د بریتانیا سترواکي، امپراتوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بریتانیا سترواکي، امپراتوري
بنسټ ايښودنه۱ی جنوري ۱۵۸۳
Native labelBritish Empire
Official languageانگليسي
هېوادبريتانيا
پلازمینهلندن
کوارډينېټي موقعيت۵۱°۳۰′۲۶″N ۰°۷′۳۹″W
Basic form of governmentconstitutional monarchy
د وگړو شمېر۶۸۰٬۰۰۰٬۰۰۰
Currencypound sterling
Shares border withد روسيې سترواکي
Participant inBattle of the Lys
واک ورپاته کيدنه لهEnglish overseas possession
Language usedانگليسي
Dissolved, abolished or demolished date۱ی جنوري ۱۹۹۷
FlagUnion Jack
Coat of armsroyal coat of arms of the United Kingdom
Economy of topiceconomy of the British Empire
Demographics of topicdemographics of the British Empire

د بریتانیا سترواکي له بېلابېلو واکمنیو، مستعمراتو، تر ملاتړ لاندې هېوادونو، واکمنیو او یو شمېر نورو هغو هېوادونو څخه جوړه شوې وه، چې د بریتانیا او دغه راز د بریتانیا د مخکنیو دولتونو په وسیله اداره کېدل. دا سترواکي د ۱۶ ز پېړۍ په وروستیو کلونو او د ۱۸مې ز پېړۍ په لومړیو کلونو کې د بریتانیا یا انګلستان هېواد په وسیله له دې هېواده د بهر شتمنو او سوداګریزو پوستونو په اساس پیل شوه. دا سترواکي د خپل عروج او اوج په وخت کې د تاریخ تر ټولو ستره او لویه سترواکي وه او له یوې پېړۍ څخه زیاته موده د نړۍ تر ټولو ستر ځواک بلل کېده. تر ۱۹۱۳ ز کاله پورې د بریتانیا سترواکي په ۴۱۲ میلیونه وګړو، یعنې په هغه وخت کې د نړۍ په ۲۳ سلنه نفوس باندې حاکمیت درلود او تر ۱۹۲۰ ز کاله پورې یې ۳۵،۵۰۰،۰۰۰ کیلومتره مربع (۱۳،۷۰۰،۰۰۰ مایل مربع) مساحت تر خپل پوښښ لاندې راوستی و، چې د ټولې ځمکې ۲۴ سلنه مساحت بلل کېږي. له همدې امله د بریتانیا سترواکۍ قانوني، حقوقي، ژبني او فرهنګي میراثونو شمېر ډېر زیات او ساحه یې پراخه ده. د بریتانیا سترواکي د خپل اوج په زمانه کې په داسې سترواکۍ ستایل شوې، چې «د بریتانیا سترواکي هومره پراخه وه، چې لمر به هېڅکله په دې سترواکۍ کې غروب نه کاوه» ځکه چې د ځمکې دومره پراخه برخه یې تر کنټرول لاندې وه، چې هرومرو به د دې سترواکۍ په یوه سیمه کې لمر ځلېده. [۱][۲][۳][۴]

د اکتشافاتو او نوښتونو دورې یعنې د ۱۵مې او ۱۶مې پېړۍ په لړ کې پرتګال او هسپانیا په نړۍ کې د اروپایي کشفیاتو مخکښان او سرلاري و او په دې بهیر کې یې له خپلو هېوادونو بهر لویې سترواکۍ رامنځته کړې. انګلستان، فرانسې او هالند د دې سترواکیو په وسیله د تولید شوې پراخه اندازه شتمنۍ په وړاندې حسادت او بخیلي وکړه، چې له همدې امله یې د آمریکا او آسیا په قاره کې د مستعمرو او سوداګریزو شبکو رامنځته کول پیل کړل. په ۱۷مه او ۱۸مه ز پېړیو کې له هالنډ او فرانسې سره یو شمېر جګړو د شمالي آمریکا په برخه کې انګلستان (بریتانیا؛ په ۱۷۰۷ ز کال کې له سکاتلند سره د اتحادیې تر قانون وروسته) په ځواکمن او غالب استعماري ځواک بدل کړ. بریتانیا د شرقي هند اړوند کمپنۍ په وسیله د پلاسي Plassey جګړې په لړ کې د بنګال مغول تر فتح کولو وروسته په ۱۷۵۷ ز کال د هند په نیمه وچه کې په ځواکمن قدرت بدل شو.[۵]

