د هند د کال ۱۸۵۷ بغاوت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هند د ۱۸۵۷ بغاوت په هند کې له ۱۸۵۷ تر ۱۸۵۸ پورې د برتانوی  شرقي هند کمپنۍ د هغه حکومت  په وړاندې یو لوی پاڅون و چې د برتانوی شهزاده په استاذولۍ یې د یوه مستقل قدرت  په توګه عمل کاوه. دا بغاوت  د کمپنۍ په لښکر پورې اړونده سپایانو له خوا د یوه پاڅون په بڼه د میروت د چاوڼې په ښارګوټي کې چې د دهلي شمال شرق په څلوېښټ میله ( ۶۴ کیلومتره) واټن کې پروت و د کال ۱۸۵۷ د مې د میاشتې په ۱۰ پیل شو. له دې وروسته دې اړودوړ عمدتا نور پاڅونونه او ملکی یاغیتوبونه په مرکزي هند او ګنګا سیند پورې اړونده پورتنیو هواریو کې راوپارول او د بغاوتونو پېښې د هند شمال او شرق  کې را منځ ته شوې. دې اړودوړ په دې سیمه کې د برتانوي ځواک په وړاندې یو نظامي ګواښ رامنځ ته کړاو یواځې د ۱۸۵۸ د جون په شلمه د ګوالیور په سیمه کې یاغیانو ته په ماتې سره یې مخه ونیول شوه. د کال ۱۸۵۸ د نومبر په لومړۍ، برتانیا ټولو هغو یاغیانو ته عفوه وکړه چې په وژنو کې ښکېل نه وخو د کال ۱۸۵۹ د جولای تر ۸ یې د دښمنیو رسمي پای ته رسول اعلان نه کړل. د دې بغاوت د نوم په اړوند اختلاف شته، او په مختلفو نومونو لکه دسپایانو پاڅون ، هندي پاڅون، ستربغاوت، د کال ۱۸۵۷ پاڅون، هندي بغاوت او د خپلواکۍ لومړۍ جګړې یاد شوی. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

دا بغاوت د هغو نفرتونو او غصو په واسطه غښتلی شو چې د برتانوي سبک اجتماعي یرغلیزو اصلاحاتو، د ځمکو سختو مالیاتو،  د ثروتمندو زمیندارانو او شهزادګانو د سلوک او د برتانیا د حکومت د پرمختګ په اړوند د شکونو زېږنده و. د برتانیا په وړاندې ډېر هندوان ودرېدل خو ډېریو د برتانیا لپاره جګړه وکړه او یو زیات شمېر یې ظاهرا د برتانیا د واکمنۍ په وړلندې نا راضه  پاته شول. تاوتریخوالی چې کله ناکله د استثنایي ظلم لامل ګرځي دواړو خواوو،  برتانوي افسرانو او د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکیانو، یاغیانو او د هغوی ملاتړو ته زیانونه واړول چې کله ناکله  د برتانیا  له خوا د کسات اخیستلو په ترڅ  د ټولو کلیو د زیانمن کېدو لامل کېده او د دهلي او لاکنهو ښارونو کې د جګړې او برتانیا له خوا د کسات اخیستلو له امله  ویجاړۍ را منځ ته  شوې.  [۹][۱۰][۱۱]

په میروت کې د پاڅون له پیل وروسته یاغیان په چټکۍ سره دهلي ته ورسېدل او هلته ۸۱ کلن مغلي واکمن بهادر شاه ظفر د هندوستان  د سترواک په توګه اعلان کړل شو. یاغیانو ډېر ژرد آود سیمه او د شمال ختيځ پراخ حدودات لاندې کړل. کمپنۍ هم په چټکې سره په ځوابیه اقدام لاس پورې کړ او د ځان د بيا پیا وړتیا په مرسته یې کانپور سیمه  د کال ۱۸۵۷ د جولای تر نیمایي پورې  بېرته ونېوله او دهلی یې هم  دهمدې کال د سپتمبر تر پایه ونیو. یاغیان د ۱۸۵۷ کال په پاتې برخه او د کال ۱۸۵۸ په یوه موده کې د جانسي، لاکنهو او په تېره د آود په ښار ګوټي کې وځپل شول.د کمپنې تر ولکې لاندې دهند سیمي لکه د بنګال ولایت، د بمبی ریاست، او مدراس ریاست په پراخه کچه آرام پاتې شول. په پنجاب کې سک شهزاده برتانیا سره د عسکرو برابرولو او نور ملاتړله لارې پرېکنده مرسته وکړه.  لوی شهزاده درلودنکي ښارونه لکه حیدرآباد، میسور، تراوانکور او د راچپوتانه وړې برخې له اړودوړ سره یوځاي نه شوې  او د ګورنر جنرال کنینګ په وینا په توپان کې د څپو ماتوونکو په توګه  د برتانیا په خدمت کې وې.    [۱۲][۱۳][۱۴]

