بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان)
بيالوژي پوه یو ساينسپوه دی، څوک چې په بيالوژي کې څېړنه کوي. بيالوژي پوهان پر ځمکه د ژوند د څېړنو سره لېوالتيا لري، که هغه یوه انفرادي حجره وي، که ګڼ حجروي ژوندي موجودات وي، يا له يو بل سره د تعامل کوونکي نفوس يوه ټولګه وي. دوی عموماً د بيالوژي په يوه ځانګړې څانګه کې تخصص لري (لکه ماليکولي بيالوژي، ژوپوهنه او تکاملي بيالوژي) او څېړنه يې په يوه ځانګړې برخه تمرکز لري (لکه د ملاريا يا سرطان ناروغۍ مطالعه کول).[۱][۲][۳][۴]
هغه بيالوژي پوهان چې په بنسټيزو څېړنو کې ښکېل دي، موخه يې د طبيعي نړۍ په اړوند پوهاوي کې پرمختګ دی. دوی خپلې څېړنې د علمي طريقې په کارولو سره تر سره کوي، کومه چې د ښکارندو (فرضيو) د ازموينې لپاره يوه تجرباتي طريقه ده. شونې ده چې د دوی په موندنو (اعتراعات) کې پر کومې ټاکلې موخې تطبيقات شامل وي، لکه بايوټيکنالوژي (د صنعتي او نورو موخو لپاره له بيالوژيکي جرياناتو کار اخستل)، د کوم موخه چې د انسانانو لپاره د ګټورو طبي محصولاتو جوړول دي.[۵][۶]
په اوسني عصر کې، ډيری بيالوژي پوهان يو يا ډېرې علمي سندونه لري، لکه د لسانس سند تر څنګ يې د ماسترۍ يا دوکتورا په څېر پرمختللی سند. د نورو ساينسپوهانو په څېر، بيالوژي پوهان هم د اقتصاد په بېلا بېلو برخو کې په کار بوخت لېدل کېږي، لکه په علمي، غېر انتفاعي، خصوصي صنعت يا حکومت کې.[۷][۸][۹]
تاريخچه
[سمول]د بيالوژي بنسټ اېښودونکی، «فرانسسکو ريډي» تر اوسه د تر ټولو ستر بيالوژي پوه په توګه منل شوی دی. يو انګريز طبيعي فيلسوف «رابرټ هوک» د حجرې اصطلاح جوړه کړې، کوم چې د بوټو (نباتاتو) جوړښت د شاتو د ګبین د جال له حجرو سره د ورته والي ښودنه کوي.[۱۰][۱۱]
«چارلس ډاروين» او «الفريډ واليس» د طبيعي غوراوي په مټ په خپلواک ډول د تکامل نظريه وړاندې کړه، کومه چې د «On the Origin of Species» (د انواعو د اصليت په هکله) په نوم د «داروين» په کتاب کې په تفصيل سره تشریح شوې وه، دا کتاب په ۱۸۵۹ز کال کې خپور شوی و. په دې کتاب کې، «داروين» وړانديز کړی چې د انسانانو په ګډون د ټولو ژونديو موجوداتو ځانګړتياوو ته، د راغونډ شوي سمون سره د ميراث د طبيعي جرياناتو په مټ بڼه ورکړل شوې وه، د کوم په پايله کې چې د وخت د یوې اوږدې مودې په تېرېدو سره لرې والی او اختلاف منځ ته راغلی و. د د تکامل تيورۍ اوسنۍ بڼه د بيالوژي په نږدې ټولو برخو کې اغېز لري. په جلا ډول، «ګریګور مينډل» په ۱۸۶۶ز کال کې د وراثت اصول کېښودل، کوم چې د اوسني جنيټيک بنست وګرځېد.[۱۲]
په ۱۹۵۳ز کال کې، «جيمز ډي. واټسن» او «فرانسس کرک» د DNA بنستيز جوړښت تشريح کړ، دا جنيټيکي مواد دي چې په خپلو ټولو بڼو کې د ژوند څرګندونه کوی او د «موريس ولکنز» او «روزالينډ فرينکلن» د کار پر بنسټ يې وړانديز وکړ چې ډي این ای دوه ګونی (غبرګ) مارپيچ دی (د غبرګ تاو شوي مار په څېر دی).[۱۳]
