د روم ټولواکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د روم ټولواکمني
Imperium Romanum

پایتخت رم
قسطنطنیہ
رسمی ژبې د لاتین ژبه
د یونان ژبه
مذهب
د حکومت ډول
د تاریخ دوران انتیک
ټولنه ۵۶،۸۰۰،۰۰۰

رومي سترواکي، له جمهوريت نه د وروسته پړاو لرغونی روم و. د يوه دولت په توګه يې په اروپا، شمالي افريقا او لويديځه اسيا کې د مديترانې سمندر په څنډو کې پراخې ځمکې په واک کې درلودې، چې مشري يې سترواکانو کوله. واک ته د قيصر اوګوسټوس له رسېدو څخه په درېيمه پېړۍ کې تر پوځي ګډوډۍ پورې، په ايټاليه کې دا سترواکي د ولايتونو لپاره مرکز او روم يوازينۍ پلازمېنه وه (له ميلاد مخکې ۲۷-۲۸۶). له پوځي کړکېچ وروسته، دا سترواکۍ د ګڼو سترواکانو له خوا اداره کېده، چې په لويديځه رومي سترواکۍ او ختيځه رومي سترواکۍ يې په ګډه حکومت کاوه. روم تر ۴۷ز کال پورې د دواړو برخو تش په نامه پلازمېنه وه، تر هغه وخته چې د «اوډوسر» د بربريانو له خوا راوينا ښار ونيول شو او له هغې وروسته د رومولس اګوسټولس معزول شو او قسطنطينې ته د سترواکۍ نښې واستول شوې، په ۳۸۰ز کال کې رومي سترواکۍ، مسيحي مذهب د دولتي کليسا په توګه ومانه او لويديځه رومي سترواکۍ د جرمني پاچایانو په لاس ماتې وخوړه. همدا ټکی د کلاسيکي لرغونتيا پای او د منځنيو پېړيو پيل بلل کېږي. د دې پېښو تر څنګ په کرار کرار د ختيځې رومي سترواکۍ د يوناني کېدو له امله تاريخ پوهان د منځنيو پېړيو رومي سترواکي جلا بولي، کومه چې د بيزانس په ختيځو ولايتونو کې ژوندۍ پاتې شوه.

له رومي سترواکۍ مخکې جمهوري روم (چې له ميلاد مخکې په شپږمه پېړۍ کې د رومي سلطنت ځای ناستی ګرځېدلی و) د يو لړ کورنيو جګړو او سياسي ټکرونو له امله سخت بې ثباته شو. له ميلاد مخکې د لومړۍ پېړۍ په نيمايي کې، جوليان سزار د دايمي ټولواک په توګه وټاکل شو او بيا له ميلاد مخکې په ۴۴ کال کې ووژل شو. کورنۍ جګړې او بنديزونو دوام درلود او دا حالت هغه مهال خپل اوج ته ورسېد، کله چې د سزار په زوی ولۍ نيول شوی «اوکتاويان» له ميلاد مخکې په ۳۱ کال کې د اکتيوم په جګړه کې د مارک انتوني او کليوپاترا په وړاندې بريا تر لاسه کړه. په ورپسې کال اوکتاويان بطلميوسي مصر فتح کړ او هلنيستي پړاو یې پای ته ورساوه، کوم چې له ميلاد مخکې په څلورمه پېړۍ کې د مقدوني ستر سکندر په فتوحاتو سره پيل شوی و.  له دې وروسته د اوکتاويان ځواک د يرغل وړ نه و او له ميلاد مخکې ۲۷ کال کې د روم د سنا مجلس هغه ته په رسمي توګه، پراخ واکونه او نوی لقب «اګوستس» ورکړ او په دې توګه هغه په عملي توګه، د روم لومړی ټولواک شو.

