د کندهار پوهنتون

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د کندهار پوهنتون
(پښتو) د کندهار پوهنتون
(دری) پوهنتون کندهار
د کندهار د پوهنتون نښان
معلومات
د جوړېدو نيټه ۱۹۹۱ (۱۹۹۱)[۱]
ډول عامه پوهنتون
جغرافیایی موقعیت
کورډیناټونه ۳۱°۳۸′۱۷″شمال ۶۵°۴۱′۴۹″ختیځ / 31.63815°شمال 65.69693°ختيځ / 31.63815; 65.69693  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمینه کندهار
هېواد  افغانستان
شمیر
زده‌کوونکي 9000
ويبپاڼه www.kdru.edu.af‌‌‌‌‌‌‌‌
Map

كندهار پوهنتون په (۱۳۶۹ یا ۱۹۹۰) كال كي د كرهڼي پوهنځۍ په ایجاد سره تأسيس او له ۱۳۷۲ کاله راهیسي د طب، انجنیري، ښووني او روزني، شرعياتو، اقتصاد، ژورناليزم او عامه اړیکو، حقوقو او سياسي علومو، عامه اداره او پاليسي، ژبو او ادبياتو، کمپيوټر ساينس، ستوماتولوژي او فارمسۍ پوهنځی په بېلابېلو کلونو کي یو په بل پسې ایجاد او فعاله سول. 

کندهار پوهنتون له تأسيس څخه تر اوسه پوري د هېواد د ځوان نسل د سالمي روزني له پاره په  خورا سختو امنيتي، سياسي او اقتصادي شرايطو كي خپل مسو‌لیت پرله پسې پاللی او تر اوسه پوري ئې پرته له ستوماتولوژۍ او فارمسۍ پوهنځیو څخه د ټولو پوهنځیو په ۲۹ څانګو کي د ليسانس په درجه او په يو ماسټرۍ پروګرام کي فارغان ټولني ته وړاندي کړي دي او همداراز په سهیل لويديځ زون کي د لوړو زده کړو وزارت استازی او د ټولو فلیالو دولتي او خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو لارښود او مرستندویه مرکز دئ او د څارني صلاحیت ئې هم لري. کندهار پوهنتون تر (١٣٨٣) کاله پوري د خپلو تدريسي او اداري چارو له پاره ځانګړى ملکيت (مځکه) او تأسیسات نه درلودل او د کندهار ښار په بېلابېلو دولتي ودانۍو کي ئې خپلي تدريسي چاري سمبالولې، تر څو چي  په (۱۳۸۳) کال کي ئې د کندهار ولايت مقام  په مرسته خپل دایمي ملکیت ترلاسه او اوسني مرکزي کمپس ته راکډه سو، چي د کندهار ښار په نهمه ناحيه کي د لويي ويالې پر غاړه پروت دئ.

اوسمهال کندهار پوهنتون د اوسنۍ ساحې ترڅنګ، د طبي کمپس او د عينو مېني کمپس د مځکو په شمول ټوله درې سوه پنځوس(۳۵۰) هکتاره يا ۱۷۳۸ جريبه مځکه ملکيت لري، چي په دغه اوسني مرکزي کمپس کي ۳ نوي معیاري تدریسي ودانۍ، ۱۱ پخوانۍغیرمعیاري ودانۍ د تدریس او اداري چارو له پاره، د بيالوژی څېړنيز فارم، مرکزي لابراتوار، عمومي کتابتون، د هواپېژندني دوه سټيشنونه، د کارموندني، معلوماتي تكنالوژۍ، رسنيو، څېړنو، د انګليسي ژبي او کمپیوټر زده کړي مرکزونه، مسلکي پرمختيايي مرکز (PDC)، حقوقي مشورتي کلينک، د سولي او عدم تشدد پاچا خان علمي څېړنيز مرکز، د هند- افغان بنسټ علمي څېړنیز مرکز، کوچنی زوړ مسجد، خوړنځی، د نجونو او هلکانو لیلیه، د لومړنیو روغتیایي خدمتونو کلینیک، د فوټبال، والیبال، باسکټبال او کریکټ سپورټي میدانونه، د انګورو او پستې نمونه یي باغونه، د نومیالیو پوهانو هدیره موقعیت لري. په طبي کمپس کي د لسانس او ماسټري پروګرامونو له پاره معیاري ودانۍ او د کادري روغتون او لابراتوار له پاره له بده مرغه غیرمعیاري پخوانۍ ودانۍ، مناسب مسجد، د نجونو او هلکانو لیلیه، د فوټبال سپورټي میدان موجود دي. د عینو مېني درېیم کمپس له ډېره بده مرغه تر اوسه پوري احاطوي دیوال نه لري او مځکه ئې د غصب له ګواښ سره مخامخ ده او یوه څنډه ئې اوس هم تروښل سوې ده، خو بیاهم د تدریس یوه نیمګړې او د لیلیې یوه نیمګړې ودانۍ پکښي ولاړه ده، چي له چور او تالان څخه خوندي نه دي.