«ایانولمټ» د يوې څېړنيزې ډلې مشري وکړه، کومې چې په ۱۹۹۶ز کال کې په لومړي ځل د يوې بالغې بدني حجرې څخه يو تي لرونکی ژوی جوړ کړ، دا له «ډورسټ» څخه يو فنلنډي ګډ و چې «ډولي» يې بولي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
زده کړه
[سمول]په بيالوژي کې د لسانس سند عموماً په مالیکولي او حجروي او بيالوژي، پرمختګ، ايکولوژي (ټولنپېژندنه/د موجوداتو او چاپېريال تر منځ د اړيکې علم)، جنيټیک، مايکرو بيالوژي، اناتومي، فزيالوژي (د بدن د غړيو د دندو علم)، بوټو پېژندنه او ژوپېژندنه کې درسي دورو ته اړتيا وي. شونې ده چې په اضافي شرايطو کې يې فزيک، کيميا (عمومي، عضوي او بايوکميسټري)، حساب او شمېرې شاملې وي.[۱۸][۱۹]
هغه محصلین چې د څېړنې پر بنسټ د مسلک د غوره کولو هيله لري، عموماً د لوړو زده کړو سند لکه ماسټري يا دوکتورا (د بېلګې په ډول PhD) زده کړې تعقيبوي، چېرته چې دوی کولای شي د شاګردۍ د يوې نمونې پر بنسټ د يو څېړونکي مشر څخه روزنه تر لاسه کړي، کوم څه چې له ۱۸۰۰ز لسيزې راهيسې شته. د لوړو زده کړو په دې پروګرامونو کې محصلين ډېر ځله د بيالوژي په يوه ځانګړې فرعي څانګه کې تخصصي روزنه تر لاسه کوي.[۲۰]
څېړنه
[سمول]بيالوژي پوهان، څوک چې په بنسټيزو څېړنو کې کار کوي، هغه نظریات وړاندې کوي او د ژوند په اړوند د انساني علم پر مخ وړلو لپاره تجربې تر سره کوي، په کومو کې چې د تکامل، بايوکمسټري (بيوشيمي)، ماليکولي بيالوژي، د اعصابو ساينس او د حجرې بيالوژي په څېر موضوعات شامل دي.
بيالوژي پوهان عموما د لابراتوار تجربې تر سره کوي، په کومو تجربو کې چې ژوي، بوټي، کوچني ژوندي موجودات يا ګڼ حجروي موجودات شامل وي. په هر حال، د بيالوژيکي څېړنې يوه کوچنۍ برخه له لابراتوار څخه دباندې هم تر سره کېږي، او شونې ده چې د تجربې پر ځای طبيعي څارنه پکې شامله وي. د بېلګې په ډول، شونې ده چې بوټو پېژندونکی د بوټو انواع وڅېړي، کوم چې په يو ځانګړي چاپېريال کې موجود وي، په داسې حال کې چې يو چاپېريال پېژندونکی په دې اړوند مطالعه وکړي چې له اور لګېدو وروسته يو ځنګل څه ډول بېرته جوړېږي.
هغه بيالوژي پوهان چې په تطبيقي څېړنو کې کار کوي، هغوی د بنسټيزې څېړنې پر مټ تر لاسه شوي برياليتوبونه په ځانګړو څانګو يا تطبيقاتو کې د لا زياتو معلوماتو لپاره کاروي. د بېلګې په ډول، شونې ده چې دا تطبيقي څېړنه د نوې درمل جوړونې په درملو، درملنو يا طبيعي تشخيصي ازموينو کې وکارول شي. په خصوصي برخه کې تطبيقي څېړنه او توليد ته وده ورکونکي بيالوژيکي ساينسپوهان اړتيا لري چې خپلې څېړنېزې طرحې يا پايلې د هغو خلکو په وړاندې بيان کړي چې سايسپوهان نه دي، خو په داسې موقف کې دي چې کولای شي د دوی نظريات يا ومني، يا يې رد کړي. دا ساينسپوهان بايد د خپل کار سوداګريزې اغېزې په نظر کې ونيسي.
