ريچارډ ډوکينز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ريچارډ ډوکينز
(انګلیسي: Clinton Richard Dawkins د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ريچارډ ډوکينز
ريچارډ ډوکينز

د شخص معلومات
زیږون نوم (ناروېجي بوکمول: Clinton Richard Dawkins د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۶ مارچ ۱۹۴۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
نایروبی[۹][۱۰][۱][۱۱][۱۲]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای نایروبی  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا[۱۳][۱۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر  د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده سکرين ليکوال[۱۵][۱۶]
بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان)
ليکوال
لوبگر[۱۷][۱۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۹][۲۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه تکاملي بيولوژي
ژوپوهنه[۲۱]
ژونپوهنه[۲۱]
کلیسا (عیسوي کلیسا)[۲۱]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر چارلس ډاروین
رونالډ فیشر
برټرانډ راسل
کرېسټوفر هېچنز  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک اتيزم[۲۲][۲۳]
سيکولريزم - Secularism[۲۴]
اګنوسټېزم[۲۵]  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ريچارډ ډوکينز
ريچارډ ډوکينز

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)
د تاييدولو سرچينه (انگليسي)[۲۶][۲۷]  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ريچارډ ډوکينز FRS FRSL (زېږېدنه ۲۶ مارچ ۱۹۴۱) يو برتانوي تکاملي بيالوژي پوه او لیکوال دی. نوموړی د اکسفرډ د نيو کاليج یو افتخاري متقاعد همکار (په انګلستان کې د پوهنتون د ادارې غړی) دی او له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۸ز کال پورې د اکسفرډ په پوهنتون کې د ساينس د عامه پوهاوي پروفيسر و. هغه چې يو ملحد دی، په تخلقيت (د کايناتو پنځونه) او ذهني جوړښت پر باور (هغه باور چې ګوندې په ځمکه ژوند په ساينسي تيورۍ نه شي تشريح کېدای) د نيوکو له امله شهرت لري.[۲۸][۲۹]

ډوکينز په لومړي ځل په ۱۹۷۶ز کال کې د « The Selfish Gen» په نوم د خپل کتاب له امله شهرت پيدا کړ، کوم کتاب چې د تکامل د جين پر بنسټ ولاړ اند ته شهرت ورکړ او د meme اصطلاح يې دود کړه. د « The Extended Phenotype» (۱۹۸۲) په نوم خپل کتاب سره، نوموړي په تکاملي بيالوژۍ کې دا اغېزناک تصور دود کړ چې اړينه نه ده د جين «فينوټايپي» اغېزې د کوم ژوندي تر جسم پورې محدودې وي، بلکې تر چاپېريال پورې خپرېدای شي. په ۲۰۰۶ز کال کې، نوموړي د « Richard Dawkins Foundation for Reason and Science» بنسټ کېښود او په ۲۰۱۱ز کال کې نوموړي له نورو سره په شریکه د « Clergy Project» بنسټ کېښود.[۳۰]

په « The Blind Watchmaker» (۱۹۸۶) کې ډوکينز د «واچ ميکر» د تشبيه  (واچ ميکر تشبيه يا ورته والي دليل د خالق دوجود یو استدلال دی) خلاف استدلال وړاندې کړی، کوم چې د ژونديو موجوداتو د پېچلتياوو پر بنسټ يو فوق العاده (مافوق الفطرت) پنځونکي د شتون استدلال دی. د دې پر ځای هغه تکاملي پروسه د یو ړانده ساعت جوړونکي ته ورته په توګه بيانوي، ځکه چې د بالمثل توليد، بدلون او ټاکنه د هېڅ طرحه کوونکي له خوا نه رهبري کېږي. په « The God Delusion» (۲۰۰۶) کې ډوکينز ادعا کړې چې يو فوق العاده پنځونکی تقريباً په يقيني ډول موجود نه دی او دا چې مذهبي عقيده يو فريب (وهم) دی. د ډوکينز الحادي دريځ کله کله شخړې خپل ځان ته جلب کړي دي. [۳۱][۳۲][۳۳]