د دۍ سترواکۍ لومړۍ دوه پېړۍ په بې ساري ثبات او نېکمرغۍ کې تېرې شوې، چې د پاکس رومن (رومي سوله) په نوم يادېږي. د تراجان (۹۸-۱۱۷ز) د واکمنۍ پر مهال رومي سترواکي تر ټولو پراخې ځمکنۍ کچې ته ورسېده. د کوموډوس (۱۷۷-۱۹۲) د واکمنۍ پر مهال د ناکرارۍ او ځوړ پړاو پيل شو. په درېيمه پېړۍ کې سترواکي له بحران سره مخامخ شوه، چې د دې سترواکۍ شتون يې له ګواښ سره مخامخ کړ، په داسې حال کې چې ګاليک سترواکي او پالميرن سترواکي له رومي حکومت سره جلا شوې او لنډ مهالو سترواکانو، تر ډېره بريده «لژونيانو» دا واکمني پر مخ وړله. د اورليان (۲۷۰-۲۷۵) د واکمنۍ پر مهال دا سترواکي بيا سره متحده شوه. د ثبات په يوه هڅه کې «ديوکلتيان» د يونان په ختيځ او لويديځ کې په ۲۸۶ز کال کې د سترواکۍ دوه جلا جلا محکمې جوړې کړې. په ۳۱۳ز کال کې د ميلان له فرمان وروسته، په څلورمه پېړۍ کې مسيحيان واک ته ورسېدل. د کډوالۍ له پړاو لږ وروسته، چې د جرمن او د اتيليا د هونيانو پراخه بريدونه په کې شامل و، لويديځه رومي سترواکي له زوال سره مخامخ شوه. د جرمني هروليان په لاس د راوانا له سقوط او په ۴۷۶ز کال کې د اودواسر په لاس د رومولوس اګوستوس له واکه له لرې کولو وروسته، بالاخره لويديځه رومي سترواکي ونړېده، د «زينو» ختيځه رومي سترواکي په رسمي ډول په ۴۸۰ز کال کې ونړېده. له بلې خوا ختيځه رومي سترواکي د يوې بلې زريزې لپاره وپاېده، ان تر دې چې، په ۱۴۵۳ز کال کې د عثماني ترکیې سلطان محمد دويم قسطنطينيه ونيوله.  

د رومي سترواکۍ زياتې پراختيا او اوږدې مودې دوام ته په کتنې سره، پر ژبې، دين، هنر، معمارۍ، ادبياتو، فلسفي، قانون او تر واک لاندې سيمو کې په حکومت جوړولو او له دې ورهاخوا ډېر څه باندې رومي ادارو او کلتور بنسټيز او دايمي اغېز درلود. د روميانو لاتيني ژبه، د نړۍ په منځنيو اوعصري (موډرنو) رومي ژبو بدله شوه، په داسې حال کې چې د منځنيو پېړيو يوناني ژبه، د ختيځې رومي سترواکۍ ژبه شوه. د سترواکۍ له خوا د مسيحيت په منلو سره د منځنيو پېړيو مسيحيت رامنځ ته کړ. يوناني او رومي هنر په ايټالوي رنسانس بنسټيز اغېز درلود. رومي معماري روايت د رومانس او نيو کلاسيک لپاره بنسټ وګرځېد او همدا راز پر اسلامي معمارۍ يې ژور اغېز پرېښود. د منځنيو پېړيو په اروپا کې د يوناني او رومي علم او ټيکنالوژۍ بيا موندنې (کوم چې د اسلامي علومو لپاره هم بنسټ وګرځېد) د علمي رنسانس او علمي انقلاب لپاره بنسټ شو. د روم د حقوقو ټولګه، د ناپيلیوني اصولو په څېر، د اوسنۍ نړۍ په ډېرو حقوقي نظامونو کې اغېز لري، په داسې حال کې چې د روم جمهوري ادارو خپل دايمي ميراث پرېښود او په منځني پړاو کې يې د ايټاليې پر ښاري جمهوري دولتونو اغېز درلود، په ورته توګه يې پر متحده ايالاتو او نوو ديموکراتيکو جمهوريتونو هم اغېز پرېښود.

تاريخچه

له جمهوريت نه په سترواکۍ بدلون

له ميلاد مخکې، په شپږمه پېړۍ کې د جمهوريت د بنسټ له اېښودو لږ وروسته، روم په پراختيا پيل وکړ، په داسې حال کې چې د ايټاليې له ټاپووزمې څخه بهر يې له ميلاد مخکې تر درېيمې پېړۍ پورې پراختيا نه وه موندلې. د يوه سترواک له شتون مخکې د اوږدې مودې لپاره هغه يوه سترواکي وه (يعنې يو لوی ځواک). په اوسني تصور رومي جمهوريت يو ملي دولت نه و، بلکې د ښارونو يوه شبکه وه، چې په خپل ځان يې حکومت کاوه (په داسې حال کې چې دا ښارونه د روم د سنا له مجلس څخه په بېلا بېلو کچو خپلواک وو) او د ولايتونو يوه ټولګه وه، چې د پوځي قوماندانانو له خوا اداره کېده. دوی د ټولواکانو له خوا نه، بلکې په کلنۍ بڼه د ټاکلو قاضيانو له خوا چې له سنا مجلس سره يې اړيکې لرلې اداره کېدل (چې رومي استازی به د دوی ټولو پر سر و). د جلا جلا لاملونو له امله په لومړۍ زېږديزه پېړۍ کې د سياسي او نظامي بدلونونو پړاو و چې په پايله کې يې د سترواکانو حکومت رامنځ ته شو. د استازو پوځي ځواک د سترواکۍ (imperium) په حقوقي مفهوم ولاړ و، چې ټکی په ټکی معنا يې «امر» دی (خو دا يې پوځي معنا وه).  کله کله به برياليو استازو ته د سترواک (قوماندان) لقب ورکول کېده او له همدي ټکي څخه د سترواک (امپراتور) ټکی اخستل شوی دی، ځکه چې همدا نوم (د نورو په پرتله) د تل لپاره لومړيو سترواکانو ته هغه مهال ورکول کېده،کله به چې هغوی واک تر لاسه کړ.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

