ختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دویمې نړیوالې جګړې ختیځه جبهه د شوروي اتحاد، پولنډ او د هغوی د نورو متحدینو پر وړاندې د اروپايي محور ځواکونو د جګړې صحنه وه چې د ۱۹۴۱ زکال د جون له ۲۲مې نېټې څخه د ۱۹۴۵ زکال د مۍ تر ۹مې نېټې پورې په کې مرکزي اروپا، ختیځه اروپا، شمال ختیځه اروپا (بالتیک هېوادونه) او سویل ختیځه اروپا (بالکان هېوادونه) رانغښتې وه. په دویمه نړیواله جګړه کې د وژل شوو ۷۰ – ۸۵ میلیونو وګړو څخه شاوخوا ۳۰ میلیونه یې ختیځې جبهې ته اړوند وو چې ۹ میلیونه ماشومان هم په کې شامل وو. ختیځې جبهې د دویمې نړیوالې جګړې د اروپايي عملیاتو د صحنې د پایلو په ټاکلو کې تعین کوونکی رول درلود او بالاخره یې د نازي جرمني او محور هېوادونو د ماتې د اصلي لامل په توګه عمل وکړ. [۱][۲][۳]

د ختیځې جبهې جګړه په شوروي اتحاد کې د لویې وطن پالې جګړې په توګه پېژندل کېږي – او اوس هم د هغو په ځای ناستو هېوادونو کې ورته همدغه نوم کارول کېږي په داسې حال کې چې په نږدې ټولو نورو هېوادونو کې ورته د ختیځې جبهې نوم کارول کېږي. نن ورځ په جرمنۍ تاریخ لیکنه کې ورته په معمول ډول د جرمني – شوروي د جګړې نوم کارول کېږي.

د دویمې نړیوالې جګړې په اډانه کې د ختیځې جبهې جګړې په تاریخي کچه تر ټولو لویې جګړې وې. د ختیځې جبهې د جګړې په ځانګړنو کې په پریمانه او په بې مخینې کچې وژنې او وحشي ګرۍ، پریمانه ویجاړۍ، ټولیز تبعیدونه، بې شمېره ځاني تلفات، لوږه، د ناروغیو رامنځته کېدل او عام وژنې شاملېږي. په ختیځه جبهه کې دوه اصلي دښمنان شوروي اتحاد او نازي جرمني و چې په خوا کې یې دواړو خواوو ته متحدینو هم شتون درلود. په داسې حال کې چې متحده ایالاتو او بریتانیا هېڅکله ختیځې جبهې ته سرتیري وه نه لېږل خو د پور او اجارې (Lend-Lease) د لایحې په اډانه کې یې له شوروي اتحاد څخه پریمانه سمندري او هوايي ملاتړ وکړ او همدارنګه یې ورته تجهیزات لېږل. [۴]

مخینه[سمول]

جرمني او شوروي اتحاد د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ زکال) د پایلو له امله له یو بل څخه ناخوښه وو. شوروي روسیې د بریسټ لیتوفسک (مارچ ۱۹۱۸ زکال) د هوکړې له امله په ختیځه اروپا کې وروسته له هغه ګڼ شمېر ځمکې له لاسه ورکړې چې د پټروګراد بلشویکانو د جرمني غوښتونو ته غاړه کېښوده او په دې سره یې د پولنډ، لیتوانیا، استونیا، لتویا، فنلنډ او نورو برخو واک مرکزي ځواکونو ته وسپاره. وروسته له هغه چې جرمني د ۱۹۱۸ زکال په نومبر میاشت کې د متفقینو ځواکونو ته تسلیم شو او دغه قلمرونه په ۱۹۱۹ زکال کې د وارسا په ماڼۍ کې د پاریس د سولې د کنفرانس پر مټ په خپلواکو هېوادونو واوښتل، شوروي روسیه د کورنۍ جګړې په درشل کې وه او متفقینو هم د هغو بلشویکي حکومت په رسمیت وه نه پېژاند؛ همدا و چې په دغه غونډه کې د شوروي روسیې استازي ونډه نه لرله. [۵]

اډولف هېټلر د ۱۹۳۹ زکال د اګست په ۱۱ مه په شوروي اتحاد باندې د برید اړوند خپل هوډ د ملتونو د ټولنې کمیشنر، کارل جاکوب بورکهارت ته ویلی و او څرګنده کړې یې وه چې:

هره چاره چې ترسره کوم د روسانو پر ضد ده. که چېرې لویدیځ دومره احمق او ړوند وي چې نشي کولای دا درک کړي، نو زه به اړ شم څو له روسانو سره هوکړې ته ورسېږم، لویدیځ مات کړم او د هغوی له ماتولو وروسته بېرته د خپلو ټولو ځواکونو سره د شوروي اتحاد مقابلې ته ودانګم. زه اوکراین ته اړتیا لرم څو شوروي ونشي کولای موږ له لوږې مړه کړي، هماغه ډول چې په تېره جګړه کې وشول. [۶]

