ولاديمير واسيلېويچ کوشېف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ولاديمير واسيلېويچ کوشېف

ولاديمير واسيلېويچ کوشېف (د ۱۹۲۷ د نوامبر ۳۰ - د ۲۰۰۱ د جولای ۲۷ ) يو روسی ختيځپوه ، د افغانستان اوايران په برخه کې یو ژبپوه او ليکوال وو .

مخينه

ولادیمير واسيلېويچ کوشېف د ۱۹۲۷ ز کال د نومبر پر ۳۰ د يوه حکومتي کارمند په کورنۍ کې زېږېدلی دی . ده پر ۱۹۵۰ ز کال د لېنينگراد پوهنتون ختيځ پوهنځ ی پای ته ورساوه .

دندې

کوشېف له ۱۹۵۳ ز کاله تر ۱۹۵۷ کاله د سالتيکوف شېدرین په نامه کتابتون کې کار کاوه . تر دې وروسته د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد د پوهنو اکاډمۍ د ختيځو قلمي نسخو د لېنينگراد په څانگه کې د کار کولو لپاره ور وبلل شو او په دغه څانگه کې يې څه د پاسه څلوېښت کاله کار وکړ . له ۱۹۸۲ زېږدي کاله راهيسې د شوروي اتحاد د پوهّنو اکاډمۍ د ختيځ پېژندنې انستيتوت د لېنينگراد په څانگه کې پوهنيز کارکوونکی وو ، بيا ورپسې لوړ پوهنيز کارکوونکی شو . د پارسي ، دري ، پښتو ، او ځينو نورو ژبو په برخه کې پوهنيزې څېړنې ، پر خطي نسخو کار ، د کتلاکونو جوړول ، د منځني ختيځ د ولسونو د ادبي میراث څېړنې ، له پېښليک ، دين ، هڅوب سره تړلی کار د کوشېف پوهنيزې کارندتيا رانغښتی وو .

چاپ شوي اثار

مړینه

اخځونه

  1. http://www.orientalstudies.ru/rus/index.php?option=com_personalities&Itemid=74&person=136