تاریخ

د روم تاریخ په دریو دورو وېشل شوی دی چې پیل یې د باچاهۍ له یوه مدني دولت څخه وشو. د ا د جمهوریت غوښتونکي په ډول عروج ته ورسېد او د زوال تر وخته پورې یو ظالم او مطلق العنان حکومت و. په شاهي دوره کې د دولت سربراه یو با چا و چې د میراثي سردار،خانداني مشر،قومي مشر، مذهبي پېشوا او د سیاست د یوه منتخب حکمران حیثیت یې درلود . د باچا د مرگ په وخت کې به واک د مشرانو کونسل ته ( Council of Leaders ) بېرته ورکول کېده . د سولې او جنگ په دواړو وختونو کې به د باچا واک لا محدود ؤ. اما رواج په واک باندې دوه بندیزونه لگولي وو.

له باچا څخه هیله کېده چې د مشرانو له کونسل سره سلا او مشوره وکړي او د هغوی د مشورو صحت ومني . د مرگ د سزا درلودونکو ټولې دعوې به د حتمي پرېکړي لپاره عوامو ته وړاندې کېدلې.

تر مېلاد ۵۱۰ کاله مخکي د روم امپراتوري پای ته ورسېده او پر ځای یې د جمهوریت غوښتونکو حکومت راغی . ملکي او نظامي واک د دوو افسرانو په لاس کې و او هغوی به هر کال انتخابېد ل. لیکن په دې حکومت کې ټولو اتباعو مساوي حقونه نه درلودل . په عامو یا د ټيټي کورنۍ ( Plebian ) په خلکو باندې اقتصادي ، سیاسي او کلتوري بندیزونه لگېدلي وو. او د حکومت پر چوکۍ باندې یې کار نشو کولی. د خانانو یا د لوړي کورنۍ خلکو ( Patrician ) په نظم او قانون باندې بشپړه سلطه درلوده حتی چې حکومتي ځمکې او څړ ځایونه هم یوا ځې دوی ته ورکول کېدل .

د دوهمې میلادي پېړۍ تر نیمایي پوري د ریپبلک شیرازه منتشره شوه . د واک ویش ختم شو او مطلق العنانه دوره پیل شوه په دې وخت کې نو د روم سلطنت لیرې لیرې هیوادونو ته پراخ شو او په یوه زمانه کې خو انگلستان،فرانسه،المان، هسپانیا، اسټریا، بلغاريا، یونان ، کوچنۍ آسیا او د روم د بحیرې ټوله ساحلي سیمه د روم په سلطنت کې شامله شوې وه . لیرې لیرې سیمو ته به چې کوم والیان لېږل کېدل هغوی به پراخ واک درلود حتی چې په عملي لحاظ به یې له مرکزي حکومت څخه بېخي خپلواکي درلوده.

د عروج په وخت کې د روم سلطنت سیاسي ادارو ته ډېرې مهمې گټې ور ورسولې . رومیانو د خاندان او دولت واک ټینگ کړ. له دې سره سره هغوی فتح شویو میلتونو ته د روم د اتباع کېدو حق ورکولو ته هم چمتو وو. هغوی د ټولو د اسانتیاوو لپاره د قانون جوړولو د گډواک د عنصر درک ولگاوه. د ملتونو قانون ) Law of nations) د هغوی په پرمختگ کې ډېر ستر گام ؤ. هغوی په خپل قانوني نظام کې د فطرت د قانون له یوناني تخیل څخه هم کار واخیست.

سرچينې

  1. Kelly, p. 4ff.
  2. Nicolet, pp. 1, 15
  3. Brennan, T. Corey (2000) The Praetorship in the Roman Republic. Oxford University Press. p. 605.
  4. Peachin, pp. 39–40.
  5. Potter (2009), p. 179.
  6. Hekster, Olivier and Kaizer, Ted (2011). Preface to Frontiers in the Roman World. Proceedings of the Ninth Workshop of the International Network Impact of Empire (Durhan, 16–19 April 2009). Brill. p. viii.
  7. Lintott, Andrew (1999) The Constitution of the Roman Republic. Oxford University Press. p. 114
  8. Eder, W. (1993) "The Augustan Principate as Binding Link," in Between Republic and Empire. University of California Press. p. 98. کينډۍ:ISBN.
  9. Richardson, John (2011) "Fines provinciae", in Frontiers in the Roman World. Brill. p. 10.
  10. Richardson, John (2011) "Fines provinciae", in Frontiers in the Roman World. Brill. pp. 1–2.