Jump to content

د سالنګ کوتل (لویه لاره)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سالنګ لويه لار
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۵°۱۸′۴۹″شمال ۶۹°۰۲′۱۴″ختیځ / 35.313721°شمال 69.037259°ختيځ / 35.313721; 69.037259 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د سالنګ کوتل یا لویه لاره ( دری : کوتل- سالنګ ) یوه غرنۍ لاره ده چي شمالي افغانستان له پلازمیني کابل، سویلي افغانستان او د اوسني پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت سره نښلوي. [۱] دا کوتل د پروان ولایت او بغلان ولایت په پوله کي موقعیت لري، او د کوشان درې ختیځ ته پروت دی. د سالنګ کوتل سیمي په پخوانیو زمانو کي د افغانستان شمال یا تخارستان د کابل سره نښلاوه.

د هندوکوش په غرونو کي پر دغه کوتل باندي دیو تونل په ۱۹۵۸ – ۱۹۶۴ کلونو کي د شوروي اتحاد د انجینرانو او ساختماني کارکوونکو لخوا د 3400 متره په لوړوالي سره جوړ سو، چي اوس هم شتون لري. د سالنګ تونل د افغان کورنۍ جګړې پر مهال په ۱۹۹۷ کال کي د احمد شاه مسعود د ځواکونو له خوا ځکه په بمونو والوزول سو، ترڅو له دې لاري د طالب جنګیالیو د راتګ مخه ونیسي. تر یادي پیښي وروسته په 2002 کۍ د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت (RMES) د تونل د بیارغوني کار تنظیم کړ او ترمیم یې په یوه میاشت کي بشپړ سو. [۲]

سالنګ تونل دا مهال په سوېل کي چاریکار او کابل له مزارشریف او کندز سره نښلوي. د یادوني وړ ده چي د سالنګ تونل او لاري جوړولو مخکي د کابل او شمالي افغانستان تر منځ لویه لاره د شیبر له لارې وه، چي ډېره اوږده او درې ورځي وخت یې نیوی. [۱]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Library of Congress Country Study: Afghanistan Chapter 2: Mountains
  2. Newsru. Jan 19 2002. Salang Pass reopened again