د جنيټيک او عضوي ماليکولز په علم کې چټکې ودې د بيالوژيکي ټیکنالوژۍ په ډګر کې د لا زيات پرمختګ هڅونه وکړه او هغو صنعتونو ته يې بدلون وکړ، په کومو کې چې بيالوژيکي ساينسپوهان کار کوي. بيالوژيکي ساينسپوهان اوس کولای شي د ژویو او بوټو په جنټیکي موادو کې لاسوهنه وکړي، دوی هڅه کوي چې عضوي ژوندي موجودات (د انسانانو په ګډون) لا زيات تولیدونکي يا د ناروغيو په وړاندې مقاومت کوونکي وګرځوي. په بايوټیکنالوژيکي جرياناتو بنسټيزه او تطبيقي څېړنه، لکه د DNA بيا يو ځای کول، د انساني «انسولين» او د ودې هارمون په ګډون د مهمو مادو د پيدا کولو لامل ګرځېدلې ده. ډيری هغه مادې چې پخوا په زيات مقدار کې نه وې موجودې، اوس مهال د بايوټيکنالوژيکي لارو چارو په مټ تولیديږي. ځينې دا ډول مواد يې د ناروغيو په درملنه کې ګټور دي.
په بېلا بېلو جینومونو (کروموزومونه او د هغوی اړوند جينونه) کار کونکې پروژې «جينونه» سره جلا کوي او د هغوی د کار ټاکنه کوي. دا کار د ځانګړو ناروغیو او ميراثي روغتيا د خطرونو، لکه «سيکل» حجرې د وينې کمښت سره د اړوندو جينونو د موندلو لامل ګرځي. په بايوټيکنالوژۍ کې پرمختګ د بيالوژي په نږدې ټولو برخو کې د څېړنې فرصتونه پیدا کړي دي، په کومو کې چې د درملو، کرنې او چاپيريالي سمون په څېر څانګو کې سوداګريز تطبيق شامل دی.
تخصصونه
[سمول]ډيری بيالوژيکي ساينسپوهان په يو ځانګړي ډول ژوندي موجود د مطالعې يا يو ځانګړي فعاليت کې تخصص لري، که څه هم وروستيو پرمختګونو يو شمېر دوديزې ډلبندۍ تتې کړي دي.
- جنيټيک پوه جنيټيک، د جينونو ساينس، ميراث او د ژونديو موجوداتو د بدلونونو مطالعه کوي.
- نيوروساينسپوه (د اعصابو ماهر يا ډاکټر) د اعصابي نظام مطالعه کوي.
- ترقياتي بيالوژي پوه د ژونديو موجوداتو د پرمختګ او ودې د پروسې مطالعه کوي.
- د بيوشيمي پوهان د ژونديو موجوداتو د کيمياوي جوړښت مطالعه کوي. دوی په ميټابوليزم، بيا توليد او وده کې شامل پېچلي کيمياوي مرکبات او د غبرګونونو تحليل کوي.
- ماليکولي بيالوژي پوهان د بايوماليکولونو تر منځ د بيالوژيکي فعاليتونو مطالعه کوي.
- مايکروبيالوژي پوه (دکوچنيو موجوداتو د بيالوژي پوهان) په مايکروسکوپ د ليدلو وړ ژونديو موجوداتو، لکه باکتريا، الجي يا فنګي، د ودې او ځانګړتياوو څېړنه کوي.
- فيزيولوجستان په عامو او غېر معمولي حالاتو کې د بوټو او ژويو د ژوند د کارونو مطالعه کوي، په ټول ژوندي موجود يا په حجروي يا ماليکولي کچه. فيزيولوجسټان ډېر ځله په فعالیتونو کې تخصص کوي، لکه وده، بيا توليد، فوټوسينتيسس، ساه اخستل، يا خوځښت او يا د ژونديو موجوداتو په کومې ځانګړې برخې يا د کوم نظام فزيالوژي.
- بايو فيزيک پوه (بيالوژيکي فزيک پوهان) د بيالوژيکي پوښتنو د ځوابولو لپاره تجرباتي طريقې کاروي، کومې چې په دوديز ډول په فزيک کې کارول کېږي.
- محاسباتي بيالوژي پوهان د بيالوژيکي ستونزو د حل لپاره د کمپيوتر ساينس، تطبيقي رياضياتو او شمېرو د لارو چارو له عملي کولو کار اخلي. بنسټيزه پاملرنه په رياضياتي نمونه جوړولو او محاسباتي تقليد تګلارو په جوړولو لري. په دې طريقو سره دا ساينسي څېړنيز موضوعات د دوی د نظرياتي او تجرباتي پوښتنو په مرسته له لابراتوار پرته حل کوي.
