بوریس یلتسین
بوریس یلتسین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱ فبروري ۱۹۳۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳] |
مړینه | 23 اپرېل 2007 (76 کاله)[۱۴][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۱۰][۱۲][۱۳] مسکو [۱۵] |
د مړینې لامل | زړه نابری |
استوګنځای | یکاترینبورګ (۱۹۴۹–۱۹۸۵)
مسکو (۱۹۸۵–۲۳ اپرېل ۲۰۰۷) |
تابعیت | شوروي اتحاد (۱ فبروري ۱۹۳۱–۲۶ ډيسمبر ۱۹۹۱)
روسیه (۲۶ ډيسمبر ۱۹۹۱–۲۳ اپرېل ۲۰۰۷) |
قد | 187 سانتي متره |
ګوند | د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۶۱–۱۲ جولای ۱۹۹۰)[۱۶]
خپلواک کاندید (۱۲ جولای ۱۹۹۰–) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سېول انجنیر ، سياستوال [۱۰] |
مورنۍ ژبه | روسي |
کاروونکي ژبه(ي) | روسي [۱۷][۱۸] |
پوځي خدمت | |
وفاداري | شوروي اتحاد |
مقام | ډګروال |
مشرتوب | روسي وسله وال ځواکونه |
جګړه/جګړې | د شوروي اتحاد د ۱۹۹۱ کال کودتا [۱۹]، د چیچنیا لومړۍ جګړه ، د چيچنيا دويمه جګړه ، د غرني قره باغ شخړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
بوریس نیکولایویچ یلتسین روسی او پخوانی شوروي سیاستوال و، چې له ۱۹۹۱ز کال نه تر ۱۹۹۹ز کال پورې یې د روسیې فدراسیون د لومړي ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. هغه له ۱۹۶۱ز کال نه تر۱۹۹۰ز کال پورې د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند غړی و. وروسته د یوه خپلواک سیاسي شخص په توګه پاتې شو، په دې موده کې هغه ته له ایډیالوژیکي پلوه له لیبرالیزم او د روسیې له ملتپالنې سره د تړاو په سترګه کتل کېدل.
یلتسین د یورال اوبلاست په بوتکا کې په یوې کروندګرې کورنۍ کې زېږېدلی و. هغه په کازان، تاتار ASSR کې رالوی شوی. په یورال دولتي تخنیکي پوهنتون کې یې تر زده کړو وروسته ساختماني چارې پر مخ وړلې. هغه له کمونیست ګوند سره یوځای شو، چې په دولت او ټولنه کې یې واک انحصار کړی و. دی په خپلو رتبو کې مخکښ شو او په ۱۹۷۶ز کال کې د ګوند د Sverdlovsk Oblast کمېټې لومړی منشي شو. یلتسین په پیل کې د شوروي د مشر میخایل ګورباچوف د پروسترویکا د اصلاحاتو ملاتړی و. هغه وروسته پر دغو اصلاحاتو نیوکه وکړه؛ ځکه ډېر معتدل وو او د څو ګوندونو ډیموکراسۍ ته یې د لېږد غوښتنه وکړه. په ۱۹۸۷ز کال کې هغه لومړی کس و، چې د ګوند له سیاسي دفتر نه یې استعفا ورکړه او د هغه شهرت یې د نظام ضد شخصیت په توګه معرفي کړ. په ۱۹۹۰ز کال کې د روسیې د عالي شورا مشر وټاکل شو او په ۱۹۹۱ز کال کې د روسیې د شوروي فډرالي سوسیالیستي جمهوریت (RSFSR) ولسمشر وټاکل شو. یلتسین له بېلابېلو نا روسي ملتپالو مشرانو سره ملګرتیا وکړه او د هماغه کال په ډسمبر کې یې د شوروي اتحاد په رسمي منحلولو کې مهمه ونډه لرله. د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، RSFSR د روسیې پر فدراسیون بدل شو او یو خپلواک دولت شو. یلتسین د دې لېږد له لارې، د ولسمشر په توګه پاتې شو. هغه وروسته د ۱۹۹۶ز کال په ټاکنو کې بیا بریالی شو، خو منتقدینو یې لوی فاسد وګاڼه. [۲۰][۲۱]
