جورج ايليټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جورج ايليټ
(انګلیسي: Mary Ann Evans)[۱]
(انګلیسي: Marian Evans)[۲]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جورج ايليټ
جورج ايليټ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Mary Anne Evans)[۱][۳]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۲ نومبر ۱۸۱۹[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
مړینه 22 ډيسمبر 1880 (61 کاله)[۱۸][۴][۵][۶][۷][۸][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن[۱۹]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فیلسوف[۲]
ليکوال[۲][۲۰]
شاعر[۲۱]
خبريال[۲۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۲۳][۲۴][۲۵]
آلماني ژبه[۲۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه خبريالي[۲۶]
ژباړه[۲][۲۶]
فلسفه
ناول[۲]
ادبيات[۲۶]
شعر[۲۶]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ميری ان ايوانز (۲۲ نومبر ۱۸۱۹ – ۲۲ ديسمبر ۱۸۸۰ز کال) څوک چې د خپلې لیکوالۍ په نوم جورج ايليټ مشهوره وه، يوه بریتانوۍ ناول ليکونکې، شاعره، ژورنالسته، ژباړنه او د ويکټوري پړاو يوه مخکښه ليکواله وه. هغې د «Adam Bede (ز کال) The Mill on the Floss(۱۸۶۰ز کال) Silas Marner (۱۸۶۱ز کال)،  Romola(۱۸۶۲-۱۸۶۳ز کال)  Felix Holt, the Radical (۱۸۶۶ز کال)،  Middlemarch(۱۸۷۱-۷۲ز کال) Daniel Deronda (۱۸۷۶ز کال) په نومونو اووه ناولونه وليکل. د چارلس ډيکنس او تاماس هارډي په څېر هغې هم له ايالتي انګلستان څخه سر راپورته کړ او د هغې ډېر آثار دلته منځ ته راغلي. د هغې آثار د حقيقت پالنې، د  ځای په اړوند د رواني لرليد د احساس او د کليوالي سیمو د بشپړ انځور د وړاندې کولو له امله شهرت لري.[۲۷]

که څه هم د هغې د ژوند پر مهال ښځينه ليکوالو په خپل نامه خپرونې کولې، هغې هڅه کوله چې د ښځو د ليکونو له کليشه يي حالت څخه ډډه وکړي، کومې چې تر بې پروا مينې يا نورو کوچنیو کارونو پورې محدودې وې، چې زيات جدي بلل يې اړين نه و. هغې همدا راز غوښتل چې د هغې افسانې د ژباړنې، سمونکې او نقادې په څېر له مخکې څخه په پراخه کچه د پېژندل شويو اثارو څخه په جلا ډول وپېژندل شي. د خپل اصلي نوم د کارولو بل لامل دا هم کېدای شي چې هغې هيله درلوده په دې ډول خپل شخصي ژوند له عامه کره کتنې څخه وساتي، په دې بنسټ له هغو تورونو څخه ژغورل کېده، کوم چې د متاهل جورج هينري ليويس سره د هغې د اړيکې له امله راپورته کېدل. [۲۸][۲۹]

د « Middlemarch » په نوم د هغې د ناول په اړه يو بل ناول لیکونکي «ورجينيا ولف» ويلي چې «يو له هغو انګليسي ناولونو څخه و چې د مشرانو خلکو لپاره ليکل شوی دی»، تر څنګ یې مارټين اميس او جوليان بارنيس دا ناول د انګليسي ژبې يو له سترو ناولونو څخه بللی دی.[۳۰][۳۱][۳۲]

ژوند[سمول]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه[سمول]

ميري ان ايوان د انګلستان د «وارويکشاير» په نيوټن کې زېږېدلې وه. نوموړې د رابرټ ايوان (۱۷۷۳-۱۸۴۹ز کلونه) او کرسټينا اويوان (۱۷۸۸-۱۸۳۶ز کلونه) د رېيمه بچۍ وه، مور يې د يوې سيمه یيزې کارخانې مالکه وه.نوموړې په بېلا بېلو وختونو کې خپل نوم په بېلا بېل ډول لیکلی دی: کله چې هغې ته مذهبي تعميدي غسل ورکاوه، نو پلار يې نوم په « Mary Anne » ډول ليکلی و، وروسته هغې هم دا نوم په لومړيو ليکونو کې کاراوه، خو په کورنۍ کې بيا د هغې نوم په  « Mary Ann» ليکبڼه ليکل کېده. تر ۱۸۵۲ز کال پورې د هغې نوم « Marian» ته اوښتی و، خو هغې په ۱۸۸۰ز کال کې خپل نوم بېرته « Mary Ann » ته بدل کړو او دا له هغه وروسته چې له «جان کراس» سره یې واده وکړ. د هغې په يادښتي ډبره د هغې نوم داسې ليکل شوی « Mary Ann Cross (George Eliot)».[۳۳][۳۴]

