کلیسا (عیسوي کلیسا)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کلیسا (عیسوي کلیسا)
کلیسا (عیسوي کلیسا)
کلیسا (عیسوي کلیسا)

د شخص معلومات
عملي ژوند

عیسوي کلیسا یوه کلیسايي اصطلاح ده چې هغه څه ته چې د عیسویانو د بېلابېلو ډلو له خوا د عیسویت د اصلي وجود او د عیسی له خوا جوړ شوي اصلي بنسټ یې بولي اشاره کوي. «عیسوي کلیسا» په علمي برخو کې د عیسویت سره مترادفه کارول کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د ګڼ شمېر پروتستانت عیسویانو لپاره عیسوي کلیسا دوه برخې لري: د کلیسا څرګنده برخه، هغه جوړښت چې په کوم کې د «د خدای کلام یوازې لوستل کېږي او ورته غوږ نیول کېږي. د مسیحیت له بنسټ سره په مطابقت کې سپېڅلي آئینونه پلي کېږي» او هم د کلیسا ناڅرګنده برخه – ټول «هغه کسان چې په رښتیا یې نجات موندلی» (د څرګندې کلیسا د ټولو ژوندیو غړو په ګډون). د ناڅرګندې کلیسا د دغه درک له مخې: «عیسوي کلیسا» (یا کاتولیک کلیسا) یوې ځانګړې عیسوي ډلې ته نه اړوندېږي، بلکې ټول هغه کسان په کې شاملېږي، چې بېرته رغول شوي (بېرته زېږېدلي). د branch theory تیوري له مخې، چې د یو شمېر انګلیکانو له خوا رامنځته شوې، باور په دې دی چې، هغه کلیساوې چې رسولي خلافت یې ساتلی، د واقعي کلیساګانو برخه ده. دا د یوې واقعي کلیسا د اصطلاح پر خلاف ده چې دعیسویت ځانګړي بنسټ ته کارول کېږي. د عیسويت کلیسايي ځایګی د کاتولیکې کلیسا، ختیځو ارتودوکس کلیساګانو، لویدیځې ارتودوکس کلیسا، د ختیځ آشوري کلیسا او د ختیځ د لرغونې کلیسا له خوا ساتل شوی.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د نوي دوران په انګلیسي ژباړو کې په عام ډول د کلیسا د کلیمې کارول، د هغو د لرغونې یوناني کلیمې د ژباړې: ἐκκλησία، لاتین ډول: ecclesia، چې په اصلي یوناني متنونو کې موندل شوې، د «ټولنې» یا «ټولګې» په معنا ده. د لومړي ځل لپاره د مسیحیت له کلیمې (یوناني: Χριστιανισμός)  ثبت شوې کارونه، په ۱۰۰ ز کال کې د ایګناتوس انطاکي له خوا شوې ده.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

وېش او اختلافات[سمول]

نن ورځ د عیسوي ډلو ترمنځ په پراخه کچه توپیرونه، د ګڼ شمېر نظریاتو او دودونو له مخې شتون لري. د عیسویت د مختلفو څانګو ترمنځ دغه اختلافات، په طبیعي ډول د هغوی د کلیساګانو ترمنځ توپیرونو ته اړوندېږي.

عیسوي فرقې/ډلې[سمول]

په عیسویت کې فرقه، د توپیر لرونکو مذهبي جوړښتونو لپاره یوه عمومي اصطلاح ده چې د یو شمېر ځانګړنو، لکه: مشترک نوم، جوړښت، رهبري او دو کتورینو له مخې مشخص کېږي. په داسې حال کې چې فردي بنسټونه کېدلای شي، د خپل ځان د توصیف په موخه له مترادفو نورو اصطلاحاتو، لکه: «کلیسا» یا «فیلوشیف» نه ګټنه وکړي. د یوې او بلې ډلې ترمنځ وېش د دوی د دوکتورینو او د کلیسا د واک له مخې تعریف کېږي؛ هغه مسایل، لکه د عیسی ماهیت (nature of Jesus)، د رسولانو ځای ناستوب (apostolic succession)، له مرګ وروسته پوهنه (eschatology) او پاپي مخکښ والی (papal primacy) یوه ډله له بلې جلا کوي. د هغو فرقو ډلې چې معمولا مشترک عقاید، چارې او ورته تاریخي اړیکي لري، د عیسویت د څانګو په توګه پېژندل کېږي.