یلتسین له اقتصادي ناورین نه د ژغورلو، په بازار کې د روبل د اسعارو له بیو، په ټول هېواد کې د خصوصي کولو او د قېمت د کنټرول په لوړلو سره یې د روسیې اقتصاد پر پانګوال بازار بدل کړ. اقتصادي بې ثباتۍ او تورم رامنځته شو. د اقتصادي بدلون په لړ کې، د څو کسیز حکومت لږو غړو د ملي شتمنیو ډېره برخه لاسته راوړه، په داسې حال کې چې نړیوال انحصارونه پر بازار واکمن شول. په ۱۹۹۳ز کال کې، وروسته له هغه چې یلتسین د روسیې د پارلمان د غیر اساسي قانون د لغوه کولو امر وکړ، د اساسي قانون کړکېچ رامنځته شو، چې پارلمان ته یې د استیضاح کولو لامل شو. کړکېچ هغه مهال پای ته ورسېد، چې یلتسین ته وفادارو سرتېرو د پارلمان پر ودانۍ برید وکړ او وسله وال پاڅون یې پای ته ورساوه. هغه وروسته یو نوی اساسي قانون معرفي کړ، چې د ولسمشر واکونه یې ډېر کړل. په روسي قفقاز کې بېلتون غوښتونکي احساسات د ۱۹۹۴ز او ۱۹۹۹ز کلونو ترمنځ د چیچینیا د لومړۍ جګړې، د داغستان د جګړې او د چیچینیا د دویمې جګړې لامل شول. په نړیواله کچه، یلتسین له اروپا سره نوې همکارۍ ته وده ورکړه او له امریکا سره یې د وسلو د کنټرول تړونونه لاسلیک کړل. کله چې داخلي فشار مخ پر زیاتېدو و، نو د ۱۹۹۹ز کال په پای کې یې استعفا ورکړه او لومړی وزیر ولادیمیر پوټین یې ځایناستی شو. له دندې پرېښود وروسته یې ټیټ درېځ خپل کړی و او په ۲۰۰۷ز کال یې د دولت له خوا د جنازې مراسم ترسره شول.
یلتسین یو استدلالي شخصیت و. په هېواد کې دننه د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو او د ۱۹۹۰لسیزې په لومړیو کې یې ډېر شهرت درلود، خو شهرت یې د ولسمشرۍ پرمهال د اقتصادۍ او سیاسي ناورینونو له امله زیانمن شوی و. له دې وروسته یې استعفا ورکړه او په روسیه کې یې په پراخه کچه خپل محبوبیت له لاسه ورکړ. هغه د شوروي اتحاد په ړنګولو، پر نماینده ډیموکراسۍ، د روسیې په بدلولو او هېواد ته د نوو سیاسي، اقتصادي او کلتوري آزادیو په معرفي کولو کې د هغه د ونډې له امله هم ستایل شوی او هم نیوکې پرې شوې. برعکس، هغه د ناسم اقتصادي مدیریت، د نابرابرۍ او فساد د پراخې ودې پر څارنې او ځینې وختونه د نړۍ د لوی ځواک په توګه د روسیې د درېځ پر کمزورولو تورن و. [۲۲]
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]ماشومتوب ۱۹۳۱ز- ۱۹۴۸ز
[سمول]بوریس یلتسین د ۱۹۳۱ز کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د سووردلوسک اوبلاست په تالیتسکي سیمه کې په بوتکا کلي کې زېږېدلی و. د هغه کورنۍ چې روسي توکمه وه، له اتلسمې پېړۍ را په دېخوا په دې سیمه کې اوسي، پلار یې نیکولای یلتسین او مور یې کلاودیا واسیلیوینا ستوریګینا په ۱۹۲۸ز کال کې واده وکړ. یلتسین تل د پلار په پرتله له خپلې مور سره نږدې پاتې شو، ځکه وروسته یې پلار خپله مېرمن او ماشومان وهل او ډبول.[۲۳][۲۴][۲۵]