د هغې د سکه خوېندو وروڼو نومونه دا دي: کرسټينا چې د کريسي په نوم پېژندل کېده (۱۸۱۴-۵۹ز کلونه)، اساک (۱۸۱۶-۱۸۹۰ز کال) او دوه نور غبرګوني وروڼه چې په ۱۸۲۱ز کال کې له زېږېدو څو ورځې وروسته دواړه مړه شول. هغې همدا راز يو ناسکه ورور درلود چې رابرټ ايوان (۱۸۰۲-۱۸۶۴ )نومېده، د فرانسس «فيني» ايوانز هوګټن (۱۸۰۵-۱۸۸۲ز کلونه) په نوم يې يوه ناسکه خور درلوده، دا خور او ورور يې د «هاريټ پاينټن» (۱۷۸۰-۱۸۰۹ز کلونه) سره د هغې د پلار له پخواني واده څخه و. د هغې پلار «رابرټ ايوانز» چې له ويلزي نسب څخه و، په وارويکشاير کې د «نيوډيګيټ» کورنۍ د «اربري هال» شتمنۍ مدير و او ميري اين هم د همدې جايداد په سويلي کروندځای کې زېږېدلې وه. د ۱۸۲۰ز کال په لومړيو کې، دا کورنۍ د «نونيټن» او «بيډ ورت» تر منځ يو کور ته وکوچېده چې د «ګريف هاوس» په نوم پېژندل کېده. [۳۵]

ځوانه ايوانز يوه لېواله لوستونکې او څرګنده ده چې ډېره ځېرکه هم وه. له دې امله چې هغه په بدني ډول ښکلې نه بلل کېده، د ايوان په اړه دا فکر ډېر نه کېده چې د واده فرصت به ولري، تر څنګ يې د هغې ځيرکتيا د هغې پلار دې ته اړ کړ چې په داسې يوه تعليمي برخه کې پانګونه وکړي چې تر ډېره بريده يې ښځې نه منلې. له پنځه کلنۍ تر نهه کلنۍ، هغې له خپلې خور «کريسي» سره په «اټليبرا» کې د «لاتام ښوونځي» کې زده کړې وکړې، له نهه کلنۍ تر ديارلس کلنې يې د «نونيټن» په «والنګټن» ښوونځي کې زده کړې وکړې او له ديارلس کلنۍ څخه تر شپاړس کلنۍ پورې يې د «کوينټري» په فرانکلين ښوونځي کې زده کړه وکړه. په والنګټن ښوونځي کې هغې ته «ايوانجليکي» ماريا ليويس درس ورکړ چې د هغې تر ټولو لومړي پاتې لیکونه هغې ته استول شوي دي. د اغلې فرانکلين د مذهبي فضا لرونکې ښوونځي کې بيا ايوانز د يوې غلې، بانظمه عقيدې سره مخامخ شوه چې د انجيلي بشارت پر ضد وه.[۳۶][۳۷]

