سيلاب
سيلاب د اوبو هغه زيات بهېدل دي، کومې چې په عمومي توګه وچې ځمکې لاندې کوي. د «بهاندو اوبو» په معنا کې شونې ده چې دا ټکی د اوبو مد او جزر ته هم وکارول شي. سيلابونه د هايډرولوژي د علم يوه برخه ده، چې په کرنه، ملکي انجنيرۍ او عامې روغتيا کې له زيات اهميت نه برخمنه ده. د انسانانو له خوا په چاپېريال کې بدلون ډېر ځله د سيلاب د سختوالي او تکرار په زياتېدو کې ونډه لري، د بېلګې په ډول: د ځمکې په کارولو کې بدلون لکه د ځنګلونو وهل او د اوبو لرونکو ځمکو له منځه وړل، د ابو د جريان د لارو بدلونونه يا د سيلاب د مخنيوي کوونکو بدلونونه، لکه، له بندونو سره (ډکه، هغه بندونه چې د سيلابي اوبو مخه نيسي) او تر دې ستر چاپيرياليز مسائل، لکه د اقليم بدلون او د سمندر د اوبو سطحې راپورته کېدل. په ځانګړي ډول په اقليمي بدلونونو کې د بارانونو زياتېدل او د بادونو سختې پېښې د سيلابونو په نورو لاملونو کې زياتوالی راولي، په پايله کې لا زيات سخت سيلابونه منځ ته راځي او د سيلاونو ګواښونه زياتېږی. [۱][۲][۳]
شونې ده چې د اوبو له هستو نه د زياتو اوبو د بهېدو له امله هم سيلابونه منځ ته راشي، لکه له سيند، جهيل يا سمندر نه، چېرې چې اوبه پورته راخيژي يا بندونه ماتوي، په پايله کې ځينې اوبه له خپلو اصلي پولو نه اوړي. شونې ده چې په يو سيمه ييز سيلاب کې په خړوبه شوې ځمکه د باراني اوبو د راټولېدو له امله منځ ته راشي. په داسې حال کې چې د موسمي بدلونونو له امله د اورښت او واورې د وېلې کېدو پر مهال د يوه جهيل يا د اوبو د بلې هستې اندازه بدلون مومي، خو د اوبو په اندازه کې دا بدلون تر هغه وخته مهم نه بلل کېږي، تر کومه چې دا اوبه شتمنۍ يا کورني څاروي ډوب نه کړي.[۴]
په سيندونو کې هم هغه مهال سيلابونه راتلای شي، کله چې د اوبو د بهېدو کچه د سیند د ويالې له وړتيا (ظرفيت) نه زیاته شي، په ځانګړي ډول د اوبو د بهنګ په اوږدو کې په تاوېدونکو برخو او کږليچونو کې. په عمومي توګه سيلابونه کورونو او سوداګريو ته زيان اړوي، خو دا هغه مهال وي، که چېرې کورونه يا سوداګرۍ چارې د سيندونو د طبيعي سيلابونو په هوارو ځمکو کې وي. که څه هم له سيندونو او اوبو له نورو هستو نه په لرې کېدو سره، د سيند په غاړه د سيلاب د ويجاړيو مخه نيول کېدای شي، په دوديز ډول خلک د سيندونو په څنډو اوسېدلي او هلته يې کار کړی، ځکه چې دا ځمکې په عمومي توګه هوارې او زرخېزه وي او په دې وجه چې سيندونه د سفر اسانه لارې، سوداګرۍ او صنعت ته لاسرسی برابروي. د شتمنيو پر ويجاړولو سربېره سيلابونه کولای شي، د دويمې درجې پايلې هم ولري، لکه د اوږدې مودې لپاره د خلکو بې ځايه کېدل، له اوبو نه پيدا کېدونکو ناروغيو د خپرېدو منځ ته راوړل او د مياشو په مټ لېږدېدونکې ناروغۍ.[۵]
ډولونه
[سمول]سيمه ييز
[سمول]شونې ده سيلابونه په اوارو يا کمو ټيټو سيمو کې هغه مهال منځ ته راشي، کله چې اوبه د باران د اورښت يا د واورې د وېلې کېدو له امله د جذب کېدو يا بهېدو په نسبت زياتې شي. زیاتې اوبه په سيمه کې راټولېږي، کله کله دا راټولېدل تر خطرناکې ژورتيا پورې وي. د ځمکې سطحه خړوبه شوې (تغذيه شوې/په اوبو ډکه شوې) وي، له همدې امله په ځمکه کې جذب کېدل درېږي او دا په هغه سيمو کې چېرې چې سطحه ډېره ژوره نه وي، لکه سيلابي دښتې، يا د يو يا ډېرو توپانونو له امله د سختو بارانونو په سبب. د کنګل شوې ځمکې، ډبرې، کانکريټ (په ډبرو، شګو او قير پوخ شوی)، هوارېدل (هغه سیمه چې وېړه او هواره کړای شوې وي) يا د بامونو له لارې هم د اوبو ننوتل يا ډېر کرار يا بېخي کم وي. سيمه یيز سيلابونه په هوارو ځمکو کې منځ ته راځي، لکه سيلابي دښتې او سيمه ييزو ټيټو برخو کې کومې چې د بهنګ له ويالو سره نه وي تړلي، ځکه چې د ځمکې پر سر بهېدل د سطحې تر رېونده والي پورې اړه لري. شونې ده چې اندورهيک ډنډونه (ايندوريزک ډنډونه هغه دي چې اوبه زېرمه کوي او بېرته يې بلې هستې ته نه لېږدوي) د هغو پړاوونو پر مهال سيلابونه تجربه کړي، کله چې اورښت له بخار نه زيات وي. [۶]
