خوږه وله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Glycyrrhiza
خوږه وله
مملکه بوټي
څانگه Magnoliophyta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ Fabaceae
جېنس Glycyrrhiza

خوږه وله (په لاتين: Glycyrrhiza) د باقليانو څخه یو درملي بوټي دي چې په جنوبي اروپا ، آسيا او امريکا کې شنه کېږي او په طبيعي درملنه کې مهم رول لوبوي. په اوس وخت کې خوږه وله په ترکيه، یونان، افغانستان او ايران کې کرل کېږي. [۱]

تاریخ[سمول]

د خوږه ولې لمړني ذکرونه د آشورانو په ډرو کې او په چينایی طبو ليکنو کې لیکل شوي وو. د دی بوټي درملي آغېزې په پخوانی مصر، هند او یونان کې هم پېژندل شوي وو. په شمالي آمريکا کې سورپوستیانو د خوږه ولې ريښه د دردونو پر ضد کارول. د ۱۹ پېړی څخه رهیسی خوږه وله څښاکونو لکه ليموناد، بير او مټايي ته ورکول کېږي. [۲]

سپړنه[سمول]

خوږه وله د څو کلن بوټې دي چې د Glycyrrhiza تر جنس لاندی راځي. اوږدوالي یی ۱ متر وي. نوموړي بوټي د جون څخه تر جولای پورې گل کوي او گلان یی ارغواني رنگ لري. خوږه وله يو شمیر طبيعي مواد لکه گلیسیرریزین، گلابریدین او یومبلیفرون لري. د هغو توکو څخه گلیسیررزین او کاربېنوکسولون تر ټولو آغېزمنده طبیعي مادې دی گلیسیررزین د انسانانو پر ميتابلزم باندي ښه آغېزه لري. نوموړی ماده په بدن کې کورتیزون زیاتوي او د معدې د قرحو پر ضد آغېزه لري. کاربېنوکسولون یاد زیاتوي او د لیونتوب پر ضد ښه آغېزه لري او د دي لپاره په طب کې د Nootropic په توگه کارېږي. [۳]

خوږه وله په طب کې[سمول]

خوږه وله په شرقي طب کې تر ټولو مشهور درملي بوټي دي چې په ځانگړي ډول د ټوخى او تنفسی سیستم د علاج لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. نوموړي بوټي ادرار او تريخی زیاتوي، تريووالی په معده کې او کلسترول په وینه کې کم کوي او د تبې د علاج لپاره هم آغېزه لري. دا بوټې د حيض دردونه او کلیماکټریوم سترونزې کم کوي.خوږه وله د وروستو څېړنو په مطابق ینه د خطرناکو زهرو او ویروسونو څخه (لکه HAV) ساتي. خوږه وله د وينې فشار زیاتوي. [۴]

د خوږه والې ډولونه[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. http://www.praktickelekarenstvi.cz/pdfs/lek/2011/06/10.pdf
  2. http://www.praktickelekarenstvi.cz/pdfs/lek/2011/06/10.pdf
  3. http://www.lekorice.eu/
  4. http://www.celostnimedicina.cz/lekorice-lysa-balzam-na-nase-dychaci-cesty-i-imunitu.htm