د ویکتوریا دوره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انګلستان په تاریخ کې د ویکتوریا دوره د ملکې ویکتوریا د واکمنۍ دوره وه، چې د ۱۸۳۷ز کال د جون له ۲۰مې نه د هغې تر مړینې یعنې د ۱۹۰۱ز کال د جنوري تر ۲۲مې پورې یې دوام وکړ. دا دوره د جیورجیا له دورې نه وروسته او د ادواردین له دورې نه مخکې او وروستۍ نیمايي برخه یې قاره اې اروپا د بیلي اوپاک (Belle Époque) دورې له لومړۍ برخې سره برابره وه.

د لوړو اخلاقي معیارونو لپاره یوه پیاوړې دیني انګېزه موجوده وه، چې ناهمغږو کلیساوو لکه میتودیستانو او په انګلستان کې د تاسیس شوې کلیسا انجیل دین لرونکې کلیسا د څانګو په وسیله یې رهبري کېدله. له ایدیولوژیکي پلوه د ویکټوریا دوره د عقل پالنې پر وړاندې د مقاومت شاهده وه، چې د جیورجین دوره یې بیانوله او د دین، ټولنیزو ارزښتونو او هنرونو په پام کې نیولو سره د رومانتیزم او آن تصوف په لور د زیاتېدونکي بدلون په حال کې وه. له ټکنالوژیکي پلوه دې دورې ډېر حیرانوونکي نوښتونه لرل، چې د بریتانیا د ځواک او سوکالۍ اساس و. ډاکتران له دودونو او تصوف نه د علم او ساینسي تجربو خوا ته لاړل. د جراثیمو اړوندو نظریو او د اپیدیمولوژۍ اړوندو مخکښو څېړنو طبابت ته ډېر پرمختګ ورکړ.[۱][۲][۳][۴]

په هېواد کې دننه د ټولو سیاسي فعالیتونو اړوند سیستم په پراخېدونکې توګه لیبرالي و، چې د تدریجي سیاسي اصلاحاتو پر لور له یو شمېر بدلونونو، رغول شوو ټولنیزو اصلاحاتو او د رایې ورکولو اړوند حق پراختیا سره بې ساري دیموګرافیک بدلونونه رامنځته شول؛ د انګلستان او ویلز نفوس په ۱۸۵۱ز کال کې له ۱۶.۸ میلیونو نه په ۱۹۰۱ز کال کې ۳۰.۵ میلیونه تنو یعنې نږدې دوه برابره ته ورسېد او د سکاټلنډ نفوس هم په چټکۍ سره وده وکړه، چې په ۱۸۵۱ز کال کې له ۲.۸ میلیونو نه په ۱۹۰۱ز کال کې ۴.۴ میلیونه تنو ته ورسېد. په هر حال د ایرلینډ نفوس په چټکۍ سره کم شو، چې په ۱۸۴۱ز کال کې له ۸.۲ میلیونو نه په ۱۹۰۱ز کال کې تر ډېره د کډوالۍ او لویې وچکالۍ له امله ۴.۵ میلیونه تنو ته راکم شو. د ۱۸۳۷ او ۱۹۰۱ز کلونو ترمنځ شاوخوا ۱۵ میلیونه وګړي له لويې بریتانیا نه کډوال شوي، چې زیاتره یې متحده ایالاتو ته او همدارنګه په کاناډا کې د سترواکۍ اړوندو پایګاوو؛ سویلي افریقا، نیوزیلینډ او آسټرالیا ته کډوال شوي دي. د تعلیمي اصلاحاتو په پایله کې، د برتانیې نفوس نه یوازې د دې دورې په پای کې د سواد زده کړې ته نږدې شوي، بلکې په زیاتېدونکې توګه لوړې زده کړې یې هم کړې او د هر ډول لوستونکو بازار په کې وده کړې.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