د کندهار پوهنتون په اساسي مرکزونو کي پاچا خان علمي څېړنيز مرکز د هېواد په پوهنتونونو کي يوازينی بې جوړې مرکز دئ، چي د سولي او نه زور زياتي (عدم تشدد) په برخو کي فعاليتونه تر سره کوي. دا مرکز په (۱۳۸۷) کال کي تأسيس او تر اوسه پوري ئي تر (۲۰۰) زیات روزنيز ورکشاپونه او د ( ۲۰ ) په شاوخوا کي علمي سمينارونه او کنفرانسونه، نه یوازي د پوهنتون د استادانو او محصلانو، بل لا د کندهار ښار د نجونو او هلکانو د لېسو د زده کړیالیانو له پاره نيولي دي. په خپرندويه برخه کي يوه مجله (ښېګڼه) او يو خبري بولټين (زغم) خپروي.

همدا راز، د کارموندني مرکز (Career Center) د لومړي ځل له پاره په (۱۳۹۰) کال کي د هېواد په کچه، د کندهار پوهنتون په نوښت، د امريکا د متحده ايالاتو په مالي مرسته جوړ سو. دا مرکز د پوهنتون د فارغانو د کارموندني په برخه كي او د برحاله محصلانو د كاري ظرفيتونو او مسلكي مهارتونو په لوړولو کي د روزنیزو ورکشاپونو او انترنشيپ له لاري مرسته کوي او په دې برخو كي ئې ډېري ښې تجربې او بریاوي لرلي دي.

کندهار پوهنتون د خپلو استادانو د علمي څېړنو او مقالو د خپراوي له پاره دوې علمي مجلې د ( نارنج ) او ( منډیګک ) په نامه فعاله لري، چي په کال کي څلور ګڼې خپروي او د اړتیا پر مهال فوق العاده ګڼې هم له چاپه راباسي. همداراز په هرو دوو کلونو کي د پوهنتون پېژندني له پاره یو کتلاک او د هري میاشتي د کړنو د خپراوي له پاره میاشتنی بولټین هم خپروي. د خپلواکه انترنیټي ډومین په ترلاسه کولوسره به پورتنۍ ټولي خپروني په آنلاین بڼه هم د پوهنتون په وېب پاڼه کي خپرېږي.

کندهارپوهنتون ته هر کال د کانکور له لاري (۳۲۰۰) شاوخوا محصلان د هېواد له ټولو ولاياتو څخه را پېژندل کېږي او اوسمهال د لسو زرو (۱۰۰۰۰) په شاوخوا کښي محصلان  او د (۲۲) ولايتونو څخه (۵۶۱) تنه برحاله استادان، اداري مامورين او خدماتي کارکوونکي لري. (لومړی جدول وګورئ!)کندهار پوهنتون د افغانستان له لوړو پنځو دولتي او خصوصی پوهنتونونو څخه دئ، چي په افغانستان کي ئې د لوړوزده کړو د سیسټم او د پوهنتونو د علمي اعتبار اخیستني په لومړي پړاو کي په ۱۳۹۷ کال کي پنځه کلن اکاډیمیک اعتبار وګاټه. همداراز د علمي پروګرامونو په دوره يي بیا کتنه کي ( ۸ ) علمي پروګرامونو د دوام امتیاز ترلاسه کړی دئ. د هېواد له ( ۱۱ ) دولتي او نادولتي ادارو سره د ګډ کار هوکړه لیکونه لري او  په نړۍ واله سطحه له (۱۳) معتبرو پوهنتونو سره علمي او تخنيكي اړيكي لري. همداراز کندهار پوهنتون د اوبو د نړۍ والي ملګرتیا (Global Water Partnership)، ایراسمس پلس ( Erasmus+ )، د هیمالیا پوهنتون کانسورتیم (HUC)، د آسیا پسیفیک کوالیټي نېټورک (APQN )، د لوړوزده کړو د اعتبار ورکوني ټولني د نړېوال کيفيت د ګروپ ( CHEA- CIQG ) او د جنوبي آسیا د لوړو زده کړوسمپوزیم  SAHES  غړيتوب لري. همدا راز د کندهار پوهنتون یو استاد د آسیا پسفیک د کیفیت د نیټورک(APQN) د باندنیو ارزونکو(EPR) غړی هم دئ، چي د سیمي د پوهنتونو په ارزونه کي برخه اخلي.

کندهار پوهنتون په خپل تشكيل كي تر اوسه پوري دوولس (۱۲) پوهنځی لري، چي له دغو پوهنځیو څخه په ښوونه او روزنه، اقتصاد، شرعيات، عامه اداره او پاليسي پوهنځیو كي د شپې څانګي هم فعالي دي. د ښووني او روزني په پوهنځی کي د داخل خدمت (د ۱۴ فارغانو ) برخه هم فعاله ده. همداراز د عامي روغتیا د ماسټري (MPH) برنامه په طب پوهنځی کي له (۱۳۹۵) څخه پیل سوې او په پوره بریالیتوب سره پر مخ ځي. په ټولیز ډول کندهار پوهنتون ( ۵۲ ) څانګي لري، چي له هغو څخه (۳۰) فارغ ورکوونکي څانګي د لسانس په درجه، یوه فارغ ورکوونکې څانګه د ماسټر په درجه او (۲۱) مرستندویه (فارغ نه ورکوونکي) څانګي دي

دا هم وګورئ

سرچينې

https://kdru.edu.af/

  1. 132 university students graduated