چندرۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Humulus lupulus
چندرۍ
مملکه نباتونه
شاخه گل لرونکي نباتونه
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ Cannabaceae
جينس Humulus lupulus

چندرۍ (په لاتين: Humulus lupulus ) یو څک شوي درملی بوټي دی چی د بیر او درملونو د جوړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. د چندرۍ بوټي په اروپا، آمريکا او آسيا کی شنه کېږي. نوموړي بوټي په روم او سومر کی کرل شوي وو او په اوس وخت کی د چندرۍ بوټي په اروپایی کرهڼې کی مهم رول لوبوي. د بېلگی په توگه: نوموړي بوټي په بوهمیا کی د ۱۱ پېړي څخه کرل شوي دي.[۱]

توصيف[سمول]

چندرۍ څرخ شوي بوټي دی چی قوي ريښه (د مځکې لاندي ساقه) لري. [۲] د ساقې اوږدوالي یی پنځه متر دی خو لس متر ته هم رسېدلای سی. دغه بوټي کولای سی نر یا مونت (ښځيته) جنس ولري. میوه یی مخروطي شکل لري او رنگ یی شین دي. چندرۍ طبیعی مواد لری چی خوند یی تریخ دی. دغه توکې پر انسان باندي د مسکن آغېزه لری او د دي لپاره په طب کی د طبیعی مسکن د جوړولو لپاره کارېږي.[۳]

سرچينې[سمول]

  1. http://www.kvetenacr.cz/detail.asp?IDdetail=184
  2. http://www.dtest.cz/clanek-1319/leciva-sila-rostlin-chmel-otacivy-humulus-lupulus-l?gclid=CKjR94bFzLwCFafKtAodGlwAWg
  3. http://www.ordinace.cz/clanek/chmel-otacivy-humulus-lupulus/