د بوئر دویمه جګړه
د بوئر دویمه جګړه (افریقی ژبه کې: Tweede Vryheidsoorlog یا د خپلواکۍ دویمه جګړه د ۱۸۹۹ز کال د اکټوبر له ۱۱مې نه تر د ۱۹۰۲ز کال د مې ۳۱مه پورې) چې د بوئر جګړې، د انګلیس او بوئر جګړې او یا د سویلي افریقا جګړې په نوم هم پېژندل شوی هغه جګړه وه، چې په سویلي افریقا کې له ۱۸۹۹ز کال نه تر ۱۹۰۲ز کال پورې د برتانوي سترواکۍ او د بوئر دوه جمهوریتونو (د سویلي افریقا جمهوریت او اورنج خپلواک جمهوریت) تر منځ رامنځته شوې وه او د هغه مهال و چې په بوئر جمهوریتونو کې د سرو زرو زېرمې وموندل شوې او له دې سره د بهرنیانو لوی څپه چې زیاتره یې له کیپ مستعمرې نه برتانویان وو راورسېده. دغه راز بوئرانو د رای ورکولو حق نه درلود نو ځکه یې په کیپ مستعمره کې د انګلیسي چارواکو په وړاندې اعتراض وکړ، خو د بوئرانو او برتانویان تر منځ خبرې اترې ناکامې شوې او د جګړې په لومړیو پړاوونو کې مخکې له دې چې بوئران د سترواکۍ تازه دمو ځواکونو له خوا په شا وتمبول شي د برتانوي هډو په وړاندې بریالي بریدونه تر سره کړل. که څه هم برتانویان په چټکۍ سره د بوئر جمهوریتونه اشغال کړل، خو ډېری بوئرانو د ماتې منلو نه انکار وکړ او په چریکي جګړو یې پیل کړل. چې برتانویان یې دې ته اړ کړل تر څو د ځمکو د سوځولو تګلارې غوره کړي خو د یادو تګلارو له امله بې ځایه شوې بوئري مېرمنې او ماشومان کمپونو کې خراب وضعیت سره مخ شو.[۱][۲]
یاده جګړه په ۱۸۹۹ز کال کې د بلومفونټین کنفرانس له ناکامۍ وروسته هغه مهال پیل شوه، کله چې غیرقانوني بوئر ملېشو برتانوي مستعمرو ته نږدې په استعماري استوګن ځایونو برید وکړ او په دې ډول یې د ۱۸۹۹ز کال اکټوبر کې بوئري ځواکونو د لیډیسمیت، کمبرلي او مفکینګ ښارونو محاصره پیل کړه او په کولنسو، میجرفونټین او سټورمبرګ سیمو کې یې یو لړ بریاوې تر لاسه کړې، چې د بوئریانو یادو پرمختګونو په غبرګون کې د برتانوي پوځ ډېری سرتېري سویلي افریقا ته واستول شول او د بوئرانو په وړاندې یې ناکام بریدونه ترسره کړل، خو د برتانوي پوځ برخلیک هغه وخت بدل شو کله چې د دوی قوماندان جنرال ریډورس بلر پر ځای لارډ کیچنر وټاکل شو، چې د کیچنر تر قومنده لاندې د بوئرانو له خوا درې محاصره شوي ښارونه بېرته ونیول شول او د ۱۹۰۰ز کال په پیل کې یې د ۱۸۰،۰۰۰ کسیزه پوځي ځواک مشري وکړه چې په ترڅ کې یې د بوئر پر دوو جمهوریتونو برید وکړ. بوئریان په دې پوهېدل چې دوی د دومره لوی ځواک په وړاندې مقاومت نه شي کولی، نو ځکه له سختو جګړو نه یې ډډه وکړه او برتانویانو ته یې اجازه ورکړه چې دواړه جمهوریتونه او د دوی پلازمینې پریټوریا او بلومفونټین اشغال کړي.[۳][۴][۵]
چې له یادو بریدونو نه وروسته د سویلي افریقا د ولسمشر پاول کروګر په ګډون د بوئر سیاستوال یا له سیمې وتښتېدل یا هم پټ شول او په دې توګه برتانوي سترواکۍ وکولاې شو چې په ۱۹۰۰ز کال کې په رسمي ډول د بوئر دواړه جمهوریتونه سره یوځای کړي، چې په برتانیې کې د لارډ سالزبري په مشرۍ محافظه کاره حکومت هڅه وکړه چې له وخت نه مخکې د عمومي ټاکنو په ترسره کولو سره د برتانیا د پوځي بریاوو نه ګټه واخلي. هاخوا بیا د بوئر جنګیالیو لوی شمېرغرونو ته وتښتېدل او د برتانوي اشغالګرو ځواکونو په وړاندې یې چریکي عملیات پیل کړ، چې د تریخ پای (bittereinders) په نوم پېژندل کېږي همدارنګه د بوئر جنګیالیو د ځینو مشهورو جنرالانو په مشرۍ لکه لوئس بوتا، جان سموټ، کریسټین ډی ووټ او کووس دی لاری د برتانویانو په وړاندې عملیات پیل کړه چې دوه کاله یې دوام وکړ.[۶][۷]