په ځینو سیمو کې په تېره د آود په  سیمه کې اړودوړ د برتانیا د یرغل په وړاندې د وطنپالنې پاڅون بڼه درلوده، که څه هم د یاغیانو مشرانو داسې عقاید نه درلودل چې د یوه نوي سیاسي نظام ښودونکي وي سره له دې نوموړي اړودوړ ثابته کړه چې د هند او برتانیایي سترواکۍ په تاریخ کې د یوه مهمه حوزه وي. دا اړودوړ د شرقي هند د کمپنۍ د انحلال لامل شو او برتانیا یې اړایستله چې په هند کې پوځ، مالي سیستم او اداره د هند د ۱۸۵۸ کال د قانون د  تصویب له لارې په رسمیت وپېژني. له دې وروسته هند د برتانیا د حکومت له خوا په مستقیمه  توګه په نوي برتانوي راج کې اداره کېده. د کال ۱۸۵۸ د نومبر په لومړۍ، ملکې ویکتوریا د هندوانو په نامه یو فرمان صادر کړ چې د اساسی قانون د مادې صلاحیت یې کماوه او هندوانو ته یې د هغو حقونو د ورکړې وعده وکړه چې نورو برتانوي اتباعو درلودل. کله چې په راتلونکو لسیزو کې دې حقونو ته تل  لاسرسی موجود نه و، نوهندوانو به په  یوه بڼه د ملکې فرمان ته  دنوی نشنلیزم د تصدیق د ودې له پاره مراجعه کوله.   [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په هند کې د شرقي هند د کمپنۍ پراختیا[سمول]

که څه هم د برتانوی  شرقي هند کمپنۍ په هند کې خپل حضور په کال ۱۶۱۲ کې را منځ ته کړی و او له هغه د مخه یې صنعتي ساحې د سوداګریزو موخو له پاره اداره کولې خو د کال ۱۷۵۷ د پلاس په جګړه کې یې بریا په شرقي هند کې د پښې د ټینګېدو پېل بلل کېږي. دا بریا د کال ۱۷۶۴ د بکسار په جګړه نوره هم ټینګه شوه کله چې د شرقي هند د  کمپنۍ پوځ مغلي سترواک دویم شاه علم ته ماته ورکړه. ددویم شاه علم تر ماتې وروسته سترواک  کمپنۍ ته دا حق ورکړ چې په بنګال پورې اړوندو ولایتونو ( چې اوس بنګال، بیحار او اودیشه بلل کیږي) کې کمپني ته دیواني په نامه عواید را ټول کړي. دې کمپنۍ ډېر ژر په بمبۍ او مدراس کې خپلو مرکزونو شاوخوا کې ځمکې پراخه کړې او۱۷۶۶ تر ۱۷۹۹ پورې د انګلو میسري او ۱۷۷۲ تر ۱۸۱۸ پورې د انګلو مرهټه جګړې د دې لامل شوې چې د هند ډېره برخه کنترول کړي. [۲۲][۲۳][۲۴]

په  کال ۱۸۰۶ کې، نوي همډوله مقررات د ویلور د شورش لامل شو چې د هندي او مسلمانو سپایانو تر منځ یې غصې او نفرتونه پیدا کړل. [۲۵]

د ۱۹ پېړۍ له پیل وروسته،  ګورنر جنرال ویلسلي په داسې کارو لاس پورې کړ چې د کمپنۍ د دوه لسیزو چټکې پراختیا لامل شول. دا پراختیا د کمپنې او محلې زمامدارانو تر منځ د سبسایدی ائتلافونو له لارې او يا نظامی مستقیمې ضمیمه کولو له لارې ترلاسه شوله . سبسایدی أتلافونوله هندوانو مهاراجا او له مسلمانانو نوابي شهزاده لرونکي دولتونه جوړ کړل. پنجاب، شمال لویدیځ سرحدی ولایت او کشمیر په کال ۱۸۴۹ کې د انګرېزانو او سکانو تر منځ تر جګړې وروسته ضمیمه کړای شو او کشمیر سمدلاسه د کال ۱۸۴۶ د امرتسر د تړون په اساس په جامو کې د دوګره  په کورنۍ وپلورل شو او یو شهزاده لرونکی دولت شو. د نیپال او برتانوي هند تر منځ سرحدي منازعه چې له کال ۱۸۰۱ څخه وروسته سخته شوه د نیپال او انګرېز ترمنځ  د جګړې( ۱۸۱۴-۱۸۱۶) لامل شوه او د ګورخاس سیمه یې د برتانیا تر نفوذ لاندې راوسته. په کال ۱۸۵۴ کې، برار سیمه ضمیمه کړی شوه او د اودهه سیمه دوه کاله وروسته ضمیمه کړل شوه چې په دې سره کمپنۍ د هند د ډېرې برخې حکومت وګرځېد. [۲۶][۲۷]

د بغاوت لاملونه[سمول]

د هند د ۱۸۵۷ کال بغاوت دیوې پېښې له امله را منځ ته نه شو بلکه د وخت په تېرېدو د یو شمېر عواملو د یوځای کېدو له امله رامنځ ته شو.

