محمد افضل ټکور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد افضل ټکور

ښاغلی افضل ټکور په کال ١٣٣٩ لمريز کال کي د ننگرهار ولايت د کوز کونړ ولسوالۍ دکوټۍ په کلي کي زېږيدلی دی .

زده کړې

لومړنۍ زده کړي يې د خپل کلي په ښوونځی کښي تر سره کړي او په ١٣٥٧ لمريز کال دکونړ ولايت د کوز کنړ د ولسوالۍ د سيدجمال الدين د ليسې د دولسم ټولگی نه فارغ شوی او لوړي زده کړي يې د ننگرهار پوهنتون د انجنيرۍ په پوهنځی کي تر سره کړي دي . په کال ١٣٦٤ ل يې نوموړې پوهنځی پای ته ورسوله .

دندې

د پوهنځی له فراغت وروسته يې د افغانستان د ليکوالو د ټولني سره په کار پيل وکړ ، په لومړيو کي د ژوندون مجلې مهتمم ، او وروسته د ١٣٧٦ ل کال څخه وروسته بيا د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر ړنگېدو پوري د نوموړي مجلې دمسول مدير په توگه پاته شو. ښاغلی ټکور د يوې مودې لپاره د انيس ورځپاڼي د ادبي مخ چي د نکريزو پاڼه نومېدله چلوونکی و، وروسته د څو کالو لپاره د افغانستان راډيو ادبي خپرونه ( ولولې ) لپاره شعرونه او ... ليکلي دي ، ددې ترڅنگ تر اوسه ( ١٣٨٣ ل ) پوري د لسگونو کتابونو اهتمام کړی ، په بېلابېلو خپرونو کي يې څېړنيزي مقالې خپرې شوي ، او بېلابېلو غونډو او سيمينارونو لپاره يې پر مختلفو موضوگانو څېړني مقالې کښلي دي . ښاغلی ټکور د شپږو کالو راهيسي د خپلي کورنۍ سره په هالنډ کې مېشت و چې وروسته بيا د يوې انگرېزي پروژې لپاره چې پوځيانو لپاره د پښتو لوست ورکول دي ولاړ او تر اوسه په نوموړې دنده په لنډن کې بوخت دی .

چاپ شوي آثار

ښاغلی ټکور د لاندنيو چاپي اثارو خاوند دی :

  1. دا ليکوال او دا څېرې - تذکره - دا د هغو ٩٠ تنو ليکوالو او شاعرانو تذکره ده چي د ارواښاد استاد بېنوا د (اوسني ليکوال) تر پېژندگلوی وروسته يې علمي او ادبي کارونه کړي دي. دغه اثر په ٥٠٠ مخونو کي په ١٣٦٤ ل کال د بيهقي د نشراتي موسسې له خوا په کابل کي خپور شوی دی.
  2. ښکالو د پسرلو - شعري ټولگه - د پښتو ټولني چاپ ١٣٦٥ ل کابل
  3. د نظر غشي - د خوږ ژبي شاعر رحمت شا سايل د شعرونو غورچاڼ دی چي د ښاغلي ټکور له خوا ترتيب شوې او سريزه پر ليکل شوېده - د قومونو او قبايلو وزارت چاپ ١٣٦٧ ل کابل
  4. د هسک پېغله - د هسک پېغله د استاد بېنوا دهغو شعرونو ټولگه ده کوم چي په تيرو پنځوسو کلونو کي د هيواد په بېلابېلو خپرونو کي چاپ شوي دي . راټولونکی يې افضل ټکور دی - د ليکوالو ټولني چاپ ١٣٦٨ ل کابل
  5. پرهرونه ټکورونه - شعري ټولگه - د ليکوالو ټولني چاپ ١٣٦٨ ل کابل
  6. يو داغ يو ټکور - شعري ټولگه - په خپل لگښت چاپ ١٣٧٤ ل پېښور

باندنۍ تړنې

سرچينې