رود (کانال/وياله/ناوه)
[سمول]سیلابونه په هر ډول سيندونو او رودونو کې پېښېدای شي، په لمدو سيمو کې له کوچنیو ژر پای موندونکو ويالو نيولې بيا په عمومي ډول د وچ اقليم په وچو ويالو او ان د نړۍ په لویو سيندونو کې. کله چې په کرنيزه ځمکه اوبه بهېږي، شونې ده چې له خټو ډک سيلاب لامل وګرځي، ځکه چې روانې اوبه له ځانه سره رسوبات د خپرې شوې مادې یا د ناستې مادې (خړې) په توګه لېږدوي. شونې ده چې سيمه یيز سيلاب د ځمکې د ښوېدو، يخ، خځلو يا د لرګيو-بوټو د بندونو له امله د زېم ايستنې د بنديدو په سبب منځ ته راشي، يا په ډېر سخت حالت بدل شي.
کرار کرار زياتېدونکي سيلابونه په هغو لويو سيندونو کې منځ ته راځي چې د اوبو ساتلو پراخه سيمې لري. شونې ده چې د بهېدو زياتېدل د پرله پسې باران، په تېزۍ سره د واورې وېلې کېدو، موسمي باد باران يا استوايي توپانونو پايله وي، خو د وچ اقليم په لويو سيندونو کې شونې ده چې په چټکۍ سره سيلابونه راشي، ځکه شونې ده چې دوی د اوبو د ډنډ کېدو سترې زېرمې ولري، خو سيلابي ويالې يې کوچنۍ وي، په همدې سبب شونې ده چې د دې ډنډونو په کوچنيو سيمو کې د باران اورښت خورا زيات وي.
د ناڅاپي سيلابونو په ګډون د چټکو سيلابونو پېښې ډېر ځله په کوچنيو سيندونو، هغو سيندونو کې چې رېونده درې لري او په هغو سيندونو کې منځ ته راځي چې د بهنګ په اوږدو کې يې د جذب وړ ځمکې نه وي، يا په عمومي توګه وچې ويالې وي. شونې ده چې لامل يې په سیمه یيز ډول محرک باران (له تېزې برېښنا او تندر لرونکی) يا په ناڅاپي ډول د هغه بند له سرچينې نه چې د يو بند شاته جوړه شوې وي، يا د ځمکې رغړېدل او يا هم له کنګلونو نه د اوبو روانېدل وي. په يوه بېلګه کې، یو ناڅآپي سيلاب هغه اته کسه وژلي وو چې د يکشنبې په ماسپښين يې په يو تنګ تنګي کې د اوبو په مشهور جورجوړي کې له اوبو خوند اخيست. له لېدل شوي اورښت پرته، په يوه دقيقه کې د اوبو بهېدل په يوه ثانيه کې له پنځوس نه تر يو زر او پنځوس مکعب فوټه پورې (۱.۴ نه تر ۴۲ مکعب متره په يوه سانيه کې) زيات شول. په يوه اونۍ کې په همدې سيمه کې دوه ستر سيلابونه راغلل، خو په هغه ورځو کې په دې ابشار کې هېڅوک نه وو. د همدې زيمي ډنډ په يوه برخه کې دا تر ټولو خونړی سيلاب و، کوم چې د برېښنا او تندر نه په هغه برخه کې منځ ته راغی، چېرې چې رېونده سيمې، د لغړو ډبرو رېونده برخې زياتې دي او پر دې مهال نازکه ځمکه هم ښه خړوبه شوې وه. [۷]
په وچو سيمو کې په هغو ويالو کې چې په عمومي توګه وچې وي ناڅاپي سيلابونه تر ټولو عام دي، کوم چې په سويل لويديځ متحده ايالاتو کې د «اريو» او په نورو سيمو کې په ګڼو نورو نومونو يادېږی. په دې حالاتو کې لومړۍ راتلونکې اوبه ختميږي، ځکه چې دا اوبه د بهېدو شګلن بستر لمدوي. په همدې بنسټ د سيلابو مخکښې څنډې له دې نه د وروسته راتلونکو او په زياته پيمانه بهېدونکو اوبو په پرتله په کراره مخ په وړاندې ځي. په پايله کې، ښکته لور ته د سيلابو په بهېدو سره د هايدوګراف (هايډوګراف د اوبو د بهېدو د ښودلو انځور يا ګراف دی) مخ پر وده اړخ لا پسې تېزېږي، تر دې چې د بهېدو کچه دومره ستره شي، چې د ځمکې په مټ جذب د هېڅ برابر ګرځي.
