چاریکار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امام اعظم ښار، چې په تاریخي ډول د چاریکار په نوم یادېږي او د افغانستان په شمال کې د کوه دامن درې یو لوی ښار او د پروان ولایت مرکز دی، د طالبانو له خوا یې نوم د امام ابوحنیفه په درناوي، چې یو افغان دیني عالم او فقیه دی، د امام اعظم په نوم بدل شو. دا ښار شاوخوا ۱۷۱۲۰۰ نفوس لري، چې اکثریت یې تاجک وګړي دي. [۱][۲][۳][۴]

دا ښار له کابل څخه په ۶۹ کیلومترۍ کې د افغانستان په حلقوي سړک، چې شمالي ولایتونو ته غځېدلی دی، پروت دی. هغه مسافرین چې مزار شریف، کندز یا پلخمري ته ځي د امام ابوحنیفه له ښاره تېرېږي. سره له دې چې کابل ته نږدې پروت دی، خو له نیمایي څخه زیاته خاوره یې آباده شوې نه ده. د آبادې خاورې زیاتره برخه استوګنیز ده چې په مساوي برخو ویشل شوې (۳۷٪) په داسې حال کې چې خالي نقشې (۳۲٪) او د سړک شبکه د آبادې خاورې ۱۹٪ تشکیلوي. د امام ابوحنيفه ښار د پنجشېر درې په دروازه کې پروت دی، چې د شمالي دښتې د هندوکش د غرونو سره يو ځای کېږي. د امام ابوحنیفه ښار د لوښو او لوړ کیفیت انګورو په برخه کې شهرت لري.[۵]

د امام ابوحنيفه ښار ټول نفوس (۲۰۱۵ کال) ۹۶۰۳۹ دی او د پوليسو ۴ حوزې (ناحیې) لري چې ټول مساحت یې ۳۰۲۵ هکتاره دی. د امام ابو حنیفه په ښار کې ټولټال ۱۰۶۷۱ استوګنیز کورونه موجود دي. [۶][۷]

تاریچه[سمول]

په ۱۲۲۱ کال کې د امام ابوحنیفه ښار ته څېرمه د پروان جګړه وشوه، چې جلال الدین له ۳۰ زره کسیز لښکر او ۱۰۰ زره مرستندویه لښکر سره د مغلیانو د یرغلګرو لښکر یو ۳۰ زره کسیزه قطار ته ماتې ورکړه، تر څو شمالي پنجاب ته د تیښتې لپاره خپل لښکر ته کافي وخت ورکړي او د خوارزم سترواکۍ نسکورېدو سمدستي پایلې کمې کړي. [۸][۹]

د نولسمې پېړۍ په پیل کې، د امام ابو حنیفه ښار د زرګونو اوسیدونکو په وده یو پرمختللی سوداګریز ښار شو. د امام ابوحنیفه ښار د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې پر مهال د سترو جګړو ځای و. په ۱۸۴۱ کال کې یو بریتانوي ګارنیزیون په ډله ایزه توګه ووژل شو. [۱۰][۱۱]

د شوروي – افغان جګړې په اوږدو کې د امام ابوحنيفه ښار نږدې سيمې د ډېرو سختو جګړو ډګر و. د امام ابو حنیفه ښار شاوخوا ځینې سیمې د افغانستان د خلکو د ازادۍ سازمان (ساما) د سنګر په توګه کارولې. د امام ابوحنیفه ښار د احمد شاه مسعود د شمالي ټلوالې او طالبانو تر منځ، چې په ۱۹۹۶ کال کې یې کابل ونیو، د جګړي لومړۍ کرښه و. طالبانو د ۱۹۹۷ کال په جنوري کې د امام ابوحنیفه ښار ونیو، خو مسعود په شا وتمبول او په جولای کې یې بېرته ونیو. د ۱۹۹۹ کال د اګست په میاشت کې، مخکې له دې چې مسعود ځوابي برید وکړي او طالبان بېرته په شا و تمبوي، طالبانو یو برید پیل کړ او د امام ابوحنیفه ښار یې په لنډ وخت کې ونیو. [۱۲][۱۳][۱۴]