له شپاړس کلنۍ وروسته، ايوانز کم رسمي تعليم کړی. د هغې پلار پر شتمنۍ کې مهمه ونډه درلوده، له همدې امله هغې ته «اربري هال» کتابتون ته د لاسرسي اجازه ورکول کېده، کومې چې له هغې سره په خپل تعلیم او د زده کړې په پراختيا کې مرسته وکړه. د هغې کلاسيکې زده کړې خپه نښه پرېښوده؛ «کرسټوفر ستری» وليدل چې « د جورج ايليوټ ناولونه يوناني ادبیاتو ته ډېره توجه کوي (د هغې يواځې يو کتاب داسې چاپ شوی چې يوناني حروف پکې نه و) او د هغې موضوعات ډېر ځله له يوناني غميزو څخه اغېزمن شوي دي». همدا راز ياد جايداد ته د هغې بيا بيا ورتګ هم له هغې سره مرسته وکړه چې د هغې شتمنۍ تر منځ توپير وکړي چېرته چې سيمه ييزو زميندارانو ژوند کاوه او په همدې جايداد د اوسېدونکو بې وزلو خلکو د ژوند  تر منځ. د هغې په ډېرو اثارو کې بېلا بيل ډول ګذرانونه راڅرګند شول چې په موازي ډول پايدلي دي. د هغې په ژوند يو بل لومړی اغېز مذهب پرېښود. هغه په يوه ښکته انجليکي کليسا کورنۍ کې ستره شوې وه،  خو هغه مهال «ميډ لینډ» یوه داسې سیمه وه، چېرته چې د مذهبي مخالفینو شمېر مخ په زياتېدو و.[۳۸][۳۹]

کوينټري ته تګ[سمول]

په ۱۸۳۶ز کال کې د هغې مور مړه شوه او ایوانز (هغه مهال ۱۶ کلنه) خپل کور ته ستنه شوه، تر څو د کور ساتنه وکړي، خو له خپلې استادې «ماريا ليويس» سره يې لیکنو ته دوام ورکړ. کله چې هغه يو وېشت کلنه وه، ورور يې ايساک واده وکړ او د کورنۍ کور يې واخيست، له همدې امله ايوانز او د هغې پلار له «کوينټري» سره نژدې «فوليشيل» ته ولېږدېدل. له کوينتري ټولنې سره نژدې والي په هغې نورې اغېزې وکړې، د يادونې وړ يې «چارليس» او «کارا بري» دي. چارلس بري د تسمو د جوړولو له امله شتمن شو او خپله شتمني يې د ښوونځيو په جوړولو او خېر ښېګڼې په کارونو کې مصروله. ايوانز چا چې د يو څه وخت لپاره د مذهبي شکونو سره په مقابله بوخته وه، د سخت دريځي، ازاد فکرې بريز سره نژدې ملګرې شوه، د چا کور چې د هغو خلکو د راټولېدو ځای و چې بنسټپاله اندونه يې درلودل او په هغې به يې بحثونه کول. په هغو خلکو کې چې د بريز په کور کې ورسره دې ځوانې ښځې وليدل، «رابرټ اوين، هربرټ سپينسر، هاريټ مارټينو» او «رالف والډو ايمرسن» شامل وو. د دې ټولنې له لارې ايوانز لا زياتو ازادو او د ماوراء الطبيعة فلسفې الاهيات پوهانو  او د «ډاويډ سټراوس» او «لوډوينګ فيورباخ» په څېرلیکوالانو سره بلده شوه، چا چې د بايبلي متونو په لفظي رېښتينولۍ شکونه پیدا کړل. په حقيقت کې، د هغې لومړی ستر ادبي اثر د «سټراس» د « Das Leben Jesu kritisch bearbeitet » کتاب انګليسي ژباړه وه چې په انګليسي کې يې نوم « The Life of Jesus, Critically Examined » (۱۸۴۶ز کال) ورکول شوی و، کوم کتاب چې د اليزابيت روفا برابانټ څخه نيمګړی پاتې شوی او دې پوره کړ، نوموړې د «روز هيل حلقې» يوه بله غړې وه.