انفرادي عیسوي ډلې د یوبل پېژندنه، د کچې له مخې له یو بل سره ډېر توپیر لري. ګڼ شمېر ډلې ادعا کوي چې په لومړۍ میلادي پېړۍ کې د عیسی له خوا د جوړې شوې یوازنۍ کلیسا مستقیم ځای ناستي دي، په داسې حال کې چې، یو شمېر نور په فرقه پالنې ولاړ دي، چېرې چې څو او یا هم ټولې عیسوي ډلې د هغوی نښانونو، باورونو او عملونو ته له پام پرته د یوې فرقې قانوني کلیساګانو ته ځان اړوند بولي. د دغه مفهوم له امله یو شمېر عیسوي بنسټونه، د خپل ځان د څرګندولو په برخه کې د فرقې د اصطلاح له کارونې ډډه کوي، څو له نورو کلیساګانو او یا هم فرقو سره له معادل کېدو مخه ونیسي.

کاتولیک کلیسا او ختیځه ارتودوکس کلیسا باور لري چې، په نیقیه باور پاڼه کې د یوې اصطلاح نه یوازې له جغرافیايي پلوه په ټوله نړۍ،  بلکې له تاریخي پلوه د تاریخ په اوږدو کې د لید وړ بنسټیز او اعتقادي یووالي سپارښتنه او پر هغو ټینګار کوي. هغوی یووالی یو له هغو څلور نښانو بولي چې دغه باور پاڼه یې اصلي کلیساوو ته اړوند بولي، چې جوهر یې باید د لیدو وړ وي. هغه کلیساګانې چې هویت او بارونه یې له یو هېواد نه تر بل او له یوې دورې تر بلې توپیر کوي، دوی د عقیدې له مخې «یو» نه دي. په دې ترتیب سره هغوی ځان د یوې فرقې په توګه نه، بلکې له فرقې وړاندې فرقې په توګه بولي، نه هم د عقیدوي ټولنو د یوې ډلې په توګه، بلکې د یوې اصلي او رښتینې کلیسا په توګه ځان یادوي.

ګڼ شمېر باپتیست او پروتستانت الهیات پېژندونکي، د کلیسا د اصطلاح سیمه ییزه معنا د هغو د یوازنۍ معنا په توګه مني. دوی په کلکه سره د نړیوالې (کاتولیک) کلیسا مفهوم رد وي. دغه فرقې استدلال کوي چې: په اوسني عصر کې د یوناني ekklesia کلیمې کارونه، د ځانګړې سیمه ییزې ډلې او یا هم د کلیسا د انتزاعي مفهوم استازولي کوي او هېڅکله په نړیواله کچه د یوې واحدې کلیسا څرګندويي نه کوي.[۱۶][۱۷]

ګڼ شمېر انګلیکان، لوتران، پخواني کاتولیک او خپلواک کاتولیک کسان، یووالی د کاتولیکیت نښانه بولي، خو د کاتولیک کلیساوو بنسټیز یووالی، د مشترکو سقفي تشریفاتو او مراتبو د سلسلې پر ځای، د سقفانو د حواریونو ځایناستو په ټاکلو کې څرګندوي.