د شپږو ځانمرګو بریدګرو یوې ډلې د ۲۰۱۱ کال د اګسټ په ۱۴ نېټه د امام ابو حنیفه په ښار کې د والي پر دفتر برید وکړ. والي عبدالبصیر سالنګي ژوندی پاتې شو خو ۱۹ کسان ووژل شول چې پړه یې طالبانو پر غاړه واخیسته. [۱۵]

د ۲۰۲۰ کال د مې په ۱۹نېټه، وسله والو د امام ابوحنیفه ښار په یوه جومات کې له روژه ماتې وروسته د ماښام د لمانځه پر وخت ډزې وکړې، ۱۱ لمونځ کوونکي یې ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل. طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړل. [۱۶][۱۷][۱۸]

د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۲۶ نېټه، په دې ښار کې سېلابونه راووتل چې لږ تر لږه ۹۲ کسان یې ووژل.[۱۹]

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د امام ابو حنیفه ښار د طالبانو ضد ځواکونو له خوا بېرته ونیول شو. ویل کېږي د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۵، د امام ابوحنیفه په ښار کې د مقاومت د ځواکونو یو هیئت د طالبانو له یوه پلاوي سره خبرې اترې وکړې چې پر بنسټ یې طالبان نور د پنجشیر درې ته د تګ راتګ لارې نه بندوي.[۲۰][۲۱]

اقلیم[سمول]

امام ابوحنیفه د تودو اوړیو او سړو ژميو په درلودلو مرطوب قاره یی اقلیم لري. د امام ابوحنیفه په ښار کې د ژمي میاشتې د اوړي د میاشتو په پرتله ډېر اورښت لري. د کال تر ټولو توده میاشت جولای ده، چې د تودوخې منځنۍ درجه ۲۵ سانتیګراد (۷۷ فارانهایت) وي. جنوري تر ټولو سړه میاشت ده، چې د تودوخې منځنۍ درجه منفي ۲.۹ سانتیګراد (۲۶ فارانهایت) وي.

د امام ابو حنیفه ښار د اقلیمي ډېټا
میاشت جدی دلو حوت حمل ثور جوزا سرطان اسد سنبله میزان عقرب قوس کال
منځنۍ لوړه تودوخه په سانتیګراد (فارانهایت) ۳.۶ (۳۸.۵) ۴.۲ (۳۹.۶) ۱۱.۰(۵۱.۸) ۱۸.۴ (۶۵.۱) ۲۵.۰(۷۷.۰) ۳۰.۰ (۸۶.۰) ۳۳.۰ (۹۱.۴) ۳۲.۲ (۹۰.۰) ۲۸.۰ (۸۲.۴) ۲۱.۴ (۷۰.۵)) ۱۳.۱ (۵۵.۶) ۷.۲ (۴۵.۰) ۱۸.۹ (۶۶.۱)
ورځنی اوسط په سانتیګرا (فارانهایت) -۲.۹ (۲۶.۸) -۱.۸ (۲۸.۸) ۴.۴ (۳۹.۹) ۱۰.۹ (۵۱.۶) ۱۷.۰ (۶۲.۶) ۲۱.۹ (۷۱.۴) ۲۵.۰(۷۷.۰) ۲۴.۳ (۷۵.۷) ۲۰.۰(۶۸.۰) ۱۳.۷ (۵۶.۷) ۶.۲ (۴۳.۲) ۰.۷ (۳۳.۳) ۱۱.۶ (۵۲.۹)
منځنۍ ټيټه تودوخه په سانتیګراد (فارانهایت) -۹.۳ (۱۵.۳) -۷.۸ (۱۸.۰) -۲.۳ (۲۷.۹) ۳.۴ (۳۸.۱) ۸.۹ (۴۸.۰) ۱۳.۷ (۵۶.۷) ۱۷.۰ (۶۲.۶) ۱۶.۳ (۶۱.۳) ۱۲.۰ (۵۳.۶) ۵.۹ (۴۲.۶) -۰.۷

