Jump to content

د شوروي اتحاد د ۱۹۹۱ کال کودتا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شوري د ۱۹۹۱ کال کودتا چې د اګست د کودتا په نوم هم یاديږي، د شوروي له ولسمشراو د کمونیستي ګوند له عمومي منشي میخائیل ګورباچوف څخه په زور د هېواد د کنټرول ترلاسه کولو لپاره د شوري اتحاد د کمونیستي ګوند د تندلارو ناکامه هڅه وه. د کودتا په مشرانو کې لوړ پوړي پوځي چارواکي لکه د ولسمشر مرستیال ګنادي یاناف شامل وو چې په مشترک ډول يې د بېړني وضعیت دولتي کمېټه (GKChP) رامنځته کړه. هغوی د ګورباچوف د سمونو له برنامې سره مخالف وو او د ختيځو اروپایي هېوادونو د کنترول د لاسه ورکولو له امله غوسه وو او د شوروي اتحاد، د اتحاد له نوي تړون څخه چې د لاسلیکېدو په درشل کې وو ډارېدل. دا تړون د شوروي د مرکزي دولت د قدرت د ډېر تمرکز د لرې کولو او پنځلس ګونو جمهوریتونو تر منځ د هغه د وېش لپاره و.

د GKChP تندلارو کې‌جي‌بي (د پخواني شوروي اتحاد امنیتي او اطلاعاتي خدمات) ماموران ولېږل او ګورباچوف یې د خپلو رخصتیو په جایداد کې توقیف کړ خو ویې نه شوی کولی چې د تازه تاسیس شوې روسیې منتخب ولسمشر بوریس یلتسین چې د ګورباچوف متحد او منتقد و ونیسي. GKChP په ښه ډول نه وو سازمان شوي چې هم د یلتسین او هم د استبداد ضد ملکي لاریون کوونکو له کمپاین سره په ځانګړې توګه په مسکو کې مخامخ شول. کودتا د دوو وروځو په ترڅ کې ماته وخوړه او ګورباچوف واک ته راستون شو حال دا چې ټولو توطئه کوونکو خپل پوستونه له لاسه ورکړل. وروسته یلتسین په غالب مشر بدل شو او ګورباچوف خپل ډېر نفوذ له لاسه ورکړ. ناکامه کودتا د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند (CPSU) د چټک منحل کېدو لامل شوه او څلور میاشتې وروسته یې سوسیالیستي جمهوریتونه (USSR ) هم منحل کړل. [۱]

د GKChP تر تسلیمېدو وروسته په عمومي توګه د «اته کسیزې ډلې» په نوم یادیږي، د روسیي د فېدراتیو جمهوریت سترې محکمې (RSFSR) او ولسمشر ګورباچوف دا اقدامات د یوې کودتا هڅه وبلله.

مخینه

[سمول]

ګورباچوف د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند د عمومي منشي په توګه د واک له ترلاسه کولو راهیسې د سمونو یوه هدفمنه برنامه پیل کړه چې د پرسټرویکا او ګلاسنوست یا اقتصادي / سیاسي بیارغونې او ولسواکۍ په دوه‌ګونو مفاهیمو کې یې رانغاړلې وه. دا حرکتونه د نومن‌کلاتور (په شوروي اتحاد او ختيځ بلوک هېوادونو کې د هغه افرادو ټولګه چې کلیدي بستونه یې په واک کې وو) د تندلارو غړو د بدګومانۍ او مقاومت لامل شول. دا سمونې همدارنګه د شوروي اتحاد د غیر روسي لږکیو په برخه کې د ملي پاله سیاسي تبلیغاتو د زیاتوالي لامل شوې او دا وېره موجوده وه چې د اتحایې ځینې ټول جمهوریتونه به سره جلا شي. په ۱۹۹۱ کال کې شوروي اتحاد له سخت اقتصادي او سیاسي کړکېچ سره مخ و. د خوراکي توکو، درملو او ګڼو نورو مصرفي موادو کمښت پراخ و، خلک اړ وو چې ان د اړینو توکو د پېرلو لپاره په اوږدو صفونو کې ودریږي، د سوند توکو زېرمې د ژمي د اړتیا وړ اټکل شوي مقدار څخه ۵۰ سلنه لږ وې او تورم په کال کې له ۳۰۰ سلنه څخه لوړ شو فابریکو د معاشاتو د ورکړې لپاره لازمې نقدې پیسې نه لرلې. په ۱۹۹۰ کال کې استوني، لتوني، لیتوانیا او ارمنستان له مخکې له شوروي اتحاد څخه د خپلې خپلواکۍ بېرته راګرځول اعلان کړي وو. د ۱۹۹۱ کال په جنوري کې شوروي اتحاد ته په زرو د لیتوانیا د بېرته راستنولو لپاره یوه له تاوتریخوالي سره مل هڅه وشوه. شاوخوا یوه اونۍ وروسته د شوروي پلوه سیمه‌ییزه ځواکونو په‌واسطه د لتوني چارواکو د نسکورولو لپاره یوه ورته هڅه طرحه شوه. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

روسیې د ۱۹۹۰ کال د جون په ۱۲مه خپل حاکمیت اعلان کړ او تر هغې وروسته یې د شوروي اتحاد د قوانینو پلي کول په ځانګړي ډول د مالي او اقتصادي چارو اړوند قوانین د روسیې په خاوره محدود کړل. د روسیې د شوروي اتحاد عالي شورا داسې قوانین تصویب کړل چې د شوروي له قوانینو سره په ټکر کې وو (په اصطلاح د جګړې قوانین).

