لېمه (مجله)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لېمه مجله

لېمه يوه ادبي ، فرهگني درې مياشتنۍ پښتو مجله وه ، چې د ۱۳۷۵ او ۱۳۷۹ لمريزو (۱۹۹۶ - ۲۰۰۰) زېږدي کلونو ترمنځ له مسکوه خپرېدله .

مخينه

د لېمې ادبي فرهنگي درې مياشتنۍ مجلې بنسټ پر ۱۳۷۵ لمريز کال د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د يو شمېر مېشتو افغان کډوالو فرهنگيانو عارف خزان ، محمد افضل ټکور ، عبدالمالک پيغام ، غلام محمد کامه وال او يوسف هېواد دوست له خوا کېښودل شو چې کتونکې ډله یې هم همدغه کسان ول. د مجلې لومړۍ گڼه د ۱۳۷۵ لمريز کال په لړم (۱۹۹۶ ز کال په نوامبر) کې له چاپه راووته . د مجلې پازوال چلوونکی نظيف الله تکل وو. د مجلې د درېيمې گڼې تر چاپ وروسته پازوال چلوونکی نظيف الله تکل له روسیې څخه د لوېديځو هېوادو په لور وکوچېد ، او ممتاز ارمان د مجلې پازوال چلوونکی شو . د مجلې د اتمې گڼې تر چاپ وروسته ارمان هم د لوېدیځو هېوادو په لور کډوال شو او د پازوالۍ چارې عارف خزان ته وسپارل شوې . دا هغه مهال وو چې د مجلې د کتونکې ډلې نږدې ټول غړي له روسیې څخه لوېديځو هېوادو ته کوچېدلي ول . د لېمې مجلې د پازوال چلوونکي نوم له اره سمبوليکه بڼه درلوده او د مجلې د چارو ډېر بوج د عارف خزان ، محمد طاهر کاڼي او د يو شمېر نورو قلمي همکارانو پر غاړه وو . د لېمې مجلې وروستنۍ يانې ۱۵ گڼه د ۱۳۷۹ لمريز کال د غبرگولي (۲۰۰۰ ز کال پر جون) له چاپه راووته او مجله د یو شمېر ستونزو لامله په ټپه ودرېده .

اخځونه

  1. لېمه مجله ، لومړۍ گڼه ، د ۱۳۷۵ لمريز کال لړم ، مسکو چاپ .
  2. لېمه مجله ، څلورمه گڼه ، د ۱۳۷۶ لمريز کال وږی (۱۹۹۷ ز کال سيپټمبر) ، مسکو چاپ .
  3. لېمه مجله ، نهمه گڼه ، د ۱۳۷۷ لمريز کال ليندۍ ، (د ۱۹۹۸ ز کال ډيسمبر) ، مسکو چاپ .
  4. لېمه مجله ، پېنځلسمه گڼه ، د ۱۳۷۹ لمريز کال غبرگولی ، (د ۲۰۰۰ ز کال جون) ، مسکو چاپ .