شوروي اتحاد هغه مهال د جوزف سټالین تر واکمنۍ لاندې و، چې د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند له خوا یوه ګوندي دولت مشري کوله. د سټالین حکومت د مارکسیستي – لیننیست نظریې له مخې هڅه کوله چې هېواد پر یوې سوسیالیستي ټولنې بدل کړي، نو د همدې لپاره یې د کلیوالي ډله ییز کېدو او ډکولاکیزاسیون پروژه پیل کړه. کينډۍ:Sfnm[۲۶]
د ۱۹۳۹ز او ۱۹۴۵ز کلونو ترمنځ یلتسین خپلې لومړۍ زده کړې د بېرېزنیکي د اورګاډي په ۹۵ شمېره ښوونځي کې وکړې. په اکاډمیک ډول هغه په ابتدایي ښوونځي کې ښه کارکړنه لرله او په مکرر ډول یې د ټولګیوالو له خوا د ټولګي څارونکی او مشر ټاکل کېده. هلته هغه د کومسومولنډ ولادیمیر لینین د مخکښ سازمان له خوا په تنظیم شوو فعالیتونو کې هم ونډه اخیسته. دا په دویمه نړیواله جګړه کې د شوروي له ښکېلتیا سره تړلې وه، چې د یلتسین تره اندریان په سره پوځ کې دنده ترسره کوله او ووژل شو. له ۱۹۴۵ز نه تر ۱۹۴۹ز کال پورې یې د ښاروالۍ په منځني، لومړۍ شمېرې ښوونځي کې زده کړې وکړې، چې د پوشکین عالي لیسې په نامه هم یادېږي. یلتسین په ثانوي ښوونځي کې هم وځلید او له سپورټ سره یې هم لېوالتیا زیاته شوه، له همدې امله د ښوونځي د والیبال لوبډلمشر وټاکل شو.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
د مسکو د ګورکوم مشر: ۱۹۸۵ز کال
[سمول]ګورباچوف د شوروي اتحاد له اصلاحاتو سره علاقه لرله او د مرکزي کمېټې تنظیمي منشي یګور لیګاچیوف ډېر ژر له یلتسین نه وغوښتل، چې له هغه سره د یو بالقوه متحد په توګه وګوري. یلتسین ګورباچوف ته د یو مشر په توګه اندېښنې لرلې او هغه یې کنټرولونکی او سرپرست ګاڼه، خو خپل ځان یې د وروستیو اصلاحاتو پروژې ته ژمن باله. د ۱۹۸۵ز کال په اپرېل کې یلتسین د ګورباچوف له خوا د ګوند د مرکزي کمېټې د ساختماني څانګې د مشر په توګه وټاکل شو. که څه هم د پلازمېنې ښار ته باید لېږدونه شوې وای، خو یلتسین د خپلې رتبې د ټیټوالي له امله ناخوښ برېښېد. هلته هغه ته د نومنکلاتوي اپارتمان ورکړل شو. په دې ځای کې یلتسین او مېرمن یې له لور تاتیانا، د هغې زوی او دویم خاوند سره یو ځای شول. یلتسین ډېر ژر د ګورباچوف له خوا په مرکزي کمېټه کې د ساختماني او پانګې اچونې د منشي په توګه وټاکل شو. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
د ګورباچوف په ملاتړ د ۱۹۸۵ز کال په ډسمبر کې یلتسین د CPUS د مسکو ګورکوم لومړی منشي وټاکل شو. هغه په دې وخت کې د شوروي د پلازمېنې د اداره کولو مسؤلیت درلود، چې ۸.۷ میلیونه نفوس يې درلود. یلتسین په ۱۹۸۶ز کال کې د کمونیست ګوند د قانون جوړوونکي ارګان غړیتوب لپاره نوماند شو، په دې وخت کې یې دارالانشا پرېښوده، ترڅو په مسکو کې پر خپل سهم تمرکز وکړي.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]
د روسیې د فدراسیون ولسمشر
[سمول]د یلتسین لومړۍ دوره
[سمول]بوریس یلتسین پرېکړه وکړه، چې بنسټیزو اقتصادي اصلاحاتو ته به کار کوي. د ګورباچوف د اصلاحاتو پر خلاف، چې په سوسیالیستي نظام کې یې د ډیموکراسۍ د پراخولو هڅه کوله، خو د نوي رژیم موخه دا وه، چې سوسیالیزم په بشپړه توګه له منځه یوسي او د پانګوالۍ نظام پلی کړي همدارنګه غوښتل یې چې د نړۍ واکمن اقتصاد پر آزاد بازار بدل کړي.