د اتحادیې د ۱۹۹۱ کال د مارچ د ۱۷مې ټولپوښتنه د بالتیک ارمنستان ګرجستان او مالدووا هېوادونو په‌واسطه تحریم شوه، د ګڼو نورو جمهوریتونو فوق العاده اکثریت اوسېدونکو له ۷۷.۸۵ سلنه موافقو رایو سره د شوروي اتحاد د خوندیتوب لپاره خپل تمایل اعلان کړ. تر مذاکراتو وروسته له ۹ جمهوریتونو څخه ۸ پاتې جمهوریتونو (اوکراین ممتنع رایه) د اتحاديې نوی تړون له ځینې شرایطو سره تصویب کړ. دې تړون تکل درلود چې د شوروي اتحاد د خپلواکو جمهوریتونو په نوم د شوروي اتحاد یو فدراسیون رامنځته کړي چې مشترک ولسمشر، خارجي پالیسي او پوځ ولري. روسیې، قزاقستان او ازبکستان غوښتل د ۱۹۹۱ کال د اګست په ۲۰مه په مسکو کې دا تړون لاسلیک کړي. [۱۰][۱۱]

بریتانوي تاریخ لیکونکي ډن سټون د توطئه پالانو د انګېزې په اړه داسې وویل:

دا کودتا د هغو کسانو وروستۍ ساه وه چې په ختيځه اروپا کې یې د شوروي اتحاد سترواکۍ او د ورشو تړون او ورپسې د کمکان شورا له بېړني له‌منځه تللو څخه د خیانت احساس وکړ. ډېری د ګورباچوف د الماني پالیسیو له پایلو څخه وېره لرله نه یوازې د دې لپاره چې افسران به بې‌دندې پاتې شي بلکې د دې لپاره چې د المان د انحراف پالنې او بدۍ پالنې له امله به په ستره هېوادنۍ جګړه کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي- تر هر څه وروسته د جګړې له پای راهیسې د کرملین تر ټولو ستره وېره وه. [۱۲]

تیاری

[سمول]

پلان جوړونه

[سمول]

KGB د ۱۹۹۰ کال په سېپټمبر کې د کودتا ارزونه پیل کړه. شوروي سیاستوال الکساندر یاکولف د ۱۹۹۰ کال په جون کې د ګوند تر ۲۸مې کنګرې وروسته ګورباچوف ته د کودتا د پېښېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکول پيل کړل. د ۱۹۹۰ کال د ډېسمبر په ۱۱مه د KGB  ریئس ولادیمیر ګورباچوف د مسکو برنامې په نوم تلویزني شبکې له لارې فرمان صادر کړ. هغه په هغه ورځ د KGB  له دوو افسرانو څخه غوښتنه وکړه چې په شوروي اتحاد کې د بېړني وضعیت د اعلانېدو په حالت کې لازم تدبیري اقدامات تیار کړي. وروسته ګورباچوف د شوروي د دفاع وزیر دیمیتري یازوف، د مرکزي کنترول رئیس بوریس پوګو، لومړی وزیر پاولوف، د ولسمشر مرستیال ګنادي یانایف، د شوروي د دفاع د شورا رئیس اولګ باکلانوف، د ګورباچوف د دارلانشا رئیس والري بولدین او د CPSU د مرکزي کمېټې منشي اولګ شنین په دغه توطئه کې ښکېل کړل. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

کله چې کریوچکوف د شوروي اتحاد له زیاتېدونکې بې ثباتۍ څخه د خلق د استازو کنګرې استازو ته شکایت وکړ، ګورباچوف د ولسمشریز فرمان په صادرولو د KGB د صلاحیتونو له لوړولو سره او د کورنیو چارو د وزیر په توګه د پوګو له ټاکلو سره هڅه وکړه چې هغه راضي کړي. خارجه وزیر اېډوارډ شواردنادزده په اعتراضي ډول استعفا ورکړه او د ولسمشر د مرستیال په توګه وړاندیز شوی انتصاب يې رد کړ او خبرداری يې ورکړ چې «دېکتاتوري پر لاره ده.» ګورباچوف اړ شو چې یانایف د هغه پر ځای وګوماري.  [۱۸]

په لیتوانیا کې د جنوري د پېښو له پیل کېدو سره، د ګورباچوف د کابینې غړي هیله‌من وو چې هغه به د بېړني وضعیت اعلانولو او «د نظم راستولو» ته متقاعد شي او د بېړني حالت دولتي کمېټه (GKChP) يې جوړه کړه. [۱۹]