- ژوپوهان او د وحشي ژوند بيالوژي پوهان، ژوي او د ځنګلي ژوند مطالعه کوي – د دوی اصليت، چلند، ناروغۍ او د ژوند جريان تر مطالعې لاندې نيسي. ځينې يې د مديريت شويو يا طبيعي چاپېريال کې له ژونديو ژویو سره تجربه کوي، په داسې حال کې چې نور يې بيا مړه شوي ژوي د هغوی د جوړښت د مطالعې لپاره جلا کوي. ژوپوهان او د ځنګلي ژوند بيالوژي پوهان همدا راز د ځمکې او اوبو د سيمو د موجودو او احتمالي استعمال د چاپيرياليزو اغېزو د ټاکلو لپاره بيالوژيکي معلومات راټول او بيا تجزيه کوي. د ژوپوهانو پېژندنه عموماً د ژويو د ډلو له لارې کېدای شي، کوم ژوي چې هغوی تر مطالعې لاندې نيسي. د بېلګې په ډول، مرغان پېژندونکي مرغان تر مطالعې لاندې نيسي، د تي لرونکو ماهرين تي لرونکي مطالعه کوي، هرپتولوژيستان (خزنده پېژندونکي) په خېټه څښېدونکي او دوه ژوندي (چې په وچه اواوبو کې ژوند کوي) تر مطالعې لاندې نيسي، ماهي پېژندونکي کبان تر مطالعې لاندې نيسي، او ماهي وزمه ژونديو پوهان د سمندر قنديل وزمه ماهيان تر څېړنې لاندې نيسي او حشره پېژندونکي خځنده ګان مطالعه کوي.
- د بوټو ماهرين د نباتاتو او د دوی د چاپيريال مطالعه کوي. ځينې يې د بوټو د ژوند ټول اړخونه مطالعه کوي، د الګيا (اوبړۍ) پپونک (ګسنګ)، شنه (کبلې ته ورته بوټي)، بې زړو او ګلانو بوټي، غوټۍ لرونکي او ګل لرونکو بوټو په ګډون؛ نور يې بيا په نورو برخو کې تخصص کوي، لکه د بوټو پېژندنه او ډلبندي کول، د بوټو د برخو جوړښت او فعاليتونه، د بوټو د پروسو بايوکيميسټري، د بوټو د ناروغيو لاملونه او د هغې علاج، له نورو ژونديو موجوداتو او چاپېريال سره د بوټو تعامل، د بوټو ارضياتي تاريخ او د دوی تکامل. د فونګي (ځمکۍ غوښه) پېژندونکي د فونګي مطالعه کوي، لکه خميره، مولډ (پپونک ته ورته) او مشروم، کوم چې له بوټو څخه يوه جلا کورنۍ ده.
- په اوبو کې ژوند کوونکو ماهرين د کوچنيو موجوداتو، بوټو او هغو ژويو مطالعه کوي چې اوبو کې ژوند کوي. سمندري بيالوژي پوهان د تروشو اوبو ژوندي موجودات مطالعه کوي او د سمندرونو پوهان په تازه اوبو کې ژوند کونکي موجودات مطالعه کوي. د سمندري بيالوژي ډيری کار په ماليکولي بيالوژۍ پروسو تمرکز لري، د بايوکيمياوي پروسو ډېره مطالعه په ژونديو حجرو کې صورت مومي. سمندري بيالوژي د سمندري ساينس يوه څانګه ده، کومه چې د سمندرونو او سمندرونو د سطحې بيالوژيکي، کيمياوي، ارضياتي او فزيکي خصوصياتو مطالعه کوي. (د ماحولياتي ساينسپوهانو او هايډرولوجسټ او جيو ساينسپوهانو په اړوند د لاسي کتاب معلومات وګورئ).
- د چاپېريال پېژندونکي د ژونديو موجوداتو له نورو ژونديو موجوداتو او د دوی د چاپيريالونو تر منځ په اړیکو څېړنې کوي، د نفوس د اندازې، ککړتيا، باران، تودوخې درجې او لوړوالي اغېزې ازمايي. د بېلا بېلو ساينسي مضامينو د پوهې په کارولو سره، د چاپيريال پوهان هوا، خوراک، خاورې او اوبو د څرنګوالي په اړوند معلومات راټولوي، مطالعه کوي او راپور کوي.
- تکاملي بيالوژي پوهان د تکاملي عمل څېړنه کوي، کومو چې په ځمکه د ژوند تنوع منځ ته راوړې ده، کوم چې له يو شريک نيکه څخه پيل شوي دي. په دې پروسو کې طبيعي غوراوی، شريک نيکونو څخه نزول کول او تنوع شامل دي.
سرچينې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).

- ↑ James D. Watson and Francis H. Crick. "Letters to Nature: Molecular structure of Nucleic Acid." Nature 171, 737–738 (1953).