د امریکا د خپلواکۍ جګړه د دې لامل شوه، چې آمریکا د شمالي آمریکا په برخه کې خپل یو شمېر تر ټولو لرغوني او ډېر نفوس لرونکي مستعمرات په ۱۷۸۳ ز کال کې له لاسه ورکړي. تر دې وروسته د بریتانیا پام د افریقا او آرام سمندر لور ته واوښت. د ناپلئون په جګړو (۱۸۰۳ – ۱۸۱۵ ز کلونه) کې د فرانسې له ماتې وروسته، بریتانیا د ۱۹مې پېړۍ د اصلي سترواکۍ او سمندریز ځواک په توګه راڅرګنده شوه او د خپلې سترواکۍ اړوند برخې او شتمنۍ یې پراخې کړې. له ۱۸۱۵ څخه تر ۱۹۱۴ ز کلونو پورې د نسبي سولې دوره وه، چې په دې موده کې د بریتانیا سترواکي په نړیواله واکمني او نړیواله هژموني بدله شوه او وروسته بیا دا هژموني د «پاکس بریتانیکا Pax Britannica – د بریتانیا سوله» په توګه تشریح شوه. هغه رسمي کنترول چې بریتانیا په خپلو مستعمراتو درلود د هغه رسمي کنترول ترڅنګ، دې سترواکۍ د نړیوالې سوداګرۍ په لویه برخه هم واکمني درلوده او دا په دې معنی و، چې دې سترواکۍ په ډېره مؤثره او اغېزمنه توګه د ګڼ شمېر سیمو لکه د آسیا او لاتیني آمریکا اقتصاد یې هم په خپل کنټرول کې درلود. د سپین پوستو کډوالو مستعمرو ته یې د خپلواکۍ لوړې درجې ورکړل شوې، چې یو شمېر یې د ډومنیون یا واک لرونکو مستعمراتو په توګه ډلبندي شول. [۶][۷]