د شوروي لومړي وزیر پاولوف د ۱۹۹۱ کال د جون په ۱۷مه له عالي شورا څخه د فوق العاده صلاحیتونو غوښتنه وکړه. څو ورځې وروسته د مسکو ښاروال ګيورييل پاپوف په شوروي اتحاد کې د متحده ایالاتو سفیر جک اېف ماتلوک جونیر ته خبر ورکړ چې د ګورباچوف پر وړاندې کودتا پلان شوې ده. کله چې ماتلاک هڅه وکړه هغه ته خبردارۍ ورکړي، ګورباچوف په ناپوهۍ داسې وانګېرله چې د هغه کابینه نه وه په کې ښکېله او د کودتا خطر یې جدي ونه باله. ګورباچوف پاولوف د ډېرو صلاحیتونو غوښتنه وکړه او په ټوکو يې خپلې کابینې ته وویل چې «کودتا پای ته ورسېده» او د هغوی له پلانونو څخه بې خبره پاتې شو. [۲۰][۲۱]

سرچينې

[سمول]
  1. Mark Kramer, "The Dialectics of Empire: Soviet Leaders and the Challenge of Civil Resistance in East-Central Europe, 1968–91", in Adam Roberts and Timothy Garton Ash (eds.), Civil Resistance and Power Politics: The Experience of Non-violent Action from Gandhi to the Present, Oxford University Press, 2009 pp. 108–109 Archived 20 March 2017 at the Wayback Machine..
  2. "Gorbachev and Perestroika. Professor Gerhard Rempel, Department of History, Western New England College, 1996-02-02, accessed 2008-07-12". Mars.wnec.edu. خوندي شوی له the original on 28 August 2008. بياځلي په 31 March 2010.
  3. Sarker, Sunil Kumar (1994). The rise and fall of communism. New Delhi: Atlantic publishers and distributors. p. 94. ISBN 978-8171565153. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 July 2021. بياځلي په 4 January 2017.
  4. "USSR: The food supply situation" (PDF). CIA.gov. خوندي شوی له the original (PDF) on 23 March 2018. بياځلي په 26 July 2019.
  5. Gupta, R.C. (1997). Collapse of the Soviet Union. India: Krishna Prakashan Media. p. 62. ISBN 978-8185842813. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 July 2021. بياځلي په 4 January 2017.
  6. Ziemele (2005). p. 30.
  7. Ziemele (2005). p. 35.
  8. Ziemele (2005). pp. 38–40.
  9. Маркедонов Сергей Самоопределение по ленинским принципам Archived 16 November 2020 at the Wayback Machine.
  10. "Многоступенчатый запуск нового Союза намечен на 20 августа". خوندي شوی له اصلي څخه په 2 June 2021. بياځلي په 24 March 2021.
  11. Союз можно было сохранить. Белая книга: Документы и факты о политике М. С. Горбачёва по реформированию и сохранению многонационального государства Archived 10 March 2021 at the Wayback Machine.. – 2-е изд., перераб. и доп. – М.: АСТ, 2007. – С. 316 – 567 с.
  12. Dan Stone, Goodbye to all that? The story of Europe since 1945 (Oxford University Press, 2014) p. 23.
  13. Dunlop, John B. (1995). The rise of Russia and the fall of the Soviet empire (1st pbk. printing, with new postscript ed.). Princeton, N.J.: Princeton University Press. ISBN 978-1-4008-2100-6. OCLC 761105926. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 December 2021. بياځلي په 23 May 2021.
  14. Yevgenia Albats and Catherine A. Fitzpatrick. The State Within a State: The KGB and Its Hold on Russia – Past, Present, and Future. 1994. ISBN 0-374-52738-5, pp. 276–293.
  15. KGB Maj. Gen. Vyacheslav Zhizhin and KGB Col. Alexei Yegorov, The State Within a State, pp. 276–277.
  16. "Заключение по материалам расследования роли и участии должностных лиц КГБ СССР в событиях 19–21 августа 1991 года". flb.ru. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 March 2021. بياځلي په 10 April 2020.
  17. (په روسي) "Novaya Gazeta" No. 51 of 23 July 2001 Archived 15 February 2012 at the Wayback Machine. (extracts from the indictment of the conspirators)
  18. Kyriakodis, Harry G. (1991). "The 1991 Soviet and 1917 Bolshewk Coups Compared: Causes, Consequences and Legality". Russian History. 18 (1–4): 323–328. doi:10.1163/187633191X00137. ISSN 0094-288X.
  19. Hoffman, David E. (2009). The Dead Hand: The Untold Story of the Cold War Arms Race and its Deadly Legacy (1 ed.). New York: Doubleday. ISBN 978-0-385-52437-7. OCLC 320432478. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 December 2021. بياځلي په 19 May 2021.
  20. Hoffman, David E. (2009). The Dead Hand: The Untold Story of the Cold War Arms Race and its Deadly Legacy (1 ed.). New York: Doubleday. ISBN 978-0-385-52437-7. OCLC 320432478. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 December 2021. بياځلي په 19 May 2021.
  21. Kyriakodis 1991، م. 328.