د ستراس کتاب په المان کې هنګامې راپورته کړې، ځکه هغه استدلال کړی و چې په نوي صحيفه کې معجزې د اوهامو اضافوالی دی چې په حقيقت کې يې اساس ډېر کم دی. د ايوان ژباړې په انګلستان کې همدا غېز درلود، د «شافسبري» «ايرل» د هغې ژباړه په دې ډول ياده کړه چې «تر ټولو وبايي کتاب چې د دوزخ له ژامو څخه قی شوی دی». وروسته هغې د « The Essence of Christianity » (۱۸۵۴ز کال) په نوم د «فيور باخ» کتاب وژباړه. د دې کتابونو اندونو د هغې په خپلو افسانو هم اغېزې درلودې.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ دوتنه: Virginia Blain، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 334
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ Library of Congress authority ID: https://id.loc.gov/authorities/n79045512 — د نشر نېټه: ۲۱ مې ۲۰۲۱ — خپرونکی: Library of Congress
  3. دوتنه: جورج ايليټ — سرليک: Daniel Deronda — پاڼه: xvii — د خپرولو نیټه: ۲۰۰۲
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/317 — subject named as: George Eliot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/19134 — subject named as: George Eliot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: George Eliot — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Eliot,_George — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w69028pn — subject named as: George Eliot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?71621 — subject named as: George Eliot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. subject named as: George Eliot — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=8676 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/eliot-george — subject named as: George Eliot — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ subject named as: George Eliot — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF20178
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ https://www.wechanged.ugent.be/wechanged-database/
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0023801.xml — subject named as: George Eliot — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2961 — subject named as: George Eliot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/11503 — subject named as: George Eliot
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/19559 — subject named as: George Eliot — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/19559 — subject named as: George Eliot — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
  18. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11901663n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  19. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Элиот Джордж — نسخهدريم — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  20. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  21. Poets.org poet ID: https://www.poets.org/poetsorg/poet/george-eliot — د نشر نېټه: ۱۸ مې ۲۰۲۲
  22. Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500373101 — د نشر نېټه: ۷ فبروري ۲۰۲۴ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute — د خپرولو نیټه: ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۶
  23. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11901663n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  24. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19981000965 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  25. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6167395
  26. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19981000965 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  27. Ashton, Rosemary (1996). George Eliot: A Life. London: Hamish Hamilton. د کتاب پاڼې 255. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780241134733. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. There were a few exceptions, such as Nature and Art, by Elizabeth Inchbald, published under the name "Mrs. Inchbald" in 1796.
  29. Karl, Frederick R. George Eliot: Voice of a Century. Norton, 1995. pp. 237–38.
  30. Woolf, Virginia. "George Eliot." The Common Reader. New York: Harcourt, Brace, and World, 1925. pp. 166–76.
  31. Long, Camilla. Martin Amis and the sex war, The Times, 24 January 2010, p. 4: "They've [women] produced the greatest writer in the English language ever, George Eliot, and arguably the third greatest, Jane Austen, and certainly the greatest novel, Middlemarch..."
  32. Guppy, Shusha. "Interviews: Julian Barnes, The Art of Fiction No. 165". The Paris Review (Winter 2000). http://www.theparisreview.org/interviews/562/the-art-of-fiction-no-157-julian-barnes. Retrieved 26 May 2012. 
  33. Hardy, Barbara. George Eliot: A Critic's Biography. Continuum. London: 2006, pp. 1–2, 8.
  34. "Archived copy". Archived from the original on ۲۳ اگسټ ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link) صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  35. "George Eliot Biography - life, childhood, children, name, story, death, history, wife, school, young". www.notablebiographies.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Karl, Frederick R. George Eliot: Voice of a Century. Norton, 1995. pp. 24–25
  37. Karl, Frederick R. George Eliot: Voice of a Century. Norton, 1995. p. 31
  38. Karl, Frederick R. George Eliot: Voice of a Century. Norton, 1995. p. 52
  39. Christopher Stray Classics Transformed, p. 81
  40. The Life of Jesus, Critically Examined by David Friedrich Strauss 2010 کينډۍ:ISBN pages 39–43 and 87–91
  41. The Making of the New Spirituality by James A. Herrick 2003 کينډۍ:ISBN pages 58–65
  42. Familiar Stranger: An Introduction to Jesus of Nazareth by Michael J. McClymond (Mar 22, 2004) کينډۍ:ISBN page 82
  43. The historical Jesus question by Gregory W. Dawes 2001 کينډۍ:ISBN pages 77–79
  44. Mead, James K. (1 January 2007). Biblical Theology: Issues, Methods, and Themes. Presbyterian Publishing Corp. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-664-22972-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Hesketh, Ian (3 October 2017). Victorian Jesus: J.R. Seeley, Religion, and the Cultural Significance of Anonymity. University of Toronto Press. د کتاب پاڼې 97. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4426-6359-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Tearle, Oliver (29 September 2016). The Secret Library: A Book-Lovers' Journey Through Curiosities of History. Michael O'Mara Books. د کتاب پاڼې 90. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78243-558-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)