د مولوتوف – ریبنتوپ تړون چې د ۱۹۳۹ زکال په اګست میاشت کې لاسلیک شو د جرمني او شوروي اتحاد ترمنځ په یو بل باندې د برید نه کولو تړون و. په دغه تړون کې یو پټ پروتوکول شامل و چې موخه یې د لومړۍ نړیوالې جګړې له مهال وړاندې د جرمني او شوروي اتحاد ترمنځ پخوا ویشل شوي وضعیت ته د مرکزي اروپا ګرځول وو. د دغو پر مټ فنلنډ، استونیا، لیتوانیا، لتویا د شوروي لاس ته ورتلل په داسې حال کې چې پولنډ او رومانیا وېشل کېدل. ورته مهال د ختیځې جبهې جوړښت د شوروي او جرمني ترمنځ د پوله ییزې او سوداګریزې هوکړې پر منځ شونې چاره وګرځېده چې له مخې یې شوروي اتحاد په ختیځه اروپا کې جرمني ته د عملیاتو د پیل کولو په موخه اړین منابع ورکړل. [۷]

د ۱۹۳۹ زکال د سپټمبر په لومړۍ نېټه جرمني په پولنډ برید وکړ او دویمه نړیواله جګړه یې پیل کړه. د سپټمبر په ۱۷مه شوروي اتحاد هم پر پولنډ برید وکړ او په دې سره پولنډ د جرمني، شوروي اتحاد او لیتوانیا ترمنځ ووېشل شو. له ځنډ پرته شوروي اتحاد له فنلنډ څخه هم پام وړ ځمکني امتیازات وغوښتل، خو وروسته له هغه چې فنلنډ د شوروي غوښتنې رد کړې شوروي اتحاد د ۱۹۳۹ زکال د نومبر په ۳۰مه په فنلنډ برید وکړ چې دغه جګړه د ژمنۍ جګړې په نوم مشهوره شوه – هغه تریخه جګړه چې له امله یې د ۱۹۴۰ زکال د مارچ په ۱۳ مه د سولې هوکړه لاسلیک شوه؛ د دغې هوکړې پر مټ فنلنډ خپله خپلواکي وساته خو په ختیځ کې یې د کارلیا سیمه له لاسه ورکړه. [۸]

د ۱۹۴۰ زکال په جون میاشت کې شوروي اتحاد درې بالتیک هېوادونه (استونیا، لتویا او لیتوانیا) اشغال او په ناقانونه بڼه یې ځانته الحاق کړل. د مولوتوف – ریبنتروپ تړون په ښکاره ډول د بالتیک هېوادونو او همدارنګه د رومانیا د شمالي او شمال ختیځو برخو (شمالي بوکوفینا او بیسارابیا، جون – جولای ۱۹۴۰ زکال) د اشغال په موخه د شوروي امنیت خوندي کړ، په داسې حال کې چې هېټلر په شوروي باندې د برید په اعلان کولو د شوروي له خوا د بالتیک او رومانیا د قلمرونو نیول له جرمني سره د ترسره کړې هوکړې نقض کوونکې چاره وبلله. مسکو ځانته د رومانیا الحاق کړې برخه د اوکراین او مولداویا په شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو باندې ووېشله. [۹]

د جرمني ایډیالوژي[سمول]

اډولف هېټلر په خپل ژوند لیک، زما جګړه (۱۹۲۵ زکال) کې د جرمني لپاره د لبنسراوم («حیاتي فضا») اړوند بحث کړی و؛ د هغه موخه دا وه چې د جرمنانو لپاره په ختیځه اروپا په ځانګړې توګه په روسیه کې نوي قلمروونه ترلاسه کړي. هغه هوډ درلود چې هلته جرمنان استوګن کړي ځکه چې د نازیانو د ایډیالوژۍ پر بنسټ جرمني وګړي «غوره نژاد» ته اړوند بلل کېدل، دوی د دغو سیمو ډیری وګړي ووژل او یا یې هم سایبریا ته تبعید کړل؛ له پاتې نورو څخه یې د غلامو کارګرانو په توګه کار واخیست. هېټلر د ۱۹۱۷ زکال په لومړیو کې روسان سپک خلک وبلل او باوري و چې بلشویکي انقلاب یهودان پر سلاواکي وګړو باندې واکمنان کړل، چې د هېټلر د نظر له مخې هغوی خپله د ځان اداره کولو وړتیا نه لرله او شورویان لامل وګرځېدل یهودي اربابان د هغوی مشري وکړي. [۱۰][۱۱][۱۲]