اصلاح شوي عیسویان باور لري چې: هرڅوک په انجیل باندې ایمان ولري او عادلو رسولانو ته ژمن وپېژندل شي، د «واحدې، مقدسې، کاتولیک او رسولي کلیسا» غړي دي. د دغه لیدلوري له مخې: د ټولې کلیسا یووالي او سپېڅلتوب چې د رسولانو له خوا جوړ شوی، تر اوسه نه دی څرګند شوی، چې په ورته مهال د کلیسا پراختیا او ارامښت، د ځمکې پر مخ په نیمګړي ډول په یو ډول د لیدو وړ دی.

د لوتري کلیسا – میسوري شورا څرګندوي چې: د سم بیان له مخې، په عیسوي کلیسا کې یوازې هغه کسان شامل دي، چې په انجیل ایمان لري (یعنې د ګناهانو له هغې بښنې نه برخمن وي چې عیسی(ع) د خلکو لپاره ترلاسه کړې) ان که هغه د کلیسا په وجود کې د تېروتنې روزنه ورکوي،مګر نور هغه کسان په کې نه دي شامل، چې دغه ډول ایمان نه لري، ان که د کلیسا غړی وي او هلته د زده کړو ورکولو دفتر هم ولري.[۱۸]

نړیوال عیسویت[سمول]

یو شمېر تاریخ پوهانو په شلمه پېړۍ کې په عیسویت کې «نړیوال بدلون» ته اشاره کړې ده، هغه دین چې په پراخه کچه په اروپا او امریکا کې یې شتون درلود، په نړیوال سويل کې یې هم نښانې وموندل شوې. دغه اصطلاح، چې د «نړیوال عیسویت» یا «عیسوي نړۍ» په توګه توصیف شوې، هڅه کوي چې، د عیسویت دین نړیوال ماهیت بیان کړي. په داسې حال کې چې دغه اصطلاح، تر ډېره په «غیر لوېدیځ عیسویت» تمرکز لري، هغه چې «معمولا په ’نړیوال سويل‘، آسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې د عیسوي عقیدې بېلګې (په معمول ډول عجیبې نمونې) په کې شاملېږي». هم په کې په لوېدیځه اروپا او شمالي امریکا کې ډیاسپوریک یا بومي ډولونه هم شاملېږي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچینې[سمول]