سپاهیان هغه هندې عسکر و چې د کمپنۍ له خوا استخدام شوي و او له بغاوت څخه یې لږ دمخه په پوځ کې شمېر ۳۰۰۰۰۰ او په پرتله یې د برتانوي عسکرو شمېر ۵۰۰۰۰ تنه و. د شرقي هند د کمپنۍ ځواکونه د بمبۍ، مدراس او بنګال په پوځي  ریاستونو باندې وېشل شوي و. د بنګال پوځ به لوړه کچه درلودونکي خلک لکه براهمینان، راجپوتان او بومیهاران چې ډېری به یې د اوده  اود  بیحار سیمو څخه و استخدامول او حتي  په کال ۱۸۵۵ کې یې د ټيتې کچې خلکو په استخدام باندې محدودیت و لګاوه.  [۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. Marshall 2007, p. 197
  2. David 2003, p. 9
  3. Bose & Jalal 2004, pp. 72–73
  4. Marriott, John (2013), The other empire: Metropolis, India and progress in the colonial imagination, Manchester University Press, د کتاب پاڼې 195, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84779-061-3 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bender, Jill C. (2016), The 1857 Indian Uprising and the British Empire, Cambridge University Press, د کتاب پاڼې 3, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-316-48345-9 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bayly 1987, p. 170
  7. Bandyopadhyay 2004, pp. 169–172, Brown 1994, pp. 85–87, and Metcalf & Metcalf 2006, pp. 100–106
  8. Peers, Douglas M. (2006), "Britain and Empire", in Williams, Chris (المحرر), A Companion to 19th-Century Britain, John Wiley & Sons, د کتاب پاڼې 63, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-5679-0 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Metcalf او Metcalf 2006، صص. 100–103.
  10. Marshall, P. J. (2001), "1783–1870: An expanding empire", in P. J. Marshall (المحرر), The Cambridge Illustrated History of the British Empire, Cambridge University Press, د کتاب پاڼې 50, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-00254-7 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Brown 1994، صص. 85–86.
  12. Bandyopadhyay 2004, pp. 169–172, Brown 1994, pp. 85–87, and Metcalf & Metcalf 2006, pp. 100–106
  13. Marriott, John (2013), The other empire: Metropolis, India and progress in the colonial imagination, Manchester University Press, د کتاب پاڼې 195, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84779-061-3 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Spear 1990, pp. 147–148
  15. Bandyopadhyay 2004, p. 177, Bayly 2000, p. 357
  16. Brown 1994, p. 94
  17. Bandyopadhyay 2004, p. 179
  18. Bayly 1987, pp. 194–197
  19. Adcock, C.S. (2013), The Limits of Tolerance: Indian Secularism and the Politics of Religious Freedom, Oxford University Press, د کتاب پاڼي 23–25, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-999543-1 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Taylor, Miles (2016), "The British royal family and the colonial empire from the Georgians to Prince George", in Aldrish, Robert; McCreery, Cindy (المحررون), Crowns and Colonies: European Monarchies and Overseas Empires, Manchester University Press, د کتاب پاڼي 38–39, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5261-0088-7, مؤرشف من الأصل في ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۳, د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۱۷ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Embree, Ainslie Thomas; Hay, Stephen N.; Bary, William Theodore De (1988), "Nationalism Takes Root: The Moderates", Sources of Indian Tradition: Modern India and Pakistan, Columbia University Press, د کتاب پاڼې 85, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-06414-9, مؤرشف من الأصل في ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۳, د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Internet History Sourcebooks Project". Sourcebooks.fordham.edu. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اگسټ ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Keay, John (1994). The Honourable Company: A History of the English East India Company. Scribner. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-02-561169-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Markovitz, Claude. A History of Modern India, 1480–1950. Anthem Press. د کتاب پاڼې 271. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 6 August 2006 باندې). When the Vellore sepoys rebelled. The Hindu.
  26. Ludden 2002, p. 133
  27. Ludden, David. India and South Asia: A Short History. OneWorld. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Mazumder, Rajit K. (2003), The Indian Army and the Making of the Punjab, Delhi: Permanent Black, د کتاب پاڼي 7–8, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7824-059-6 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Kim A Wagner (2018). The Skull of Alum Bheg: The Life and Death of a Rebel of 1857. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-087023-2. مؤرشف من الأصل في ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)