د هاینریش هیملر په ګډون نازي مشرانو د شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه د نازیسم او یهودي بلشوېزم ترمنځ جګړه بلله څو د سلواکي ټیټ نژاد لرونکو انسانانو په لګښت جرمني پیاوړو انسانانو (Übermenschen) ته چې د نازي ایډیالوژۍ له مخې اریايي غوره نژاد (Aryan Herrenvolk) ته اړوند و پراخه قلمروونه ترلاسه کړي. د ورماخت افسرانو خپلو سرتېرو ته ویل چې ټول هغه کسان په نښه کړي چې دوی د «یهودي بلشویکي بې ارزښته انسانانو»، «مغولي نسل»، «آسیايي سېل راوړو» او «سرو ځناورو» په توګه توصیف کول. نږدې ټولو جرمني سرتېرو جګړې ته د نازیانو د شرایطو له مخې کتل او شوروي سرتېري یې بې ارزښته انسانان بلل. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Edwards, Robert (15 August 2018). The Eastern Front: The Germans and Soviets at War in World War II. Rowman & Littlefield. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780811767842 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. According to Krivosheev 1997, in the Eastern Front, Axis countries and German co-belligerents sustained 1,468,145 irrecoverable losses (668,163 KIA/MIA), Germany itself– 7,181,100 (3,604,800 KIA/MIA), and 579,900 PoWs died in Soviet captivity. So the Axis KIA/MIA amounted to 4.8 million in the East during the period of 1941–1945. This is more than a half of all Axis losses (including the Asia/Pacific theatre). The USSR sustained 10.5 million military losses (including PoWs who died in German captivity, according to Vadim Erlikman. Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow 2004. کينډۍ:ISBN), so the number of military deaths (the USSR and the Axis) amounted to 15 million, far greater than in all other World War II theatres. According to the same source, total Soviet civilian deaths within post-war borders amounted to 15.7 million. The numbers for other Central European and German civilian casualties are not included here.
  3. Bellamy 2007, p. xix: "That conflict, which ended sixty years before this book's completion, was a decisive component – arguably the single most decisive component – of the Second World War. It was on the eastern front, between 1941 and 1945, that the greater part of the land and associated air forces of Nazi Germany and its Axis partners were ultimately destroyed by the Soviet Union in what, from 1944, its people – and those of the fifteen successor states – called, and still call, the Great Patriotic War"
  4. "World War II: The Eastern Front". The Atlantic. 18 September 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Donald Hankey (3 June 2015). The Supreme Control at the Paris Peace Conference 1919 (Routledge Revivals): A Commentary. Routledge. د کتاب پاڼې 50. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-56756-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. McKale, Donald M. (2006-03-17). Hitler's Shadow War: The Holocaust and World War II (په انګلیسي ژبه کي). Taylor Trade Publishing. د کتاب پاڼې 124. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4616-3547-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ericson, Edward (1999). Feeding the German Eagle: Soviet Military Aid to Nazi Germany, 1933–1941. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼي 34–35. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-275-96337-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Mälksoo, Lauri (2003). Illegal Annexation and State Continuity: The Case of the Incorporation of the Baltic States by the USSR. Leiden, Boston: Brill. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-411-2177-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Mälksoo, Lauri (2003). Illegal Annexation and State Continuity: The Case of the Incorporation of the Baltic States by the USSR. Leiden, Boston: Brill. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-411-2177-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "We National Socialists consciously draw a line under the direction of our foreign policy war. We begin where we ended six centuries ago. We stop the perpetual Germanic march towards the south and west of Europe, and have the view on the country in the east. We finally put the colonial and commercial policy of the pre-war and go over to the territorial policy of the future. But if we speak today in Europe of new land, we can primarily only to Russia and the border states subjects him think." Charles Long, 1965: The term 'habitat' in Hitler's 'Mein Kampf' (pdf, 12 Seiten; 695 kB)
  11. Gellately, Robert (June 1996). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Reviewed work(s): Vom Generalplan Ost zum Generalsiedlungsplan by Czeslaw Madajczyk; Der "Generalplan Ost." Hauptlinien der nationalsozialistischen Planungs- und Vernichtungspolitik by Mechtild Rössler and Sabine Schleiermacher"]. Central European History 29 (2): 270–274. doi:10.1017/S0008938900013170. 
  12. Megargee, Geoffrey P. (2007). War of Annihilation: Combat and Genocide on the Eastern Front, 1941. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7425-4482-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Heinrich Himmler. "Speech of the Reichsfuehrer-SS at the meeting of SS Major-Generals at Posen 4 October 1943". Source: Nazi Conspiracy and Aggression, Vol. IV. USGPO, Washington, 1946, pp. 616–634. Stuart Stein, University of the West of England. د اصلي آرشيف څخه پر 2 مارچ 2009 باندې. Whether nations live in prosperity or starve to death … interests me only in so far as we need them as slaves for our Kultur ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Evans, Richard J. (1989). In Hitler's Shadow: West German Historians and the Attempt to Escape from the Nazi Past. Pantheon Books. د کتاب پاڼي 59–60. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-394-57686-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Förster, Jürgen (2005). Russia War, Peace and Diplomacy. Weidenfeld & Nicolson. د کتاب پاڼې 127. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Connelly, John (1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Nazis and Slavs: From Racial Theory to Racist Practice"]. Central European History 32 (1): 1–33. doi:10.1017/S0008938900020628. PMID 20077627.