عبدالرحيم خټک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالرحيم خټک د پښتو ژبې يو شاعر دی .

مخينه

عبدالرحيم خټک د پښتو ژبې يو شاعر تېر شوی دی . دی د شعرونو یو ديوان لري چې تر اوسه لا نه دی چاپ شوی او په ټوله نړۍ کې يې يوازې درې قلمي نسخې شتون لري . ددغه ديوان يوه قلمي نسخه د روسیې فدراسيون د ختيځ پېژندنې انستيتوت په واک کې ده . دده د ديوان دغه قلمي نسخه روسي متنپوه او ايرانپوه کارل گېرمانوويچ زالېمان (۱۸۴۹-۱۹۱۶) پر ۱۹۰۸ زېږدي کال له بخارا څخه راوړې وه . عبدالرحيم خټک په زلميتوب کې د کندهار او تهران له لارې د روحاني استاد او پير په لټه کې بخارا ته تللی وو . نوموړی په بخارا کې د شيخ او صوفي شاعر ملا محمدي شاگرد شو او څه د پاسه پنځوس کاله یې په بخارا کې ژوند وکړ . په دې اړه پخپله خټک هم په خپلو شعرونو کې ليکلي دي . د عبدالرحيم خټک د ديوان قلمي نسخه دده تر مړينې پېنځه کاله وروسته ليکل شوې ده او کېدای شي چې د وخت په تېرېدو سره د څېړونکيو او چاپوونکیو د لېوالتيا وړ وگرزي . دده په اړه د افغانستان او ايران په برخه کې روسي ژبپوه ولاديمير واسيلېويچ کوشېف (۱۹۲۷ -۲۰۰۱) پر ۱۹۶۸ ز کال يوه ليکنه کړې وه . همدا رانگه د کابل مجلې په ۵۸۵ گڼه کې هم د ده په اړه يوه ليکنه چاپ کړې وه ، چې له هغې نه وروسته بيا په کندهار مجله کې هم چاپ شوه .

اخځونه

  1. ليکوال : و . و . کوشيف ، د روسيې د پوهنو اکاډمۍ د ختيځ پېژندنې انستيتوت له زېرمې څخه د پښتو ژبې د قلمي نسخو د کلکسيون راټولونه او څېړنه ، ژباړن محمد طاهر کاڼی ، لېمه (مجله) ، اتمه گڼه ، ۲۴ ، ۲۶ ، ۲۷ مخونه ، د ۱۳۷۷ (۱۹۹۸) ز کال مسکو چاپ .
  2. http://ru.wikipedia.org/wiki/Залеман,_Карл_Германович
  3. http://www.orientalstudies.ru/rus/index.php?option=com_personalities&Itemid=74&person=136