یلتسین د ۱۹۹۲ز کال د جنورۍ په ۲مه، چې په ورته وخت کې یې د لومړي وزیر په توګه هم دنده ترسره کوله، د بهرنیو سوداګریو، قیمتونو او اسعارو د آزادولو امر وکړ. په ورته مهال کې، یلتسین د «لوی اقتصادي ثبات» تګلاره تعقیب کړه، چې د تورم د کنټرول لپاره یې د سخت رژیم طرحه جوړه کړې وه. د یلتسین له دغې کړنلارې سره سم، د ګټې نرخونه ډېرې لوړې کچې ته ورسېدل، ترڅو پیسې ټینګې کړې او کریډیټ محدود کړي. یلتسین د دولتي لګښتونو او عوایدو توازن ته د رسېدو لپاره په پراخه کچه نوي مالیات لوړ کړل، صنعت او ساختماني چارو ته یې د دولت له خوا مالي مرستې په چټکۍ راکمې کړې او د خیریه بنسټونو لګښتونه یې هم راکم کړل.
په ۱۹۹۰ لسیزې کې د روسیې GDP ۵۰ سلنه راکم شول، اقتصادي لوی سکټورونه له منځه لاړل، نابرابریو او بېکاریو وده وکړه، دا په داسې حال کې چې عایدات هم راکم شول. لوړ تورم د روسیې د مرکزي بانک د کمزورې پولي تګلارې له امله رامنځته شو، چې د زیاتره وګړو شخصي سپما یې له منځه یووړه او په میلیونونو روسان یې له فقر سره مخامخ کړل.[۴۶].[۴۷][۴۸][۴۹]
د یلتسین دویمه دوره
[سمول]یلتسین د ۱۹۹۶ز کال په نومبر کې د زړه د بای پاس جراحۍ بېړنی عملیات وکړ او د څو میاشتو لپاره په روغتون کې پاتې شو. د هغه د ولسمشرۍ په موده کې، روسیې د پیسو له نړیوال صندوق او نورو نړیوالو پور ورکوونکو سازمانونو نه ۴۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ امریکایي ډالر ترلاسه کړل. په هر حال د هغه مخالفین ادعا کوي، چې د دغو پیسو ډېره برخه د یلتسین د کړۍ(حلقې) خلکو غلا کړې او په بهرنیو بانکونو کې یې ځای پر ځای کړې.[۵۰][۵۱]
په ۱۹۹۸ز کال کې، کله چې د یلتسین حکومت خپل پورونه وتړل، نو یو سیاسي او اقتصادي کړکېچ رامنځته شو، چې په مالي بازارونو کې یې وېره خپره کړه او د ۱۹۹۸ز کال د روسیې په مالي کړکېچ کې د روبل د سقوط لامل شو. د ۱۹۹۹ز کال د کوزوو په جګړه کې، یلتسین د یوګسلاویا پر وړاندې د ناټو له پوځي عملیاتو سره کلک مخالفت وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې که ناټو کوزوو ته ځمکني سرتېري ولېږل، نو روسیه به خپله احتمالي مداخله وکړي. هغه په ټلویزیوني وینا کې وویل: «ما ناټو، امریکایانو او المانیانو ته وویل: موږ د نظامي اقدام لوري ته مه بیایئ که نه نو په یقیني توګه به د اروپا او ښایي یوه نړیواله جګړه پیل شي». یلتسین زیاته کړه چې: پر یوګسلاویا د ناټو بمباریو د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو منشور تر پښو لاندې کړ. [۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]
استعفا
[سمول]یلتسین د ۱۹۹۹ز کال د ډسمبر په ۳۱مه د ټلویزیوني استعفا وینا خپره کړه. په دې کې یې د هغو کلتوري، سیاسي او اقتصادي پرمختګونو ستاینه وکړه، چې دولت پرې څارنه کوله. هغه د روسیې له وګړو بښنه وغوښته او ویې ویل: «زما او ستاسې ډېر خوبونه په ریښتا بدل نه شول. هغه کار چې ډېر اسان ښکارېده، په واقعیت کې ډېر ستونزمن و».[۵۶][۵۷][۵۶][۵۸][۵۹][۶۰]
مرګ او جنازه
