Jump to content

قاضی سعدالدین خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سعدالدین
قاضي سعدالدين خان
د شخص مالومات
تابعیت  افغانستان
دين اسلام
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال، قاضي،والي
د فعالیت وخت ۱۸۸۷ - ۱۹۰۴ ز د هرات والي ۱۹۱۴ قاضي القضات
پېژندنې لامل هرات والي

سعدالدین ( پښتو / دري : سعدالدین خان) یا قاضی سعدالدین خان ( ۱۸۴۸ – ۱۹۱۴) په افغانستان کي د عبدالرحمن خان او حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال یو سیاستوال او د کورنۍ له اړخه د څه وخت لپاره د حبیب الله خان خسر هم وو. نوموړی د ۱۸۸۷ او ۱۹۰۴ کلونو ترمنځ اتلس کاله د هرات والي وو او په ۱۹۱۴ کال کي د قاضي القضات په توګه وټاکل سو. سعد الدین خان ته پخپل وخت کي د " خان العلوم " لقب ورکړل سوی وو چي مانا یې "د پوهي ماسټر" ده.

ژوند او مسلک

[سمول]

سعدالدین د پښتنو اړوند د بارکزیو د کورنۍ غړی وو. نوموړی په ۱۸۴۸ کال کي د افغانستان د مشر قاضي خان ملا په کور کي نړۍ ته سترګي وغړولې. سعدالدین خان د افغان انګلیس په دوهمه جګړه کي د کندهار قاضي وټاکل سو، خو تر څه مودې وروسته د برتانوي سرچینو په وینا بیرته پلازمیني کابل ته ولاړی. [۱]

د افغانستان په شمال کي د پنجدې تر پیښي وروسته کله چي د تزاري روسیې او برتانوي هند اختلافات اوج ته ورسېدل، سعد الدین خان یو له هغه کسانو څخه وو چي د امیر عبدالرحمان خان د واکمنۍ پر مهال یې له برتانوي کمیسیون سره یو ځای د افغانستان د شمالي سیمو پولي له روسانو سره وټاکلې. سعد الدین د عبدالرحمان خان تر مرګ وروسته د هرات والي وټاکل سو او څه عمر یې هلته دنده ترسره کړه.

  1. Yate, Arthur (1886). England and Russia Face to Face in Asia: Travels with the Afghan Boundary Commission. pp. 48–9.