولاړ و چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه اړیکه وموندل شي؛ متحده ایالاتو همدې ته تمه لرله چې د سالټ لومړۍ هوکړه او د شوروي او متحده ایالاتو د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی به د دریمې نړۍ په هېوادونو کې د کمونېزم تهاجمي وده ودروي. خو دغسې وه نه شول او برژنف په دوامداره توګه له هغو کمونیست چریکانو سره مرسته کوله چې په ویتنام جګړه کې یې د متحده ایالاتو پر وړاندې جګړه کوله. [۱۹] هغه مهال چې جرالفورډ په ولسمشریزو ټاکنو کې د جیمي کارتر پر وړاندې ماتې وخوړه، د امریکا بهرنيو سیستونو د کلماتو له مخې د شوروي اتحاد او کمونیستي نړۍ پر وړاندې مقابله کوونکی لوری وموند؛ په داسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې د ځپونکو کمونیست ضد دولتونو او بنسټونو سره د مالي مرستو د درولو هڅې هم وشوې. ورته مهال د کارتر د ولسمشرۍ په پیل کې د ټولو دفاعي نوښتونو د کمښت غوښتنې شتون درلود خو د ولسمشرۍ په وروستیو کلونو کې یې د متحده ایالاتو د پوځ لګښتونه زیات شول. هغه مهال چې په ۱۹۷۹ زکال کې برژنف په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د برید اجازه ورکړه، کارتر د خپل ملي امنیت د سلاکار زبیګنیو برژینسکي په مشوره دغه برید وغانده او هغه یې له ۱۹۴۵ زکال وروسته د سولې لپاره تر ټولو جدي ګواښ وباله. متحده ایالاتو شوروي اتحاد ته د غلاتو ټول صادرات ودرول او په ۱۹۸۰ زکال کې یې په مسکو کې د اوړي د المپیک سیالۍ تحریم کړې. په غبرګون یې شوروي اتحاد په ۱۹۸۴ زکال کې په لاس انجلس کې ترسره کېدونې د اوړي المپیک سیالۍ تحریم کړې. [۲۰][۲۰][۲۱] د برژنف د حکومتولۍ پر مهال شوروي اتحاد له متحده ایالاتو سره په اړیکو کې د خپل سیاسي او ستراتیژیک ځواک اوج ته ورسېد. په پایله کې د سالټ د لومړۍ هوکړې له مخې دواړه لوري د لومړي ځل لپاره په سړه جګړه کې د اټومي وسلو برابرۍ ته ورسېدل. له دې سربېره برژنف د هلسینکي د هوکړې په مذاکراتو کې وتوانېد په مرکزي او ختیځه اروپا باندې د شوروي د واکمنۍ مشروعیت تضیمن کړي. ورته مهال د ویتنام د خلکو له پوځ سره د شوروي اتحاد کلونو مرستې هغه مهال نتیجه ورکړه چې په جګړه کې د متحده ایالاتو د ځواکونو روحیه له منځه ولاړه او متحده ایالات اړ شول تر ۱۹۷۳ زکال پورې خپل ټول سرتېري له ویتنام څخه وباسي، په دې ترتیب سره یې دوه کاله وروسته دې ته لار پرانیسته چې ویتنام د شوروي اتحاد تر حاکمیت لاندې راشي. [۲۲][۲۳] سرچينې[سمول] |
- ↑ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Leonid-Ilich-Brezhnev — subject named as: Leonid Brezhnev — د نشر نېټه: ۳ سپټمبر ۲۰۱۹ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/breschnew-leonid-iljitsch — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/breschnew-leonid-iljitsch — subject named as: Leonid Breschnew — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000009134 — subject named as: Leonid I. Breschnew — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ پیوستون : 118515136 — د نشر نېټه: ۴ مې ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Leonid-Ilich-Brezhnev — subject named as: Leonid Brezhnev — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w66t21bm — subject named as: Leonid Brezhnev — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8143 — subject named as: Leonid Ilyich Brezhnev — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ subject named as: Leonid Iljitsch Breschnew — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/eb1d11613b0d4334aaabd159ca1f1da3 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ https://cs.isabart.org/person/69554 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ http://www.jstor.org/stable/653359
- ↑ http://journals.cambridge.org/article_S0020743813001025
- ↑ http://www.tandfonline.com/doi/pdf/10.1080/01636607809477384
- ↑ "Profile of Leonid Brezhnev". An Encyclopedic Dictionary of Conflict and Conflict Resolution, 1945-1996, via Google Books.
- ↑ Bacon او Sandle 2002، ص. 90.
- ↑ "SALT 1". Department of State. د لاسرسينېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Axelrod, Alan (2009). The Real History of the Cold War A New Look at the Past. Sterling Publishing Co., Inc. د کتاب پاڼې 380. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4027-6302-1. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Foner, Eric (1 February 2012). Give Me Liberty!: An American History (الطبعة 3). W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼې 815. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0393935530. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ McCauley 2008، ص. 75.
- ↑ ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ McCauley 2008، ص. 77.
- ↑ McCauley 2008، ص. 76.
- ↑ "The President". Richard Nixon Presidential Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اگسټ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسينېټه ۱۱ مې ۲۰۱۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Hiden، Made او Smith 2008، ص. 209.
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1982م وفاتونه
- 10 نومبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د خاصيت کارولو پاڼې P551
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P737
- د خاصيت کارولو پاڼې P945
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P607
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P227