Jump to content

حمورابي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حمورابي
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۸۱۰ "م.ز" ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۷۵۰ "م.ز"[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ژبې
دنده
پاچاپاچاleader (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
ځایناستی د
ځایناستی

 

نخچه چې د حمورابي (۱۷۵۰-۱۷۹۲ ق م) د وخت بابل راښيي

حمورابي (په اکدي ژبه:Ammurāpi) له ۱۷۹۲ مخزېږديز څخه تر ۱۷۵۰ مخزېږديز (42 کاله) پورې د بابل شپږم پاچا و. د خپل پلار له ګوښه کېدو وروسته هغه د بابل سترواک شو او په دې موده کې یې د بابل پولي تر بين النهرين سیندونو پراخې کړې او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې ایلام ، د لارسا ، اشنونا او ماري ښارونه فتح کړل. [۲]

د هغه ترټولو ارزښتمن يادګار د حمورابي قانون دی چې په یوه تیږه ليکل شوی دی. دا نسخه د ۸ فوټه اوږدې (۲.۴ مترو) په اوږدوالي د یوې ولاړې ډبرې په سر ليکل شوې او په ۱۹۰۱ کې د ایران په سوسا کې وموندل شوه. حمورابي په ټوله نړۍ کې د خپلې پوهې له امله مشهور دی ځکه په وخت کې چې خلک په سختو شرایطو کې وو، حمورابي د هغوی د تنظيم لپاره يو داسې قانون ليکلی دی.

واکمنۍ کلونه

[سمول]

حمورابي د بابل د سلطنت يو واکمن وو، چې په ۱۷۹۲ مخزېږديز کې د پلار له ګوښه کېدو وروسته د بابل امپراتور شو. [۳] بابل د بين النهرين يو پخوانی هېواد وو، چې د حاصلخیزو کرنیزو ځمکو د کنټرول لپاره یې جګړه کوله. که څه هم په بين النهرين کې ډېر ګډژوند کلتور عام نه و، د بابل خلک په منځني ختیځ کې د خپل ښه کلتور له کبله مشهور وو. د حمورابي نه مخکې امپراتورانو د سیندونو په مینځ کې خپل واک ټینګ کړ او د خپلې واکمنۍ په جریان کې یې د برسیپا ، سیپر او کیش ښارونه فتح کړل. نو حمورابي د تخت له ترلاسه کولو وروسته خپله سيمه د پخوانیو بابلي امپراتوریو په مقابل کې یوه کوچنۍ امپراتوري وګڼله. د حمورابي د پاچاهۍ په لومړیو ورځو کې د ایلام له ختیځ څخه د بابل ګاونډیو هېوادونو، د شمشي اباد له شمال څخه [۴] اشنا هم د دجلې سیند کنټرولاوه او لارسا هم د سیند ډیلټا کنټرولوله. [۵]

د حمورابي د واکمنۍ لومړۍ څو لسیزې په سوله ییزه توګه تېرې شوې. حمورابي له خپلو واکونو څخه په استفادې یو لړ عامه کړنې ترسره کړې. د نورو شیانو په منځ کې، هغه د ښار دېوالونه د دفاعي موخو او د معبدونو پراخولو لپاره پیاوړي کړل. [۶] په ۱۸۰۱ مخزېږديز کې، د ایلام ځواکمن سلطنت ، چې د زاګروس غرونو په اوږدو کې یې مهمې سوداګریزې لارې بندې کړې، او په بين النهرين يې بريد وکړ[۷] د دې جګړې په پايله کې د بين النهرين متحده ځواکونه له ماتې سره مخامخ شول د اشونا سلطنت له منځه یوړل شو، او یو شمېر ښاري دولتونه ویجاړ شول. [۸] د خپل موقف د ټینګولو لپاره، ایلام هڅه وکړه چې د بابل او لارسا سلطنت ترمنځ جګړه پیل کړي. [۹] ایلام چې د دغو دوو هېوادونو له یووالي څخه وېره درلوده، حمورابي ته یې پوځي مرستې برابرې کړې. په دې جګړه کې د لارسا له ماتې وروسته حمورابي یو له سترو قدرتونو څخه شو او په ۱۷۶۳ ق م کې یې د بين النهرين ټوله ټیټه سیمه تر خپل واک لاندې راوسته. [۱۰]

حمورابي په سوېل کې د جګړې پر مهال له ایلام څخه د سرتېرو او پوځي مرستو د کمښت له امله ستونزو سره مخ شو. حمورابي د بين النهرين د شمال د فتح کولو فکر وکړ او له ایلام څخه یې اشونا ونیوله. [۱۱] بیا د بابل پوځ د بين النهرين پاتې شمالي هېوادونه او خپل متحده ماري يې فتحه کړل؛ په هرصورت، دا جګړه پرته له کوم جنجاله پای ته ورسېده. په څو کلونو کې، حمورابي بریالی شو چې ټول بين النهرين د خپلې واکمنۍ لاندې سره متحد کړي. یوازې د منځنیو سیندونو برخې لکه حلب او کانت او لوېدیځې سوریه خپله خپلواکي ساتلې وه. [۱۲] [۱۳] [۱۴] په هرصورت، حمورابي د خپلو قوانینو د ډبرې په ستن کې ادعا وکړه چې هغه د ټول بين النهرين امپراتور دی. [۱۵]

د حمورابي د سترې امپراتورۍ اړوند د ډبرو یو زیات شمېر ستنې او ۵۵ لیکونه موندل شوي دي. [۱۶] دا لیکونه د حمورابي ورځنۍ واکمني، سېلاوونو او کليز او نورو اړينو کارونو اړوند دي. [۱۷][۱۸] په ۱۷۵۰ کې د حمورابي له مړینې وروسته، د بابل حکومت د حمورابي زوی سامسو ایلونا ته وسپارل شو. [۱۹]

سرچينې

[سمول]
  1. "BNE authority file". نه اخيستل شوی 1 June 2020.
  2. Beck, Roger B. (1999). World History: Patterns of Interaction. Evanston, IL: McDougal Littell. ISBN 0-395-87274-X. OCLC 39762695.
  3. Van De Mieroop 2005, p. 1
  4. Van De Mieroop 2005, pp. 3–4
  5. Van De Mieroop 2005, p. 16
  6. Arnold 2005, p. 43
  7. Van De Mieroop 2005, pp. 15–16
  8. Van De Mieroop 2005, p. 17
  9. Van De Mieroop 2005, p. 18
  10. Van De Mieroop 2005, p. 31
  11. Van De Mieroop 2005, pp. 40–41
  12. Van De Mieroop 2005, pp. 54–55
  13. Van De Mieroop 2005, pp. 64–65
  14. Arnold 2005, p. 45
  15. Clay, Albert Tobias (1919). The Empire of the Amorites. Yale University Press. pp. 97.
  16. Breasted 2003, p. 129
  17. Breasted 2003, pp. 129–130
  18. Breasted 2003, pp. 129–130
  19. Arnold 2005, p. 42