ډوکينز علمي او د لیکوالۍ جايزې ترلاسه کړي دي او هغه په تلويزيون، راديو او انټرنيټ کې راڅرګندېږي، په بنسټيز ډول د يو ولسي روڼ اندي په توګه د خپلو کتابونو، الحاد او خپلو اندونو او نظریاتو په اړه بحث کوي.[۳۴]

مخينه[سمول]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

کلنټن ريچارډ ډوکينز د ۱۹۴۱ز کال د مارچ د مياشتې په ۲۶مه نېټه د برتانيې د استعماري واکمنۍ پر مهال د کينيا په پلازمېنه نايروبي کې زېږېدلی و. وروسته ډوکينز له قانوني لارې له خپل نوم څخه د کلينټن برخه لرې کړه. نوموړی د «ژان مري ويويان» (د کورنۍ نوم يې لاډنر؛ ۱۹۱۶-۲۰۱۹) او کلينټن جان ډوکينز (۱۹۱۵-۲۰۱۰) زوی دی، څوک چې په نياسالينډ (اوسنۍ ملاوي) کې د برتانوي استعماري خدمت کې د کرنې ملکي مامور و او د اکسفورډ شاير د يوې شريفې کورنۍ سره اړه لري. د هغه پلار د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال «کينکز افريقن رايفلز» ته غوښتل شوی و او په ۱۹۴۹ز کال کې بېرته انګلستان ته ستون شو، دا مهال د ډوکينز عمر اته کاله و. پلار يې په اکسفورډ شاير کې د نارټن پارک دپاسه شتمني په مېراث وړې وه، کومه ځمکه کې چې هغه د سوداګرۍ په ډول کروندګري کوله. ډوکينز د انګلستان په اکسفرډ کې ژوند کوي. هغه د سارا په نوم يوه کشره خور لري.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

مور او پلار يې په طبيعي علومو کې لېوالتيا درلوده او دواړو د ډوکينز پوښتنو ته په علمي اصطلاحاتو ځواب وايه. ډوکينز خپل ماشومتوب د يو عادي «انګليکي» روزنې په توګه بيان کړی دی. نوموړي د خپلې ځوانۍ تر نيمايي پورې مسيحيت منلی و، په کوم پړاو کې چې هغه دې پايلې ته ورسېدو چې يواځې تکاملي تيوري د ژوند د پېچلتياوو لپاره يوه غوره تشریح ورکولای شي او پر خدای باور يې پرېښود. ډوکينز وايي: «زما د مذهبي کېدو پاتې بنسټيز لامل د ژوند له پېچلتياوو څخه دومره اغېزمن کېدل او دا احساس و چې د دې لپاره بايد يو طرحه کوونکی موجود وي او زه فکر کوم چې دا هغه مهال و، کله چې ما محسوسه کړه چې داروينيزم يوه ډېره غوره تشریح وه چې د طرحې په اړوند استدلال ورکول يې له منځه يوړل. او ماته يې هېڅ راپرې نه ښودل». د هغه د لوېديځ کلتوري شاليد سره يو ځای د الحاد دې پوهې ډوکينز پوه کړ، لکه چې ډوکينز په ډېرو مرکو کې خپل ځان د يو «کلتوري مسيحي» او «کلتوري انګليکي» په توګه تشرېح کړی دی.[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

زده کړه[سمول]

په ۱۹۴۹ز کال کې له نياسالينډ څخه انګلستان ته په اته کلنۍ کې په راستنېدو، ډوکينز د ولټ شاير د «شافین ګروو» ښوونځي کې داخل شو او له دې وروسته له ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۵۹ز کال پورې يې د نارتمپڼ شاير په «اونډل» ښوونځي کې زده کړه وکړه، کوم چې د انګلستان د کليسا چاپېريال لرونکي يو انګريزي دولتي ښوونځی و، چېرته چې نوموړی په لانډيمر هاوس کې اوسېدو. په اونډل کې، نوموړي په لومړي ځل د «برټرينډ رسل» « Why I Am Not a Christian» (زه ولې مسیحي نه يم) په نوم کتاب ولوست. نوموړي د اکسفرډ په باليول کالج کې ژوپوهنه ولوسته او په ۱۹۶۲ز کال کې فارغ شو؛ په دې ځای کې، نوموړي ته د نوبل جايزې ګټونکي د اخلاقیات پوه «نيکولاس ټنبرګن» تدريس (ښوونه) وکړ. نوموړی د دويمې درجې وياړ سره فارغ شو.[۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