[سمول]بوریس یلتسین د ۲۰۰۷ز کال د اپريل په ۲۳مه د ۷۶ کلونو په عمر، د زړه د ناروغۍ له امله مړ شو. د کومسومولسکایا پراودا په وینا: د یلتسین مرګونی حالت د مارچ له ۲۵مې تر د اپريل ۲مې پورې، اردن ته د سفر پر مهال پیل شو. هغه د ۲۰۰۷ز کال د اپريل په ۲۵مه د نوودیویچي په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.[۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118900048 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb121472282 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Boris-Yeltsin — subject named as: Boris Yeltsin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6zk5qqc — subject named as: Boris Yeltsin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/19058255 — subject named as: Boris Nikolayevich Yeltsin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/boris-jelzin — subject named as: Boris Jelzin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/boris-jelzin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/56056 — subject named as: Boris Jeljcin (El’cin) — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist. او Script error: The function "lang" does not exist.
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=29009 — subject named as: Boris Jeljcin — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist. — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ https://cs.isabart.org/person/79033 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ Encyclopedia of Modern Ukraine ID: http://esu.com.ua/search_articles.php?id=17685 — subject named as: Єльцин Борис Миколайович — د نشر نېټه: ۲۶ جون ۲۰۲۱ — دوتنه: collective author — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist. — خپرونکی: Institute of Encyclopaedic Research — ISBN 966-02-2075-8
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000017772 — subject named as: Boris N. Jelzin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ د ټولټال کار کتنه په: http://enc.cap.ru/ — دوتنه: Yury Isayev — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist. — پاڼه: 2567 — خپرونکی: Chuvash publishing company — ISBN 978-5-7670-1471-X
- ↑ http://news.bbc.co.uk/1/hi/world/europe/6584481.stm
- ↑ پیوستون : 118900048 — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ YouTube video ID: https://www.youtube.com/watch?v=LZnbvtt4sGc
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb121472282 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/11013731
- ↑ YouTube video ID: https://www.youtube.com/watch?v=nffvUttU854
- ↑ Åslund, Anders (September–October 1999). "Russia's Collapse". Foreign Affairs. Council on Foreign Relations. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. لاسرسينېټه ۱۷ جولای ۲۰۰۷. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Johanna Granville, "Dermokratizatsiya and Prikhvatizatsiya: The Russian Kleptocracy and Rise of Organized Crime,"Demokratizatsiya (summer 2003), pp. 448–457.
- ↑ Paul J. Saunders, "U.S. Must Ease Away From Yeltsin" Archived 10 March 2009 at the Wayback Machine., Newsday, 14 May 1999.
- ↑ Colton 2008، م. 39.
- ↑ Colton 2008، مم. 35–36.
- ↑ Colton 2008، م. 14.
- ↑ Colton 2008، مم. 19–21.
- ↑ Aron 2000، م. 10.
- ↑ Colton 2008، م. 43.
- ↑ Colton 2008، مم. 37, 43.
- ↑ Colton 2008، م. 40.
- ↑ Colton 2008، مم. 40–41.
- ↑ Colton 2008، م. 37.