برتانویانو لپاره د بوئرانو د یادو چریکي عملیاتو ماتې ستونزمنه وه ځکه له یو پلوه خو برتانویانو چریکي تاکتیکونو سره نا اشنا وو او له بلې خوا د بوئرانو جمهوریتونو کې ملکي خلکو له دې عملیاتو ملاتړ کاوو. دغه راز د بوئرانو چریکي عملیاتو ته په ماتې ورکولو کې د پرله پسې ناکامیو په غبرګون کې د برتانیې عالي قوماندانۍ امر وکړ چې په لویه کچه د بغاوت ضد عملیاتو د یوې برخې په توګه د ځمکو د سوځولو تګلارو نه کار واخیستل شي. همدارنګه د مورچلونه، مضبوطو مرکزونو او اغزن تارونو یوه پیچلې شبکه جوړه شوې وه چې په اشغال شوي جمهوریتونه یې وویشل. او په دې توګه برتانوي پوځیانو ته امر شوی و چې کروندې او څاروي له منځه یوسي ترڅو د بوئري جنګیالیو مخه ونیسي همدارنګه له سلو زرو نه ډېر بوئر ملکي وګړي (زیاتره ښځې او ماشومان) په زور سره کمپونو ته ولېږدول شول، چیرته چې ۲۶،۰۰۰ کسان د بېلابېلو لاملونو په ځانګړې توګه د لوږې او ناروغیو له امله مړه شول. په ورته سیمو کې افریقایان هم په یادو کمپونو کې بندیان شوي وو ترڅو بوئرانو ته د سرچینو رسولو مخه ونیسي، چې ۲۰،۰۰۰ افریقایان وګړي هم د ورته لاملونو له امله چې د دوی بوئري همکاران وژل شوي وو مړه شول.[۸]
د دې ځمکو د سوځولو تګلارو سربیره د برتانیا ځواکونو د بوئر جنګیاليو تعقیبولو لپاره ځای پر ځای شوي وو، چې د جګړې په دې پړاو کې د دواړو خواوو تر منځ ټولې تر سره شوې نښتې په وړه کچه وې او دواړو خواوو ته لږ تلفات اوښتي وو، خو ډېری تلفات د ناروغۍ له امله وو. دغه راز د برتانیې د پوځ قوماندان لارډ کیچنر د جګړې پای ته رسولو لپاره د بوئرانو پاتې مشرانو ته د تسلیمیدو لپاره ځینې شرایط وړاندې کړل تر څو دې شخړې ته د پای ټکی کېږدي، چې د بوئر ډېری قوماندانانو له کمپونو نه د نورو بوئرانو د ازادۍ ډاډ ترلاسه کولو لپاره لیواله وو، نو ځکه یې د برتانیا د (Vereeniging) تړون شرایط ومنل او د ۱۹۰۲ز کال په مې میاشت کې رسما تسلیم شول. او د سویلي افریقا اتحادیه د رامنځته کولو په موخه په ۱۹۱۰ز کال کې له ناتال او کیپ مستعمرو سره یوځای شو ترڅو د سویلي افریقا اتحادیه جوړه کړي.[۹]
د کیپ ، ناتال او روډیشیا مستعمرو نه سیمه اېزو استعماری ځواکونو او همدارنګه د برتانوي ټاپوګانو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د برتانوي سترواکۍ رضاکارانو، په ځانګړې توګه اسټرالیا، کاناډا، هند او نیوزیلنډ د بوئریانو په وړاندې له برتانویانو سره مرسته وکړه. دغه راز د برتانویانو له خوا یادو جګړو کې د افریقایي سرتېرو ګومارنې هم برتانوي سره مرسته وکړه، چې نړیوال عامه افكار په عمومی توګه له بوئریانو سره خواخوږی او له برتانویانو سره دښمنی لرله . حتا په برتانیه کې هم له دې جګړې سره د پام وړ مخالفت شتون درلود.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د سویلي افریقا اتحادیه