(۳۰.۷)

-۵.۸ (۲۱.۶) ۴.۳ (۳۹.۷)
منځنی اورښت په میلی متر (انچ) ۵۰ (۲.۰) ۷۲ (۲.۸) ۷۳ (۲.۹) ۵۱ (۲.۰)) ۲۳ (۰.۹) ۶(۰.۲) ۲ (۰.۱) ۱ (۰.۰) ۳ (۰.۱) ۹ (۰.۴) ۲۰ (۰،۸) ۲۹ (۱.۱) ۳۳۹ (۱۳،۳)
منځنی نسبي رطوبت (٪) ۵۱ ۵۸ ۵۷ ۵۱ ۴۰ ۲۹ ۲۵ ۲۵ 26 ۲۶ ۴۳ ۴۵ ۴۰
سرچینه:  Climate-Data.org

سرچينې[سمول]

  1. (په 2022-12-17 باندې). Massive Reactions to Changing the Name of 'Charikar' into 'Imam Abu Hanifa'. The Khaama Press News Agency.
  2. "Settled Population of Parwan province by Civil Division, Urban, Rural and Sex-2012-13" (PDF). Islamic Republic of Afghanistan, Central Statistics Organization. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Parwan Province". Program for Culture & Conflict Studies. Naval Postgraduate School. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۳. The population of approximately 560,000 is composed of Pashtun, Tajik, Uzbek, Qizilbash, Kuchi, Hazara, and other minority groups. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Regional Command East: Parwan Province". Institute for the Study of War. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۳. The main ethnic groups are Pashtuns and Tajiks, but there are small numbers of Uzbeks, Qizilbash and Hazaras as well. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The State of Afghan Cities Report 2015". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The State of Afghan Cities Report 2015". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The State of Afghan Cities Report 2015". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Man, John (2005) Genghis Khan: Life, Death, and Resurrection St.Martin's Press, New York, pages 181–182, کينډۍ:ISBN
  9. Tucker, Spencer C. (2009). A Global Chronology of Conflict: From the Ancient World to the Modern Middle East, Volume I ca. 3000 BCE–1499 CE. Santa Barbara, California: ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 273. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-667-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. by Afghans led by Mir Masjidi Khan, and Major Eldred Pottinger was badly wounded Weber, George (2001-01-14). "Pioneer Biographies of the British Period to 1947". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Balland, Daniel "ČĀRĪKĀR". Encyclopædia Iranica (Online). United States: Columbia University. 
  12. Al-Qaida in Afghanistan by Anne Stenersen
  13. U.S. Conflicts in the 21st Century [3 volumes]: Afghanistan War, Iraq War, and the War on Terror by Spencer C. Tucker
  14. "Charikar". The Columbia Encyclopedia (Sixth). (2007). Columbia University Press. Retrieved on 2007-12-19. 
  15. . 19 dead in attack on Afghan governor's compound.
  16. "Khalilzad In Kabul For Peace Talks Amid New Deadly Attacks". May 20, 2020 – عبر www.gandhara.rferl.org/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Afghanistan: 9 killed after gunmen storm at Parwan mosque". May 19, 2020 – عبر www.indiatvnews.com/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Gunmen attack Afghanistan mosque killing many worshippers". May 19, 2020 – عبر www.aljazeera.com/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 2020-08-27 باندې). 'I Lost Everyone': Floods Bruise a War-Weary Afghanistan. The New York Times.
  20. (په 20 August 2021 باندې). Anti-Taliban resistance makes modest gains outside Panjshir. Long War Journal
  21. (په 25 August 2021 باندې). Afghan Resistance Delegation Meets With Taliban in Imam Abu Hanifa City. Voice of America