استعماری ستر واکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

استعماري سترواکي د هغو ځمکو مجموعه ده ( معمولا د مستعمرو په نامه یادیږي) چې یا د ستر واکۍ مرکز ته نژدې پرته وي، یا له سترواکی بهرموقعیت ولري خو دهغه دولت وګړي پکې اوسیږي چې د دې سترواکۍ له خوا اداره کیږي.

د لومړۍعصري اروپا د قدرتونوتر پراختیا د مخه ، نورو سترواکیوهیوادونه نیولي او خپلې مستعمرې یې ګرزولي دی لکه د روم سترواکي په لایبرییا کې او د چین سترواکی په اوسني جنوبي چین کې.  اوسنۍ استعماري سترواکي د لومړي ځل لپاره د اکتشاف د سیالۍ په ترڅ کې چې په پنځلسمه پېړۍ کې د اروپایي سمندري قدرتونو لکه پرتګال او هسپانیا ترمنځ تر سره کیدې را منځ ته شوې. د دې تیت وپرک سمندری قدرتونولرونکو سترواکیو ملاتړ هغې سوادګري کاوه چې د نوو مفکورو او اروپایي رنسانس څخه نشأت کوونکې پانګوالی سیستم په واسطه په لاره اچول کېده. داسې هوکړې هم ترسره شوې چې له مخې یې نړۍ د دوی ترمنځ په ۱۴۷۹،۱۴۹۳ او ۱۴۹۴ ز کلونو کې ووېشل شوه. اروپایي امپریالیزم د اروپایي عیسویانو او عثماني مسلمانانو تر منځ د سیالۍ له امله را منځ ته شو چې عثماني سترواکي بیا په څوارلسمه پېړۍ کې په چټکۍ سره وده وکړه او هسپانیا او پرتګال یې دې ته اړ کړل چې هند او تر یوه حده چین ته د نوو تجارتي یونلوروپه لټه کې شي.    [۱]

مستعمرې په ځانګړې توګه د فنیقی او پخوانیو یونانیانو تر منځ له پخوانیوزمانو راهیسې موجودې وي چې یوناینانو او فنیقیانو  ډېرې جزیرې او د مدیترانې د سمندر غاړې د مستعمرو په توګه وټاکلې، دا مستعمرې له سیاسی اړخه له هغو ښاري دولتونو چې هغوی ورڅخه نشأت کړی خپلواکې وې نو له همدې امله یوه استعماري سترواکي یې نه جوړوله.  دې نمونو د بطلیموسي سترواکۍ، سلوکسید سترواکۍ او روم د سترواکۍ تر وخته تغیر وموند.  [۲]

تاریخ[سمول]

اروپایي استعماري سترواکۍ[سمول]

پرتګال د نړیوال تجارت د لومړۍ شبکو په جوړولو پیل وکړ او د هنری نویګیتورHenry the Navigator تر مشرۍ لاندې هغه لومړنۍ استعماري سترواکي وه چې د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې ( په ځانګړې توګه په شپاړلسمې پېړۍ کې) چې اوس د ۶۰ مختلفو مستقلو دولتونو هیوادونه دي پراختیا وموندله. پرتګال په پای کې خپل کنترول په برازیل، په ځینو ځمکو چې اوس یوروګوې ده او په شمال کې د کب نیولو په ځینو بندرونو، په امریکاس، انګولا، موزمبیق، پرتګالی ګینېې، ساوتوم او پرنسیپ ( يه شمال او سبسهراني افریقا کې دنورو ځمکو او بیزونو منځ کې)؛  دآسیا په شبه قاره  کې په ښارونو او نظامي کلاوو لکه مسقط، هرموز، بحرین چې د فارس خلیج  کې پراته وه؛ ګوا، بمبۍ ، دامان او دیو ( په هند کې د نورو ساحلي ښارونو له ډلې)؛ پرتګالي سیلون؛ ملاکا په هغو مرکزونه چې جنوب ختیځه آسیا او اقیانوسیه کې پراته وه لکه ماکاسار، سولور، باندا، امبون او په مولیوکاس او پرتګالي تیمور په نورو سیمو؛ د ماکاوپه تجارتي مرکز، د دجیما (ناګاسکي) په محاصره شوي تجارتي مرکز چې په جنوبي آسیا کې پروت وه او نورو کوچنیو اولنډ ژوند لرونکو ملکیتونو باندی ټینګ کړ.     [۳][۴]

د هسپانوي سترواک سیګلو دې اورو Siglo de Oro په وخت کې د مکسیکو، جنوبې امریکا، فلیپين، ټولې سویلې ايټالیا، د میلان د دکانو د سیموڅخه تر هالند، لوکزامبورک او بلژیم پورې ، د برګندي د ځینو برخو او په امریکا، افریقا او آسیا کې نورومستعمره شوې ځایونو مالکیت درلود. په اروپا، افریقا، اطلس سمندر، امریکا، آرام سمندر، ختیځې آسیا  کې تصرفاتو د هسپانیا سترواکۍ د نړېوال حضور لاسته راوړلو لپاره وړ وګرځوله. له ۱۵۸۰ ز تر ۱۶۴۰ ز پورې د پرتګال سترواکۍ او هسپانوي سترواکي د هابسبرګ د پاچاهانو په یوه خصوصی اتحاد کې د ايبري اتحاد Iberian Union د دورې په ترڅ کې سره متفق و خو د یوه لویې کچې حکومت د نفوذ له امله د هغوی ادارې په جلا توګه دوام وموند.  

د هسپانیا او پرتګال له سترواکيو وروسته  فرانسې، انګلیسي، هالند او جاپان سترواکی د سترواکیو په ډله کې راځي. د اوه لسمې پیړۍ تر نمایی تزاري روسیه چې وروسته د روسیې د سترواکۍ، شوروي اتحاد اواوسنۍ روسیې په نامه وه د نړي خورا سترمتحد دولت شوچې تر اوسه همداسې پاته دی.

د نولسمې پېړۍ په ترڅ او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، د تکنولوژۍ ددرلودلو او سمندرې تجارت د لومړيتیوب درلودلو له امله، د برتانیا سترواکي په ټینګه توګه دومره پراختیا وموندله چې په تاریخ کې خورا ستره سترواکي شي، د نړۍ په څلورمه برخه ځمکه او ۲۴ سلنه وګړو راج وچلوي. په دې موده کې د یوه نړیوال رهبرد رول درلودلو په توګه برتانیا د ” د برتانیا سوله  ” په نامه د پۍړې پیلونکی شو چې د فرانسې له انقلاب او ناپيلیوني جګړو څخه د لومړۍ نړېوالې جګړې تر پیل یې دوام وموند. د نوي امپریالیزم په مهال، ايټالیا او جرمني هم په افریقا کې استعماري ستر واکۍ رامنځ ته کړې.  

سرچينې[سمول]

  1. Encarta-encyclopedie Winkler Prins (1993–2002) s.v. "kolonie [geschiedenis]. §1.2 De moderne koloniale expansie". Microsoft Corporation/Het Spectrum.
  2. Encarta, s.v. "kolonie [geschiedenis]. §1.1 Oudheid.
  3. William D. Phillips, Jr; Phillips, Carla Rahn (November 12, 2015). "Spain as the first global empire". A Concise History of Spain. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Powell, Philip Wayne ([1991?]). Árbol de odio: la leyenda negra y sus consecuencias en las relaciones entre Estados Unidos y el mundo hispánico. Ediciones Iris de Paz. کينډۍ:ISBN. OCLC 55157841