ډوکينز د «ټنبرجن» تر څارنې لاندې د څېړونکي محصل په توګه خپل کار ته دوام ورکړ او تر ۱۹۶۶ز کال پورې يې په فلسفه کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ او د يو بل کال لپاره د څېړنې د همکار په توګه پاتې شو. ټنبرجن د ژويو د چلند د مطالعې په برخه کې يو مخکښ و، په ځانګړي ډول د غريزې، زده کړې او انتخاب په برخو کې، په دې پړاو کې د ډوکينز څېړنې د ژويو د پرېکړه کولو د نمونو په اړوند وې. په ۱۹۸۹ز کال کې اکسفرډ هغه ته DSc ورکړ.[۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷]

استادي (تدريس/د ښوونکي دنده)[سمول]

له ۱۹۶۷ څخه تر ۱۹۶۹ز کال پورې، ډوکينز د برکلي د کليفورنيا پوهنتون کې د ژوپوهنې مرستيال پروفيسر و. په دې موده کې، د برکلي د کلفورنيا پوهنتون محصلين او پوهنځي تر ډېره بريده د ويتنام د روانې جګړې مخالف وو او ډاوکينز هم د جګړې ضد لاریونونو او فعالیتونو کې ښکېل و. نوموړی په ۱۹۷۰ز کال کې د استاد په توګه اکسفرډ پوهنتون ته راستون شو. په ۱۹۹۰ز کال کې، نوموړی په ژوپوهنه کې لوړ پوړی استاد شو. په ۱۹۹۵ز کال کې، هغه په اکسفرډ کې د ساينس د عامې پوهې لپاره د «سيموني» پروفيسر په توګه وټاکل شو، دا دنده د «چارلس سیموني» له خوا په دې څرګند نيت ورکړل شوې وه چې «د دې دندې لرونکي څخه د کومې علمي څانګې په عام فهم کې د مهمې ونډې تمه کېدای شي» او دا چې د دې دندې لومړی تر لاسه کونکی به ريچارډ ډوکينز وي. نوموړي له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۸ز کال پورې د پروفيسرۍ دا منصب په واک کې درلود.[۵۸][۵۹][۶۰][۶۱]

له ۱۹۷۰ز کال راهيسې نوموړی د اکسفرډ د نيوکاليج همکار و او اوس هغه یو افتخاري همکار دی. نوموړي د « Henry Sidgwick Memorial Lecture» (۱۹۸۹)، لومړي « Erasmus Darwin Memorial Lecture» (۱۹۹۰)، « Michael Faraday Lecture» (۱۹۹۱)، « T. H. Huxley Memorial Lecture » (۱۹۹۲)، « Irvine Memorial Lecture» (۱۹۹۷)، « Tinbergen Lecture» (۲۰۰۴) او « Tanner Lectures» (۲۰۰۳)  په ګډون ګڼې ويناوې (لیکچرونه) کړي دي. په ۱۹۹۱ز کال کې، نوموړي د کوچنيانو لپاره د کريسمس ويناوو په شاهي انستيتيتوب کې په نړۍ کې د سترېدو په اړوند يوه وينا وکړه. هغه همدا راز د ګڼو جريدو مديریت هم کړی دی او انکارټا دايرة المعارف او د تکاملي دايرة المعارف د کتونکي سلاکار په توګه يې هم کار کړی دی. نوموړی د سيکولر بشرپالنې د ازادې پلټنې مجلې د شورا د مشر مدير او ليکوال په نوملړ کې شامل دی او د Skeptic مجلې له پيل راهيسې يې د کتنپلاوي غړی دی.[۶۲][۶۳][۶۴][۶۵]

