فیلډ مارشال فریډریک سلیګ رابرټس، لومړی ارل رابرټس (30 سپټمبر 1832 - 14 نومبر 1914) د برتانیا د ویکټوریا دورې جنرال وو چي د خپل وخت یو له خورا بریاليو برتانوي نظامي قوماندانانو څخه ګڼل کېدی. رابرټس د هندوستان په انګلیسي-آیرلینډ کي وزېږېدی، او د ختیځ هند شرکت په اردو کي یې تر ګډون وروسته د هند په بغاوت کي د ځوان افسر په توګه دنده ترسره کړه چې په ترڅ کي د خپلي زړورتیا له کبله د ویکتوریا کراس جایزه ترلاسه کړه. نوموړی وروسته برتانوي اردو ته واستول سو او د ابیسینیا په سفر او د انګلیس - افغان دوهم جنګ کي یې پراخه شهرت ترلاسه کړ. رابرټس د دوهم بویر جنګ په جریان کي د یو کال لپاره د برتانوي ځواکونو د مشرتوب دمخه د هند د لوی قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړل.
د کوچني قد یاد شخص (رابرټس) د خپلو سرتیرو او لوی شمېر برتانوي خلکو لپاره د "بابس" په نوم پیژندل کیدی او په داسي وخت کې د برتانیې د مخکښو پوځي شخصیتونو په توګه وپېژندل سو کله چي د برتانوي امپراتورۍ واک اوج ته ورسید. رابرتس پخپل وخت کي د برتانوي اردو لپاره یو سمبول بلل کېدی. [۶]
↑ ۱٫۰۱٫۱۱٫۲۱٫۳ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 12172770n. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
↑ ۲٫۰۲٫۱ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6p27wgd. Subject named as: Frederick Roberts, 1st Earl Roberts. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
↑ ۳٫۰۳٫۱ذکر کېدنه: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 11810. Subject named as: Frederick Sleigh Roberts. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.