آلمان او د امریکې متحده ایالتونو د شلمې پېړۍ په پیل کې د بریتانیا د افتصادي پرمختګ مخنیوي هڅې پیل کړې وې. د بریتانیا او آلمان ترمنځ نظامي او اقتصادي کړکیچونه د لومړۍ نړیوالې جګړې د پیل اصلي لاملونو له ډلې څخه و، چې د دې په لړ کې بریتانیا ډېره زیاته په خپلې سترواکۍ باوري او ډاډه وه. دې جګړې د بریتانیا په نظامي او مالي سرچینو او دغه راز انساني ځواک باندې ډېر زیات فشار راوست. که څه هم دې سترواکۍ له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته سمدلاسه د خپلې ځمکنۍ پراختیا تر ټولو لویې کچې ته لاسرسي پیدا کړ او بریتانیا تر دې وروسته د نړۍ ځواکمن صنعتي یا نظامي قدرت و. په دویمه نړیواله جګړه کې، د آسیا په شرقي برخه او دغه راز جنوب ختیځه آسیا کې د بریتانیا مستعمرې د جاپانیانو اړوند سترواکۍ په وسیله اشغال شوې. د بریتانیا او د هغو اړوندو متحدینو وروستۍ بریا سربېره د بریتانیا اعتبار او نوم ته رسیدلي زیان د یادې سترواکۍ اړوند اصولو په له منځه وړو کې مرسته وکړه. هند چې د بریتانیا د سترواکۍ تر ټولو ارزښتمنه او ډېر نفوس لرونکې شتمني وه، دې وخت کې یې د استعمار له منځه وړو د یو لوی خوځښت په توګه یې خپلواکي ترلاسه کړه، چې بریتانیا پکې د سترواکۍ زیاتره سیمو ته خپلواکي ورکړه. په ۱۹۵۶ ز کال کې د سویز ناورین د یو نړیوال قدرت په توګه د بریتانیا نړېدل تایید کړل او د ۱۹۹۷ ز کال د جولای میاشتې په ۱ نېټه چین ته د هانګانګ لېږدېدو د زیاتره هېوادونو لپاره د بریتانیا د سترواکۍ د ختمېدو زیری ورکړ. شاوخوا ۱۴ بهرنۍ سیمې د بریتانیا تر حاکمیت لاندې پاتې دي. له خپلواکۍ وروسته د بریتانیا سترواکۍ زیاتره مخکینۍ مستعمرې له مشترک المنافع ټولنې یعنې د خپلواکو هېوادونو آزادې ټولنې سره یوځای شول او د بریتانیا په شمول ۱۵ پاتې هېوادونه یې یوه مشترک او عام پاچا ساتي، چې دویمه ملکه الیزابت ده. [۸][۹]

سرچینه، اصل (۱۴۹۷ – ۱۵۸۳)[سمول]

د بریتانیا د سترواکۍ سرچینه او اصل هغه وخت رامنځته شو، کله چې انګلستان او سکاټلند جلا پادشاهۍ وې. په ۱۴۹۶ ز کال کې د انګلستان پادشاه اووم هنري له هیواده بهر برخه کې د هسپانیا او پرتګال د بېلابېلو اکتشافاتو او بریالیتوبونو په لیدو سره، جان کابوت دېته وګوماره ترڅو د شمالي اتلانتیک له لارې آسیا ته شمال لویدیزه لاره کشف کړي. کابوت د کریستف کولمب له لومړي سفر څخه پنځه کاله وروسته ییعنې ۱۴۹۷ ز کال کې کیښتۍ واخیسته او د نیوفاندلند ساحل ته ورسېد، هغه فکر کاوه چې آسیا ته رسېدلی دی او د مستعمرې رامنځته کولو لپاره یې هیڅ کوښښ او هڅه و نه کړه. کابوت په بل کال بیا د امریکې قارې ته سفر وکړ؛ خو بیا هیڅکله له دې سفر څخه بېرته را و نه ګرځېد او هېڅ معلومه نه شوه چې په هغه او د هغه په کیښتیو باندې څه وشول. [۱۰][۱۱][۱۲]