ډوکينز د شاهي ټولنې د فيراډي جايزې او برټش اکاډمي تلويزیون جايزې په څېر ډول ډول جايزو لپاره په منصفه پلاوو کې کار کړی دی او د ساينس د پرمختګ لپاره د برتانيې د ټولنې د بيالوژيکي علومو د برخې رئيس و. په ۲۰۰۴ز کال کې، د اکسفرډ باليول کالج د ډوکينز جايزه جوړه کړه، کومه جايزه چې د «ژويو د چاپېریال پوهنې او چلند په اړوند د عالي څېړنې لپاره ورکول کېږي، د کومو ژويو پايښت او ښه والی چې د انسانانو د فعالیتونو له امله له ګواښ سره مخ کېدای شي». د ۲۰۰۸ز کال د سپتمبر په مياشت کې، نوموړی له خپلې پروفيسرۍ څخه تقاعد شو او د ځوانانو لپاره يې د يو کتاب د ليکلو د طرحو اعلان وکړ چې موخه به يې «ځوانان د ساينس مخالف د ښاپېريو پر کيسو د باور کولو په وړاندې خبرول وي». په ۲۰۱۱ز کال کې، ډوکينز د نیو کالج د بشرپالنې له پروفيسرۍ سره يوځای شو، دا په لندن کې يو خصوصي پوهنتون دی چې « A. C. Grayling» يې بنسټ ايښی، کوم چې د ۲۰۱۲ز کال د سپتمبر په مياشت کې پرانيستل شوی دی.[۶۶][۶۷][۶۸][۶۹]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ BnF catalogue général — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — خپرونکی: Bibliothèque nationale de France
  2. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1468026/ — د نشر نېټه: ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6qz9t7g — subject named as: Richard Dawkins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p58255.htm#i582550 — subject named as: Professor Clinton Richard Dawkins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/459604 — subject named as: Richard Dawkins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?84037 — subject named as: Richard Dawkins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/dawkins-richard-clinton — subject named as: Richard Clinton Dawkins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000025990 — subject named as: Richard Dawkins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. پیوستون : 120434059  — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  10. http://observer.guardian.co.uk/comment/story/0,6903,1268687,00.html — د نشر نېټه: ۲۶ مارچ ۲۰۱۵
  11. http://d-nb.info/gnd/120434059 — د نشر نېټه: ۱۵ فبروري ۲۰۱۷
  12. Guardian topic ID: https://www.theguardian.com/books/2008/jun/11/richarddawkins
  13. http://www.nytimes.com/2006/12/17/weekinreview/17kennedy.html?em&ex=1166418000&en=49d19a68cb09e250&ei=5087
  14. https://libris.kb.se/katalogisering/pm13304759pmpzn — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲ جنوري ۲۰۱۷
  15. http://www.quora.com/What-does-Richard-Dawkins-think-of-Deepak-Chopra
  16. http://www.therichest.com/celebnetworth/celeb/authors/richard-dawkins-net-worth/
  17. http://www.abc.net.au/tv/qanda/txt/s3469101.htm
  18. http://www.telegraph.co.uk/news/religion/9082059/For-once-Richard-Dawkins-is-lost-for-words.html
  19. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000601285 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  20. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/11342691
  21. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000601285 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  22. https://www.psychologytoday.com/blog/side-effects/201202/why-does-richard-dawkins-take-issue-agnosticism
  23. https://www.huffingtonpost.co.uk/2014/11/27/famous-atheists-believe-values-richard-dawkins_n_6231968.html
  24. https://richarddawkins.net/aboutus/
  25. https://www.telegraph.co.uk/news/religion/9102740/Richard-Dawkins-I-cant-be-sure-God-does-not-exist.html او https://www.richarddawkins.net/2015/01/atheist-or-agnostic-and-does-it-matter/ The Daily Telegraph او Daily telegraph — د نشر نېټه: ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۹ — سمونګر: Chris Evans
  26. Richard Dawkins — د نشر نېټه: ۱۴ نومبر ۲۰۲۲
  27. https://twitter.com/RichardDawkins/status/1518967468286529536
  28. Tortoise (2 December 2019). OMG – A ThinkIn with Richard Dawkins. YouTube. وقع ذلك في 2:08. مؤرشف من الأصل في ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  29. "British scientists don't like Richard Dawkins, finds study that didn't even ask questions about Richard Dawkins". Independent.co.uk. 18 January 2017. مؤرشف من الأصل في ۰۹ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "The Story of The Clergy Project". The Clergy Project (په انګلیسي ژبه کي). 2014-11-11. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Elmhirst, Sophie (9 June 2015). "Is Richard Dawkins destroying his reputation?". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)(Op-ed)
  32. "Richard Dawkins on Charles Darwin". BBC News. 14 February 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Blair, Olivia (29 January 2016). "Richard Dawkins dropped from science event for tweeting video mocking feminists and Islamists". The Independent. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Fahy, Declan (2015). The New Celebrity Scientists: Out of the Lab and into the Limelight. Rowman & Littlefield Publishers. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Dawkins, Richard 1941– Contemporary Authors, New Revision Series". Encyclopedia.com. Cengage Learning. 