  1. "The Original Christian Church" (په انګرېزي ژبه کي). Orthodox Church in America. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  2. Weaver, Jonathan (1900). Christian Theology: A Concise and Practical View of the Cardinal Doctrines and Institutions of Christianity (په انګرېزي ژبه کي). United Brethren Publishing House. د کتاب پاڼې 245. There are distinctions between the general invisible church and the general visible church, which it is not necessary to carry out to the last analysis. In a sense, they are both visible. All who are members of the general invisible church are members of the general visible church. But all who are members of the general visible church are not members of the general invisible church. A clear and distinct difference between the visible and invisible church may be stated thus: (1) The general invisible church includes all out of every kindred and tongue and people and nation who are truly saved. No one denomination has in its communion all who belong to the invisible church. (2) The visible church includes all who are recognized as members of a Christian church. No one denomination can justly claim to be the general visible church. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  3. "What do Catholics believe?" (په انګرېزي ژبه کي). Roman Catholic Diocese of Lansing. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۲۱. We are the original Christian Church, which began when Jesus himself when he said to the Apostle Peter, “You are the rock on which I will build my church. The gates of hell will not prevail against it.” Every pope since then has been part of an unbroken line of succession since Peter, the first pope. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  4. "Eastern Orthodox Church" (په انګرېزي ژبه کي). BBC. 11 June 2008. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۱. The doctrine of the Christian Church was established over the centuries at Councils dating from as early as 325CE where the leaders from all the Christian communities were represented. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  5. Ehrman, Bart D. (29 May 2018). "Inside the Conversion Tactics of the Early Christian Church" (په انګرېزي ژبه کي). History. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۱. And yet, within three centuries, the Christian church could count some 3 million adherents. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  6. The Oxford Dictionary of the Christian Church. F. L. Cross, Elizabeth A. Livingstone (الطبعة 3rd). New York: Oxford University Press. 1997. OCLC 38435185. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-211655-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  7. McGrath, Alister E. (4 August 2016). Christian Theology: An Introduction (په انګرېزي ژبه کي). John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 362. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-118-87443-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  8. Weaver, Jonathan (1900). Christian Theology: A Concise and Practical View of the Cardinal Doctrines and Institutions of Christianity (په انګرېزي ژبه کي). United Brethren Publishing House. د کتاب پاڼې 245. There are distinctions between the general invisible church and the general visible church, which it is not necessary to carry out to the last analysis. In a sense, they are both visible. All who are members of the general invisible church are members of the general visible church. But all who are members of the general visible church are not members of the general invisible church. A clear and distinct difference between the visible and invisible church may be stated thus: (1) The general invisible church includes all out of every kindred and tongue and people and nation who are truly saved. No one denomination has in its communion all who belong to the invisible church. (2) The visible church includes all who are recognized as members of a Christian church. No one denomination can justly claim to be the general visible church. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  9. Schaff, Philip (1910). History of the Christian Church (په انګرېزي ژبه کي). William B. Eerdmans Publishing Company. د کتاب پاڼې 524. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  10. "The Church" (په انګرېزي ژبه کي). Catholic Encyclopedia. 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۱. It would appear, then, indisputable that in the earliest years of the Christian Church ecclesiastical functions were in a large measure fulfilled by men who had been specially endowed for this purpose with "charismata" of the Holy Spirit, and that as long as these gifts endured, the local ministry occupied a position of less importance and influence. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  11. Kinsman, Frederick Joseph (1924). Americanism and Catholicism (په انګلیسي ژبه کي). Longman. د کتاب پاڼې 203. The one most talked about is the "Branch Theory," which assumes that the basis of unity is a valid priesthood. Given the priesthood, it is held that valid Sacraments unite in spite of schisms. Those who hold it assume that the Church is composed of Catholics, Eastern Orthodox, eastern heretics possessing undisputed Orders, and Old Catholics, Anglicans, Swedish Lutherans, Moravians, and any others who might be able to demonstrate that they had perpetuated a valid hierarchy. This is chiefly identified with High Church Anglicans and represents the survival of a seventeenth century contention against Puritans, that Anglicans were not to be classed with Continental Protestants. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Louis Berkhof, Systematic Theology (London: Banner of Truth, 1949), 572.
  13. McKim, Donald K., Westminster Dictionary of Theological Terms, Westminster John Knox Press, 1996
  14. "Ekklesia: A Word Study". Acu.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ سپټمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Entry for Strong's #1577 - ἐκκλησία - StudyLight.org. Bible Lexicons - Old / New Testament Greek Lexical Dictionary. Retrieved October 20, 2019.
  16. 1689 London Baptist Confession
  17. Savoy Declaration
  18. "Brief Statement of the Doctrinal Position of the Missouri Synod". Lutheran Church–Missouri Synod. 1932. Sections 24–26. د لاسرسي‌نېټه April 3, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Andrew F. Walls (1996). Missionary Movement in Christian History: Studies in the Transmission of Faith. Orbis Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60833-106-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Robert, Dana L. (April 2000). "Shifting Southward: Global Christianity Since 1945". International Bulletin of Missionary Research 24 (2): 50–58. doi:10.1177/239693930002400201. http://www.internationalbulletin.org/issues/2000-02/2000-02-050-robert.pdf. 
  21. Jenkins, Philip (2011). The Next Christendom: The Coming of Global Christianity. New York: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199767465. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Jehu Hanciles (2008). Beyond Christendom: Globalization, African Migration, and the Transformation of the West. Orbis Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60833-103-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Kim, Sebastian; Kim, Kirsteen (2008). Christianity as a World Religion. London: Continuum. د کتاب پاڼې 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)