د شهزادګۍ لومړۍ الیزابت د سلطنت تر وخته، یعنې د شپاړسمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د امریکا په قاره کې د انګلیسي مستعمرو رامنځته کولو لپاره هیڅ ډول بله هڅه ترسره نه شوه. په همدې توګه په ۱۵۳۳ ز کال کې د اتم هنري قانون یا اساسنامې د استیناف د بندیز په هکله داسې اعلان کړی و، چې «دا د انګلستان واکمني یوه سترواکي ده». د پروتستان اړوندو اصلاحاتو انګلستان او کاتولیکي هسپانیا د یو بل په سترو دښمنانو بدل کړل. لومړۍ الیزابت په ۱۵۶۲ ز کال کې جان هاوکینز او فرانسس درېک دېته وهڅول، ترڅو د لویدیځې افریقا په اړوندو سواحلو کې د هسپانوي او پرتګالي کیښتیو په وړاندې د برده دارۍ یا غلام لرلو اړوند بریدونو کې په اتلانتیک سمندر کې د غلام لرلو یا برده دارۍ اړوند سوداګرۍ د رامنځته کولو په موخه ګډون وکړي. دا هلې ځلې رد شوې او وروسته بیا د انګلستان او  هسپانیې د جګړو په زیاتېدو سره په اتلانتیک سمندر کې د عامو خلکو او غلامانو د پلورلو یا برده دارۍ اړوندې سوداګرۍ د رامنځته کولو په موخه ګډون وکړي. دا هلې ځلې رد شوې او د انګلستان او هسپانیې د جګړو په زیاتېدو سره شهزادګۍ لومړۍ الیزابیت ځان د امریکا په قاره کې د موجوده هسپانیايي بندرونو باندې د لا ډېرو خصوصي حملاتو او دغه راز هغو کیښتیو لپاره چې د نوې نړۍ ګنج له آرام سمندر څخه د راګرځېدو په لړ کې و. په همدې ووخت کې یو شمېر اغېزمنو لیکوالانو لکه ریچارد هاکلوت او جان دي (چې لومړنی شخص و، چې د بریتانیا سترواکۍ اصطلاح یې وکاروله) دېته اقدام وکړ، ترڅو داسې فشارونه رامنځته کړي، چې خپله د انګلیسانو سترواکي رامنځته کړي. په دې وخت کې هسپانیا د امریکا په قاره کې په واکمن او قوي ځواک بدله شوې وه او د آرام سمندر د ارزونې او څېړنې په لټه کې وه، د افریقا او برازیل له سواحلو څخه تر چین پورې پرتګال یو شمېر پوستې او د نجارۍ اړوند کارخانې رامنځته کړې وې او فرانسې بیا وروسته په نوې فرانسې باندې د بدلېدو لپاره د سنت لارنس اړوند هستوګنیزه برخې ته اقدام کړی و. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په لومړیو کې بریتانیا که څه هم د خپلو بهرنیو مستعمرو په رامنځته کولو کې له پرتګال، هسپانیې او فرانسې هېوادونو څخه پیروي کوله؛ خو خپل لومړنی مدرن او عصري استعمال یې په ۱۶مه پېړۍ د ایرلند په اولستر کې د انګلیسي پروتستانیانو په هستوګن کولو سره ترسره کړ، چې د اولستر مزرعې په نامه یادېږي. په ۱۱۶۹ ز کال کې په ایرلند باندې د نورمنیانو تر یرغل وروسته، انګلستان یا بریتانیې د دې هېواد یوه برخه استعمار کړې وه. هغه څو تنو چې د اولستر اړوند مزرعو په رامنځته کولو کې یې مرسته کړې وه، وروسته بیا هغوی د شمالي آمریکا په استعمار کې هم رول درلود، په تېره بیا هغه ډله چې د غربي هېواد اړونده نارینه وو په نامه پېژندل کېږي. [۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Ferguson 2004b.
  2. Jackson, pp. 5–6.
  3. Taagepera, p. 502.
  4. Maddison 2001, p. 97: "The total population of the Empire was 412 million [in 1913]"; Maddison 2001, pp. 241: "[World population in 1913 (in thousands):] 1 791 020".
  5. Russo 2012, p. 15 chapter 1 'Great Expectations': "The dramatic rise in Spanish fortunes sparked both envy and fear among northern, mostly Protestant, Europeans.".
  6. Porter, p. 8.
  7. Marshall, pp. 156–57.
  8. Brendon, p. 660.
  9. Brown, p. 594.
  10. Andrews 1985, p. 45.
  11. Ferguson 2004b، ص. 4.
  12. Ferguson 2004b، ص. 3.
  13. Canny, p. 35.
  14. Koebner, pp. 29–52.
  15. Thomas, pp. 155–58
  16. Canny, p. 62.
  17. Lloyd, pp. 4–8.
  18. Ferguson 2004b، ص. 7.
  19. Taylor, pp. 119,123.
  20. Canny, p. 7.
  21. Kenny, p. 5.