ايسټورين او ساحلي (ايسټورين په ساحل کې يو بل ته د نژدې شويو اوبو هغه هسته ده، چېرې چې سمندرونه له تروشو اوبو سره يو ځای کېږي).
[سمول]په ايستوري (لارو) کې په عمومي توګه د سيلابو لامل د بادونو او ښکته هوا د فشار له امله د منځ ته راغليو توپاني څپو او سترو څپو يو ځای کېدل وي، کومې چې د سيند د بهېدو په مخالف لوړ لوري کې سره يو ځای کېږي.
شونې ده چې په ساحلي سیمو کې د سيلابو لامل توپاني څپې وي، چې په سمندر کې د سترو څپو د پېښو له لوړ مد او جزر سره يو ځای کېږي، د کوم په پايله کې کې چې دا څپې د سيلابو دفاع تر ټولو لوړې درجې ته بيايي او په سختو حالاتو کې د دې سيلابونو لامل سونامي يا استوايي توپانونه وي. د استوايي توپان له امله او يا هم د غېراستوايي توپان له امله په توپاني څپو کې زياتوالی د همدې ډلې برخه ده. د UHC (د توپان ملي مرکز) له خوا شوې څېړنې روښانه کوي چې: «د توپاني څپو زياتېدل، د هغو اوبو ډېروالی دی چې د اټکل شوي فلکياتي مد او جزر نه زياتې او د توپان په مټ پیدا شوې وي. د توپاني څپو زياتېدل، بايد د توپاني مد او جزر سره ګډوډ نه کړای شي، د کوم تعريف چې داسې شوی چې «دا د توپاني څپو او فلکياتي مد او جزر د يو ځای کېدو له امله د اوبو د کچې زياتېدل دي». شونې ده چې د اوبو د کچې دا زياتېدل، په ساحلي سيمو کې د سختو سيلابونو لامل شي، په ځآنګړي ډول، کله چې توپاني څپې د پسرلي د موسم له مد او جزر سره ملګرې وي، په پايله کې داسې توپاني مد او جزر منځ ته راځي، چې تر شل فوټه يا هم په ځينو حالاتو کې له دې نه لوړې کچې ته رسېږي.[۸]
سرچینې
[سمول]- ↑ MSN Encarta Dictionary, Flood Archived 2011-02-04 at the Wayback Machine., Retrieved on 2006-12-28, on 2009-10-31
- ↑ Hirabayashi, Yukiko; Mahendran, Roobavannan; Koirala, Sujan; Konoshima, Lisako; Yamazaki, Dai; Watanabe, Satoshi; Kim, Hyungjun; Kanae, Shinjiro (September 2013). "Global flood risk under climate change". Nature Climate Change (په انګليسي). 3 (9): 816–821. Bibcode:2013NatCC...3..816H. doi:10.1038/nclimate1911. ISSN 1758-6798.
- ↑ "How climate change is making record-breaking floods the new normal". United Nations Environmental Program. 3 March 2020.
- ↑ Glossary of Meteorology (June 2000) Flood Archived 2007-08-24 at the Wayback Machine., Retrieved on 2009-01-09
- ↑ "WHO | Flooding and communicable diseases fact sheet". WHO. Archived from the original on December 31, 2004. نه اخيستل شوی 2021-03-28.
- ↑ Jones, Myrtle (2000). "Ground-water flooding in glacial terrain of southern Puget Sound, Washington". Fact Sheet. doi:10.3133/fs11100. نه اخيستل شوی 2015-07-23.
- ↑ Hjalmarson, Hjalmar W. (December 1984). "Flash Flood in Tanque Verde Creek, Tucson, Arizona". Journal of Hydraulic Engineering. 110 (12): 1841–1852. doi:10.1061/(ASCE)0733-9429(1984)110:12(1841).
- ↑ "Storm Surge Overview". noaa.gov. نه اخيستل شوی 3 December 2015.