له نورو سترو قدرتونو سره د بریتانیې اړیکې د کریمیا د جګړې او لویې لوبې په اساس له روسیې سره د دښمنۍ له امله رامنځته شوې. د بریتانوۍ سولې (Pax Britannica) سوله ییزه سوداګرۍ د هېواد د سمندري او صنعتي برترۍ په وسیله وساتل شوه. بریتانیې د سترواکۍ نړیواله پراختیا پیل کړه، په ځانګړې توګه په اسیا او افریقا کې، چې  بریتانوي سترواکي یې د تاریخ په تر ټولو لویه سترواکۍ بدله کړه او په ملي کچه یې پر ځان باور اوج ته ورسېد. بریتانیې یو شمېر پرمختللو مستعمراتو لکه‎ استرالیا، کانادا او نیوزیلینډ ته سیاسي خپلواکي ورکړه. د کریمیا له جګړې پرته، انګلستان له بل هېڅ لوی ځواک سره په هېڅ ډول وسله واله جګړه کې ښکېل نه و.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په دې دوره کې دوه لوی سیاسي ګوندونه ویګیان / لیبرالان او محافظه کاران پاتې وو، په پای کې کارګر ګوند د یوه جلا سیاسي بنسټ په توګه جوړ شوی و. دا ګوندونه د یو شمېر نامتو سیاستوالو لکه د لارد میلبورن، سر رابرټ پیل، لارد دربي، لارد پالمرسټن، بنیامین دیزرایلي، ویلیم ګالدسټون او لارد سیلسبري پر مټ رهبري شوي. د ایرلینډي کور اړوند قانون په هکله نا حل شوو ستونزو د راتلونکې ویکتوریایي دورې په سیاست کې، په تېره بیا ایرلینډ کې د یو سیاسي جوړجاړي ترلاسه کولو په برخه کې د ګالدسټون هوډ او ارادې ته په پام کولو سره لویه ونډه لرله.

اصطلاحات او دوره بندي[سمول]

په کره توګه د ویکتوریا دوره د انګلستان او ایرلیند د ملکې په توګه د ویکتوریا د واکمنۍ موده پوښي، د ۱۸۳۷ز کال د جون په ۲۰مه د ملکې د تره، یعنې څلورم ویلیام له مړینې وروسته د هغې د سلطنت له مودې نه د ۱۹۰۱ز کال د جنوري تر ۲۰مې، یعنې د هغې تر مړینې پورې اړونده موده ده. وروسته یې مشر زوی اووم ادوارد ځایناستی شو. د هغې واکمنۍ ۶۳ کاله او اووه میاشتې دوام وکړ، چې دا له بلې هر یوې دورې نه اوږده موده وه. د دې دورې د ستاینې او بیانولو لپاره د «ویکتوریایي» اصطلاح په خپله دوره یعنې معاصر وخت کې کارول کېده. همدارنګه دا دوره په پراخه معنی د داسې یوې دورې په توګه هم پېژندل شوې، چې له هغې سره نږدې نورو دورو په پرتله ځانګړي حساسیتونه او ځانګړتیاوې لري. ځینې وخت یې د پیل نېټه د ویکتوریا له الحاق نه مخکې ښودل کېږي، په عمومي توګه (د ۱۸۳۰ز لسیزې په لړ کې) د ۱۸۳۲ز کال د اصلاحاتو له قانون نه د تېرېدو یا حرکت لپاره ښودل کېږي، چې د انګلستان او ولز په ټاکنیز سیستم کې یې پراخ بدلونونه رامنځته کړل. هغه تعریفونه چې په هغې دوره کې د حساسیت یا بدلېدونکي سیاست له امله دي، هغو هم د «ویکتوریایي» اصطلاح د ارزښت په هکله ځینې شکونه رامنځته کړي دي، که څه هم د یادې اصطلاح په هکله ځینې دفاعيې هم موجودې دي. [۱۵][۱۶]