- ↑ Leon Aron, Boris Yeltsin A Revolutionary Life. Harper Collins, 2000. pg. 739; ISBN 0-00-653041-9.
- ↑ Leon Aron, Boris Yeltsin A Revolutionary Life. Harper Collins, 2000. page 132.
- ↑ Leon Aron, Boris Yeltsin A Revolutionary Life. Harper Collins, 2000. page 132.
- ↑ Colton 2008، م. 109.
- ↑ Colton 2008، م. 112.
- ↑ Colton 2008، مم. 111–112.
- ↑ Colton 2008، مم. 112–113.
- ↑ Colton 2008، م. 119.
- ↑ Colton 2008، م. 118.
- ↑ Colton 2008، مم. 119–120.
- ↑ Colton 2008، م. 115.
- ↑ Colton 2008، م. 116.
- ↑ Colton 2008، م. 113.
- ↑ Nolan, Peter (1995). China's Rise, Russia's Fall. London: Macmillan Press. مخونه 17–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-333-62265-0. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Daniel Treisman, "Why Yeltsin Won: A Russian Tammany Hall", Foreign Affairs, September/October 1996. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. لاسرسينېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۰۷. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)ساتنه CS1: سرليک په توګه خوندي شوی (link) - ↑ Gerber, Theodore P.; Hout, Michael (1998). "More Shock than Therapy: Market Transition, Employment, and Income in Russia, 1991–1995". American Journal of Sociology. 104 (1): 1–50. doi:10.1086/210001. S2CID 143545643. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 9 February 1992 باندې). Yeltsin Deputy Calls Reforms 'Economic Genocide'.
- ↑ the-spark.net (19 July 2003). "Yeltsin, "The Family" and the Bureaucratic Mafia". لاسرسينېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۰۷. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Checkmate nears for Yeltsin". Asia Times. 10 September 1999. Archived from the original on ۲۵ سپټمبر ۲۰۰۰. لاسرسينېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۰۷. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)ساتنه CS1: ناسمتړ (link) - ↑ (په 25 March 1999 باندې). Yeltsin: Russia will not use force against Nato. The Guardian.
- ↑ (په 9 April 1999 باندې). [{{{url}}} Yeltsin Warns of European War Over Kosovo].
- ↑ (په 9 April 1999 باندې). Yeltsin warns of possible world war over Kosovo. CNN
- ↑ (په 8 June 1999 باندې). Russia Condemns NATO's Airstrikes. Associated Press.
- ↑ ۵۶٫۰ ۵۶٫۱ Colton 2008، م. 2.
- ↑ Sinelschikova, E. (31 December 2019). "How Boris Yeltsin, Russia's first president, resigned". Russia Beyond the Headlines. لاسرسينېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Public opinion on the Yeltsin years". Russia Votes. 12 August 2015. لاسرسينېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 7 October 2002 باندې). Transcripts of 'Insight' on CNN. CNN
- ↑ Colton 2008، م. 1.
- ↑ У первого президента не выдержало сердце (په روسي ). Komsomolskaya Pravda. 24 April 2007. لاسرسينېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۰۷. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Ельцин умер от остановки сердца (په روسي ). Lenta. 23 April 2007. لاسرسينېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۰۷. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 23 April 2007 باندې). Russian ex-president Yeltsin dies. BBC
- ↑ "Former Russian President Yeltsin dies". Sky News. 23 April 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اپرېل ۲۰۰۷ باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ BBC News Yeltsin to lie in state in Moscow; retrieved 24 April 2007.
- ↑ "Former Russian President Boris Yeltsin, who helped bring demise of Soviet Union, dead at 76". Fox News Channel. 23 April 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. لاسرسينېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۰۷. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 2007م وفاتونه
- 23 اپرېل وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P551
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P2048
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P945
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P598
- د خاصيت کارولو پاڼې P607
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- ساتنه CS1: سرليک په توګه خوندي شوی
- ساتنه CS1: ناسمتړ
- ليکنې چې سرليکونه يې پهروسي (ru)
- ليکنې په کومو کي چي د روسي (ru) ژبې سرچينې موجودې دي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره