ټانگ كورنۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امپراتور گاو تزو

ټانگ كورنۍ (په چينايي: 唐朝) یوه امپراتوري کورنۍ وه چې د ۶۱۸ کال څخه تر ۹۰۷ کال پورې په چين کې یی حکومت کوله. په دي وخت کې د ټانگ واکمني په چين، ويتنام، ختيځي تورکستان هېوادونه یې ځان کې رانغښتل. پلازمېنه یی چخانگ آن ( 长安) په اوس وخت کې سي آن (西安) وو چی مساحت یی ۳۰ میله مربع وو. د ټاگ کورنی بنسټ ایښودونکی واکمن گاو تزو وو.[۱]

ثقافت د ټانگ په واکمني کې[سمول]

د ټانگ حکومت په وخت کې ټوله واکمني بیا یو ځاي شوه، لمړني ادبي اکاډمي هم تاسيس شو، چينايي هنر او شعر اوج ته ورسېدل او په ۸۶۸ کال کې لمړني چاپ شوي کتاب جوړ شو. په دي وخت کې باروت (د توپک دارو) ، پورسېلان (چيني لوښې) هم کشف شو.[۲] او لمړنی کاغذي پيسې هم چاپ شوې وې.

تاريخ[سمول]

په ۶۱۸ کال کې د سوييانو جنرال لي یوان وروستي د سوييانو امپراتور گونگ نړ کړ او چيني امپراتور شو. کله چې لي یوان (چې د گاو تزو په نوم هم پېژندل کېږي)د ټانگيانو امپراتور شو نو د ماليو اصلاحات یی اعلان کړ. په ۶۲۷ کال کې امپراتور تای تسونگ د چين اقتصاد او پوځ اصلاح وکړ او ويټنام، منځني آسیا او کوريا یی ونيو. په دي وخت کې د ټانگيانو پلازمېنه چخانگ آن د نړی تر ټولو لویه پلازمېنه وه او د ورېښم لار جوړ شو. امپراتور تای تسونگ د هنر او شعر د پراختيا څخه هم ملاتړ کاوه.

سرچينې[سمول]

  1. https://cs.wikipedia.org/wiki/Dynastie_Tchang
  2. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جولای ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)