[سمول]د جګړې له پای ته رسېدو وروسته یو له مهمو پېښو د سویلي افریقا د اتحادیې (وروسته د سویلي افریقا جمهوریت) رامنځته کول و، چې دا اتحادیه د نړیوالو جګړو په لړ کې د برتانوي سترواکۍ په توګه د برتانیې لپاره یو له خورا مهمو متحدیونو نه ګڼل کېده. د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې یو ناورین هغه مهال رامنځته شو کله چې د سویلي افریقا حکومت چې مشري یې لویس بوتا او د بوئر نورو پخوانیو جنګیالیو لکه جان سمټس په غاړه درلوده له برتانیې نه ملاتړ اعلان کړ او موافقه یې وکړه چې سویل لوېدیځې افریقا (نمیبیا) د المان مستعمرې نیولو لپاره سرتیري واستوي.
ډېری بوئریان د برتانیې لپاره د المان په وړاندې د جګړې مخالف وو، ځکه المانانو له دوی سره خواخوږي درلوده. نو ځکه یو شمېر (bittereinders) جنګیالي او د دوی متحدینو په هغه بغاوت کې چې د ماریټز په نامه یادېده برخه واخیسته، خو د یاد بغاوت مخه په چټکۍ سره ونیول شوه، چې له هغه وروسته (bittereinders) د اساسي قانون په سیاسي تنظیم تمرکز وکړ او هغه څه یې رامنځته کړل چې وروسته د ملي ګوند په نوم یاد شو چې یاد ګوند په ۱۹۴۸ز کال کې واک ترلاسه کړ او د ۱۹۴۰ لسیزې له پای نه تر د ۱۹۹۰ لسیزې تر پیل پورې د اپارتایډ سیسټم په چوکاټ کې د سویلي افریقا په سیاست کې واکمني وکړه.
سرچينې
[سمول]- ↑ "Boer War begins in South Africa". HISTORY (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-07-23.
- ↑ "BBC – History – The Boer Wars". www.bbc.co.uk (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-01-25.
- ↑ Millard, Candice (2016). Hero of the Empire: The Boer War, a daring escape, and the making of Winston Churchill. New York: Doubleday. ISBN 978-0-385-53573-1.
- ↑ "The South African War 1899–1902". www.sahistory.org.za. South African History Online. نه اخيستل شوی 2021-01-25.
- ↑ "Lord Roberts is appointed British supreme commander in South Africa". www.sahistory.org.za. South African History Online. نه اخيستل شوی 2022-01-04.
- ↑ Biggins, David (June 2013). "Khaki Election of 1900". angloboerwar.com. نه اخيستل شوی November 27, 2018.
- ↑ van der Waag, Ian (2005). "Boer Generalship and Politics of Command". War in History. 12 (1): 15–43. doi:10.1191/0968344505wh306oa. JSTOR 26061736. S2CID 220749361 – via Jstor.
- ↑ "Women & Children in White Concentration Camps during the Anglo–Boer War, 1900–1902". www.sahistory.org.za (په انګليسي). South African History Online. 2011-03-21. نه اخيستل شوی 2019-02-20.
- ↑ "The Boer War ends in South Africa". HISTORY (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-01-25.
- ↑ "Anglo Boer War – Rhodesia Regiment". www.angloboerwar.com. نه اخيستل شوی 2020-07-15.
- ↑ See Opposition to the Second Boer War#Among neutrals
- ↑ Diver, Luke (2014). "Ireland and the Second Boer, maynoothuniversity.ie Ph.D." (PDF). Archived (PDF) from the original on 2022-10-09. نه اخيستل شوی 15 December 2020.
- ↑ "United Kingdom". A Dictionary of Contemporary World History (6th). (2021). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-189094-9.