مایکل سادلیر ټینګار کاوه، چې «په حقیقت کې، د ویکتوریا دوره یوه نه، بلکې درې دورې دي». هغه د ویکتوریاییزم لومړۍ دوره، یعنې له ۱۸۳۷ز کال نه تر ۱۸۵۰ز کاله پورې ښيي، چې ناپایداره سیاسي او ټولنیزه دوره یې بولي. د ویکتوریاییزم منځنۍ دوره؛ له ۱۸۵۱ز کال نه تر ۱۸۷۹ز کاله پورې ده چې د ویکتوریا د اوج او پراختیا دوره ده. درېیمه دوره هم د ویکتوریاییزم وروستۍ دوره، چې له ۱۸۸۰ز کال نه وروسته ده. دا د امپریالیزم او ښکلا پېژندنې یا جمالیاتو د تازه څپو دوره ده. وروستۍ دوره د سوکالۍ، کورني احتیاط او له ځانه د راضي اوسېدو په مواردو سره ښودل کېږي، یعنې هغه څه چې جی ایم تریویلیان یې په ورته ډول «د ویکتوریایي منځنۍ لسیزې، خاموش سیاست او پراخې ودې» په نامه یادوي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سیاسي او دیپلوماتیک تاریخ[سمول]

لومړي کلونه[سمول]

په ۱۸۳۲ز کال کې له ګڼ شمېر سیاسي پاڅونونو وروسته، د اصلاحاتو قانون په درېیمه هڅه کې تصویب شو. دغه قانون د سیمې زیاتره څوکۍ لغوه کړې او د هغو پر ځای یې نورې څوکۍ رامنځته کړې او دغه راز په انګلستان او ولز کې یې امتیاز زیات کړ (د سکاټلیند د اصلاحاتو قانون او د ایرلینډ د اصلاحاتو قانون په جلا توګه تصویب شو). په ۱۸۳۵ او ۱۸۳۶ز کلونو کې یو شمېر کوچني اصلاحات وروسته تصویب شول.

د ۱۸۳۷ز کال د جون په ۲۰مه ویکتوریا اتلس کلنۍ ته ورسېده او څو اونۍ وروسته د خپل کاکا څلورم ویلیام له مړینې نه وروسته د انګلستان ملکه شوه. د هغې حکومت د ویګ ښار لومړي وزیر لرد ملبورن په وسیله رهبري کېده، چې هغه ورته نږدې وه، خو د دوو کلونو په لړ کې هغه استعفا ورکړه او سر رابرت پیل د توی ښار محافظه کاره سیاستوال هڅه وکړه، چې نوی وزارت جوړ کړي. پیل وویل چې هغه لومړي وزیر کېدو ته لېواله دی، خو په دې شرط چې ملکه د ویګ ښار محافظه کاره په تمه شوې مېرمنې د توري ښار له مېرمنو سره بدلې کړي. ملکې دا شرط و نه مانه او لارد میلبورن یې بیا وټاکه، چې دا پرېکړه یې د نیوکو لامل شوه او د اساسي قانون خلاف پرېکړه وبلل شوه. بریتانیا لارد دورهام د دې مسئلې د حل لپاره واستاوه او د هغه د ۱۸۳۹ز کال راپور د «مسوول حکومت» (یعنې د ځان حکومت) لپاره لار پرانیستله. [۲۲][۲۳][۲۴]

په همدغه کال، چين ته د بریتانیوي تریاکو د صادراتو نيول د چينګ سترواکۍ پر وړاندې د ترياکو د لومړۍ جګړې د پیلېدو لامل شو. له هند نه د بریتانیا دفاع د افغان-انګلیس لومړۍ جګړې لامل شو، چې د بریتانیا او روسیې تر منځ د لویې لوبې د لومړۍ جګړې پیل و.[۲۵]