  36. Dawkins, Richard. "My mother is 100 today. She & my late father gave me an idyllic childhood. Her writings on that time are quoted in An Appetite for Wonder". Twitter. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Dawkins, Richard. "My beloved mother died today, a month short of her 103rd birthday. As a young wartime bride she was brave and adventurous. Her epic journey up Africa, illegally accompanying my father, is recounted in passages from her diary, reproduced in An Appetite for Wonder. Rest in Peace". Twitter. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Burke's Landed Gentry 17th edition, ed. L. G. Pine, 1952, 'Dawkins of Over Norton' pedigree
  39. (په 11 December 2010 باندې). Lives Remembered: John Dawkins.
  40. Dawkins, Richard (2004). The Ancestor's Tale. Houghton Mifflin Harcourt. د کتاب پاڼې 317. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-618-00583-3. مؤرشف من الأصل في ۲۳ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Dawkins, Richard. "Brief Scientific Autobiography". Richard Dawkins Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جون ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په 15 September 2013 باندې). Richard Dawkins: 'I don't think I am strident or aggressive'.
  43. (په 10 February 2003 باندې). Darwin's child.
  44. (په 12 October 2001 باندې). Richard Dawkins: The foibles of faith. BBC News.
  45. Pollard, Nick (April 1995). "High Profile". Third Way 18 (3): 15. ISSN 0309-3492. https://books.google.com/books?id=17rzvh_Ve0IC. Retrieved 20 May 2020. 
  46. (په 10 December 2007 باندې). Dawkins: I'm a cultural Christian. BBC News.
  47. (په 4 March 2013 باندې). Q&A with Richard Dawkins: 'I guess I'm a cultural Christian'. Charleston City Paper
  48. (په 4 March 2013 باندې). Richard Dawkins: I Guess I'm a Cultural Christian. The Christian Post.
  49. Alister E. McGrath, Dawkins' God: From The Selfish Gene to The God Delusion (2015), p. 33
  50. "The Oundle Lecture Series". Oundle School. 2012b. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. (په 17 December 2006 باندې). Preaching to the converted.
  52. Dawkins 2015، ص. 175.
  53. کينډۍ:Cite thesis کينډۍ:EThOS
  54. Dawkins, Richard (1 January 2006). "Curriculum vitae" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. Dawkins, Richard (1 January 2006). "Richard Dawkins: CV". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اپرېل ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) For direct link to media, see this link
  56. (په July 1995 باندې). Revolutionary Evolutionist.
  57. Dawkins, Richard (1969). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A threshold model of choice behaviour"]. Animal Behaviour 17 (1): 120–133. doi:10.1016/0003-3472(69)90120-1. 
  58. ""Belief" interview". BBC. 5 April 2004. مؤرشف من الأصل في ۲۹ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. Simonyi, Charles (15 May 1995). "Manifesto for the Simonyi Professorship". The University of Oxford. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ فبروري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. "Aims of the Simonyi Professorship". 23 April 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ فبروري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  61. "Previous holders of The Simonyi Professorship". The University of Oxford. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ جنوري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  62. "Emeritus, Honorary and Wykeham Fellows". New College, Oxford. 2 May 2008. مؤرشف من الأصل في ۱۰ مې ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  63. "The Current Simonyi Professor: Richard Dawkins". The University of Oxford. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  64. Dawkins, Richard (1 January 2006). "Curriculum vitae" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  65. "Editorial Board". The Skeptics' Society. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اپرېل ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  66. Dawkins, Richard (1 January 2006). "Curriculum vitae" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  67. "The Dawkins Prize for Animal Conservation and Welfare". Balliol College, Oxford. 9 November 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  68. (په 24 October 2008 باندې). Harry Potter fails to cast spell over Professor Richard Dawkins.
  69. (په 5 June 2011 باندې). New university to rival Oxbridge will charge £18,000 a year. Sunday Telegraph.