بير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بير
Beer

بير (په انگرېزي Beer ) تخمیر شوي، الکولي او تريخ څښاک دی چی له غلو، اوبو اوچندرۍ نه د تخمیر کوونکی باکټریانو Saccharomyces ceravisiae ssp. carlsbergensis په مرسته جوړېږي. بير په نړی کی تر اوبو او چای وروسته دريم مشهور او قديمی څښاک دی چی د نړی په بيلا پيلو سیمو کی څښل کېږي.

تاريخ[سمول]

بير قدیمی څښاک دی چی په عراق او مصر کی ۷۰۰۰ کالو مخکې جوړ شوی وو او ۳۰۰۰ کالو مخکې جرمني قبیلو په اروپا کی بير هم پوخ کړي وو. په ۱۵۱۶ کال کی په آلمان کی د بیر د جوړولو لمړني قواعد ولیکل شول او په ۱۹ پیړۍ کی په اروپا کی د بیر څښل محبوبیت درلود. په ۱۸۷۶ کال کی په امريکا کی لمړني بیر جوړونکي ځاي چی Budweiser په نوم یادېږي جوړ شو.

بیر[سمول]

بير د شرابونو څخه دی چی د الکول کمزوري محتوي لري او ويټامینونه، چيڼه او معدني مواد هم لري. بير کولای سی د ۰،۵ ٪ څخه تر ۱۰ ٪ پورې د الکول محتوی ولري. د بير د یو لیتر انرژي ارزښت ۴۰۰ - ۵۰۰ کیلوکالری دی.

اوبه[سمول]

اوبه د بیر جوړولو لپاره تر ټولو مهمه توکه ده. د یو لیتر بیر د جوړولو لپاره ۸ لیتره اوبو ضرور دي.

مالت[سمول]

د اوربشی غوړ شوی دانه ده چی د بیر پر خوند (مزه)، رنگ او بوی باندي آغېزه لري. مالت په مالت جوړونکي خانې کی جوړېږي. په اوس وخت کی روښانه او تیاره مالت توليدیږي.

چندرۍ[سمول]

چندرۍ د بیر د جوړولو لپاره یوه اساسی او مهمه توکه ده چی بیر ته تريخ خوند (مزه) ور کوي. د بیر جوړولو لپاره د نر د چندرۍ مېوه کارېږي چی تر وچولو وروسته په دانو تبديل شوي دي.

تخمير کونکي باکټريا[سمول]

د بیر تخمیر کولو لپاره په ځانگړي ډول د Saccharomyces ceravisiae ssp. carlsbergensis د باکټرياو ډول کاريږي. نوموړي باکټرياو بورې په اتانول او دی اکسید کربن تبديل کوي .


C6H12O6 → 2 C2H5OH + 2 CO2