په سویلي افریقا کې هالنډي بویرانو «د ناتال، ترانسوال او خپلواک نارنجي ایالت د تاسیسولو لپاره، خپل لوی سفر وکړ، دلته یې زولوس ته ماتې ورکړه او په دغه بهیر کې د زولویانو ماتول له ۱۸۳۵ – ۱۸۳۸ز کال کې ترسره شول. بریتانیا په ۱۸۴۳ز کال کې ناتال ضمیمه کړ، خو په ۱۸۵۲ز کال کې یې پر یو ازاد نارنجي ایالت او په ۱۸۵۴ز کال کې یې په رسمیت وپېژاند.[۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. Dixon, Nicholas (2010). "From Georgian to Victorian". History Review. 2010 (68): 34–38. مؤرشف من الأصل في ۲۷ جنوري ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dutton, Edward; Woodley of Menie, Michael (2018). "Chapter 7: How Did Selection for Intelligence Go Into Reverse?". At Our Wits' End: Why We're Becoming Less Intelligent and What It Means for the Future. Great Britain: Imprint Academic. د کتاب پاڼي 85, 95–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781845409852. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Atterbury, Paul (17 February 2011). "Victorian Technology". BBC History. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Robinson, Bruce (17 February 2011). "Victorian Medicine – From Fluke to Theory". BBC History. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. The UK and future Archived 15 February 2006 at the UK Government Web Archive, Government of the United Kingdom
  6. "Ireland – Population Summary". Homepage.tinet.ie. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Exiles and Emigrants Archived 22 June 2009 at the Wayback Machine.. National Museum of Australia
  8. Daniels, Morna. "Aspects of the Victorian Book: Children's Books". British Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ فبروري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Eliot, Simon. "Aspects of the Victorian Book: Introduction". British Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ ډيسمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Aspects of the Victorian book: Magazines for Women". British Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ فبروري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. John Wolffe (1997). Religion in Victorian Britain: Culture and empire. Volume V. Manchester University Press. د کتاب پاڼي 129–30. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780719051845. مؤرشف من الأصل في ۱۰ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lawrence James, The rise and fall of the British Empire (1994) pp 169–318.
  13. E.A. Benians et al. eds. The Cambridge History of the British Empire Vol. iii: The Empire – Commonwealth 1870–1919' (1959) pp 1–16. online
  14. J. Holland Rose et al. eds. The Cambridge History of the British Empire Vol-ii: The Growth of the New Empire 1783–1870 (1940) pp v–ix. online
  15. Plunkett, John; et al., المحررون (2012). Victorian Literature: A Sourcebook. Houndmills, Basingstoke: Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼې 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Hewitt, Martin (Spring 2006). "Why the Notion of Victorian Britain Does Make Sense". Victorian Studies. 48 (3): 395–438. doi:10.2979/VIC.2006.48.3.395. مؤرشف من الأصل في ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. M Sadleir, Trollope (London 1945) p. 17
  18. M Sadleir, Trollope (London 1945) p. 18-19
  19. M Sadleir, Trollope (London 1945) p. 13 and p. 32
  20. M Sadleir, Trollope (London 1945) pp. 25–30
  21. G M Trevelyan, History of England (London 1926) p. 650
  22. "Queen Victoria: The woman who redefined Britain's monarchy". BBC Teach. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. E.A. Benians et al. eds. The Cambridge History of the British Empire Vol. iii: The Empire – Commonwealth 1870–1919' (1959) pp 1–16. online
  24. J. Holland Rose et al. eds. The Cambridge History of the British Empire Vol-ii: The Growth of the New Empire 1783–1870 (1940) pp v–ix. online
  25. Swisher, ed., Victorian England, pp. 248–50.
  26. E.A. Benians et al. eds. The Cambridge History of the British Empire Vol. iii: The Empire – Commonwealth 1870–1919' (1959) pp 1–16. online
  27. J. Holland Rose et al. eds. The Cambridge History of the British Empire Vol-ii: The Growth of the New Empire 1783–1870 (1940) pp v–ix. online